سيف الرحمان سليم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سيف الرحمان سليم (۱۹۲۹ - ۲۰۰۷ ز کال د مارچ ۸ پېښور) د پښتو ژبې يو شاعر وو .

مخينه[سمول]

سيف الرحمان سلیم يو روښاند شاعر وو، چې د شعر ژبه يې ډېره روانه او خوږه وه . سيف الرحمان سليم په شاعرۍ کښې د خپل ځانگړي اسلوب په وجه ډير شهرت موندلی دی .

دندې[سمول]

د عملي ژوند په لړ کښې ئې د خزانې په دفتر کښې ملازمتي امور تر سره کړي دي ـ

مړينه[سمول]

سيف الرحمان سليم د ۲۰۰۷ ز کال د مارچ مياشتې پر ۸ د ۷۸ کالو په عمر په پېښور کې په حق ورسېد او په خپله پلرنۍ اديره کې خاورو ته وسپارل شو .

چاپ شوي نښيرونه[سمول]

د وړو وړو خدايانو دې بنده کړم

د شعر څوبېلگې يې[سمول]

غزل

پښتانه د پښتونخوا درانه ښاغلي - د مغلو سېلاب يووړل لكه خلي

زمانه راپسې توره په لاس گرځي - لكه ما يې چې وي پلار نيكه وژلي

ستا لاسونو ته به هسې خلك گوري - پرهارونه زما نه دي چا ليدلي

عجيبه ده محبوبه غېږه كې غواړې - او لاسونه يې خپل شاته دي تړلي

ما په دار كړئ چې منصور خلكو ته ياد شي - مودې وشوې څوك په دار نه دي ختلي


کله کله د خدائے دوست شمه خليل شم - کله کله د نمرود غوندے ذليل شم کله کله زۀ حاتم شم سخاوت کښې - کله کله د قارون په شان بخيل شم کله کله زۀ د شاتو هسې خوږ شم- کله کله ذائقه کښې زنجبيل شم کله کله خپل جهان لکه جنت کړم - کله کله زۀ شپيلۍ د اسرافيل شم کله کله د رهبر په تلاش ګرځم - کله کله رهنما د جبرائيل شم کله کله مې تيارې ځي په جلب کښې - کله کله ملک رڼا کړمه قنديل شم زۀ انسان يمه په هره چاره بر يم - په هر شکل چه مې زړه غواړي تبديل شم په آغاز او په انجام کښې مې نور څه دي - خو يو جز يمه په کل کښې به تحليل شم

-----

سرچينې[سمول]

  1. http://www.pashtoonkhwa.com/embed_news.php?cnt=233
  2. http://www.scprd.com/archive_show.php?id=867[مړه لينکونه]
  3. http://paktia_pa_dag_ke.bloguna.tolafghan.com/posts/3067 Archived 2016-03-05 at the Wayback Machine.