سيتيا
سيتيا (بریتانيا: /ˈsɪðiə/، متحده ايالتونه: /ˈsɪθiə/، له يوناني: Σκυθική ، رومي بڼه: Skythikē) په لرغونې پخوانۍ زمانه کې د مرکزي يوروشيا يوه سيمه وه، چې د ختيځ ايراني سيتيانو له لورې نيول شوې وه او مرکزي اسيا او د Vistula سيند ختيځ لوري ته د ختيځې اروپا ځينې برخې رانغاړي، چې د دې سيمې ختيځې څنډې د يونانيانو له لورې په ناڅرګند ډول راپېژندل شوي دي. لرغونو يونانيانو د اروپا ټولو شمال ختيځو سيمو او د تور سمندر شمالي ساحل ته د سيتيا (Scythia) يا سترې سيتيا (Great Scythia) نوم ورکړ. د اوسپنې دورې پر مهال ياده سيمه د سيتيايي کلتورونو د غوړېدلو شاهده وه. [۱][۲][۳][۴][۵]
د Scythian نوم، چې د دې لومړنيو کوچي وګړو لپاره د يونانيانو له لورې ورکړل شوی دی، له ميلاد څخه مخکې له لومړۍ پېړۍ څخه تر دويمې ميلادي پېړۍ پورې په سيتيا کې واوسېدل. له ميلاد څخه مخکې اوومه پېړۍ کې د سيتيا اوسېدونکو د يوروشيا په اوږدو کې له تور سمندر څخه د ختيځې اسيا تر پولو پورې د سيمې پراخې برخې اداره کړې. د سيتيا سيمې درک او پراختيا د وخت په تېرېدلو سره توپير کوي، مګر په عادي ډول لويديځ لور ته زياته او د نقشې پر مخ د په نښه شوې سيمې په پرته زيات د پام وړ ختيځ لور ته وغځېده. ځينې سرچينې مستند کوي چې د سيتيان پياوړي، مګر سوله ييز خلک وو. د دوی په اړه ډېر څه نه دي پېژندل شوي. [۶][۷][۸][۹][۱۰]
Scythia يوه ناتړلې کوچي سترواکي وه، چې له ميلاد څخه مخکې د اتمې پېړۍ په لومړيو کې رامنځته شوه. د سيتيايي کلتور نږدې د equestrianism [د آس د سپرلۍ اصالت] او د ژوند د خپلواکې سوداګرۍ لارې باندې تمرکز وکړ. هيڅ داسې ليکنيز نظام نه دی تاييد شوی، چې د دې دورې نېټه په ډاګه کړي، نو له همدې له امله د يادې سيمې او د هغې وخت د اوسېدونکو په اړه اوسني د لاسرسي وړ ليکنيز معلومات د لرغونو مدنيتونو له تاريخ څخه وړاندې ليکنو څخه سرچينه اخلي، چې له يادې سيمې سره يې تړاو درلود؛ په ځانګړي ډول د لرغوني هند، لرغوني يونان، لرغوني روم او لرغوني فارس مدنيتونه. تر ټولو بشپړه [تفصيلي] لويديځه تشرېح د Herodotus له لورې شوې ده. نوموړي ښايي سيتيا ته يون نه وي کړی او د هغه د پوهې د کره توب په اړه په علمي ډول بحث شته، مګر د لرغون پېژندې معاصرو موندنو د هيروډوټس (Herodotus) ځيني لرغونې انګېرنې تاييد کړې دي او نوموړی په لرغونې سيتيا کې تر ټولو ګټور ليکوال پاتې کېږي. نوموړی وايي چې خپل ځان لپاره د سيتيانو خپل نوم “Scoloti” و. [۱۱][۱۲]
جغرافيه
[سمول]هغه سيمه چې کلاسيک يا لرغوني ليکوالان يې سيتيا بولي، لاندې سيمې رانغاړي:
- د Pontic-Caspian جلګه: سويلي روسيه، روسي Volga، سويلي اورال سيمې او لويديځ قزاقستان (چې د Scythia اوسېدونکې په کې له ميلاد څخه مخکې له نږدې ۸ پېړۍ څخه هستوګن شوي دي). [۱۳]
- د جنيټيکي ثبوت پر بنسټ له تور سمندرګي څخه تر بايکال جهيل (Lake Bikal) پورې د دښتو پراخه جلګې. [۱۴]
- د قزاق جلګه: شمالي قزاقستان او د روسيې ګاونډ برخې.
- ختيځ پولينډ اوکراين، سويل لويديځه روسيه او شمال ختیځ بالکانونو ته ځواب ويونکې يا برابر Sarmatia، چې په لويديځ کې له Vistula څخه د دانيوب تر څنډې [خولې] پورې او ختيځ لور ته تر Volga پورې لړۍ جوړوي. [۱۵]
- Saka Tigraxauda (د په ګوته شويو Caps د Sakas سيمه)، چې د قرغزستان، سويل ختيځ قزقستان او Tarim تغارې يا تشت په ګډون د مرکزي اسيا برخو سره سمون کوي.
- سيستان يا ساکيستان، چې د سويلي افغانستان، د ايران د سيستان او بلوچستان ولايتونو او بلوچستان، پاکستان سيمو سره مطابقت کوي، له سيستان تغارې يا تشت (Sistan Basin) څخه تر اندس سيند (Indus River) پورې غځېږي. د انګليستان او يونان پاچاهيو له برياليو بريدونو څخه وروسته د انګلستان سيتيا سيمې ختيځ لور ته هم پراختيا وکړه او د ننني پنجاب سيمه يې تر لاسه کړه.
- Parama Kamboji سيمه چې د شمالي افغانستان او د تاجکستان او ازبکستان له ځينو برخو سره برابره ده.
- Alania سيمه چې د شمالي قفقاز سره سمون لري.
- کوچنۍ سيتيا چې رومانيا او بلغاريا کې د يوې برخې په لرلو سره، د تور سمندرګي لويديځ کې د دانيوب سيند ښکته سيمې سره سمون لري.
د سيتيانو لومړنۍ پاچهي
[سمول]له ميلاد څخه مخکې په اوومه پېړۍ کې د قفقاز په اوږدو کې د تور سمندرګي له شمالي سيمو څخه نفوذ وکړ. د سيتيانو لومړنۍ پاچهۍ د کورنيو توکميزو سمونونو له مخې اداره کېده، چې په ختيځ Transcaucasia کې د کرنيزو وګړو د لاندې کوونې يا تسلط، تالان او ماليو (کله نا کله د سوريې تر سيمې پورې)، منظم باج يا خراج (رسنۍ)، د ډاليو په بڼه باج (د مصر پينځه وېشتمه کورنۍ) او ښايي د نظامي ملاتړ (د نوي اشور سترواکي) لپاره د اداينو پر بنسټ و.
شونې ده چې ورته کورنۍ د سيتيا د تاريخ په ډېره موده کې پر ياده سيمه واکمني کړې وي. د Koloksai نوم چې د يوې شاهي کورنۍ افسانوي بنسټګر دی، له ميلاد څخه مخکې اوومه پېړۍ کې د Alcman له لورې ذکر شوی دی. د Protothyes او Madyes چې د خپل تاريخ په نږدې ختيځه دوره کې د سيتيا پاچایان وو او په شمالي Pontic جلګو کې د دوی ځيناستو په همدې (ورته) کورنۍ پورې تړاو درلود. هيرودت (Herodotus) د يوې شاهي قبيلې پينځه نسلونه لښتليک کوي، چې ښايي له ميلاد څخه مخکې له اوومې تر شپږمې پېړيو په پای کې يې پاچهۍ کړې دي. ياد نسلونه Spargapeithes, Lycus [uk], Gnurus [ru], Idanthyrsus, Saulius او شهزاده Anarchasis دي. Herodotus وروسته له نوموړي سره د هم عصره درې سيتيايي واکمنانو يادونه وکړه، چې Ariapeithes، Scyles او Octamasadas دي. [۱۶][۱۷]
له ميلاد څخه مخکې د شپږمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د نږدې ختيځ له لورې د ماتې خوړولو او شړلو څخه وروسته، سيتيانو بايد د تور سمندرګي شمالي ځمکې يو ځل بيا نيولی وی. د يادې پېړۍ په دويمه نيمايي کې سيتيان د ځنګلي جلګې (forest steppe) د کرنيزو قبيلو باندې په واک تر لاسه کولو بريالي شول او هغوی يې د باج يا خراج له مخې ځای پر ځای کړل. په پای کې يې دولت د سيتيا د دويم پاچا په راڅرګندېدلو سره يو ځل بيا جوړ شو، چې له ميلاد څخه مخکې څلورمه پېړۍ کې تر ټولو لوړ ټکي ته ورسېد.
د سيتيا دويمه پاچهي
[سمول]له ميلاد څخه مخکې پينځمه پېړۍ په پای او څلورمه پېړۍ کې د سيتيا ټولنيز پرمختګ له يونانيانو سره د دوی د سوداګرۍ په لومړيتوب ورکړل شوي دريځ، د يادې سوداګرۍ د اداره کولو په موخه د دوی په هڅو او له دې دواړو څخه په راپورته کېدونکو پايلو پورې اړه درلوده. تېری کوونکي کورني سياست د ناخپلواکو وګړو استثمار پياوړی او سخت کړ او د کوچي واکمنانو تر منځ يې ډلبندۍ ته وده ورکړه. له يونانيانو سره سوداګرۍ د مېشت کوونې پړاوونه هم وهڅول.
د تور سمندر پر ساحل کې د يونان د ښاري دولتونو نږدې والی په سيتيايي ټوله کې د غلامۍ لپاره يوازې په يوه لوري کې يوه پياوړې، يعنې د دوی د اقتصاد د کارونې پر ځای يونانيانو باندې د غلامانو د خرڅلاو انګېزه وه. له دې امله لکه څرنګه چې په ګڼو جګړو کې جګړه ويجاړي رامنځته کوي، په ورته ډول ياده سوداګري د غلامانو د نيولو لپاره يو پاروونکی ځواک شو.
سيتيا له ميلاد څخه مخکې له ۵ څخه تر ۳ پېړيو پورې
[سمول]د سيتيا حکومت له ميلاد څخه مخکې څلورمه پېړۍ کې د Ateas د واکمنۍ پر مهال خپلې سترې پراختيا ته ورسېده. ايزوکراتان (Isocrates) باورمن وو، چې د سيتيايان، تراسيان (Thracians) او فارسيان (Persians) د واک تر ټولو وړ او د تر ټولو سترې وړتيا درلودونکي خلک وو. له ميلاد څخه پخوا ۴ پېړۍ کې د Ateas پاچا تر مشرۍ لاندې د دولت درې ټوکيز جوړښت له منځه لاړ او واکمن واک خورا متمرکز شو. وروستۍ سرچينې نور د درې Basileis نوره يادونه نه کوي. سترابو (Strabo) وايي چې Ateas د شمالي Pontic نامدني وګړو يا بربريانو باندې واکمني وکړه. [۱۸][۱۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).کينډۍ:VnLua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).کينډۍ:VnLua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
- ↑ Giovanni Boccaccio's Famous Women translated by Virginia Brown 2001, p. 25; Cambridge and London, Harvard University Press; ISBN 0-674-01130-9 ".....extending from the Black Sea in a northerly direction towards Ocean." In Boccaccio's time the Baltic Sea was known also as Oceanus Sarmaticus.
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
- ↑ Σκώλοτοι (Scōloti, Herodotus 4.6)
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Unterländer, 2017
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Herodotus IV, 76
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
- ↑ Isocrates 436–338 BC, Panegyricus 67
- ↑ Strabo VII, 3, 18