سوریه،او د روان بحران لاملونه!

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سوریه په عربي نړۍ کې له مهمو او ستراتېژیکو هیوادونو څخه دی،چې داسیا په جنوب غرب کې پروت هیواد دی،نوموړی هیواد په شمال کې له ترکیې،په شرق کې دعراق،په غرب کې دلبنان،جنوب غرب کې داسرایلو،او دجنوب له اړخه له اردن سره ګډه پوله لري.

پایتخت یې ددمشق ښار دی،۷۴٪ خلک یې سني مسلمانان دي،۱۳٪یې علوي شیعه ګان دي،۱۰٪ یې اسماعلیان دي،او درې فېصده یې مسیحیان دي.

نوموړی هیواد دتاریخ په اوږدو کې دنړۍ دمهمو تمدونونو کوربه پاتې شوی دی،له روميانو او فارسیانو ورسته دامویانو په وخت کې داسلامي نړۍ پلازمینه پاتې شوې ده.یاد هیواد دابوبکرصدیق رضی الله عنه په خلافت کې دخالدبن ولید په لاس فتحه شوی دی.

دتاریخ په اوږدو کې يې داسلامي نړۍ لپاره دقیادتونو کوربتوب هم کړی دی.نورالدین زنګي،سلطان صلاح الدین ایوبي،ملک العادل،ملک ظاهربیبریس،سیف الدولة حمداني،او..........پکې اوسېدلي دي.

په اولسمه میلادي پېړۍ کې دفرانسې داشغال لاندې وه،او بیا دانګلستان داستعمار لاندې هم پاتې شوی دی.چې په ۱۹۴۱م کې یې ازادي واخیستله او تاج الدین الحسیني دسوریې ولسمشر شو،بیا په ۱۹۷۰م کال کې حافظ الاسد دکودتا له لارې واک ته ورسېده،او له مرګ وروسته يې ځوی بشارالاسد په ۲۰۰۰ م کال کې واک ته ورسېده.

عرب پسرلی،او دبحران پیلزه!

په عربي نړۍ کې دتونس له هیوا څخه پاڅونونه پیل شول او خلک دحاکم نظام له ناکامیو او ظلمونو څخه ستړي شول او په وړاندې یې ودریدل،او کله چې تونسیانو خپل ولسمشر زین العابدین له واکه لرې کړ نو نورې عربي نړۍ هم دخپلو واکمنانو پرضد لاریونونه پیل کړل،او مصریانو دحسن مبارک دیرش کلنه واکمني پای ته ورسوله ،اویمنیانو هم علي عبدالله صالح له واکه ګوښه کړ،دسوریې خلکو هم له دغه عرب پسرلي څخه استفاده وکړه،او په ۲۰۱۱م کال کې خپل مادام العمري واکمن په ضد راپورته شول،دسوریې اپوزیسیون هم ورسره یو ځای شو او په ټول هیواد کې لاریونونه پیل شول،دسوریې پوځ یې په وړاندې له زور څخه کار واخیست،او ګڼ شمیر خلک یې ووژل،ددغه وژنو سره همهاله دسوریې په حمص ولایت کې وسله وال پاڅون وشو،او ډير ژر ټول هیواد ته خپور شو،ددغه پاڅون په وخت کې په سوریه کې القاعدې،دالنصر جبهې،او اسلامي دولت ډلو په شمول نورې ډلې هم راپورته شوې،او سوریه دبحران په درشل ودریده.

دسوریې دبحران لاملونه!

• دایران او سعودي ترمنځ دشیعه او سني تر شعار لاندې سړه جګړه ده چې په سیمه کې بحران ته عمق ورکړی دی،ایران په اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې دشیعه پلو ملیشو پرمټ دنفوذ په هڅه کې دی،دبېلګې په ډول همدغه ایران دی چې په یمن کې هم دحوثیانو ملاتړ کوي،او په ۲۰۱۵ م کال کې يې په منتخب ولسمشر عبدربه منصور هادي باندې کودتا وکړه او له واکه یې لرې کړ،په همدې ډول په عراق کې يې هم دخپلو شیعه ملیشو پر مټ ،دامریکا په هماهنګۍ یو شیعه دولت رامنځ ته کړ،او ددغه ډرامې بله برخه کټ مټ په سوریه کې هم تکرایږي،سعودي عربستان او ایران دمذهبي تفاوتونو وراخوا،په اسلامي نړۍ کې دمشرۍ په هڅه کې دي،نو دایران چټک سیاسي نفوذ دخلیج په هیوادونو کې هغه څه دي چې سعودي عربستان یې اندیښمن کړی دی،او له همدې امله سعودي،په سوریه کې دیو شمېر جهادي ډلو سره مرسته کوي ځکه چې ایران دشیعه بشارالاسد کلک ملاتړ کوي،او دهغه پر مټ سنیان ځپي،دا هغه څه دي چې په سوریه کې دبحران لامل شوي دي،او نه پریږدي چې دسوریې روانه شخړه حل شي.

• دوهم :داروپا او روسېې ترمنځ روان کړکېچ .

اروپا غواړي چې دنفتو،تېلو او ګازو په برخه کې په روسیه باندې خپله اتکاء راکمه کړي،او پدې ډول دروسیې له فشارونو څخه ځان وژغوري،او دروسیې په بدل کې یاد مواد دخلیج له هیوادونوڅخه راونیسي،ددغه مواد دانتقال او لېږد لپاره دسوریې خاوره او سمندرې سواحل حیاتي ارزښت لري، تر څو په کم قیمت او لږ وخت کې له دغه لارې یاد مواد اروپا ته ورسوي،او ددې کار لپاره اړینه داده چې سوریه باید په ډاډمن امنیت کې وي،خو روسیه په هیڅ ډول دا نه غواړي چې ددوۍ اقتصاد ته دې کومه ضربه ورسيږي،او اروپا دې ددوۍ له احتیاجه خلاسه شي،نو له همدې امله یې په سوریه کې جنګ تود ساتلی دی،او دهر ډول احتمالي ثبات مخه یې نیسي.

دریم:دروسیې او امریکا ترمنځ رقابت او داوکراین کړکیچ.

روسیه په دې هڅه کې ده چې نړۍ نور له یو قطبه حالته وباسي،او امریکا ته خپل حدود ورمالوم کړي،او دا بیا هغه څه دي چې امریکا ترې ویره احساسوي،او دروسېې مخه په هر ممکن میدان کې ډبوي،په سوریه کې هم په پراخه کچه امریکایي ګټې شتون لري،روسیه ددغه ګټو دګواښلو لپاره دغه جګړه توده ساتي ددې لپاره چې داوکراین مسله په امریکا اواروپايي ټولنه باندې ومني،نو ددې لپاره دفشار ترټولو اړینه وسیله هغه سوریه ده،ځکه سوریه داسې هیواد دی چې هم پکې دامریکا ګټې خوندي دي او هم داروپا،نو روسیه غواړي چې غرب دې ته اړ کړي چې کریما دروسیې دخاورې په توګه په رسمیت وپېژني نو هله به په سوریه کې داروپا او امریکا ګټې خوندي شي.

څلورم:په سیمه کې دایران او اسراييلو رقابت .

ایران غواړي په منځني ختيځ کې خپل پوځي او اقتصادي نفوذ زیات کړي،او دا هغه څه دي چې اسراییل ترې ډار لري،ځکه اسراییل په عربي نړۍ کې دلوي اسرایل خوب ویني،داسې اسرایل چې له فراته نیولې تر سینا،او مکې او مدینې پورې سېمې پکې داخل وي،او سوریه هم باید دلوی اسراییل برخه وي،او که برخه يې نه وي خو حد اقل داسرایلو لپاره تجارتي مارکیټ وي،او داسې نظام پکې شتون ولري چې داسرایلو له ګټو سره په تقابل کې واقع نشي.

پنځم:داسلامي نړۍ دمشرۍ په سر دترکیې،سعودي او ایران لانجه.

یاد هیوادونه هر یو غواړي ترڅو داسلامي نړۍ مشري لاسته راوړي،نو ددې مشرۍ دلاسته راوړلو لپاره باید داسې هیوادونه وي چې ددوۍ ملا وروتړي،نو له همدې امله هر یو غواړي چې په سوریه کې دې ددوۍ دخوښې نظام وي.

شپږم:دامریکا اوترکیې تقابل.

امریکا دسوریې کردانو ته وسلې ورکوي ،او هغوۍ اکمالوي ترکیه په دې کار ځکه اندېښمنه ده چې کردان غواړي ازاد او لوی کردستان رامنځ ته کړي،او ترکیه ددغه کار سخته مخالفه ده ځکه چې یوشمېر کرد مېشتې سيمې په ترکیه کې هم شتون لري،که دغه کار وشي نو ترکیه به ځنې خاوره وبایلي،او له همدې امله یې تېره ورځ خپل ځواکونه سوریې ته واستول او دکردي ترهګرو په وړاندې یې جګړه پیل کړه.

شپږم:بشرالاسد او دده پلار حافظ الاسد دبعث اشتراکي کمونیستي ګوند غړي دي،او له پخواني شوروي اتحاد سره يې هم ګرمې او تودې اړیکې لرلې او دهغه ګرمو اړیکو تاوده اوس هم محسوسیږي،همدغه وه چې سوري مخالفینو له سوري دولت څخه شپېته فیصده خاوره نېولې او نېږدې وه چې ټوله سوریه ونیسي،خو بشارالاسد په ۲۰۱۵م کال کې دروسیې څخه دمداخلې غوښتنه وکړه او دجنګ پاڼه په بل مخ واوښته،او دبشار نظام ته یې بیا استقرار وروبښه.

دسوریې راتلونکی به څنګه شي؟

خبره واضح ده که چېرته دیادو هیوادونو ګټې تضمین نشي نو جګړه به روانه وي،او سوري ولس به دغه قرباني ورکوي،او سوریه به په کنډوالو بدلیږي.

هو!دا هم ممکن ده چې دسوري دولت اسلامپال او وطن پال شخص ته په لاس ورشي او په واقعي مانا دغه بحران ته دپاې ټکی کېږدي.

او دا هم ممکن ده چې دنړۍ په قیادت کې تغېر راشي او ورسره سم په اسلامي نړۍ کې هم واک وړ اشخاصو ته په لاس ورشي او دا لوبه پای ته ورسوي.