منځپانگې ته ورتلل

سيد قطب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سېد قطب
سېد قطب

سید قطب چي د سید قطب شهید په نوم هم یادیږي، یو مصری لیکوال، سیاستپوه او اسلامپاله شخصیت وو چي د مصر له اخوان المسلمین ګوند سره یې اړیکي درلودې.

د سېد قطب اصلي نوم سېد دی، او قطب یې د کورنۍ نوم دی. دده نیکونه له آره د عربي ټاپووزمې ول. ددې کورنۍ یو مشر له نوموړي ځای ځخه د مصر پر لور هجرت وکړ. د سېد قطب پیداېښت د اکتوبر په ۹مه کال ۱۹۰۶ز د مصر په اسیوط نومي ولسوالۍ په موشا کلي کې شوې دی. لومړنۍ زده کړې یې په همدې کلي کې پيل کړې، او لوړې زده کړې یې د قاهرې په پوهنتون کې ترسره کړې، او بیا په همدې پوهنتون کې پروفېسور شو. نوموړى د إخوان المسلمين ګونډ غړيتوب درلود او په اسلامي احکامو کې سخت ؤ.

سيد قطب
سَيِّد قُطْب (عربي ) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
Musha (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۹ اکتوبر ۱۹۰۶[۱] — ۱۰ سېپتمبر ۱۹۰۶[۲] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۲۹ اگست ۱۹۶۶[۲][۳][۴] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
زدکړنځی
ژبې
اغېزمن شوی له
ګوند
Wafd Party (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
Muhammad Qutb (en) ژباړلHamida Qutb (en) ژباړلAmineh Qutb (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
غړی د
دین
جوړښت
د معماري سټایل

سېد قطب په مصري ټولنه کې د یوه ادیب په توگه راوټوکېد، د سیاسي او ټولنیز نقاد په توگه یې نوم وگاټه. دده مهم لیکلې اثر د قرآن پاک تفسیر دی، چې په عربي ژبه کې د في ظلال القرآن په نامه یادېږي. دا تفسیر د نړۍ زیاتره ژبو ته ژباړل شوې دی. د اسلام دا نامتو داعي، مفکر، او مفسر د مصري حکومت لخوا د بلوا او بغاوت په تور د زندان تورو تمبو شاته واچول سو، او د ۱۹۶۶ کال اګست په ۲۵مه په دار وځړول سو.

له اخوان المسلمون سره اشنایي او غړیتوب

  1. سرچينې تړی: http://global.britannica.com/biography/Sayyid-Qutb.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۲۷ اپريل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ويل شوي په: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 12191673k. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  4. ويل شوي په: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Sayyid-Qutb. Subject named as: Sayyid Qutb. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.