سياسي سموالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سياسي سموالی (د صفت په توګه: په سياسي ډول سم، په عمومي ډول د PC په توګه لنډيز شوی دی) يوه اصطلاح ده، چې د ژبې، تګلارو يا معيارونو د تشرېح کولو لپاره کارول کېږي، چې په ټولنه د ځانګړو ډلو د غړو پر وړاندې د تېري يا ورته د زيان رسولو د مخنيوي هڅه کوي. په عامه وينا يا رسنيو کې ياده اصطلاح په عمومي ډول په منفي يا سپکونکي کارول کېږي، چې له مخې يې يادې تګلارې خورا زياتې يا افراطي مګر د ډاډ وړ نه دي. د ۱۹۸۰ز لسيزې له وروستيو راهيسې نوموړې اصطلاح د هر اړخيزې ژبې او د ژبې يا چلند د مخنيوي لپاره د غوره توب تشرېح کولو په موخه کارول کېږي، چې د خلکو هغو ډلو ته وېستونکې، ګوښه کونکي يا سپکاوي کونکې اصطلاح ګڼل کېدلی شي، چې زيانمن شوي دي يا ‎يې پر وړاندې توپيري چلند شوی دی؛ په ځانګړي ډول هغه ډلې چې د توکم، جنسيت، جنډر يا جنسيتي تمايل له مخې پېژندل شوي دي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ز لسيزو کې د کيڼ اړخو سياسي ډلو له لورې د «په سياسي ډول سم» اصطلاح لومړنۍ کارونه په ځان د ملنډې وهلو په ډول وه او يو د پام وړ سياسي خوځښت د نوم پر ځای په کنايي يا طنزي ډول کارول کېدله. دا اصطلاح د کيڼ اړخو په منځ کې د يوې ټوکې په توګه ګڼل کېدله او په هغو خلکو باندې د ملنډو وهلو په موخه کارول کېدله، چې د سياسي عقيدې خورا سخت پيروان وو. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د اصطلاح معاصره سپکونه کارونه د ۲۰ پېړۍ په وروستيو کې د نوي کيڼ اړخي “New Left” له محافظه کار نيوکې څخه راپورته شوه، چې زياتره يې د يو ډول سانسور په توګه تشرېح کوي. متحده ايالتونو کې د سياسي کيڼ اړخ په اړه متبصرينو ټينګار کوي، محافظه کاران د سياسي سموالي مفکوره د زيانمنو شويو ډلو پر وړاندې په بسنټيز ډول له توپيري چلند څخه د خلکو د پام اړولو يا کم ښودلو په موخه کاروي. دوی دا استدلال هم کوي، چې سياسي ښي اړخ د خپلو غوره ټاکنيزو حوزو او نظرياتو د نيوکې د مخنيوي يا پټولو په موخه د سياسي سموالي خپل ډولونه پلي کوي. په متحده ايالتونو کې دې اصطلاح د ازادي غوښتونکو او محافظه کارانو تر منځ «کلتوري جګړه» کې ستره ونډه لوبولې ده. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

تاريخچه[سمول]

د ۲۰ پېړۍ له لومړيو څخه تر نيمايي پورې[سمول]

د شلمې پېړۍ له لومړيو څخه تر نيمايي دوره کې د «په سياسي ډول سم» عبارت سياست ې د ايديالوژيکو عقيدو د لړۍ د کلکې پېروۍ د تشرېح کولو په موخه کارول کېده. په ۱۹۳۴ز کال کې نيويارک ټايمز راپور ورکړ، چې نازي المان يوازې هغو سوچه اريايانو ته د راپور ورکولو اجازه ورکوله، چې نظريات يې «په سياسي ډول سم» وو. [۲۴]

د سياسي سموالي اصطلاح په لومړي ځل د روسيې د ۱۹۱۷ز کال له اوښتون څخه وروسته په مارکسيست-ليننست قاموس کې راڅرګنده شوه. ياده اصطلاح هغه وخت د شوروي اتحاد د کمونيست ګوند تګلارو او اصولو ته د کلکې پېروۍ تشرېح کولو په موخه کارول کېدله، چې د ګوند تګلاره يا کرښه وه. وروسته په متحده ايالتونو کې د امريکايي کمونيستانو او امريکايي سوسياليستانو تر منځ بحثونو کې بې دليله د يوې عقيدې يا نظريې د منلو يا پرې د ټينګار کولو (ډوګماتېزم) له تورونو سره مل شوه. د امريکايي ښوونکي هربرت کوهل “Herbert Kohl” له نظره چې د ۱۹۴۰ز لسيزې په وروستيو او د ۱۹۵۰ز لسيزې په لومړيو کې يې د بحثونو په اړه ليکنې کولې، سوسياليستانو کمونيستان د ټولو سياسي موضوعګانو په اړه تل د «سم» دريځ لرونکو په توګه ګڼل. [۲۵]

د «په سياسي ډول سم» اصطلاح په بې اعتباره کونکي ډول، هغه شخص ته د ويلو په موخه کارول کېدله، چې د کمونيست ګوند تګلارې پر وړاندې ژمنتيا يې خواخوږي يا زړه سوی تر پښو لاندې کړ او د ناوړه سياست لامل شوه. دا اصطلاح د سوسياليستانو له لورې د کمونيستانو خلاف کارول کېدله او په دې معنا سره وه، چې له هغو ډوګماتيک کمونيستانو څخه چې د خپلې اخلاقي مادي په پام کې نه نيولو سره د ګوند د دريځونو ګټندويي او دفاع کوي، هغه سوسيالېستان رابېل کړي، چې پر برابري غوښتونکو اخلاقي نظريو باندې باور لري.

۱۹۷۰ز لسيزه[سمول]

په ۱۹۷۰ز لسيزه کې د امريکا نوي کيڼ اړخي سياست «په سياسي ډول د سم» اصطلاح کارول پيل کړل. په «تور پوستې ښځه: غورچاڼ (۱۹۷۰ز)» نومي مقاله کې ټوني کېډ بامبارا “Toni Cade Bambara” وويل، چې «يو سړی او همدا راز نارينه چاوېنيسټ [هغه څوک چې باور لري نارينه له ښځينه څخه غوره دی] په سياسي ډول سم نه شي اوسېدلې. ويليم سافاير “William Safire” دا وينا په ځانګړي معاصر ډول کې د لومړۍ کارونې په توګه ثبتوي. [۲۶][۲۷]

له دې څخه وروسته ياده اصطلاح په ځان باندې د ملنډې وهلو لپاره کارول کېده. ډيبرا ال شولتز وويل، چې د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ز لسيزو په اوږدو کې نوي کيڼ اړخ، د ښځو د برابرۍ پلويانو او پرمختلونکو خپله «په سياسي ډول سم» اصطلاح د ټولنيز بدلون هڅو کې په خپلو عقيدو باندې د ټينګتيا پر وړاندې د پېغور يا کنايې په توګه وکاروله. په سياسي ډول سم “PC” د بابي لندن “Bobby London” له لورې په “Merton of the Movement” نومي طنزي کتاب کې کارول شوې ده، چې ورڅخه وروسته د بارټ ډېکون “Bart Dickon” طنزيه لړۍ کې «په نظرياتي ډول سالم: Ideologically Sound» اصطلاح وکارول شوه. ايلين ويليس “Ellen Willis” د «د ښځو د برابرۍ پلوي اوښتون پر لور: Toward a feminist Revolution» تر سرليک لاندې خپلې مقاله کې وويل: «د اتيايمې لسيزې په لومړيو کې هغه وخت چې د ښځو حقونو د برابرۍ پلويو له لورې د «د سياسي سموالي» اصطلاح وکارول شوه، په اصل کې د فيمينيسټ جنسيت د راپېژندلو په موخه د بې حيايۍ ضد خوځښتونو هڅو پر وړاندې د ملنډو په کارول کېدله. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

ستوارت هال “Stuart Hall” يوه لاره وړاندې کوي، چې ښايي د اصطلاح اصلي کارونې په کې معاصرې کارونې ته وده کړې وي:

د يوې نسخې له مخې، سياسي سموالی په رښتيني ډول کيڼ اړخ کې د ټوکې په توګه پيل شو: بنسټپالو زده کونکو به د امريکايي پوهنتونونو په انګړونو کې له شپېتمې لسيزې څخه مخکې د پخوانۍ ناوړه ورځې “Bad Old Days” په نوم د يوې طنزې لوبې تمثيل کاوه او دا هغه وخت و، چې هرې اوښتونيزې يا انقلابي ډلې په کې د هر څه په اړه ګوندي نظر درلوده. دوی به د سور پوستو ساتونکو “Red Guards” يا کلتوري اوښتون د پولې ساتونکي “Cultural Revolution Commissar” د غږ («په سياسي ډول ډېر سم نه، ملګريه!» په پېښې يا تقليد کې د خپلو ملګرو زده کوونکو په واسطه د جنسيت پلوي يا نژاد پلوي چلند ځينې روښانه بېلګې په نښه کولې.

۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ز لسيزې[سمول]

د الن بلوم د ۱۹۸۷ز کال “The Closing of the American Mind” نومي کتاب په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ ز لسيزو کې د امريکاک په لوړو زده کړو کې د سياسي سموالي په اړه د بحث راپورته کړ. “CMU” کې انګريزي د ادبي او کلتوري څېړنو پروفيسور جيفري جی ويليمس وليکل، چې پر سياسي سموالي باندې هغه بريد، چې د رېګن د کالونو په اوږدو کې راپارېدلی دی، د بلوم په ذکر شوي کتبا سره يې غوره خرڅلاو تر لاسه کړ. د “Z. F. Gamson” په اند د بلوم کتاب د سياسي سموالي لپاره پر پوهنځي بريد وکړ. “CSU” کې د ټولنيز کار پروفيسور ټوني پلاټ وايي، چې د سياسي سموالي پر وړاندې مبارزه په ۱۹۸۷ ز کال کې د بلوم د کتاب له لورې پيل شوې وه. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د نيويارک ټايمز د ۱۹۹۰ز کال د اکتوبر يوې مقالې ته چې د ريچارد بيرنسټين له لورې ليکل شوې وه، د اصطلاح د عمومي کولو امتياز ورکول کېږي. په دې وخت کې ياده اصطلاح په اصل کې علمي ټولنو کې کارول کېدله: «ياده اصطلاح لکه څرنګه چې په عمومي ډول د P C  په بڼه لنډيز شوې ده، په دې اړه بحثونو کې زيات نه زياته اورېدل کېږي، چې پوهنتونونو کې بايد څه شی تدريس شي». په “arcnews/curnews” کې د نيکسيس “Nexis” د يادونو له مخې ۱۹۹۰ زکال کې د سياسي سموالي اصطلاح په ټوليز ډول يوازې اويا مقالو کې کارول  شوې وه، مګر يو کال وروسته نيکسيس په ۱۵۲۳ مقالو کې يادونه ثبتوي، چې په ۱۹۹۴ زکال کې يې کچه په ثابت ډول له ۷۰۰۰ څخه زياته شوه. د ۱۹۹۱ زکال په می کې نيويارک ټايمز يوه تعقيبي مقاله درلوده، چې له مخې يې ياده اصطلاح په زياتېدونکي ډول په پراخه کچه عمومي کارول کېدله. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

هغه څه چې د سياسي سموالي په نوم يادېږي، هغه اصطلاح ده چې د تېر مني د پوهنيز کال په پيل کې عمومي منښت تر لاسه کړ، وروستيو مياشتو کې خپره شوې ده او د پارېدلي ملي بحث د تمرکز (په ځانګړي ډول د پوهنتونونو يا پوهنځيو انګړونو کې) تر څنګ، د امريکايي ژوند په لويو برخو کې هم د پام وړ ګرځېدلې ده. -       روبرت ډي مک فادين، «سياسي سموالی»: نوی يو اړخيز ازمايښت؟، ۱۹۹۱ز کال

سرچينې[سمول]

  1. For definitions, see:
    • "'politically correct' definition". Cambridge English Dictionary. مؤرشف من الأصل في ۰۶ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • "Definition of political correctness in English". Oxford Dictionaries. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • کينډۍ:Cite dictionary
  2. (په 13 January 2016 باندې). How 'politically correct' went from compliment to insult.
  3. Kohl, Herbert (1992). "Uncommon Differences: On Political Correctness, Core Curriculum and Democracy in Education". The Lion and the Unicorn. 16 (1): 1–16. doi:10.1353/uni.0.0216. S2CID 145173687. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Florence, Joshua (30 October 2015). "A Phrase in Flux: The History of Political Correctness". Harvard Political Review. مؤرشف من الأصل في ۲۲ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 14 December 2016 باندې). 'Politically Correct': The Phrase Has Gone From Wisdom To Weapon. National Public Radio (NPR)
  6. Friedman, Marilyn; Narveson, Jan (1995). Political correctness : for and against. Lanham: Rowman & Littlefield. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0847679867. مؤرشف من الأصل في ۱۲ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Kohl, Herbert (1992). "Uncommon Differences: On Political Correctness, Core Curriculum and Democracy in Education". The Lion and the Unicorn. 16 (1): 1–16. doi:10.1353/uni.0.0216. S2CID 145173687. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Schultz, Debra L. (1993). To Reclaim a Legacy of Diversity: Analyzing the 'Political Correctness' Debates in Higher Education (PDF). National Council for Research on Women. New York. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1880547137. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Whitney, D. Charles; Wartella, Ellen (1992). "Media Coverage of the "Political Correctness" Debate". Journal of Communication. 42 (2): 83. doi:10.1111/j.1460-2466.1992.tb00780.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Duignan, Peter; Gann, L.H. (1995). Political correctness. Stanford, [Calif.]: Hoover InstitutionStanford University. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0817937430. مؤرشف من الأصل في ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hughes, Geoffrey (2011). "Origins of the Phrase". Political Correctness: A History of Semantics and Culture. John Wiley & Sons. 1975 – Peter Fuller. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1444360295. مؤرشف من الأصل في ۱۲ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Schultz, Debra L. (1993). To Reclaim a Legacy of Diversity: Analyzing the 'Political Correctness' Debates in Higher Education (PDF). National Council for Research on Women. New York. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1880547137. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ruth Perry, (1992), "A Short History of the Term 'Politically Correct'", in Beyond PC: Toward a Politics of Understanding, by Patricia Aufderheide, 1992, کينډۍ:ISBN
  14. Schultz citing Perry (1992) p. 16
  15. Willis, Ellen. "Toward a Feminist Revolution", in No More Nice Girls: Countercultural Essays (1992) Wesleyan University Press, کينډۍ:ISBN, p. 19.
  16. کينډۍ:Cite thesis
  17. Wilson, John. 1995. The Myth of Political Correctness: The Conservative Attack on High Education. Durham, North Carolina: Duke University Press. p. 26.
  18. Messer-Davidow, Ellen (1995). "Manufacturing the Attack on Liberalized Higher Education: The Humanities and Society in the 1990s". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  19. (په 6 October 2016 باندې). Trump's Political-Correctness Con Job. Huffington Post.
  20. "Conservative Correctness" chapter, in Wilson, John. 1995. The Myth of Political Correctness: The Conservative Attack on Higher Education. Durham, North Carolina: Duke University Press. p. 57.
  21. "Don Williams comments – Dixie Chicks Were Right". mach2.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 26 May 2012 باندې). The New Political Correctness.
  23. Kaufman, Scott Barry (20 November 2016). "The Personality of Political Correctness; The idea of political correctness is central to the culture wars of American politics". Scientific American. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 13 January 2016 باندې). How 'politically correct' went from compliment to insult.
  25. "political correctness". Encyclopedia Britannica. مؤرشف من الأصل في ۰۷ اپرېل ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Ruth Perry, (1992), "A Short History of the Term 'Politically Correct'", in Beyond PC: Toward a Politics of Understanding, by Patricia Aufderheide, 1992, کينډۍ:ISBN
  27. Safire, William (2008). Safire's political dictionary (الطبعة Rev.). New York [u.a.]: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195343342. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Schultz, Debra L. (1993). To Reclaim a Legacy of Diversity: Analyzing the 'Political Correctness' Debates in Higher Education (PDF). National Council for Research on Women. New York. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1880547137. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Ruth Perry, (1992), "A Short History of the Term 'Politically Correct'", in Beyond PC: Toward a Politics of Understanding, by Patricia Aufderheide, 1992, کينډۍ:ISBN
  30. Schultz citing Perry (1992) p. 16
  31. Ruth Perry, (1992), "A Short History of the Term 'Politically Correct'", in Beyond PC: Toward a Politics of Understanding, by Patricia Aufderheide, 1992, کينډۍ:ISBN
  32. Bleifuss, Joel (February 2007). "A Politically Correct Lexicon". In These Times. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جون ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  33. Willis, Ellen. "Toward a Feminist Revolution", in No More Nice Girls: Countercultural Essays (1992) Wesleyan University Press, کينډۍ:ISBN, p. 19.
  34. Schultz, Debra L. (1993). To Reclaim a Legacy of Diversity: Analyzing the 'Political Correctness' Debates in Higher Education (PDF). National Council for Research on Women. New York. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1880547137. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Robinson, Sally (2000). Marked men white masculinity in crisis. New York: Columbia University Press. د کتاب پاڼي 17, 55–86. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0231500364. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Kamiya, Gary (22 January 1995). "Civilization & Its Discontents". San Francisco Chronicle Magazine. مؤرشف من الأصل في ۲۸ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Williams, Jeffrey (2013). PC Wars: Politics and Theory in the Academy. Routledge. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1136656231. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Gamson, Z.F. (1997). "The Stratification of the Academy". Social Text. 51 (51): 67–73. doi:10.2307/466647. JSTOR 466647. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Platt, Tony. "Desegregating Multiculturalism: Problems in the Theory and Pedagogy of Diversity Education" (PDF). Pedagogies for Social Change. 29 (4 (90)). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۵ – عبر Social Justice. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  40. Bellow, Allan Bloom; foreword by Saul (1988). The closing of the American mind (الطبعة 1st Touchstone). New York: Simon and Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0671657154. مؤرشف من الأصل في ۱۲ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Berman, Paul, المحرر (1992). Debating P.C. : the controversy over political correctness on college campuses. د کتاب پاڼې Introduction. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0307801784. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جنوري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Smith, Dorothy E. (1999). Writing the social : critique, theory, and investigations (الطبعة Repr.). Toronto (Ont.): University of Toronto Press. د کتاب پاڼې 175. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0802081353. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Schwartz, Howard S. (1997). "Psychodynamics of Political Correctness". Journal of Applied Behavioral Science. 33 (2): 133–49. doi:10.1177/0021886397332003. S2CID 144305581. مؤرشف من الأصل في ۰۳ اکتوبر ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Valdes, Francisco; Culp, Jerome McCristal; Harris, Angela P., المحررون (2002). Crossroads, directions, and a new critical race theory. Philadelphia: Temple University Press. د کتاب پاڼي 59, 65. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1566399302. مؤرشف من الأصل في ۳۰ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Browne, Anthony (2006). "The Retreat of Reason: Political Correctness and the Corruption of Public Debate in Modern Britain Archived 3 May 2014 at the Wayback Machine.". Civitas. کينډۍ:ISBN.
  46. (په 28 October 1990 باندې). Ideas & Trends: The Rising Hegemony of the Politically Correct. The New York Times.
  47. Valdes, Francisco; Culp, Jerome McCristal; Harris, Angela P., المحررون (2002). Crossroads, directions, and a new critical race theory. Philadelphia: Temple University Press. د کتاب پاڼي 59, 65. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1566399302. مؤرشف من الأصل في ۳۰ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Cho, Sumi (1997). "Essential Politics". Harvard Law Review. 433. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)