سوړ کیمیاوي جوش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سوړ کیمیاوي جوش (Cold fusion) د هستوي غبرګون هغه فرضي ډول دی چی د کوټې په تودوخه یا هغې ته په نږدې تودوخه کې رامنځته کېږي. دغه ډول جوش په شدیده توګه له «ګرم جوش» سره په ټکر کې دی چې په طبیعي توګه په ستورو او په مصنوعي توګه په هایدروجني بمونو او همدارنګه د تعاملي ریکټورونو په لومړنیو ډولونو کې د شدید فشار او میلیونونو درجو تودوخې په موجودیت کې رامنځته کېږي چې له میون کتلایز شوي جوش (muon-catalyzed fusion) څخه توپیر لري. نن ورځ هېڅ داسې منل شوی نظري موډل شتون نه لري چې د سوړ جوش د رامنځته کېدو امکان دې برابر کړي.

په ۱۹۸۹ زکال کې دوه برېښنايي کیمیا پوهانو، مارتین فلیشمن او سټنلي پونز راپور ورکړ چې د هغوی وسیلي په لویه کچه غیرعادي تودوخه («اضافي تودوخه») تولید کړې او ادعا یې وکړه چې دا د هستوي بهیرونو پرته د توضیح وړ نه ده. هغوی همدارنګه په ډېره کمه کچه د نیوترون او تریتیوم په ګډون د هستوي غبرګون جانبي تولید اندازه کړ. د مېز پر سر د هغو په کوچنۍ ازموینه کې د پالادیوم په سطح باندې د درنو اوبو الکترولایز شامل و. د دوی ترلاسه شوې پایلې د رسنیو پام وړ وګرځېدې او دې ته یې هیله رامنځته کړه چې له یوې ارزانه منبع څخه به په پریمانه کچه انرژي ترلاسه شي. [۱][۲][۳][۴]

ډېری ساینس پوهانو هڅه وکړه څو دغه ازموینه د هغو د ډېرو لږو جزیاتو څخه په تقلید تکرار کړي. خو د ګڼ شمېر منفي تکرارونو، د ډېری مثبتو تکرارونو د لرې کولو، په لومړنیو ازموینو کې د کمیو او ازمایښتي تېروتنو کشف او بالاخره د دې اړوند موندنې چې فلیشمن او پونز په واقعیت کې د هستوي غبرګون جانبي محصولات نه دي ترلاسه کړي دغه هیله ورسره له منځه ولاړه. د ۱۹۸۹ زکال په وروستیو کې ډېری ساینس پوهانو د ساړه جوش ادعاوې مړې وبللې او ورپسې د ساړه جوش موضوع د زیان پوهنې په علم (pathological science) شهرت وموند. په ۱۹۸۹ زکال کې د متحده ایالاتو د انرژۍ وزارت دې پایلې ته ورسېد چې د کچې څخه زیاتې تودوخې اړوند ورکړل شوی راپور د انرژۍ د قانع کوونکې منبع لپاره کافي شواهد نه وړاندې کوي او پرېکړه یې وکړه چې د ساړه جوش د څېړنو لپاره بودیجه ځانګړې نه کړي. په ۲۰۰۴ زکال کې د انرژۍ وزارت دویمې ارزونې په دې اړوند نوې څېړنې و ارزولې او مشابه پایلې یې ترې ترلاسه کړې همدا و چې د ساړه جوش اړوند څېړنو لپاره یې د مالي امکاناتو له برابرولو لاس واخیست. اوس مهال له دې امله چې دغې موضوع ته اړوندې مقالې په ډېر ندرت په معتبرو علمي ژورنالونو کې خپرېږي؛ همدا دی چې په رایجو علمي انتشاراتو کې ورته چندان پام نه کېږي. [۵][۶][۷][۸][۹]

له دې سره بیا هم د لسیزو په اوږدو کې د ساړه جوش اړوند لیوالتیاوو شتون درلود – د بېلګې په توګه د طبیعت (Nature) په نامه ژورنال د ۲۰۱۹ زکال په ګڼه کې د ګوګل په ملاتړ د تکراري نابریالیو هڅو اړوند معلومات وړاندې شول. د څېړونکو ډېره کوچنۍ ټولګه لا هم په دې اړوند څېړنو ته دوام ورکوي، تر ډېره پورې د ځای نیونکو نومونو لکه د کمې انرژۍ پر بنسټ هستوي غبرګونونو (low-energy nuclear reactions ) یا د متراکمې مادې د هستوي علم (condensed matter nuclear science) تر نامه لاندې خپلې چارې مخته وړي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

تاریخچه[سمول]

هستوي جوش په معمول ډول د میلیونونو درجو تودوخې په شتون کې رامنځته کېږي. دغه عمل ته د «هستوي تودوخې جوش» ویل کېږي. له ۱۹۲۰مې لسیزې وروسته دغه ګمانونه شتون لري چې هستوي جوش کیدای شي په ډېر لږ تودوخه کې په یوه فلزي کتلېست کې د هایدروجن د کتلېستي جوش پرمټ رامنځته شي. په ۱۹۸۹ زکال کې سټنلي پونز او مارتین فلیشمن (هغه مهال یو له مخکښو برېښنايي کیمیا پوهانو څخه و) داسې ادعا وکړه چې په همدې توګه سوړ جوش هم رامنځته کېدلای شي؛ دغه موضوع وړاندې له دې چې د ډېری ساینس پوهانو له خوا تر نیوکې لاندې راشي د رسنیو له لنډ مهالي پام سره مخ شوه. د دغې چارې له لومړني اعلان وروسته د ساړه جوش اړوند څېړنې د څېړونکو د هغې کوچنۍ ډلې له خوا ترسره کېږي چې باور لري دغه ډول غبرګون رامنځته کېدای شي او هیله لري چې تجربي شواهد یې په پراخه کچه رسمیت ومومي.

لومړنۍ څېړنه[سمول]

د پالادیوم دغه وړتیا چې کولای شي هایدروجن جذب کړي د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې د توماس ګراهام له خوا یې اړوند وویل شول. د ۱۹۲۰مې لسیزې په وروستیو کې دوه اتریشي الاصله پوهانو فریدریش پانت (Friedrich Paneth) او کورت پیټرز راپور ورکړ چې د کوټې په تودوخه کې د پلادیوم په زراتو کې د هستوي کتلېست په مرسته د هایدروجن جذب کېدل لامل ګرځېدلي چې هایدروجن په هیلیوم واوړي. ورته مهال دوی وروسته خپل راپور رد کړ او وه یې ویل چې اندازه شوی هیلیوم په هوا کې د هغو د شتون له مخې و. [۱۷][۱۸][۱۷][۱۹]

په ۱۹۲۷ زکال کې سویډني عالم جان تنډبرګ راپور ورکړ چې هغه په الکترولیتي هجره کې د پلادیوم په الکترودونو باندې هایدروجن ته له هیلیوم سره جوش ورکړی. نوموړي د خپل کار پر بنسټ غوښتنه ورکړه چې «د هلیوم د تولید او ګټمنې غبرګوني انرژۍ» اړوند تجربه یې د سویډني اختراع په توګه ثبت شي. د پانت او پیټزر د انصراف او همدارنګه د هغو د فزیکي بهیر د توضیح اړوند ناتوانۍ له امله د دغې اختراع د ثبت غوښتنه رد شوه. په ۱۹۳۲ زکال کې د دوتریوم له کشف وروسته تنډبرګ خپلو ازموینو ته په درنو اوبو کې دوام ورکړ. هغه ازموینه چې تنډبرګ په درنو اوبو ترسره کړه د فلیشمن او پونز له لومړنۍ ازموینې سره ورته وه. فلیشمن او پونز د تنډبرګ له چارو بې خبره و. [۱۷][۲۰][۲۱][۲۲]

د «ساړه جوش» اصطلاح د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۶ زکال کې د نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې د میون – کتلایز شوي جوش اړوند د لوئیس آلوارز د کار اړوند وکارول شوه.[۲۳][۲۴][۲۵]

د فلیشمن او پونز تجزبه[سمول]

د ساړه جوش تر ټوله مشهوره ادعا د سټنلي پونز او مارتین فلیشمن له خوا په ۱۹۸۹ زکال کې مطرح شوه. له دغې موضوع سره د علمي ټولنې له لنډ مهالې لیوالتیا وروسته د دوی راپور د هستوي فزیک پوهانو له خوا له پوښتنې سره مخ شو. پونز او فلیشمن هیڅکله له خپلې دغې ادعا لاس پر سر نه شول خو د دغه جنجال له پیلیدو وروسته یې خپل څېړنیز پروګرام له متحده ایالاتو څخه فرانسې ته انتقال کړ.

له اعلان وړاندې پېښې[سمول]

له سوتهمپتون پوهنتون څخه مارتین فلیشمن او له یوتا پوهنتون څخه سټنلي پونز دا فرضیه وړاندې کړه چې د دوترویم د تحرک او فشرده کېدو د لوړې کچې له امله چې د پالادیوم فلز څخه د الکترولایز پر مهال ترلاسه کېږي کېدای شي هستوي جوش رامنځته شي. د دغې چارې اړوند ازموینې په موخه دوی له الکترولایزي ازمیښتونو څخه کار واخیست  چې په هغو کې یې د پالادیوم یو کتود په درنو اوبو کې له یو کالوري سنجونکي سره په عایق شوي لوښي کې کېښود څو له دغه بهیر څخه ترلاسه کېدونې تودوخه اندازه کړي. هغو ته په دوامداره توګه د څو اونیو لپاره برېښنا ورکړل شوه او اوبه یې هم په دوره یې توګه بدلول کېدلې. داسې انګېرل کېږي چې د دوتریوم یوه کچه د کتود په چاپېر راغونډېده، خو ډیرې برخې یې بیا کولای شول له هجرې بهر شي او د انود په واسطه له تولید شوي اکسیجن سره یوځای شي. ډیری مهال دغې هجرې ته تلونکې انرژي له وتونکې محاسبه شوې انرژۍ سره یوشان وه او د حجرې د ننه تودوخه په دوامداره توګه نږدې ۳۰ سانتي ګراد وه. خو یو شمېر مهال (په نورو ازموینو کې) تودوخه په ناڅاپي توګه په ورودي برېښنا کچه کې له بدلون پرته ۵۰ سانتي ګراد درجو ته لوړېده. د تودوخې دغه زیاتوالي به له دوه ورځو زیات دوام راوړ او په هر هغه ازموینه کې به چې رامنځته شو بیا به څو ځله په کې تکرار کېده. له دغو سلولونو څخه وتونکې انرژي به دغه مهال ورته له تلونکې انرژۍ څخه زیاته وه. بالاخره څرګنده شوه چې د لوړې تودخې فاز د ځانګړو سلولونو پرته نه شي رامنځته کېدلای. [۲۶][۲۷][۲۶]

په ۱۹۸۸ زکال کې فلیشمن او پونز د متحده ایالاتو د انرژۍ له وزارت څخه وغوښتل چې دلویو ازمیښتونو په برخه کې ورسره مالي مرسته وکړي؛ تر دغه پړاو پورې هغوی خپلې ازموینې د ۱۰۰۰۰۰ ډالرو خپل لګښت پرمټ د جوړ کړې کوچنۍ وسیلې په توګه ترسره کولې او د خپلو ازموینو لګښت یې خپله برابروه. [۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. "60 Minutes: Once Considered Junk Science, Cold Fusion Gets A Second Look By Researchers", CBS, 17 April 2009, مؤرشف من الأصل في ۱۲ فبروري ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Fleischmann & Pons 1989, p. 301 ("It is inconceivable that this [amount of heat] could be due to anything but nuclear processes... We realise that the results reported here raise more questions than they provide answers...")
  3. Browne 1989، para. 1.
  4. Voss 1999a.
  5. (په 25 March 2004 باندې). US will give cold fusion a second look.
  6. Ouellette, Jennifer (23 December 2011), "Could Starships Use Cold Fusion Propulsion?", Discovery News, مؤرشف من الأصل في ۰۷ جنوري ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Taubes 1993, pp. 262, 265–266, 269–270, 273, 285, 289, 293, 313, 326, 340–344, 364, 366, 404–406, Goodstein 1994, Van Noorden 2007, Kean 2010
  8. Goodstein 1994, Labinger & Weininger 2005, p. 1919
  9. US DOE 2004, Choi 2005, Feder 2005
  10. Berlinguette, C.P.; Chiang, YM.; Munday, J.N.; et al. (2019). "Revisiting the cold case of cold fusion". Nature. 570: 45–51. doi:10.1038/s41586-019-1256-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Koziol, Michael (22 March 2021). "Whether Cold Fusion or Low-Energy Nuclear Reactions, U.S. Navy Researchers Reopen Case". IEEE Spectrum: Technology, Engineering, and Science News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Goodstein 1994, Platt 1998, Voss 1999a, Beaudette 2002, Feder 2005, Adam 2005 "Advocates insist that there is just too much evidence of unusual effects in the thousands of experiments since Pons and Fleischmann to be ignored", Kruglinski 2006, Van Noorden 2007, Alfred 2009. Daley 2004 calculates between 100 and 200 researchers, with damage to their careers.
  13. "'Cold fusion' rebirth? New evidence for existence of controversial energy source", American Chemical Society, مؤرشف من الأصل في ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hagelstein او نور 2004.
  15. "ICMNS FAQ". International Society of Condensed Matter Nuclear Science. مؤرشف من الأصل في ۰۳ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Biberian 2007.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ US DOE 1989، ص. 7.
  18. Graham, Thomas (1 January 1866). "On the Absorption and Dialytic Separation of Gases by Colloid Septa". Philosophical Transactions of the Royal Society of London. 156: 399–439. doi:10.1098/rstl.1866.0018. ISSN 0261-0523. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Paneth او Peters 1926.
  20. Kall fusion redan på 1920-talet Archived 3 March 2016 at the Wayback Machine., Ny Teknik, Kaianders Sempler, 9 February 2011
  21. Huizenga 1993, pp. 13–14
  22. Pool 1989, Wilner 1989, Close 1992, pp. 19–21 Huizenga 1993, pp. 13–14, 271, Taubes 1993, p. 214
  23. C. DeW. Van Siclen and S. E. Jones, "Piezonuclear fusion in isotopic hydrogen molecules," J. Phys. G: Nucl. Phys. 12: 213–221 (March 1986).
  24. Laurence 1956.
  25. Kowalski 2004، II.A2.
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Fleischmann او Pons 1989، ص. 301.
  27. Fleischmann او نور 1990.
  28. Crease او Samios 1989، ص. V1.
  29. Lewenstein 1994، صص. 8–9.