سيد فخر الدين احمد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مولانا سيد فخر الدين احمد (۱۸۸۹–۱۸۷۲) په هند کي د ديوبندي مسلک عالم وو.هغه د مولانا مجيد علي جانپوري له نظارت لاندي زده کړي وکړې.(۱) د مولانا حسین احمد مدني له وفات وروسته يې په دیوبند دارالعلوم کي د حديثو د استاد په حيث دنده اجرا کړه.(۲)

زده کړي[سمول]

قرآن کریم يې له خپلي مور څخه ولوست. فارسي ژبه يې د کورنۍ له مشرانو څخه زده کړه. په شل کلنۍ کي يې د عربي ژبي ګرامر او نحو له مولانا خالد څخه ولوستل. هغه په ګلوتي کي د منبع العلوم مدرسې ته لاړ، چېرته چي هغه له مولانا مجيد علي نه يو څه کتابونه ولوستل له هغه وروسته له همدې ښوونکي سره ډهلي ته ولاړ.

د ډهلي په مدرسه کي يې عقلي علوم ولوستل. په ۱۹۰۸ز کال کي کله چي ديوبند دارالعلوم ته راغی، شیخ الهند له ده څخه د داخلې ازموينه واخيسته. هغه د شيخ الهند په رهنمايي کي دوره حدیث د يوه کال پر ځای په دوو کالو کي پوره کړه.(۲)

مولانا سيد فخر الدين احمد عمر ۸۲ يا ۸۳ کاله وو. هغه د ۱۹۷۲ کال د اپريل په پنځمه نېټه ومړ. د جنازې لمونځ يې قاري محمد طيبات مورادابادي ترسره کړ.(۲)

سرچينې[سمول]

^ "Darul Uloom" (July [[۱]]): [[۲]].

^ Jump up to:a b c Syed Mehboob Rizwi. History of The Dar al-Ulum Deoband (Volume 2)[[۳]] ed.). Idara-e-Ehtemam, Dar al-Ulum, Deoband. p. [[۴]].

[[۵]] births

[[۶]] deaths

د اهل السنة والجماعة له څلورو مذاهبو څخه لومړی فقهې مذهب دی.

مؤسس یي امام ابوحنیفه رحمه دی

وېشنيزه:حنفیان

وېشنيزه:ديوبندي مسلک

ديوبنديان

وېشنيزه:هندي اسلامي علماء