سياروي پولې (حدود)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سياروي پولې يو داسې تصور دی چې د ځمکې په سيستمونو کې د انسان له امله په منځ ته راغليو ګډوډيو رڼا اچوي او په دې ډول اړوند ګرځوي چې په هولوسين پړاو (هولوسي پړاو د ځمکې د تاريخ يوه مرحله ده) کې د درېواړو پړاونو سره جلا کولو چاپيريالي پولو سره سمون نه لري. له سياروي پولو څخه اوښتل په ناڅاپي ډول د چاپېريالي بدلونونو په خطر کې راځي. دا کارچوکاټ په دې ساينسي شواهدو ولاړ دی چې انساني کارونه، په ځانګړي ډول له صنعتي بدلون وروسته په صنعتي ټولنو کې، د نړيوال چاپيريالي بدلون بنسټيز محرک ګرځېدلي دي. د دې کارچوکاټ تر مخې، «د يوې يا ډېرو سياروي پولو څخه سرغړونه زیان رسونکې ګرځېدای شي، يا له حدودو څخه د اوښتلو د ګواښ له امله ناورين هم منځ ته راوړی شي، کوم چې په قاروي مقياس کې تر سياروي مقياس سيستمونو پورې، د غېر خطي، ناڅاپي چاپېريالي بدلون لامل ګرځېدای شي».[۱][۲]

د دې کارچوکاټ معياري عنصر دا دی چې انساني ټولنې د هولوسي نسبي ثابتو موسمي او چاپيريالي شرايطو سره سم توانيدلي دي چې وده وکړي. تر دې بريده چې د دې ځمکي سيستم د پروسې له حدودو سرغړونه نه ده شوې، دا د ځمکې په کره کې د انساني ټولنو لپاره «خوندي سيمه» جوړوي. دا تصور په نړيواله ټولنه اغېز لري (لکه د دوامدار پرمختګ په اړوند د ملګرو ملتونو کنفرانس)، همدا راز د هرې کچې په حکومتونو، نړيوالو سازمانونو، مدني ټولنې او ساينسي ټولنې يې هم اغېز پرېښی. دا کارچوکاټ د نړيوال بدلون نهه پروسې لري. په ۲۰۰۹ز کال کې، د « Rockström» او نور په وينا، همدا اوس له دوه پولو څخه سرغړونه شوې ده، په داسې حال کې چې له نورو څخه د سرغړونو وېره شته.[۳][۴][۵]

په ۲۰۱۵ز کال کې، په اصلي ډله کې ګڼو ساينسپوهانو تازه معلومات خپاره کړل چې له ځانه سره يې د شريکو لیکوالانو او نوې نمونې پر بنسټ تحليلونه درلودل. د دې نويو تازه معلوماتو پر بنسټ، له څلورو پولو سرغړونه شوې چې هغه دا دي: د اقليم بدلون، د استوګنې د کرې د يو والي له لاسه ورکول، د ځمکې د سيستم بدلون او بدل شوي بايوجيوکيمياوي جريانونه (فاسفورس او نايټروجين). ساينسپوهانو همدا راز د «ژونديو موجوداتو د تنوع له لاسه ورکولو» پولې نوم بدل کړی او «د استوګنې کرې يووالي بدلون» نوم يې ورکړی دی، څو په دې ټينګار وکړي چې يواځې د انواعو شمېر نه، بلکې په ټوله کې د استوګنې کورې فعاليت د ځمکې د سيستم د ثبات لپاره مهم دی. په همدې ډول دوی د «کیمياوي ککړتيا» د پولې نوم بدل کړی او د «نويو هستو متعارف کول» نوم يې ورکړی،په کوم سره چې د ځمکې د سيستم په پروسه کې ګډوډي راوستونکو د انسانانو له خوا پيدا شويو بېلا بېل ډول موادو په اړه غور کولو دايره پراخه کړای شوه.

په ۲۰۱۹ز کال کې وړانديز شوی و چې په نويو هستو کې په جنياتي ډول بدل شوي ژوندي موجودات، حشرات وژونکي درمل او ان تر دې چې مصنوعي ځيرکتيا هم شامل دي. په ۲۰۲۲ز کال کې، د شته معلوماتو پر بنسټ، د نويو هستو تعارف څخه دا پايله تر لاسه شوه چې دا پنځمه سياروي پوله ده چې سرغړونه ځينې شوې.[۶][۷]

د کارچوکاټ ټولکتنه او اصول[سمول]

د سياروي پولو د کارچوکاټ بنسټيز نظر دا دی چې په هولوسين کې د ځمکې د سيستم ليدل شوي نرمښت پر ځای ساتل د انسانيت د اوږدمهاله اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د تر لاسه کولو لپاره مخکې شرط دی. د سياروي پولو کارچوکاټ د نړيوال پايښت په پوهېدو کې ونډه لري، ځکه چې دا سياروي مقياس او اوږد وخت چوکاټ تر تمرکز لاندې راولي.[۸][۹]

دې کارچوکاټ هغه نهه «سياروي ژوند ملاتړ سيستمونه» تشریح کړي چې د «مطلوب هولوسين حالت» د ساتنې لپاره ضروري دي او د دې اندازې کولو هڅه يې کړې چې د دوی له منځه اوه نظامونه له مخکې څخه تر کومه بريده مخ په وړاندې وړل شوي دي. پولې «د انساني پرمختګ لپاره د خوندي ځای» د تعريف کولو سره د مرستې لپاره تعريف شوې وې، کوم چې د ځمکې په کرې د انساني اغېزو د کمولو د موخې لپاره يو پرمختګ و.[۱۰][۹]

دا کارچوکاټ په دې ساينسي شواهدو ولاړ دی چې د انسانانو کارونه، په ځانګړي ډول له صنعتي انقلاب وروسته د صنعتي ټولنو، د نړيوال چاپېريالي بدلون بنسټيز محرک ګرځېدلي دي. د کارچوکاټ تر مخې، «د يو زياتو سياروي پولو څخه سرغړونه زيان رسونکی ګرځېدای شي، ، يا له حدودو څخه د اوښتلو د ګواښ له امله ناورين هم منځ ته راوړی شي، کوم چې په قاروي مقياس کې تر سياروي مقياس سيستمونو پورې، د غېر خطي، ناڅاپي چاپېريالي بدلون لامل ګرځېدای شي». دا کارچوکاټ په نهو نړيوالو بدلونونو مشتمل دی. په ۲۰۰۹ز کال کې، له دوه پولو څخه له مخکې تجاوز شوی دی، په داسې حال کې چې د نورو څخه د سرغړونې نږدې پېښېدونکی ګواښ موجود و. وروستيو اټکلونو وښوده داسې ښکاري چې له دې منځه له درې پولو – د اقليم بدلون، د ژونديو موجوداتو د تنوع زيان او د بايوجيوکيمياوي جريان پولو – څخه سرغړونه شوې ده.[۹][۱۱]

ساينسپوهانو دا روښانه کړې ده چې څه ډول له حدودو څخه سرغړونه کولو له امله د ځمکې بايوفيزيک سيستمونو کې د فعاليت خنډونه، ان د هغې د سقوط ګواښ زياتېږي، په دې ډول چې د انساني نېکمرغۍ لپاره ناوریني ثابتېدای شي. په داسې حال کې چې دوی ساينسي بې ثباتي روښانه کړه، دوی واضحه کړه چې له پولو څخه سرغړونه «داسې غبرګونونه درلودای شي، کوم چې د هغو حدودو څخه د سرغړونې لامل ګرځېدای شي، کوم حدود چې خوندي سطحو ته د بېرته راتګ وړتيا په سختۍ سره کموي». دا پولې «د لومړي اټکل تر مخې، اټکلي وي، د زيات بې ثباته حالت او علمي خلا څخه ډکې وې»، کومې چې په پېچلو لارو چارو کې تعامل کوي او تراوسه په سم ډول نه دې پيژندل شوي.[۹]

د سیاروي  پولو کارچوکاټ د انساني پرمختګ لپاره د خوندي ځای د اټکل پر لور، د ودې د محدوديتونو د بنسټيزو سکتوري تحليلونو څخه لېرې چې موخه يې د منفي بهرنيو اغېزو کمول دي، د حکومت او مديريت لپاره د بدلېدونکي ليدلوري بنسټ ږدي. که غواړو چې په نړيواله کچه، د انسانانو څخه منځ ته راغلیو سترو چاپېريالي بدلونونو څخه ځان وساتو، نو که دا سمه وي، سياروي پولې د انسانيت لپاره د «سياروي بولې د ډګر» ټاکنه کوي.[۱۲]

ليکوالان[سمول]

د دې کارچوکاټ لیکوالان په ۲۰۰۹ز کال کې د ځمکې د سيستم او چاپيريالي ساينسپوهانو يوه ډله وه، د کوم مشري چې له « Stockholm Resilience Centre» څخه «جوهان راکسټروم او د استراليا د ملي پوهنتون څخه «ول سټفن» کوله. هغوی له ۲۶ مخکښو اکاډيميکانو سره مرسته وکړه، په کومو کې چې د نوبل جايزې ګټونکی «پال کرټزن» د فضا د مطالعې لپاره د ګوډارډ انسټيټيوټ اقليمي ساینسبوه «جيمز هينسن» د سمندرونو متخصصه «کيترين رچرډسن» جغرافيه پوهه «ډيانا ليورمين» او د المان د ولسمشرې د اقليم مشر سلاکار «هانس جواخم شيلنهو» شامل وو.

مرسته کوونکي ډېری ساينسپوهان د ځمکې نظام ساينس شراکت لپاره د ستراتيژۍ په جوړولو کې ښکېل و، کوم چې د نړيوال سراسري بدلون څېړنيزې شبکې راتلونکې ځمکې لپاره بنسټ و. دې ډلې غوښتل چې د پايدلي پرمختګ د مخکې شرط په توګه د پراخه ساينسي ټولنې لپاره «د انسانيت لپاره د خوندي کار کولو ځای» تعريف وکړي.

نهه پولې[سمول]

حدود او مهمې نقطې[سمول]

د ۲۰۰۹ز کال مطالعه کې نهه سياروي حدود پېژندل شوي وو او نويو ساينسي پوهو ته په کتنې سره، څېړونکو د دوی ل منځه د اوو لپاره د اندازې معلومولو ټاکنه وکړه. دا نهه پولې دا دي:

  1. د اقليم بدلون (په اتموسفير کې د CO2 غلظت < 350 ppm او /يا په راډيو اکتيف ځواک کې د +1 W/m2 تر ټولو زیات بدلون)؛
  2. د سمندرونو تيزابيت (يعنې د سمندر د سطحې د اوبو د اشباع حالت له صنعتي کېدو مخکې کچې د ارګونايټ ≥ 80% ته په کتنې سره)؛
  3. د ستراټاسفيري اوزون د طبقې خرابېدل (د ۲۹۰ ډوبسن واحدونو له صنعتي کېدو مخکې کچې څخه په ټول اتموسفير O3 کې له ۵٪ څخه هم کم)؛
  4. نايټروجين (N) جريان کې د بيايوجيوکيمياوي بهنګ (د N2 صنعتي او کرنيز تثبيت تر 35 Tg N/yr پورې محدودول) او فاسفورس (P) جريان (په سمندرونو کې په کلني بنسټ د P بهېدل، د P د طبيعي کاني موادو له ماتولو څخه ۱۰ ځله زيات نه وي)؛
  5. د تازه اوبو سراسري استعمال (د < 4000 km3/yr د بهېدونو سرچينو مصرف کونکی استعمال)؛
  6. د ځمکې د سيستم بدلون (له واورې څځه د پاکې ځمکې < 15% کرنيزې ځمکې لاندې)؛
  7. د ژوند وړ ځمکې د يووالي له منځه تلل (په يو مليون انواعو کې د < 10 له منځه تللو د ژونديو موجوداتو د تنوع د زيان کلنۍ کچه)؛
  8. کيمياوي ککړتيا (په چاپېريال کې د نويو هستو تعارف).
  9. د سياروي حدودو په کارچوکاټ کې د يوې پروسې لپاره، د نړيوال حد اندازه نه ده ټاکل شوې:
  10. د هوايي خزلو اتموسفير بار؛

سرچينې[سمول]

  1. Rockström, Johan; Steffen, Will; Noone, Kevin; Persson, Åsa; Chapin, F. Stuart; Lambin, Eric F.; Lenton, Timothy M.; Scheffer, Marten; Folke, Carl; Schellnhuber, Hans Joachim; Nykvist, Björn (2009). "A safe operating space for humanity". Nature (په انګلیسي ژبه کي). 461 (7263): 472–475. Bibcode:2009Natur.461..472R. doi:10.1038/461472a. ISSN 0028-0836. PMID 19779433. S2CID 205049746. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Rockström, Johan; Steffen, Will; Noone, Kevin; Persson, Åsa; Chapin, F. Stuart III; Lambin, Eric; Lenton, Timothy M.; Scheffer, Marten; Folke, Carl; Schellnhuber, Hans Joachim; Nykvist, Björn (2009). "Planetary Boundaries: Exploring the Safe Operating Space for Humanity". Ecology and Society (په انګلیسي ژبه کي). 14 (2): art32. doi:10.5751/ES-03180-140232. ISSN 1708-3087. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Rockström, Johan; Steffen, Will; Noone, Kevin; Persson, Åsa; Chapin, F. Stuart III; Lambin, Eric; Lenton, Timothy M.; Scheffer, Marten; Folke, Carl; Schellnhuber, Hans Joachim; Nykvist, Björn (2009). "Planetary Boundaries: Exploring the Safe Operating Space for Humanity". Ecology and Society (په انګلیسي ژبه کي). 14 (2): art32. doi:10.5751/ES-03180-140232. ISSN 1708-3087. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Earth's boundaries?". Nature (په انګلیسي ژبه کي). 461 (7263): 447–448. 2009. Bibcode:2009Natur.461R.447.. doi:10.1038/461447b. ISSN 0028-0836. PMID 19779405. S2CID 29052784. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Ten years of nine planetary boundaries". www.stockholmresilience.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Persson, Linn; Carney Almroth, Bethanie M.; Collins, Christopher D.; Cornell, Sarah; de Wit, Cynthia A.; Diamond, Miriam L.; Fantke, Peter; Hassellöv, Martin; MacLeod, Matthew; Ryberg, Morten W.; Søgaard Jørgensen, Peter (2022-01-18). "Outside the Safe Operating Space of the Planetary Boundary for Novel Entities". Environmental Science & Technology. 56 (3): 1510–1521. Bibcode:2022EnST...56.1510P. doi:10.1021/acs.est.1c04158. ISSN 0013-936X. PMC 8811958 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 35038861 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Ten years of nine planetary boundaries". www.stockholmresilience.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Steffen, Will; Richardson, Katherine; Rockström, Johan; Cornell, Sarah E.; Fetzer, Ingo; Bennett, Elena M.; Biggs, Reinette; Carpenter, Stephen R.; de Vries, Wim; de Wit, Cynthia A.; Folke, Carl (2015). "Planetary boundaries: Guiding human development on a changing planet". Science (په انګلیسي ژبه کي). 347 (6223): 1259855. doi:10.1126/science.1259855. hdl:1885/13126. ISSN 0036-8075. PMID 25592418. S2CID 206561765. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ Rockström او 28 others 2009.
  10. "Earth's boundaries?". Nature (په انګلیسي ژبه کي). 461 (7263): 447–448. 2009. Bibcode:2009Natur.461R.447.. doi:10.1038/461447b. ISSN 0028-0836. PMID 19779405. S2CID 29052784. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Earth's boundaries?". Nature (په انګلیسي ژبه کي). 461 (7263): 447–448. 2009. Bibcode:2009Natur.461R.447.. doi:10.1038/461447b. ISSN 0028-0836. PMID 19779405. S2CID 29052784. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Steffen, Will; Richardson, Katherine; Rockström, Johan; Cornell, Sarah E.; Fetzer, Ingo; Bennett, Elena M.; Biggs, Reinette; Carpenter, Stephen R.; de Vries, Wim; de Wit, Cynthia A.; Folke, Carl (2015). "Planetary boundaries: Guiding human development on a changing planet". Science (په انګلیسي ژبه کي). 347 (6223): 1259855. doi:10.1126/science.1259855. hdl:1885/13126. ISSN 0036-8075. PMID 25592418. S2CID 206561765. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)