سوسیالېستي فیمینېزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سوسیالېستي فیمینېزم د ۱۹۶۰مې او ۱۹۷۰مې لسیزې پر مهال د فیمینېستي خوځښت او نوي کیڼ اړخ د څانګې په توګه رامنځته شو چې د پلارسالارۍ او سرمایه دارۍ په متقابلې اړیکې تمرکز لري. ورته مهال د هغه کړنلارو ریښې چې له مخې یې د ښځو خصوصي، کورني او عمومي رولونه په ټولنه کې مفهومي شوي یا یې هم اړوند فکر کېږي کېدلای شي د ښځو له حقونو څخه د دفاع (A Vindication of the Rights of Woman؛ ۱۷۹۲ زکال) تر عنوان لاندې د مري ولسټون کرافټ په اثر او همدارنګه په ۱۸۸۰مه لسیزه کې د ویلیام ټامپسون په سوسیالیستي اثارو کې وموندل شي. د شخصي ستونزو اړوند د خبرو لپاره په ښځینه ډلو کې د راغونډېدو پر مټ په مردسالارۍ باندې د برلاسي کېدو نظریات له کارول هانیش څخه سرچینه اخلي. دغه نظریات په ۱۹۶۹ کې د یوې مقالې په ترڅ کې وړاندې شول چې وروسته په کې «د شخصي اصطلاح سیاسي» ته واړول شوه. دا هغه مهال و چې د فیمینېزم دویمه څپه رامنځته شوې وه، خو په کره توګه د سوسیالېستي فیمینېزم د نوي پیل مهال و. سوسیالېست فیمینېستان استدلال کوي چې ازادۍ یوازې د ښځو د ځپونکو اقتصادي او کلتوري دواړو منابعو په له منځه وړو ترلاسه کېدای شي. [۱][۲][۳][۴]

سوسیالېستي فیمینېزم یوه دوه اړخیزه نظریه ده چې د مارکسېستي فیمینېزم استدال د ښځو په ځپلو کې د سرمایه دارۍ د رول او همدارنګه د راډیکال فیمینېزم نظریه د جنسیت او مرد سالارۍ د رول اړوند کاروي. سوسیالېستي فیمینېستان د راډیکال فیمینېزم د نظریې دغه اصلي ادعا چې ګویا پلار واکمني د ښځو د ځپلو یوازنۍ یا اصلي منبع ده؛ رد کوي. پر ځای یې ادعا کوي چې ښځې یوازې د مالي اړوندتیا له امله د نارینه و تر ظلم لاندې دي. ښځې د شتمنۍ د نابرابرۍ له امله په کپیټلېزم (سرمایه دارۍ) کې د نارینه و تر واک لاندې دي. هغوی اقتصادي اړوندتیا د نارینه و پر وړاندې د ښځو د مقید والي محرکه قوه بولي. له دې سربېره سوسیالېست فیمینېستان د پراخ ټولنیز، اقتصادي او سیاسي عدالت لپاره د ښځو آزادۍ اړینې ګڼي. دوی هڅه کړې چې د طبقې، جنسیتي لرلید یا هم اقتصادي وضعیت پر مټ د ټولو ځپونکو نظامونو سره مبارزه د ښځو د آزادیو له مبارزې سره ادغام کړي. [۵][۶]

سوسیالېستي فیمینېزم د مارکسېزم له ګن شمېر مفاهیمو لکه د ماتریالیستي تاریخي لیدلوري څخه ګټنه کوي، دا په دې معنی چې خپل نظریات د خلکو د ژوندانه له مادي او تاریخي شرایطو سره اړوند کوي. له دې امله سوسیالېستي فیمینېستان په پام کې نیسي چې څه ډول په هره تاریخي دوره کې د هماغه مهال د اقتصادي سیستمونو له خوا جنسیت پالنه شوې او په جنسیتي بڼه کار ویشل شوی. دغه شرایط تر ډېره د کپیټلېزم (سرمایه دارۍ) او مرد سالاره اړیکو له مخې توضېح کېږي. سوسیالېستي فیمینېستان دغه ارتدوکس مارکسېستي لیدلوری رد کوي چې ګویا یوازې طبقې او طبقاتي مبارزې د تاریخ او اقتصادي پراختیا بیانونکي اړخونه دي. کارل مارکس څرګندوي هغه مهال چې په طبقاتي ظلم باندې غلبه وشي، جنسیتي ظلم هم ورسره له منځه ځي. د سوسیالېستي فیمینېستانو پر باور د جنسیتي ظلم اړوند دغه لیدلوری چې هغه د طبقاتي ظلم برخه ګڼي ناسمه ده، له همدې امله د سوسیالېستي فیمینېستانو ډېری چارې د دې د څرګندولو په موخه دي چې څه ډول د جنسیت او طبقو ترمنځ همکارۍ د ظلم د بېلابېلو ډولونو جوړولو ته لار برابره کړې او همدارنګه د ښځو او نارینه و د هرې طبقې په امتیازاتو اغېز کوي. د بېلګې په توګه هغوی دا مشاهده کړې چې د ښځو طبقاتي وضعیت په ټولیز ډول د هغو د مېړونو له طبقاتي یا شغلي وضعیت څخه مشتق شوی، مثلا منشي د خپل رئیس سره واده کوي، نو حتما د هغه طبقاتي ځایګی ترلاسه کوي. [۷]

باور په دې دی چې د سوسیالېستي فیمینېزم کلمه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۲ زکال کې د «سوسیالیستي فیمینېزم: د ښځو د خوځښت لپاره ستراتیژي» تر عنوان لاندې نشریه کې کارول شوی چې د شیکاګو د ښځو د آزادۍ د اتحادیې له خوا چې هیذر بوث، ډې کریمر، سوزان ډېویس، ډب ډابین، رابین کافمن او ټوبي کلاس یې غړیتوب درلود خپره شوه. نور سوسیالېست فیمینېستان په ځانګړې توګه د دوه اوږد مهاله امریکايي سازمانونو، د رډایکال ښځو د سازمان او د آزادۍ د سوسیالیست ګوند، غړي بیا هغه د فردریک انګلس کلاسیک مارکسېستي اثر (د کورنیو ریښه، خصوصي او دولتي مالکیت) او همدارنګه د جنسیتي ظلم او طبقاتي استثمار اړوند د اګوست ببل اثر (ښځې او سوسیالېزم) ته اړونده بولي. له سړې جګړې څخه وروسته لسیزو کې فیمینېسته لیکواله او څېړونکې سارا ایوانز وايي چې سوسیالېستي فیمینېستي خوځښت په لویدیځ کې د هغه مشترک روایت له امله چې سوسیالېزم له توتالیتاریزم او تعصب لرونکو نظریاتو سره اړوند بولي خپل قدرت له لاسه ورکړی. [۸][۹]

له ۱۹۷۰ زکال وروسته، سوسیالېستي فیمینېستي خوځښت خپلې ودې ته دوام ورکړ. د الیزابت لاپوفسکي کېنډې په اثر «سوسیالېستې ښځې: په ۱۹مه پېړۍ او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې اروپايي سوسیالېستي فیمینېزم» کې ټولنیز فیمینېزم د هغو ښځو د ټولګې په توګه تعریف شوی «چې د جنسیتي ظلم ریښه یې په خصوصي مالکیت کې ګڼله او د ټولنې د داسې راډیکال بدلون په فکر کې وې چې په هغو کې نارینه نه نارینه او نه ښځې استثمار کړي»؛ په دغه بدله شوې جامعه کې توصیف شوې برابري په داسې توګه انګېرل کېده چې په هغو کې دواړه جنسونه برابر وي او د هر ډول فزیولوژیکي توپیرونو له لرلو سره مساوي فرصتونو ته لاسرسی ولري. همدارنګه یې د دې په دوام کې توضېح کړې چې د هغه تل پاتې ښه توب په موخه چې سوسیالېستي فیمینېزم یې په لټه کې دی، د اقتصادي او ټولنیز نظام بشپړ بدلون ته اړتیا ده. [۱۰][۱۱]

کریسټن قدسي، ولې ښځو د سوسیالېزم په دوره کې غوره جنسیتي ځایګی لرلی (Why Women Have Better Sex Under Socialism) تر عنوان لاندې خپل کتاب کې استدلال کړی چې آزاد بازارونه د ښځو پر وړاندې تبعیض قایلېږي ځکه چې لوی مشران ښځې لږ باور وړ، کمزورې او احساساتي بولي او په دې سره د جنسیت پربنسټ امتیازاتي توپیرونه رامنځته کېږي، ځکه چې هغوی د دوی مالي انګېزو ته په استخدام کې اړتیا لري. جورج برنارد شاو نقل کوي چې «سرمایه داري د ښځو لپاره د دوامداره بډو په توګه عمل کوي څو هغوی د پیسو لپاره په جنسي اړیکو کې ښکېلې شي». نوموړی همدارنګه ادعا کوي چې ډېری ښځې په کورنیو چارو کې ونډه اخلي، خو دا بیا د هغو پر وړاندې چې بازار ته اړوندېږي، ناڅرګندې دي. [۱۲][۱۳]

اصلي مسایل[سمول]

متقاطع والی[سمول]

سوسیالیستې فیمینېستې کلودیا جونز د ۱۹۳۰مې لسیزې پر مهال هڅه وکړه چې تورپوستې او رنګین پوسته کارګرې ښځې او همدارنګه د هغوی اړتیاوې په کمونېست ګوند کې ځای پر ځای کړي. له همدې امله و چې کمونېست ګوند لیوالتیا لرله د نارینه او سپین پوستو پرولتاریا موضوعاتو ته ډېر پام ونکړي. د جونز نظریاتي مخینې د مارکسېزم، تور نېشنلېزم او فیمینېزم په تقاطع کې ځای درلود؛ هغه د درې ګوني ظلم (triple oppression) د نظریې د رامنځته کولو اعتبار لري، دغه مفهوم چې تورې او قهوه یي رنګ لرونکې ښځې د نژاد، طبقې او جنسیت پر بنسټ ظلم تجربه کوي. جونز سربېره پر دې استدلال کوي چې که چېرې استعماري جوړښتونه نه وای لغو شوي او د تور پوستو ملت پالنه په تصویب نه وای رسېدلې، سپین پوستې ښځې به هم د تورو او قهوه یي رنګ لرونکو ښځو په څېر نه وای آزادې شوې. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

زهري مردانګي[سمول]

سوسیالېست فیمینېستان ادعا کوي چې زهري مردانګي نه یوازې د نارینه و لپاره بلکې د ښځو او کوئیر جنسیت لرونکو کسانو لپاره هم مضره ده. زهري مردانګي داسې یو لید لوری دی چې نارینه یې باید له مخې په ځانګړي ډول چلن ولري، په معمول ډول دغه چلنونه پیاوړي او له احساساتو ډک دي (لکه: سلام، مایا). د مردانګۍ پیاوړی او له غرور ډک چلن نارینه په خپلو ټاکل شوو رولونو کې ساتي، په داسې حال کې چې ښځو ته بیا د تسلیمۍ رول ورکوي. دغه ډول چلن داسې لیدلوری پیاوړی کوي چې له مخې یې نارینه غوره جنسیت لرونکي او ښځې دویمه درجه وګړې دي. د جنسیتي رولونو اړوند په ځانګړې توګه په دوه ګوني جنسیتي حالت کې په نارینه و فشار د ځان وژنې بحران، د جنسي تېري کلتور او د تاوتریخوالي عادي کېدو ته لمن وهي. د سوسیالېستي فیمینېستي سیاستونو موخه دا ده چې ووايي دغه عادي کړای شوی چلن یوازې د جنسیتي جوړښت بله برخه ده چې پلارسالارۍ په تازګۍ سره ښځو ته د زیان اړونې په موخه رامنځته کړې.

سرچينې[سمول]

  1. Lapovsky Kennedy, Elizabeth (2008). "Socialist Feminism: What Difference Did It Make to the History of Women's Studies?". Feminist Studies. 34 (3). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  2. Ferguson, Susan (2020). Women and work: Feminism, labour, and social reproduction. UK: Pluto Press. د کتاب پاڼي 40–52. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. The Personal is Political, retrieved January 21st 2021.
  4. What is Socialist Feminism?, retrieved on May 28th 2007.
  5. Buchanan, Ian. "Socialist Feminism." A Dictionary of Critical Theory. Oxford Reference Online. Oxford University Press. Web. 20 October 2011.
  6. . Socialist Feminism vs. Other Types of Feminism. ThoughtCo.
  7. Harriss, Kathryn (1989-01-01). "New Alliances: Socialist-Feminism in the Eighties". Feminist Review (31): 34–54. doi:10.2307/1395089. JSTOR 1395089. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Margeret "Peg" Strobel; Sue Davenport (1999). "The Chicago Women's Liberation Union: An Introduction". The CWLU Herstory Website. University of Illinois. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ نومبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Kennedy, Elizabeth Lapovsky (2008). "Socialist Feminism: What Difference Did It Make to the History of Women's Studies?". Feminist Studies. 34 (3): 497–525. JSTOR 20459218. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kennedy, Elizabeth Lapovsky (2008). "Socialist Feminism: What Difference Did It Make to the History of Women's Studies?". Feminist Studies. 34 (3): 497–525. ISSN 0046-3663. JSTOR 20459218. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lapovsky Kennedy, Elizabeth (2008). "Socialist Feminism: What Difference Did It Make to the History of Women's Studies?". Feminist Studies. 34 (3). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  12. Kristen R. Ghodsee, Why Women Have Better Sex Under Socialism (US: Nation Books, 2018)
  13. George Bernad Shaw, An Intelligent Women’s Guide to Capitalism and Socialism (New York: Houghton Mifflin Harcourt, 2017)
  14. Lynn, Denise (2014). "Socialist Feminism and Triple Oppression: Claudia Jones and African American Women in American Communism". Journal for the Study of Radicalism. 8 (2): 1–20. doi:10.14321/jstudradi.8.2.0001. JSTOR 10.14321/jstudradi.8.2.0001. S2CID 161970928 – عبر JSTOR. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Gordon, Linda (2016-07-12). "'Intersectionality', Socialist Feminism and Contemporary Activism: Musings by a Second-Wave Socialist Feminist". Gender & History. 28 (2): 340–357. doi:10.1111/1468-0424.12211. ISSN 0953-5233. S2CID 148297476. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Mambrol, Nasrullah (2018-01-15). "Marxist Feminism". Literary Theory and Criticism (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Mambrol, Nasrullah (2018-01-15). "Marxist Feminism". Literary Theory and Criticism (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)