Jump to content

سویلي سمندر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سویلي سمندر چې د انترکتیکا سمندر یا د سویلي کنګل(منجمد) سمندر په توګه هم پېژندل کېږي، د نړیوال سمندریز جوړښت سویلي اوبه جوړوي چې په بشپړه توګه د عرض البلد په ۶۰ سویلي درجو کې موقعیت لري او له انترکتیکا/سویلي قطب چاپېرېږي. په دې ترتیب سره د ځمکې د کرې د پنځو لویو سمندرونو دویم کوچنی سمندر دی چې له آرام سمندر، اتلانتیک سمندر، هند سمندر څخه کوچنی او له شمالي منجمد سمندرنه لوی دی. په تېرو ۳۰ کلونو کې سویلي سمندر د چټکو اقلیمي بدلونونو شاهد و، چې په سمندریز ایکو سیستم کې د بدلونونو لامل ګرځېدلی.[۱][۲]

په ۱۷۷۰ مه ز لسیزه کې جمیز کوک په خپلو سفرونو سره دا ثابته کړه چې د ځمکې سویلي جغرافیايي عرض البلد اوبو پوښلی. له هغه مهال وروسته جغرافیه پوهانو د سویلي سمندر د شمالي پولې او یا هم د هغو د شتون اړوند اختلاف درلود او آن دغه اوبه یې د آرام سمندر، اتلانتیک سمندر او د هند سمندر برخه بللې. په ورته مهال د نړیوال هایدروګرافي سازمان (IHO) د کومودور جان لیچ په خبره، د سمندر پېژندنې وروستیو څېړنو د سویلي جریان اهمیت موندلی او د سویلي سمندر اصطلاح د هغو اوبو د تعریف په موخه کارول کېږي چې د دغه جریان د شمالي محدودې سویلي برخه جوړوي. دغه نظر تر اوسه د IHO د رسمي نظر په توګه پاتې شوی، ځکه تر اوسه د ۲۰۰۰ ز کال دغه تعریف چې په سویلي سمندر کې د عرض البلد د ۶۰ درجو سویلي برخه شاملېږي لا په تصویب نه دی رسېدلی. [۳][۴]

له دغه تعریف څخه په ګټنې سره چې سویلي سمندر د عرض البلد د ۶۰ درجو سویلي برخې ته اړوندېږي، د سویلي سمندر تر ټولو ژوره نقطه د پنځه ژورو نقطو موندلو (Five Deeps Expedition) پروګرام له مخې د ۲۰۱۹ زکال د فبروري په لومړیو کې سروې شوه. سونار مولټي بیم ډلې د دغه سمندر ژوره نقطه په 60° 28' 46"S, 025° 32' 32"W موقعیت کې ومونده او د هغو ژوروالی یې ۷۴۳۴ متره (۲۴،۳۹۰ فوټه) وښود. د دغه څېړونکې ډلې مشر او د څېړنیز اوبتل مشر چلوونکي وړاندیز وکړ چې د سویلي سمندر په دغه ژوره نقطه « Factorian Deep» نوم د DSV Limiting Factor اوبتل له مخې کېښودل شي چې په مرسته یې دوی وکولای شول د ۲۰۱۹ ز کال د فبروري په ۳ مه نېټه د لومړي ځل لپاره د دغې ژورې نقطې پای ته ولاړ شي.[۵]

جغرافیه

[سمول]

سویلي اقیانوس له جیالوژیکي پلوه د سمندرونو تر ټولو ځوان سمندر دی چې نږدې ۳۰ میلیونه کاله وړاندې هغه مهال چې انترکتیکا او سویلي امریکا له یو بل جلا شول او ډرېک لار پرانستل شوه، رامنځته شوی. د دغو قارو جلا والی د سویلي قطب د قطبي جریان لامل وګرځېد.

په ۶۰ سویلي درجو کې د سویلي سمندر شمالي کرښه هغه له نورو ټولو سمندرونو ځانګړی کوي، ځکه چې دغه لویه شمالي پوله وچې ته نږدې نه ده (هاغه ډول چې د سمندرونو او سمندرګیو د محدودیتونو په لومړۍ نسخه کې ښوول شوي). پر ځای یې دا د اتلانتیک، هند او آرام سمندرګیو سره شمالي پوله ده.

د یو جلا سمندر په توګه د سویلي سمندر ګڼل له دې امله و چې د دغه سمندر اوبو د نورو سمندرونو له اوبو توپیر درلود. د سویلي قطب د سویلي جریان پر بنسټ اوبه یې په چټک ډول د ټول سمندر تر چاپېره جریان موند. د بېلګې په توګه، د نیوزلنډ په سویل کې د سویلي سمندر اوبه تر ډېره د سویلي امریکا په سوېل کې د سویلي سمندر اوبو ته ورته دي، د دې پر ځای چې د خپل ګاونډي آرام سمندر له اوبو سره ورته والی ولري.

د سویلي سمندر فرعي برخې

[سمول]

د سمندرونو په فرعي ویش کې یو شمېر جغرافیايي جوړښتونه لکه سمندرګي، تنګي، کوچني خلیجونه، کانالونه او خلیجونه شاملېږي. په ۲۰۰۲ ز کال کې د هایدروګرافي د نړیوال سازمان له خوا د سمندرونو او سمندرګیو د څلورمې نسخې په نه تصویب شوې مسوده کې د سویلي سمندر ګڼ شمېر فرعي برخې ښوول شوې چې د ساعت د عقربې له مخې په لاندې ډول دي:

  • ویډېل سمندرګی (لویدیځې ۵۷ درجې ۱۸ دقیقې  – ختیځې ۱۲ درجې ۱۶ دقیقې).
  • د اووم هاکون پاچا سمندرګی (لویدیځې ۲۰ درجې – ختیځې ۴۵ درجې).
  • لازاروف سمندرګی (۰ درجه – ۱۴ ختیځې درجې).
  • رایزرلارسن سمندرګی ( ختیځې ۱۴- ۳۰ درجې).
  • کوسمناتوس سمندرګی (ختیځې ۳۰-۵۰ درجې).
  • کوآپریشن سمندرګی (ختیځې ۵۹ درجې ۳۴ دقیقې – ۸۵ درجې).
  • داویس سمندرګی (ختیځې ۸۲-۹۶ درجې).
  • ماوسون سمندرګی (ختیځې ۹۵ درجې ۴۵ دقیقې – ۱۱۳ درجې).
  • دومانت دو اورویل سمندرګی (ختیځې ۱۴۰ درجي).
  • سوموف سمندرګی (ختیځې ۱۵۰ – ۱۷۰ درجې).
  • راس سمندرګی (ختیځې ۱۶۶ درجې – لویدیځې ۱۵۵ درجې).
  • اماندسن سمندرګی (لویدیځې ۱۰۲ درجې ۲۰ دقیقې – ۱۲۶ درجې).
  • بلینګهاوزن سمندرګی (لویدیځې ۵۷ درجې ۱۸ دقیقې – ۱۰۲ درجې ۲۰ دقیقې).
  • ډریک لار (لویدیځې ۵۴ درجې – ۶۸ درجې).
  • برانسفیلډ تنګی ( لویدیځې ۵۴ درجې – ۶۲ درجې).
  • د سکوشیا سمندرګی یوه برخه (لویدیځې ۲۶ درجې ۳۰ دقیقې – ۶۵ درجې).[۶][۷][۸]

د سویلي سمندر لوی سیندونه

[سمول]

د سویلي سمندر لوی سیندونه دا دي:[۹][۱۰][۱۱]

  1. ویډېل سمندرګی – ۲۸۰۰،۰۰۰ کیلومتر مربع (۱۱۰۰۰۰۰ مایل مربع).
  2. سوموف سمندرګی – ۱۱۵۰۰۰۰ کیلومتر مربع (۴۴۰۰۰۰ مایل مربع).
  3. رایزر لارسن سمندرګی – ۱۱۳۸،۰۰۰ کیلومتر مربع (۴۳۹۰۰۰ مایل مربع).
  4. لازاروف سمندرګی – ۹۲۹۰۰۰ کیلومتر مربع (۳۵۹۰۰۰ مایل مربع).
  5. سکوشیا سمندرګی – ۹۰۰۰۰۰ کیلومتر مربع (۳۵۰۰۰۰ مایل مربع).
  6. کوسمانتوس سمندرګی – ۶۹۹۰۰۰ کیلومتر مربع (۲۷۰۰۰۰ مایل مربع).
  7. راس سمندرګی – ۶۳۷۰۰۰ کیلومتر مربع (۲۴۶۰۰۰ مایل مربع).
  8. بلینګهاوزن سمندرګی – ۴۸۷۰۰۰ کیلومتر مربع (۱۸۸۰۰۰ مایل مربع).
  9. ماوسون سمندرګی – ۳۳۳۰۰۰ کیلومتر مربع (۱۲۹۰۰۰ مایل مربع).
  10. کوآپریشن سمندرګی – ۲۸۵۰۰۰ کیلومتر مربع (۱۰۰۰۰۰ مایل مربع).
  11. آماندسن سمندرګی – ۹۸۰۰۰ کیلومتر مربع (۳۸۰۰۰ مایل مربع).
  12. داویس سمندرګی – ۲۱۰۰۰ کیلومتر مربع (۸۱۰۰ مایل مربع).
  13. دو اورویل سمندرګی.
  14. د اووم هاکون پاچا سمندرګی.

طبیعي منابع

[سمول]

سویلي سمندر په ډېر احتمال سره په قاره یي حاشیو کې د ګازو او تیلو لوی میدانونه لري. همدارنګه تمه کېږي چې په سویلي سمندر کې د جاذبي جلاوالي څخه رامنځته شوو رسوبي بهیرونو له امله د یو شمېر با ارزښته منرالونو لکه د طلا پلیسر (Placer) زخایر هم په دغه سمندر کې شتون ولري.[۱۲]

له دې سربېره کېدای شي په سویلي سمندر کې د منګنیز لویې ټوټې هم وي. د منګنیزو دغه ټوټې د سمندر په وروستۍ سطح کې د یو هستې په چاپېر د منګنیز هایدروکساید او اوسپنې د راغونډېدو له امله متحد المرکز څو طبقه یي ډبرین جوړښتونه دي. دغه هستې کېدای شي له مایکروسکوپي پلوه ډېرې کوچنۍ وي او آن کېدای شي د کریسټلایزشن په واسطه په بشپړ ډول د منګنیز په منرال واوړي. [۱۲]

یخ غرونه چې هر کال د سویلي سمندر په شاوخوا کې جوړېږي په کافي کچه خوږې اوبه په ځان کې ساتي څو د ځمکې پر مخ د هر انسان د څو میاشتو اړتیا پورته کړي. د څو لسیزو لپاره یو شمېر وړاندیزونو شتون درلود چې تر اوسه یې هېڅ یو د امکان وړ او بریالی شوی نه دی، لکه له وچو شمالي سیمو (لکه اسټرالیا) سره د سویلي یخي غرونو نښلول چېرې چې له هغو کار واخیستل شي.[۱۳]

اقتصاد

[سمول]

د ۱۹۹۸ ز کال د جولای د لومړۍ نېټې څخه د ۱۹۹۹ ز کال د جون تر ۳۰ مې نېټې پورې له دغه سمندرګي څخه ۱۱۹،۸۹۸ ټڼه کبان ونیول شول چې ۸۵ سلنه یې کریل او ۱۴ سلنه یې Patagonian toothfish کبان وو. په ۱۹۹۹ ز کال کې د غیرقانوني، بې راپوره او غیر منظې کب نیونې اړوند نړیوالو قوانینو اجرایوي بڼه ومونه ځکه د ۱۹۹۸-۱۹۹۹ موسم کې له قانون کچې ۵ یا ۶ ځلې زیات  Patagonian toothfish کبان له دغه سمندرګي ویستل شوي و.

بندرونه او لنګر ځایونه

[سمول]

د سویلي سمندرګي په اصلي عملیاتي بندرونو کې روترا، پالمر، ویلالاس استرلاس، اسپرانزا، ماوسون او مک مرادو سټیشنونه/تم ځایونه او همدارنګه د سویلي قطب سمندري لنګر ځایونه شاملېږي.

په سویلي سمندر کې ډېر لږ بندرونه او لنګرځایونه شته، ځکه د دغه سمندر یخي شرایطو له دغو بندرونو څخه ګټنه یوازې د اوړي په نیمايي کې ډېر لږ وخت ته محدوده کړې؛ آن ځینې مهال یو شمېر یخ ماتوونکي ځواک ته اړتیا لري. [۱۴]

سرچینې

[سمول]
  1. "Introduction – Southern Ocean". CIA Factbook. بياځلي په 16 July 2012. ...As such, the Southern Ocean is now the fourth largest of the world's five oceans (after the Pacific Ocean, Atlantic Ocean, and Indian Ocean, but larger than the Arctic Ocean).
  2. Constable, Andrew J.; Melbourne‐Thomas, Jessica; Corney, Stuart P.; Arrigo, Kevin R.; Barbraud, Christophe; Barnes, David K. A.; Bindoff, Nathaniel L.; Boyd, Philip W.; Brandt, Angelika; Costa, Daniel P.; Davidson, Andrew T. (2014). "Climate change and Southern Ocean ecosystems I: how changes in physical habitats directly affect marine biota". Global Change Biology (in انګليسي). 20 (10): 3004–3025. Bibcode:2014GCBio..20.3004C. doi:10.1111/gcb.12623. ISSN 1365-2486. PMID 24802817.
  3. The Southern Ocean is the Fifth and Newest World Ocean
  4. Pyne, Stephen J.; The Ice: A Journey to Antarctica. University of Washington Press, 1986.
  5. "Explorer completes another historic submersible dive". For The Win (in انګليسي). 2019-02-06. بياځلي په 2019-02-16.
  6. "Limits of Oceans and Seas, 3rd edition" (PDF). International Hydrographic Organization. 1953. بياځلي په 28 December 2020.Alternate location: AWI (DOI 10013/epic.37175.d001 scan archived).
  7. "آرشیف کاپي". بياځلي په 2022-03-08.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  8. "Map of Antarctica and surrounding waters in Russian". خوندي شوی له the original on 10 سپټمبر 2015. بياځلي په 6 جون 2015.
  9. "The World's Biggest Oceans and Seas". Livescience.com. بياځلي په 30 July 2021.{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)
  10. "World Map". worldatlas.com. بياځلي په 30 July 2021.{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)
  11. "List of seas". listofseas.com. بياځلي په 30 July 2021.{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ "Geography – Southern Ocean". CIA Factbook. بياځلي په 16 July 2012. ... the Southern Ocean has the unique distinction of being a large circumpolar body of water totally encircling the continent of Antarctica; this ring of water lies between 60 degrees south latitude and the coast of Antarctica and encompasses 360 degrees of longitude.
  13. "Water from Icebergs". Ocean Explorer. National Oceanic and Atmospheric Administration. بياځلي په 23 January 2014.
  14. "Unique ice pier provides harbor for ships," Archived 30 June 2007 at the Wayback Machine. Antarctic Sun. 8 January 2006; McMurdo Station, Antarctica.