سوړ جنګ (۱۹۴۷ -۱۹۵۳)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سوړ جنګ (۱۹۴۷ -۱۹۵۳) د سړې جګړې په اوږدو کې د ټورمين له نظريې (هغه اصول چې امریکا بايد د شوروي ځواکونو له خوا ګواښل شويو هېوادونو او خلکو ملاتړ وکړي) څخه نيولې بيا په ۱۹۵۳ز کال کې د کوريا د جګړې تر پای پورې يو پړاو دی. په اروپا کې سوړ جنګ هغه مهال پيل شو، کله چې د متحده ايالاتو-شوروي اتحاد-انګلستان بريالي اتحاد په اروپا کې دويمه نړيواله جګړه وګټله او تر ۱۹۸۹-۹۱ پورې يې دوام وکړ. په ۱۹۴۷ز کال کې، له «ووډرو ولسن» څخه نيولې تر «هري ايسن ټرومين» پورې ولسمشرانو ميليونر مالي تمويلونکي او سلاکار «برنارډ بارچ» د دويمې نړیوالې جګړې درې ايتلافیانو: په شریکه د متحده ايالاتو او برتانوي سترواکۍ او تر څنګ يې شوروي اتحاد،  تر منځ د زياتېدونکو سړو اړيکو د تشریح کولو لپاره د «سوړ جنګ» اصطلاح جوړه کړه.

د لوېديځ او شوروي اتحاد تر منځ له دې مخکې ځينې اختلافات څرګند شوي وو. په ۱۹۴۵-۴۶ز کلونو کې، متحده ايالاتو او انګلستان په ختيځه اروپا او ايران کې د شوروي اتحاد د سياسي واک تر لاسه کولو د هڅو پر ضد سخت اعتراض وکړ، په داسې حال کې چې د شوروي جاسوسانو د نيولو هڅو دا ترينګلتيا نوره هم روښانه کړه. په هر حال، تاریخ پوهان ټينګار کوي چې د متحده ايالاتو-انګلستان او شوروي اتحاد تر منځ پرېکنده درز په ۱۹۴۷-۴۸ کې د «ټرومين» د نظريې، مارشال پلان (مارشال پلان په لويديځه او سويلي اروپا کې د متحده ايالاتو يو اقتصاد پلان و) او د برلين د محاصرې په څېر موضوعاتو له امله پېښ شو چې په تعقيب يې په ۱۹۴۹ز کال کې د ناټو سازمان جوړ شو. سړه جګړه په ټوله نړۍ کې پېښه شوه، خو له اروپا څخه د باندې د هغې وخت په جزوي ډول مختلف و.[۱]

د لوېديځ بلاک جوړول[سمول]

د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال، شوروي اتحاد ګڼ هېوادونه د شوروي ټولنپالو جمهوریتونو په توګه د شوروي ټولنپالو جمهوريتونو له اتحاد سره يو ځای کړل. ډيری هېوادونه له نازي المان سره د « Molotov–Ribbentrop Pact» په نوم د پټ تړون د برخې په مټ شوروي ته سپارل شوي وو. په وروستيو يو ځای کړای شويو سيمو کې ختيځ پولنډ (په دوه بېلا بېلو SSRs کې شامل شوي وو)، ليتويا (ليتويايي SSR وګرځېد)، ايسټونيا (ايستونيايي SSR وګرځېد)، ليتوانيا (ليتوانياي SSR وګرځېد)، د ختيځ فينلينډ يوه برخه (د کارلو-فنلانډ SSR برخه شوه) او شمالي رومانيا (مولډاوي SSR وګرځېد) شامل دي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

شوروي اتحاد ډيری هغه هېوادونه چې اشغال کړي يې و، نېغ په نېغه يې له دې اتحاد سره ضميمه نه کړل او د شوروي تر اغېز لاندې هېوادونه وګرځېدل. په ختيخ المان کې د سيمه ييزو ټاکنو له بايللو وروسته، سياسي ګوندونه په زور سره په ټولنپال متحده ګوند ("SED") کې مدغم کړای شول، له کوم وروسته چې په ۱۹۴۶ز کال کې ټاکنې وشوې او سياسي مخالفين پکې وځپل شول. د پولنډ هغه برخه چې له شوروي اتحاد سره نه وه يوځای کړای شوې، د پولنډ د وګړو له درېيمې برخې هم کمو خلکو د تګلارو اړوند ټولپوښتنه کې په پراخه کچه د کمونستي ځمکو اصلاحاتو او د صنعت د ملي کولو په پلوۍ رايه ورکړه، کوم څه چې د «۳ ځلې هو» په نوم پېژندل کېږي (3 razy TAK; 3xTAK)، له کوم څخه وروسته چې د مطلوبه پايلې تر لاسه کولو لپاره له درغلیو ډک دويم ځل ټاکنې وشوې. د پولنډ له درغلیو ډکو ټاکنو په پايله کې چې د ۱۹۴۷ز کال د جنورۍ په مياشت کې تر سره شول، پولنډ په رسمي ډول د پولنډ خلکو جمهوريت په نوم بدل شو.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

حقيقت دا دی چې په دې کې ډيری ختيځ اروپايي هېوادونه هم د سټالن د یو بل پټ تړون برخه وو؛ دا تړون له «وينسټن چرچل» سره شوی و، د کوم پر سر چې په ۱۹۴۴ز کال کې د ماسکو په څلورم کنفرانس کې موافقه شوې وه او د فيصدۍ تړون په نوم پېژندل کېدو. دا يواځې په ۱۹۵۳ز کال کې هغه مهال معلومه شوه، کله چې «چرچل» خپل يادښتونه خپاره کړل. د «ريسيس» څېړنې ښيي چې «روزويلټ» له دې تړون څخه خبر و، خو يواځې له هغې وروسته يې د «چرچل» مشروط ملاتړ وکړ، کله يې چې د دې خبرو په اړه تازه معلومات تر لاسه کړل؛ خو بيا هم، له ناستې مخکې «روزويلټ» سټالين ته خبر ورکړی و چې «په دې نړيوال جنګ کې، داسې کومه سياسي يا پوځي پوښتنه نه شه چې متحده ايالات پکې لېوالتيا ونه لري»، او په دې ډول ويل کېدای شي چې د ۱۹۴۴ز کال د اکتوبر څلورمه نېټه د سړې جګړې د پيل ورځ ده. [۱۵]

د دې کلونو په پيل کې د نړۍ د مشرانو نوملړ په لاندې ډول دی:

  • ۱۹۴۷-۴۹: کليمنټ ايټلي (انګلستان)، هيري ټرومين (متحده ايالات)، ونسسنټ اوريول (فرانسه)، جوزف سټالن (USSR)، چيانګ کايي شيک (متحد چين)
  • ۱۹۵۰-۵۱: کليمنټ ايټلي (انګلستان)، هيري ټرومين (متحده ايالات)، ونسنټ اوريول (فرانسه)، جوزف سټالن (USSR)، ماو زی تنګ (چين)
  • ۱۹۵۲-۵۳: ونسټن چرچل (انګلستان)، هيري ترومين (متحده ايالات)، ونسنټ اوريول (فرانسه)، جوزف سټالن (USSR)، ماو زي تنګ (چين)

په هنګري کې، کله چې شورويانو کمونستي حکومت نصب کړ، « Mátyás Rákos» د هنګري د کمونست ګوند سکرترجنرال وټاکل شو، چا چې د هنګري خلکو جمهوريت تر واکمنۍ لاندې په اروپا کې تر ټولو سختو ديکتاتوريو څخه يوه پيل کړه. په بلغاريا کې، د دويمې نړیوالې جګړې د پای پر لور، شوروي اتحاد له پولو واوښت او يوه شپه وروسته يې د کمونستي کودتا لپاره شرايط برابر کړل. په سوفيا کې د شوروي پوځي قوماندان تر ټولو لوړ واک تر لاسه کړ او د «کيمون جارجيو» (څوک چې خپله کمونست نه و، خو له کمونستان سره د کار کوونکيو اشرافو د سياسي سازمان « Zveno» غړی و) په ګډون هغو کمونستانو د بلغاريا د خلکو جمهوريت په داخل کې د کورني سياست بشپړ واک په لاس کې واخيست، چا چې د «جارجيو» په لارښوونو عمل کاوه.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د شوروي له ملاتړ سره، په ۱۹۴۸ز کال کې د چيکوسلواکيا په کودتا کې د چيکوسلواکيا کمونستي ګوند د چيکوسلواکيا د حکومت غېرمتنازع واک تر لاسه کړ او د ديکتاتورۍ پيل يې وکړ. د ۱۹۴۶ز کال د رومانيا په عمومي ټولټاکنو کې، د رومانيې کمونستي ګوند (PCR) د اتيا سلنه رايو تر لاسه کولو لپاره په پراخه کچه د وېرولو او ګواښلو د حربو او په ټاکنو کې له درغليو کار واخيست او له دې وروسته يې د مرکزي ګوندونو ونډه ختمه کړه او په زور يې مدغم کړل، د کوم په پايله کې چې تر ۱۹۴۸ز کال پورې، غېر کمونستي سياستوال يا خو اعدام شول، تبعيد شول او يا په زندان کې واچول شول. د ۱۹۴۵ز کال د البانيا په ټاکنو کې، د رايو يواځيني اغېزناک انتخابونه د کمونست ديموکراتيک محاذ (البانيا) وو چې مشري يې «اينور هوکسا» کوله. په ۱۹۴۶ز کال کې، البانيا د خلکو ديموکراتيکه البانيا اعلان شوه.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

په لومړيو کې، سټالن د ختيځ بلاک په هېوادونو کې داسي نظامونه رهبري کړل، کومو چې د بازار د اقتصادونو لوېديځې اداري ځانګړتياوې، ديموکراتيکه حکومتولي (په روسي ژبه کې د «بورژوا جمهوريت» نوم ورکول کېږي) او د قانون واکمني چې د دولت د خپلې خوښې مداخله يې منله، رد کړل. دوی په اقتصادي ډول کمونستان وو او د مادياتو په زیاته برخه کې په شوروي اتحاد متکي وو. په داسې حال کې چې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په لومړيو پنځو کلونو کې، له دې هېوادونو څخه د لوېديځ پر لور په زياته کچه کوچ وشو، له دې وروسته بنديزونو له ختيځ څخه د لوېديځ پر لور د کډوالۍ زياته برخه ودروله، پرته له هغې چې د محدودو دوه اړخيزو او نورو تړونونو تر مخې کېدل.[۲۴][۲۵][۲۶]

مخنیوی[سمول]

له ۱۹۴۵ز کال سملاسي وروسته پړاو د کمونستي نظريې د شهرت تاريخ تر ټولو لوړ پړاو بلل کېدای شي. سور پوځ او شوري اتحاد د مسئولیت زغملو په بدل کې زيات درناوی تر لاسه کړ، که څه هم جوزف سټالن ورڅخه پوره ګټه پورته کړه، خو په پايله کې يې د کمونستې اروپا لپاره ښه فرصت هم درلود. کمونستو ګوندونو په چين، يونان، ايران او مهاباد جمهوريت کې د پام وړ مقبولیت تر لاسه کړ. له مخکې څخه په رومانيا، بلغاريا، البانيا او يوګوسلاويا کې کمونستي ګوندونو واک تر لاسه کړی و. برتانيې او متحده ايالاتو اندېښنه درلوده چې له دې هېوادونو څخه په يو کې هم د کمونستي ګوندونو ټاکنيزې برياوې په لوېديځه اروپا کې د پام وړ اقتصادي او سياسي بدلون لامل ګرځېدای شي.

سرچينې[سمول]

  1. Odd Arne Westad, The Cold War: A World History (Penguin UK, 2017) pp. 2–7.
  2. Encyclopædia Britannica, German-Soviet Nonaggression Pact, 2008
  3. Text of the Nazi-Soviet Non-Aggression Pact Archived 2014-11-14 at the Wayback Machine., executed August 23, 1939
  4. Roberts 2006, p. 43
  5. Wettig 2008, p. 21
  6. Senn, Alfred Erich, Lithuania 1940 : revolution from above, Amsterdam, New York, Rodopi, 2007 کينډۍ:ISBN
  7. Kennedy-Pipe, Caroline, Stalin's Cold War, New York: Manchester University Press, 1995, کينډۍ:ISBN
  8. Roberts 2006, p. 55
  9. Shirer 1990, p. 794
  10. Wettig 2008, pp. 96–100
  11. Curp, David, A Clean Sweep?: The Politics of Ethnic Cleansing in Western Poland, 1945–1960, Boydell & Brewer, 2006, کينډۍ:ISBN, pages 66–69
  12. Tom Buchanan, Europe's Troubled Peace, 1945–2000: 1945–2000, Blackwell Publishing, 2005, کينډۍ:ISBN, Google Print, p.84
  13. A brief history of Poland: Chapter 13: The Post-War Years, 1945–1990 Archived 2011-07-09 at the Wayback Machine.. Polonia Today Online. Retrieved on 28 March 2007.
  14. "Poland." Encyclopædia Britannica. 2007. Encyclopædia Britannica Online. Retrieved on 7 April 2007
  15. Resis, Albert (1978). "The Churchill-Stalin Secret Percentages Agreement, Moscow October 1944". American Historical Review. University of Chicago Press. doi:10.2307/1862322. JSTOR 1862322. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Granville, Johanna, The First Domino: International Decision Making during the Hungarian Crisis of 1956, Texas A&M University Press, 2004. کينډۍ:ISBN
  17. Gati, Charles, Failed Illusions: Moscow, Washington, Budapest, and the 1956 Hungarian Revolt, Stanford University Press, 2006 کينډۍ:ISBN, pp. 9–12
  18. Sugar, Peter F., Peter Hanak and Tibor Frank, A History of Hungary, Indiana University Press, 1994, کينډۍ:ISBN, pp. 375–77
  19. Wettig 2008, p. 50
  20. Grenville 2005, pp. 370–71
  21. Grogin 2001, pp. 134–35کينډۍ:Incomplete short citation
  22. Saxonberg 2001, p. 15
  23. Cook 2001, p. 17کينډۍ:Incomplete short citation
  24. Hardt & Kaufman 1995, p. 15
  25. Böcker 1998, p. 209
  26. Hardt & Kaufman 1995, p. 12