سوفیا جرمین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ماري سوفیا جرمین (په فرانسوي ژبه: [maʁi sɔfi ʒɛʁmɛ̃]؛ زوکړه: د ۱۷۷۶ زکال د اپرېل لومړۍ نېټه – مړینه: د ۱۸۳۱ زکال د جون ۲۷مه) فرانسوۍ ریاضي پوهه، فیزیک پوهه او فیلسوفه وه. په پیل کې د والدینو د مخالفت او هغو ټولنیزو ستونزو سربېره چې ورسره مخ وه، بیا یې هم د خپل پلار په کتابتون کې د اویلر د کتابونو په ګډون له موجودو کتابونو څخه په ګټنې او (د موسیو لابلانک له مستعار نامه څخه په ګټنې) د لاګرانژ، لژاندر او ګاوس په څېر له مشهورو ریاضي پوهانو سره د مکاتبې پر مټ زده کړې وکړې. نوموړې د الاستیستي (کشش) د نظریې د مخکښانو په توګه د دغې موضوع اړوند د خپلې مقالې له امله د پاریس د علومو د اکاډمۍ ستره جایزه ترلاسه کړه. د فرما د وروستۍ قضیې اړوند د هغې چارو د هغو ریاضي پوهانو د چارو بنسټ کېښود چې سلګونه کاله وروسته یې د دغې موضوع په ارزونې لاس پورې کړ. د جنسي تبعیض د شتون له امله هغې ونشو کولای د ریاضیاتو په ډګر کې ځانته ځایګی جوړ کړي، خو بیا یې هم په خپلواکه بڼه خپلو چارو ته دوام ورکړ. ګاوس له خپلې مړینې وړاندې وړاندیز کړی و چې باید هغې ته د دوکتورا افتخاري سند ورکړل شي، خو هېڅکله هم دغه ډول وه نه شول. جرمین د ۱۸۳۱ زکال د جون په ۲۷مه نېټه د سینې د سرطان له امله مړه شوه. د هغې د سلم تلین په لمانځغونډه کې یو واټ او د نجونو یو ښوونځی د هغې په نوم ونومول شول. سربېره پر دې د فرانسې د علومو اکاډمۍ د هغې په ویاړ د سوفیا جرمین جایزه هم اعلان کړه. [۱][۲]

لومړنی ژوند[سمول]

کورنۍ[سمول]

ماري سوفیا جرمین د ۱۷۷۶ زکال د اپرېل میاشتې په لومړۍ نېټه د فرانسې د پلازمېنې پاریس ښار د سنټ ډنیس واټ په یوه کور کې وزیږېده. د ډېری منابعو له مخې، پلار یې، آمبروا- فرانسوا، د ورېښمو یو بډایه سوداګر و، له دې سره چې یو شمېر نور بیا څرګندوي هغه زرګر و. نوموړی په ۱۷۸۹ زکال کې د قانون جوړونکې شورا غړی وټاکل شو چې بیا په انقلابي شورا باندې د دغې شورا د اوښتو شاهد و. له همدې امله ویل کېږي چې سوفیا د سیاست او فلسفې په برخې کې د خپل پلار او د هغه د ملګرو د پرېمانه بحثونو شاهده پاتې شوې. ګرې پخلی کړی چې له سیاسي چارو وروسته امبروا- فرانسو د یو بانک مدیر شو؛ له دې سره هم د هغوی کورنۍ په کافي کچه غوره مالي امکاناتو ته لاسرسی درلود او کولای یې شو د لویوالي پر مهال له جرمین څخه په غوره توګه ملاتړ وکړي. [۳]

ماري سوفیا د آنجلیک آمبرویز او ماري مډلین په نومونو دوه خویندې لرلې چې وروستۍ یې ترې مشره وه. مور یې هم ماري مډلین نومیده؛ همدا کېدای شي چې د ماري له تکرار څخه د مخنیوي په موخه سوفیا نوم ورته خوښ کړای شوی وي. د جرمین خوریی، آرماند- ژاک لهربت چې د ماري ماډلین زوی و؛ د خپلې خاله له مړینې وروسته یې د هغې یو شمېر اثار خپاره کړل. [۴]

د ریاضیاتو په برخه کې د کار پیلامه[سمول]

هغه مهال چې ژرمن ۱۳ کلنه وه، د باسټیل سقوط او په ښار کې انقلابي فضا هغه په کور دننه وخت تېرولو ته اړ کړه. همدا و چې د وخت تېرولو په موخه به یې د خپل پلار له کتابتون ګټنه کوله. همدلته یې د ریاضیاتو د تاریخچې (L'Histoire des Mathématiques) په نامه د ژان اتین مونتوکلا اثر وموند او په دغه اثر کې د ارشمیدوس د مړینې کیسې هغه ځانته جذب کړه. [۴]

جرمین ته فکر پیدا شو چې که چېرې هندسي کړنلار چې هغه مهال خالص ریاضیات بلل کېده د ارشمیدوس لپاره دومره جذابیت وړاندې کولای شي، نو دا داسې یوه موضوع ده چې د لوستلو ارزښت لري. همدا و چې هغې د خپل پلار په کتابتون کې د ریاضي د کتابونو لوستلو ته مخه کړه، آن تر دې چې له ځانه سره یې هڅه کوله لاتین او یوناني هم زده کړي څو وکولای شي د اسحق نیوټن او لئونارډ اویلر د اثارو په ګډون لاتیني او یوناني اثار ولوستلی شي. دې همدارنګه  د اتین بزو د «Traité d'Arithmétique» په نامه او د ژاکوس انتونی – ژوزف کوزین د ډیفرانشیل محاسبې په نامه د اثارو له لوستلو خوند واخیست. وروسته بیا کوزین له هغې سره په خپل کور کې ولیدل او هغه یې لا زیاتو هڅو ته وهڅوله. [۴]

د جرمین والدینو په هېڅ ډول له ریاضیاتو سره د خپلې لور دغه ناڅاپي لیوالتیا تائید نه کړه، ځکه چې هغه مهال د ریاضي په برخه کې چارې د ښځو له وسه پورته بلل کېدې. کله به چې شپه شوه والدینو به یې د ګرمو جامو له اغوستو او یا هم د خوب په کوټه کې له اور کولو منع کوله څو له مطالعې څخه یې لرې وساتي، خو کله به یې چې مور او پلار ویده شول، شمعې به یې روښانه کړې، په ځان به یې بړستن را تاو کړه او د ریاضیاتو مطالعې ته به یې مخه کړه. له څه مودې وروسته یې مور له پلار څخه په پټه توګه د هغې ملاتړ پیل کړ. [۵]

پولی تخنیک پوهنتون[سمول]

په ۱۷۹۴ زکال کې، هغه مهال چې جرمین ۱۸ کلنه وه، پولي تخنیک پوهنتون تاسیس شو. د یوې نجلۍ په توګه هغې اجازه نه لرله چې په درسي ټولګیو کې ونډه واخلي، خو نوي روزنیز سیسټم بیا درسي چپټرونو ته د غوښتنې په صورت کې د لاسرسي اجازه ورکوله. دغه نصاب همدارنګه زدکړیالان مکلف ګڼل څو «کتبي مشاهدات» وړاندې کړي. ژرمن درسي چپټرونو ته له لاسرسي وروسته د علمي پلاوي غړي، ژوزف لوئیس لاګرانژ ته د خپلو لیکونو په لېږلو لاس پورې کړ او خپلې لیکنې یې د یو پخواني زده کړیال مسیو انتوان اګوست په نامه ورته لېږلې؛ وروسته یې بیا ګاوس ته څرګنده کړه چې دغه چاره یې له دې وېرې ترسره کوله چې بیا به دوی د «یوې ساینس پوهې ښځې» په نامه ملنډې وهي. هغه مهال چې لاګرانژ د لي بلانک ځېرکتیا ته متوجه شو، له هغه سره یې د لیدلو غوښتنه وکړه او له همدې امله سوفیا اړ شوه څو خپل واقعي هویت افشا کړي. له نیکمرغه د لاګرانژ دا بد نه راتلل چې جرمین ښځه ده او همدا و چې د هغې لارښود شو. [۶][۷][۵]

د فلسفې په برخه کې چارې[سمول]

جرمین د ریاضیاتو سربېره د فلسفې او ارواه پوهنې په برخه کې هم خپلو علمي چارو ته دوام ورکړ. هغې غوښتل چې حقایق ډلبندي او داسې قوانین ترې جوړ کړي څو وکولای شي د ارواه پوهنې او ټولنپوهنې یو ګډ سیسټم رامنځته کړي؛ چې همدغه مهال بیا رامنځته هم شو. د هغې فلسفي چارې د اګوست کنټ له خوا په پریمانه کچه ستایل شوې دي. [۵]

د هغې دوه فلسفي آثار (Pensées diverses او Considérations générales sur l'état des sciences et des lettres, aux différentes époques de leur culture) یې له مړینې وروسته خپاره شول. د دغه اثارو په چاپ کې یې خوریي لهربټ ډېره ونډه لرله ځکه چې د هغې فلسفي لیکنې یې له راغونډولو وروسته خپرې کړې. لومړنی اثر یې د جرمین د تفسیر له مخې د ساینس او ریاضیاتو تاریخچه وړاندې کوي او په بل اثر کې یې چې کنټ ستایلی هغه استدلال کوي چې د ساینس او انساني علومو ترمنځ هېڅ توپیر شتون نه لري. [۸]

ویاړونه[سمول]

یادګارونه[سمول]

په پرلاشز هدیره کې د جرمین قبر د قبر د یوې ډبرې په واسطه څرګند شوی دی. د هغې په سلم تلین کې یو واټ او د نجونو یو ښوونځی یې په نوم ونومول شول او همدارنګه په هغه کور هم یوه لوحه ولګول شوه چېرې یې چې ژوند کاوه. د پاریس د ښاري شورا په وړاندیز د هغې په نامه نومول شوي ښوونځي کې هم د هغې یوه نیمايي مجسمه لګول شوې ده. [۳]

د ۲۰۲۰ زکال په جنوري میاشت کې د ستالوژیک په نامه د ځمکې له مدارونو څخه د لوړ کیفیت لرونکو انځورنو د اخیستنې او د هغو د تحلیل په برخه کې شرکت، د نوساټ په نامه خپله یوه مایکرو سپوږمکۍ د سوفیا جرمین په نامه ونوموله. [۹]

جرمین په عامه کلتور کې[سمول]

د ۲۰۰۱ زکال پر مهال د پروف (Proof) په نامه ډرامه کې ډېوېډ آبرن له جرمین څخه په نقل کولو هغه انځور کړې. د دغې ډارمې قهرمانه د کاترین په نامه ځوانه ریاضي پوهه مېرمن ده چې د جرمین له چارو څخه یې پرېمانه الهام اخیستی.

د وروستۍ قضیې (The Last Theorem) په نامه تخیلي اثر کې چې ارتور سي کلارک او فردریک پوهل لیکلی، سوفیا جرمین ته په کې د دې اعتبار ورکړل شوی چې د دغې کیسې مرکزي لوبغاړي رنجیت سوبرامانیان ته یې د فرما قضیې په حل کولو کې الهام بخښلی. [۱۰]

د سوفیا جرمین جایزه[سمول]

د سوفیا جرمین جایزه (په فرانسوي ژبه: Prix Sophie Germain) هر کال د سوفیا جرمین د بنسټ او د فرانسې د علومو د اکاډمۍ له خوا ګټونکي کس ته ورکول کېږي. د دغې جایزې موخه د ریاضیاتو د بنسټ په برخه کې د یوې فرانسوي ریاضي پوهې هڅو ته درناوی او د هغو ستاینه ده. دغه جایزه چې ۸۰۰۰ یورو ارزښت لري په ۲۰۰۳ زکال کې د فرانسې د انستیتیوت له خوا اعلان شوه.[۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. Mackinnon, Nick (1990). "Sophie Germain, or, Was Gauss a feminist?". The Mathematical Gazette 74 (470): 346–351, esp. p. 347.
  2. Case او Leggett 2005، م. 39.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Gray 2005، م. 68.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Gray 1978، م. 47.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Gray 1978، م. 48.
  6. Moncrief 2002، م. 103.
  7. Singh, Simon (1997). "Math's Hidden Woman". WGBH Educational Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Del Centina او Fiocca 2012، م. 591.
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Merow, Sophia D. (September 2019). "One Spark Is All You Need: Germain Gets the Hamilton Treatment" (PDF). Notices of the American Mathematical Society. 66 (8): 1309–1311. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "Prix Sophie Germain – Fondation de l'Institut de France" (PDF). Institut de France – Académie des sciences. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۹ نومبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)