سينا غر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کوہ سیناء
Mount Sinai (کينډۍ:کلمه نويسی)
سيناء غر
لوړ ترينه څوکه
لوړوالي۲٬۲۸۵ م (۷٬۴۹۷ فوټه)
جغرافيه
ځایسينټ کیتھرین، جنوبي سینا ولایت،  مصر


سينا سيمه
د سینا د غره یوه منظره

سینا غر یا جبل موسی یا جبل سینا يا طور غر(کوه طور، هغه غر چې په موسی عليه السلام باندې پکې لومړی ځل وحې شوې وه) د مصر د سینا د ټاپو وزمې مشهور غر دی چې پر هغه باندې خدای تعالی په حضرت موسی علیه السلام باندې وحی نازله کړه چې له امله یې حضرت موسی علیہ السلام بې هوښه شو او غر وسوځېد او رنجو په څېر تور وګرځېده. دا هغه غر دی چې الله جل جلاله پکې له حضرت موسی علیه السلام سره خبرې کړې وې. د سینا په اړه مختلف اقوال شتون لري:

  • (۱) ضحاک وايي سينين د نبطي ژبې کلممه ده چې د ښکلې او ښه په مانا ده.
  • (۲) مقاتل ويلي دي چې هغه غر چې په کې مېوه لرونکي ونې وي په نبطي ژبه کې سينين او سينا وايي.
  • (۳) عکرمه وايي هغه ځای ته چې خط وي هغه ته سينين او سينا وايي.
  • (۴) ځینو ورته سریاني کلمه ویلې ده چې مانا یې د ونو غره ده.
  • (۵) څوک وايي چې د حبشي ژبې کلمه ده.
  • (۶) کلبي ويلي دي چې دې نه مراد يوه ونه ده. يانې د ونو والا غر
  • (۷) ځینو ویلي دي چې دا یوه ځانګړې ډبره ده، دا ډول ډبره غره ته نږدې وي.

له همدې امله، د طور پرځای سينين ته اشاره شوې. زما په اند د عکرمه کلمه په هغه سيمه کې زياته صحيح ده چې په کومه سيمه کې غر واقع وي او د نحوې اضافه کولو له مخې د سنين د غره په مانا به د سنين په سيمه کې غر وي. سینین بوجه له جهالت او پوهې څخه بې برخې دی. همدا غر په قرآن [۱] د "طور سینا" او "طور سینین" په نومونو هم یاد شوی اوس دا سيمه د مصر پورې تړلې ده، د سینا دښتې په نوم یادیږي. [۲] سورة المؤمنون په شلمه آيت کي تور سينا ته تور سينا ويل سوي دي. او نن هم د سینا نوم سینا دی. دا یو لوړ غر دی چې له مصر څخه مدین یا مدین څخه مصر ته په لاره کې راغورځیږي. دا د همدې غره د یوې څوکې نوم دی. او د همدې غره په څنډه کې د دره نوم طوی دی چې په قرآن کې ورته سپېڅلې دره او البقات المبارکه هم ویل شوې ده. په همدې ځای کې موسی (ع) ته نبوت ورکړل شو او دوه ځله یې د خدای سره د خبرو کولو ویاړ ترلاسه کړ. [۳] سعید بن منصور له ابو حبیب الحارث بن محمد څخه روایت کړی چې څلور غرونه د الله جل جلاله په نزد حرمت دي، تور زیتا، تور سینا، تور تینا او تور تیما، او دا د الله جل جلاله ارشاد دی: آیت وال طین، والزیتون، وطور سینین، او هغه البلاد الامین. د انځر په ونې او د زيتونو په ونې او د سينا په وسيله او د دې امن ښار په واسطه. تور زیتا بیت المقدس دی، تور سینا د تور غر دی، طور تینا دمشق دی، تور تیمه مکه ده. [۴]

هوا[سمول]

15



د طور غر د موسم مالومات
مياشت جنوري فروري مارچ اپريل می جون جولای اگست ستمبر اکتوبر نومبر دسمبر کال
د زياته تودوخه (منځالی) °C (°F) 21
(69)
22
(71)
24
(76)
28
(82)
31
(88)
33
(92)
34
(93)
34
(94)
32
(89)
29
(84)
26
(79)
22
(72)
28
(82.4)
کمه ريکارډ شوې تودوخه (منځالی) °C (°F) 9
(48)
9
(49)
13
(55)
16
(61)
20
(68)
23
(74)
24
(76)
24
(76)
23
(73)
18
(65)
14
(58)
11
(51)
17
(62.8)
پرخه mm (inches) 3
(0.1)
3
(0.1)
3
(0.1)
0
(0)
0
(0)
0
(0)
0
(0)
0
(0)
0
(0)
0
(0)
3
(0.1)
3
(0.1)
15
(0.5)
Source: Weatherbase [۵]
(0.5)

نور وګوره[سمول]

حوالې[سمول]

  1. انوار البیان فی حل لغات القرآن جلد4 صفحہ792 ،علی محمد، سورۃ التین2،مکتبہ سید احمد شہید لاہور
  2. تفسیر مدنی کبیر مولانا اسحاق مدنی ،سورۃ التین
  3. تفسیر تیسیر القرآن مولانا عبد الرحمن کیلانی سورۃ التین
  4. تفسیر در منثور جلال الدین سیوطی سورۃ التین
  5. "Weatherbase: Historical Weather for At Tur, Egypt". Weatherbase. 2011. مؤرشف من الأصل في ۰۷ جنوري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Retrieved on November 24, 2011.

بېرونۍ تړنې[سمول]