سي. اس. لوئیس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کلایو سټیپلز لوئیس (زوکړه: د ۱۸۹۸ زکال د نومبر ۲۹مه – مړینه: د ۱۹۶۳ زکال د نومبر ۲۲ مه) بریتانوي لیکوال، ادبي څېړونکی او غیروحاني انګلیکان الهیات پوه و. نوموړي په اکسفورډ پوهنتون (مګدالن کالج، ۱۹۲۵- ۱۹۵۴ زکال) او کمبرېج پوهنتون (مګدالن کالج ۱۹۵۴- ۱۹۶۳ زکال) کې د انګلیسي ادبیاتو په څانګه کې علمي ځایګي لرل. نوموړی تر ډېره پورې د نارنیا سرګذشت یا واقعو (The Chronicles of Narnia) په نامه اثر د لیکوال په توګه شهرت لري، خو د خپلو نورو داستاني آثارو لکه د سکروټیپ لیکونو(The Screwtape Letters)، فضایي درې ګوني (The Space Trilogy) او همدارنګه د عیسوي دفاعي الهیاتو په برخه کې د خپلو غیر داستاني آثارو لکه یوازې د عیسویت (Mere Christianity) معجزې (Miracles) او د درد د ستونزې (The Problem of Pain) له امله هم شهرت لري.

لوئیس د کړیو د ارباب (The Lord of the Rings) تر عنوان لاندې اثر د لیکوال جې. آر. آر. تالکین نږدې ملګری و. دوی دواړو د اکسفورډ پوهنتون د انګریزي ادبیاتو په څانګه کې کار کاوه او د اینکلېنګز (Inklings) په نامه د اکسفورډ په غیررسمي ادبي ډله کې فعال و. په ۱۹۵۵ زکال کې د هغه د خاطراتو د خپاره شوي کتاب (Surprised by Joy) پر بنسټ هغه ته د ایرلنډ په کلیسا کې د تعمید غسل ورکړل شو خو په نوې ځوانۍ کې له خپل باور څخه لرې شو. لوئیس د ۳۲ کلنۍ په عمر د تالکین او نورو ملګرو تر اغېز اندې انګلیکانېزم ته واوښت او په دې سره «د انګلیسي کلیسا په یو غیرعادي» غړي واوښت. د لوئیس باور د هغه په چارو ژور اغېز درلود او د جګړې پر مهال په عیسویت باندې راڅرخېدونکې راډیويي خپرونې یې له زیاتو ستاینو سره مخ شوې. [۱]

لوئیس له ۳۰ کتابونو څخه زیات لیکلي چې له ۳۰ څخه په زیاتو ژبو ژباړل شوي هم دي او همدارنګه په میلیونونو ټوکه پلورل شوي. د نارینا د سرګذشت د ټولګې کتابونو یې تر ټولو ډېر پلور لرلی او د تلویزیون، راډیو او سینما په پردو یې ځانګړی محبوبیت موندلی. همدارنګه د بېلابېلو عیسوي مذهبي فرقو پوهان د هغه په فلسفي لیکنو استناد کوي.

لوئیس په ۱۹۵۶ زکال کې له امریکايي لیکوالې جوی ډېوېډمن سره واده وکړ. نوموړې څلور کاله وروسته د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوه. لوئیس د ۱۹۶۳ زکال د نومبر په ۲۲مه د ګردو د ناروغۍ له امله د خپلې ۶۵ مې کلیزې څخه یوه اونۍ وړاندې ومړ. نوموړی په ۲۰۱۳ زکال کې د هغه د مړینې د ۵۰م تلین پر مهال د ویسټ مېنسټر کلیسا د شاعرانو د یادغونډې پر مهال وستایل شو.

بیوګرافي[سمول]

ماشومتوب[سمول]

کلایو سټیپلز لوئیس د ۱۸۹۸ زکال د نومبر په ۲۹ مه د ایرلنډ له ویش وړاندې د اولسټر ایالت په بلفاسټ ښار کې وزېږېد. د هغه پلار البرټ جیمز لوئیس (۱۸۶۳- ۱۹۲۹ زکال) وکیل و؛ پلار یې ریچارډ لوئیس د ۱۹مې پېړۍ په نیمايي کې له ولز څخه ایرلنډ ته کډه شوی و. مور یې فلورانس اګوستا لوئیز (۱۸۶۲- ۱۹۰۸ زکال) وه چې کورنۍ نوم یې همیلټون و او د فلورا په نوم پېژندل کېده؛ نوموړې د ایرلنډ د کلیسا د کشیش توماس همیلټون لور او همدارنګه د کشیشانو هیو همیلټون او جان سټیپلز لمسۍ وه. لوئیس د وارن همیلټون لوئیس (په وارني مشهور و) په نوم یو مشر ورور درلود. هغه ته د ۱۸۹۹ زکال د جنوري په ۲۹مه په سنت مارک دونډلا کلیسا کې د خپل مورني نیکه له خوا د تعمید غسل ورکړل شو.[۲][۳][۴]

هغه مهال چې د هغه سپی جکسي د یوه موټر په واسطه ووژل شو، څلور کلن لوئیس د هغه نوم جکسي د ځان لپاره غوره کړ. په پیل کې هغه بل هېڅ نوم ته ځواب نه ورکاوه خو وروسته یې دا هم ومنله چې جک ورته وویل شي. هغه نوم چې کورنۍ او ملګرو یې د ژوند تر پایه ورته کاروه. هغه مهال چې اووه کلن و کورنۍ یې د ختیځ بلفاسټ په سټرانډ ډاون سیمه کې د هغه د ماشومتوب د مهال کور لیټل لي (Little Lea) ته کډه وکړه.[۵][۶]

لوئیس په ماشومتوب کې د انسان نما حیواناتو سره لیوالتیا لرله. هغه د بئاتریکس پاټر د کیسو سره مینه پیدا کړه، تر ډېره یې د حیواناتو اړوند خپلې کیسې لیکلې او هغه یې په انځور کښلې. له خپل ورور وارني سره په ګډه دوی د باکسن نړۍ جوړه کړه، هغه فانتزي جوړښت چې حیوانات په کې استوګن و او همدغو حیواناتو یې اداره کوله. لوئیس له ماشومتوبه له مطالعې سره مینه لرله. د هغه د پلار کور له کتابونو ډک و؛ هغه وروسته ولیکل چې د لوستلو لپاره د یو څه موندل په یوه کرونده کې د قدم وهلو او «د وښو د یوې تازه تیغې د موندلو» په څېر اسانه چاره ده.[۷]

لوئیس تر ۹ کلنۍ پورې د خصوصي ښوونکو له خوا وروزل شو، تر هغه مهاله چې مور یې په ۱۹۰۸ زکال کې د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوه. وروسته یې پلار انګلستان ته ولېږه څو د هرتفورډشایر په واټفورډ سیمه کې د وینیارډ په ښوونځي کې زده کړې وکړي. د لوئیس ورور درې کاله وړاندې په همدغه ښوونځي کې زده کړې پیل کړې وې. ډېره موده لا نه وه تېره چې دغه ښوونځی د زده کوونکو د کم شمېر له امله وتړل شو. وروسته له دې لوئیس د بلفاست په ختیځ کې په کمپبل کالج کې زده کړې پیل کړې چې د دوی له کور څخه یې یو میل فاصله لرله، خو د تنفسي ستونزو له امله یې له څو میاشتو وروسته دغه کالج خوشی کړ.

هغه بیاځلي انګلستان ته ولېږل شو او هلته د ووسټرشایر په مالورن تفریحي ښار کې د چربورګ هاوس مقدماتي ښوونځي ته لاړ هغه چې لوئیس په خپله لیکلې بیوګرافي کې د «چارټرز» په توګه یاد کړی. همدغه مهال و چې هغه په ماشومتوب کې خپلو زده کړو عیسوي لارښوونو ته شاه کړه او په یو آتېست (خدای منکر) واوښت. دغه مهال یې همدارنګه له اروپايي اساطیرو او جادویي علومو سره لیوالتیا پیدا کړه.[۸]

د ۱۹۱۳ زکال په سپټمبر میاشت کې لوئیس په مالورن کالج کې نوم ثبت کړ او د راتلونکي کال تر جون میاشتې پورې هلته پاتې شو. هغه ته ښوونځی د یوې ټولنیزې سیالۍ په توګه تر نظر ورغی. د مالورن له خوشي کولو وروسته نوموړي د خپل پلار له پخواني ښوونکي او د لورګان کالج د پخواني مدیر ویلیام ټي کرکپاټرېک سره زده کړې وکړې. [۹][۱۰]

لوئیس په نوې ځوانۍ کې د هغو سندرو او افسانو تر اغېز لاندې و چې هغه په ایسلنډي حماسو کې د لرغونو سکانډیناویايي ادبیاتو شمالي بڼه بلله. دغو افسانو د هغه باطني لیوالتیا زیاته کړه چې وروسته هغه د ځان لپاره «خوشاله کوونکې» بللې. نوموړي همدارنګه له طبیعت سره زیاتېدونکي مینه پیدا کړه؛ د طبیعت ښکلاوو هغه ته د شمال د کیسو یاد تازه کاوه او د شمال کیسو بیا د هغه فکر د طبیعت ښکلاوو ته اړاوه. د هغه د نوې ځوانۍ لیکنې د باکسن کیسو له لیکلو پیل شوې او د مختلفو هنري اشکالو لکه د حماسوي اشعارو او اوپرا د لیکنو د وړتیا په ازمویلو یې پیل وکړ څو وکولای شي له نورس افسانه پوهنې او طبیعي نړۍ سره خپله علاقه زیاته کړي. [۱۱]

له کرکپاټریک (د لوئیس په خبره «له لوی غصه ناک») سره د زده کړو پر مهال هغه په نوموړي کې له یوناني ادبیاتو او افسانه پوهنې سره مینه رامنځته کړه او د بحث او استدلال مهارتونه یې ور زده کړل. په ۱۹۱۶ زکال کې لوئیس ته د اکسفورډ په یونیورسیټي کالج کې د زده کړو بورس ورکړل شو. [۱۲]

لومړۍ نړیواله جګړه او اکسفورډ پوهنتون[سمول]

لوئیس د ۱۹۱۷ زکال په اوړني سمستر کې اکسفورډ ته ولاړ او د هغو په یونیورسیټي کالج کې یې په زده کړو پیل وکړ؛ له لږ ځنډ وروسته نوموړي «په پوځ کې د شمولیت په موخه د هیله بخښونکي مسیر» په توګه په پوهنتون کې د پوځي افسرانو د زده کړو له ډلګۍ سره یوځای شو. له دغه ځای څخه هغه د جګړه ییزو روزنو د تمریناتو په موخه وغوښتل شو. له روزنې وروسته هغه پیل کې د سامرست د پیاده نظام په دریمه ډلګۍ کې د دویم بریدمن په توګه وګمارل شو او وروسته د پوځ لومړۍ ډلګۍ ته تبدیل شو او په فرانسه کې یې خدمت وکړ (هغه وروسته له هغه له دریمې ډلګۍ څخه جلا شو چې هغه ډلګۍ شمالي ایرلنډ ته ولېږل شوه). اکسفورډ ته د هغه له تګ څو میاشتې وروسته هغه د بریتانیا د پوځ له خوا فرانسې ته ولېږل شو څو په لومړۍ نړیواله جګړه کې ونډه واخلي. [۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Lewis, C.S. (1952). Mere Christianity. New York: Harper Collins. د کتاب پاڼې viii. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780061947438. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Cite ODNB
  3. . The Life of C.S. Lewis Timeline. C.S. Lewis Foundation.
  4. "A personalised tour of the church and rectory that inspired CS Lewis and Aslan the Lion". مؤرشف من الأصل في ۲۸ فبروري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Howat, Irene (2006). Ten Boys Who Used Their Talents. Great Britain: Christian Focus Publications Ltd. د کتاب پاڼې 22. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84550-146-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Smith, Sandy (18 February 2016). "Surprised by Belfast: Significant Sites in the Land and Life of C.S. Lewis, Part 1, Little Lea". C.S. Lewis Institute. مؤرشف من الأصل في ۰۱ جولای ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lewis 1966b، ص. 10.
  8. Lewis 1966b، ص. 56.
  9. Lewis, C.S. (1955). Surprised by Joy: The Shape of My Early Life. New York City: Harcourt Brace Jovanovich. د کتاب پاڼي 128–186. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-15-687011-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lewis 1966a، ص. 107.
  11. Bloom, Harold (2006). C. S. Lewis. New York: Chelsea House Publishers. د کتاب پاڼې 196. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0791093191. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "About C.S. Lewis". CSLewis.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lewis, C. S. (1955). Surprised by Joy: The Shape of My Early Life. Orlando, FL: Harvest Books. د کتاب پاڼي 186–88. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-15-687011-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Sayer, George (1994). Jack: A Life of C. S. Lewis (الطبعة 2nd). Wheaton, IL: Crossway Books. د کتاب پاڼي 122–130. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-89107-761-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Lewis, C.S. (1955). Surprised by Joy: The Shape of My Early Life. New York City: Harcourt Brace Jovanovich. د کتاب پاڼي 128–186. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-15-687011-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)