سيلي رايډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سيلي کرسټن رايډ (مۍ 26، 1951 – جولای 23، 2012) يوه امريکايي ستورمزلې او فيزيک پوهه وه. نوموړې په بوسټن کې زېږېدلې او په 1978ز کال کې له ناسا سره يوځای شوه، او په 1983ز کال کې، لومړۍ امريکايي مېرمن او درېيمه مېرمنه شوه چې تشيال ته پورته شي، له نوموړې مخکې په 1963ز کال کې ستورمزلې « Valentina Tereshkova» او په 1982ز کال کې « Svetlana Savitskaya» تشيال ته سفرونه کړي وو. نوموړې تر ټولو ځوانه امريکايۍ ستورمزلې وه چې تشيال ته پورته شوې وه، دا کار يې په دوه دېرش کلنۍ کړی و.

رايډ له سټنفورډ پوهنتون څخه فارغه شوې وه، چېرته چې نوموړې په 1973ز کال کې په فزيک کې د لسانس سند او په انګليسي ادبياتو کې د لسانس سند تر لاسه کړی و، په 1975ز کال کې يې په فزيک کې د ماسترۍ سند او په 1978ز کال کې يې په فيزیک کې د دوکتورا سند له ايکسری سره ستوريز چاپيريال د تعامل په اړه د څېړنې پر بنسټ تر لاسه کړی و. نوموړې د ناسا د ستورمزلو د اتمې ډلې سره د ماموريت د ماهرې ستورمزلې په توګه وټاکل شوه، کوم چې د ښځو په ګډون سره د ناسا د ستورمزلو لومړۍ درجه ډله ده. په 1979ز کال کې د خپلې روزنې له بشپړولو وروسته، نوموړې د دويم او درېيم تشيال شټل (شټل هغه بېړۍ چې تشيال ته استول کېږي) د الوتنو لپاره، په ځمکه کې د نصب اړيکه کونکې (CapCom) په توګه وګومارل شوه، او د فضايي شټل د روباتيک مټ په چمتو کولو کې يې مرسته وکړه. د 1983ز کال د جون په مياشت کې، نوموړې د چيلنجر په نوم فضايي شټل کې په STS-7 ماموريت تشيال ته ولاړه. دې ماموريت دوه مواصلاتي سټلايټونه او لومړی د شټل پليټ ستلايټ (SPAS-1) واستول. رايډ د SPAS-1 د نصب کولو او تر لاسه کولو لپاره د روباټيک مټ د مديريت چارې پر مخ يوړې. د نوموړې د تشيال دويم سفر په 1984ز کال کې له STS-41-G سره و، دا سفر هم د چيلنجر په مټ تر سره شو. نوموړې په ټوليز ډول له 343 څخه زيات ساعتونه په تشيال کې تېر کړل. نوموړې په 1987ز کال کې ناسا پرېښود.

رایډ د سټينفورډ پوهنتون د نړيوال امنيت او وسلو د کنترول په مرکز کې تر دوه کلونو کار وکړ، او بيا يې د «سنډياګو» کلفورنيا په پوهنتون کې په ابتدايي ډول د غير خطي بصرياتو او «تامسن تشتت» په اړه څېړنې وکړې. نوموړې په هغو ټولنو کې کار وکړ چې د چيلنجر او کولمبيا د ورکېدو په اړه يې څېړنې کولې، هغه يوازينی شخص و چې دې دواړو کې يې برخه دلوده. له «سټيون هاولي» سره د هغه د فضايي الوت په کلونو کې او د ښځو د ټينس ټولنې پخوانۍ لوبغاړې «Tam O'Shaughnessy» سره د يوې خصوصي اوږدمهالې اړيکې څخه وروسته له واده کولو پس، نوموړې لومړۍ ستورمزلې ده چې د LGBT (همجنس پرست) په توګه پېژندل کېږي. نوموړې په 2012ز کال کې د تريخي د سرطان له امله مړه شوه.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

سيلي کرسټن رايډ د 1951ز کال د مۍ په شپږ ويشتمه نېټه د کلفورنيا د لاس انجليس د «اينسينو» په سیمه کې زېږېدلې وه، نوموړې د «ډيل برډيل رايډ» او «کيرول جوايس رايډ انډرسن» مشر بچۍ وه. نوموړې د کيرن په نوم يوه خور درلوده چې په «بير» مشهوره وه. مور او پلار دواړه يې په پريسبيټري کليسا کې مذهبي مشران وو. مور يې چې له نارويژني نسب څخه وه، د ښځو په اصلاحي اسانتيا کې د رضاکارې سلاکارې په توګه کار کړی و. پلار يې د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال، په اروپا کې د متحده ايالاتو په پوځ کې د 103يم پلې فرقې کې خدمات وړاندې کړي و. له جګړې وروسته هغه د G.I. لايحې پر بنسټ هاورفورډ کالج ته ولاړ، او لاس اجنليس، کلفورنيا په پوهنتون کې يې په پوهنه کې د ماسترۍ سند تر لاسه کړ، او د سنټا مونیکا په کالج کې د سياسي علومو پروفيسر شو.[۱][۲][۳][۴]

رايډ د لاس انجليس د « Van Nuys» او «Encino» په سيمو کې راستره شوه. په 1960ز کال کې، کله چې هغه نهه کلنه وه، دې کورنۍ يو کال په اروپا کې په سفرونو تېر کړ. په اسپانيه کې، رايډ په لومړي ځل د ټينس لوبه وکړه. نوموړې له لوبو خوند اخيست، خو تر ټولو د خوښې وړ لوبه يې ټينس وه، او په لس کلنۍ کې «ايلس ماربل» د هغې ښوونه وکړه، څوک چې پخوانۍ د نړۍ په کچه لومړی درجه لوبغاړې وه. تر 1963ز کال پورې، «رايډ» په سويلي کلفورنيا کې د دولس کلنو او له دې څخه کم عمره انجونو په منځ کې په شلم لمبر کې وه. نوموړې د «Encino» په ابتداييه ښوونځي، د پورټولا جونير عالي ښوونځي (اوس د پورټولا منځنی ښوونځی)، له هغې وروسته په برمنګم عالي ليسه کې د ټينس په بورس د دويم کال زده کونکې په توګه، په لاس انجليس کې د انجونو د يو خصوصي ښوونځي،د نجونو لپاره د ويسټ ليک ښوونځي کې زده کړې وکړې. «اليزبت مومارټس»، چې انساني فزيالوژي يې تدريس کوله، د هغې لارښونکې شوه. رايډ قصد درلود چې فلکي فيزيک پوهه شي. نوموړې د 1968ز کال د جون په مياشت کې فارغه شوه، او له هغې وروسته يې د دوبي په رخصتيو کې په سانټا مونيکا کالج کې په پرمختللي رياضي کې زده کړه ييز ټولګي پيل کړل.[۵][۶][۷]

د هغې يوه ملګرې «Sue Okie» لېوالتيا درلوده چې په پنسلوانيا کې «سوارتمور کالج» ته ولاړه شي، له همدې کبله رايډ هم هلته د داخلې غوښتنه وکړه. د داخلې رئيس «فريډ هارګاډن» له هغې څخه شفوي امتحان واخيست، نوموړې د هغې د ذهني او ټينس له وړتياوو متاثره شو. نوموړې په بشپړ بورس داخله کړای شوه. نوموړې د 1968ز کال د سپتمبر په اتلسمه نېټټه په «سوارتمور» کې ټولګي پيل کړل. هغې د ګلف لوبه وکړه، او د سوارتمور د ميدان هاکي پوهنتون لوبډله يې جوړه کړه. نوموړې د کالجونو تر منځ د ټينس ټولې شپږ سيالۍ وګټلې، او د ختيځو کالجونو د ښځو يو نفري لوبو اتله شوه. نوموړې په 1969ز کال کې له خپلې بريا څخه دفاع وکړه، او ټولې لوبې يې وګټلې. خو رايډ په کلفورنيا کې له خپل کور پسې خفه وه، او هغه مهال له «Title IX» مخکې د ښځو ټينس د کالج په کچه په ښه ډول له ملاتړ څخه برخمن نه و؛ سوارمور د ټينس لوبې څلور ميدانونه درلودل، خو هېڅ سرپټی ميدان نه و، او کله به چې واوره وشوه، نو هغې تمرین نه شو کولای. په سوارتمور کې له درې سمسترونو وروسته، نوموړې د 1970ز کال په جنورۍ مياشت کې کلفورنيا ته ستنه شوه، او موخه يې دا وه چې د ټينس مسلکي لوبغاړې شي.[۸]

رايډ د لاس انجليس په کلفورنيا پوهنتون کې داخله وکړه، چېرته چې نوموړې ته د شکسپير او کوانټم ميخانيک په کورسونو کې داخله ورکړل شوه، او په دواړو مضامينو کې يې لومړۍ درجه (A) تر لاسه کړي. نوموړې په فيزيک کې يوازينۍ ښځينه زده کونکې وه. نوموړې د تدريس له مرستيال «جان ټومپګنز» سره په مينه ګرفتاره شوه، خو د سپتمبر په مياشت کې هغه مهال دا اړيکه پای ته ورسېده، کله چې نوموړی ماسکو ته ولاړ، تر څو د لوړې انرژۍ فيزيک په انسټيتيتوټ کې څېړنه وکړي. په مسلکي ټينس کې د هغې ځغل له ناکامۍ سره مخ شو؛ د اګست په يو سهار د درې لوبو له کولو يوه ورځ وروسته د هغې ټول بدن درد پيل کړ. نوموړې وپوهېده چې د چمتوالي اړينې کچې ته د رسېدو لپاره به ډېر زيات کوښښ ته اړتيا وي: نوموړې په يوه ورځ کې اته ساعته تمرين ته اړتيا درلوده. نوموړې دې پايلې ته ورسېده چې هغه څه نه لري، کوم چې د يو مسلکي ټينس لوبغاړي جوړېدو لپاره اړين وي.[۹]

رايډ د دريم کال مافوق لسانس محصلې په توګه د سټنفورډ پوهنتون ته د انتقال لپاره درخواست وکړ. د ټينس لارښود لېوالتيا درلوده چې هغه په لوبډله کې شامله کړي، او په تصادفي ډول، «فريډ هارګډن» اوس هلته د داخلې رئيس و. فريډ يو ځل بيا د هغې د داخلې په تايید کې مهمه ونډه درلوده. نوموړې په 1973ز کال کې په فزيک کې د لسانس سند تر لاسه کولو او په انګليسي ادب کې د لسانس سند تر لاسه کولو سره فارغه شوه. نوموړې وروسته په 1975ز کال کې په فيزيک کې د ماسترۍ سند تر لاسه کړ، او په 1978ز کال کې يې په فلسفه کې دوکتورا تر لاسه کړه. فلکي فيزيک او ازاد اليکترون ليزونه د هغې د زده کړې څانګې وې. نوموړې د خپلې دوکتورا رساله د « the interaction of X-rays with the interstellar medium» په موضوع وليکله، چې لارښود استاد يې « Arthur B. C. Walker Jr» و.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Lyndon B. Johnson Space Center (July 2012). "Sally K. Ride" (PDF). Biographical Data. Houston, Texas: NASA. مؤرشف (PDF) من الأصل في May 5, 2021. د لاسرسي‌نېټه May 5, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Sherr, Lynn (2014). Sally Ride: America's First Woman in Space. New York: Simon & Schuster. OCLC 885483468. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4767-2578-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Boyle, Alan (July 25, 2012). "Why Sally Ride waited until her death to tell the world she was gay". Cosmic Log. NBC News. مؤرشف من الأصل في May 5, 2021. د لاسرسي‌نېټه May 5, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په July 23, 2012 باندې). American Woman Who Shattered Space Ceiling.
  5. Sherr, Lynn (2014). Sally Ride: America's First Woman in Space. New York: Simon & Schuster. OCLC 885483468. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4767-2578-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په July 23, 2012 باندې). Pioneering Astronaut Sally Ride Almost Opted For Tennis. Yahoo! Sports
  7. Okie, Susan (May 8, 1983). "Friend Charts Her Path to Space". The Washington Post. د لاسرسي‌نېټه March 3, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Sherr, Lynn (2014). Sally Ride: America's First Woman in Space. New York: Simon & Schuster. OCLC 885483468. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4767-2578-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sherr, Lynn (2014). Sally Ride: America's First Woman in Space. New York: Simon & Schuster. OCLC 885483468. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4767-2578-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Sherr, Lynn (2014). Sally Ride: America's First Woman in Space. New York: Simon & Schuster. OCLC 885483468. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4767-2578-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lyndon B. Johnson Space Center (July 2012). "Sally K. Ride" (PDF). Biographical Data. Houston, Texas: NASA. مؤرشف (PDF) من الأصل في May 5, 2021. د لاسرسي‌نېټه May 5, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Aceves, Ana V. (August 4, 2016). "Arthur B. C. Walker II: X-ray Astrophysicist". Sky & Telescope. د لاسرسي‌نېټه March 4, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. کينډۍ:Cite thesis
  14. Knapp, Alex (July 23, 2012). "Sally Ride, First American Woman In Space, Dead At 61". Forbes. Jersey City, New Jersey. مؤرشف من الأصل في May 5, 2021. د لاسرسي‌نېټه July 23, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)