سيد راحت زاخيلي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سيد راحت زاخېلی د پښتو لنډې کيسې بنسټګر د سيد قريح الله زوی په ۱۸۸۴ز کال د کوزې پښتونخوا د نوښار په زاخېلو کې زېږېدلی و ، د وخت دوديز ديني او ادبي علوم يې لوستي و ، پياوړی ليکوال ، شاعر ، ژباړونکی ، ژورناليست ،مورخ او خطاط  و .

   په پښتو ژبه او ادب کې د هنري ادبياتو په ځانګړې توګه د لنډې کيسې ، ناول ، ادبي ټوټې او طنز لومړنی بنسټګر او مخکښ ليکوال پېژندل شوی او بلل شوی دی .

  د نظم او نثر تر شلو زيات ليکلي اثار يې راپاتې دي چې د ځيونو نومونه يې د بېلګې په توګه راخلو:

Said Rahat Zakhili The Firs Writer of Short story in Pashto Language
استاد سيد راحت زاخيلي د پښتو ژبې د لنډو کيسو بنسټګر
  1. نتيجه عشق (ناول)
  2. تاريخ افغانستان
  3. پښتو افسانې
  4. داغونه ( شعري ټولګه )
  5. لغات افغاني
  6. تاريخ بغداد
  7. قواعد خوشخطي
  8. قواعد پښتو
  9. د سعدي د ګلستان پښتوژباړه
  10. تحرير قافيه اونور...

    د غه پياوړی ليکوال ، شاعر ، تاريخ ليکوونکی او ژورناليست  د ۱۹۶۳ز -   ۱۳۴۱لمريز کال د مۍ په ۲۹مه نېټه له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې او د زاخېلو په هديره کې خاورو ته وسپارل شو .