سوداګرۍ مديريت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سوداګرۍ مديريت[سمول]

Business Management[سمول]

By Wahdat

د سوداګرۍ مديريت  همدارنګه د مديريت د مطالعاتو په برخه کې شامل دى. نوموړى پروګرام د څلورو کلونو څخه تشکيل دى. د BBM دغه سند محصلين د رهبرۍ رولونو په اجراء کولو او د مشترکې نړي سره بلدتيا پيدا کوي. دغه څانګه په څلور برخو کې مشتمل ده. ١ـ د بازار موندنې مديريت ٢ـ مالي مديريت ٣ـ عملياتي مديريت ٤ـ انساني منابعو مديريت سربيره پر دي، د سوداګرۍ مديريت د سوداګرۍ د BScom په برخه کې هم شامل دى.

د پروګرام فهرست[سمول]

د سوداګرۍ مديريت د لسانس برخه محصلين په دي باندي برلاسي کوي چه په مشخصه علمي برخه کې تخصص وکړي. ځينې د تخصص برخي يې په لاندي ډول دى. د تجارت قوانين، تجارتي اخلاقيات، تشبيث، مالي څانګه، د انساني منابعو مديريت، د معلوماتي سيستمونو مديريت، بازارموندنه، عملياتي مديريت، سازماني چلند، د پروژي مديريت، ستراتيژيک مديريت، د مهيه کولو ځنځيري مديريت، نړيوال تجارت، د تجارت لپاره کمپيوټري عريضي، د چاپيريال مطالعې، د مديريت روزنه او پرمختګ او پروژه يې کار.

د سوداګرۍ مديريت اهميت او ځانګړنې[سمول]

د ډيرو اشخاصو په مغز کې دا پوښتنه ګرځي چه زه د سوداګرۍ د مديريت څخه څه زده کولاى شم؟ يو د سوداګرۍ مديريت له ګټو څخه داده چه ته خپل ځان د سوداګرۍ د يوي نوي ساحي د پرمختګ سره اشنا کوي چه نوي ساحې په سوداګرۍ مديريت کې جوړي کړي. هغه توانايې چه د يوي نوي ساحې د سوداګرۍ سره عياريږي هغه ډير په اسانى سره جوړيږي. دغه شان اشخاص په تجارت کې نوي وي او د صنعت په برخه کې تر ډيره بريده پر مخ روان وي. د سوداګرۍ مديريت مرسته کوي چه د هغه شمير په زياتولو کې عمده رول ولوبوي کوم چه صنعت ته د مديريتي درجې له مخي نوي داخليږي. په دي سره د سوداګرۍ مديريت اهميت او پرمختګ او ددغې ساحي د وګړو د شمير د زياتوالي سبب ګرځي. يو د سوداګرۍ د مديريت له ګټو څخه داده چه د کوم خاص صنعت پوري نه مربوطيږي او ددي درسونه په مختلفو ساحو کې د استفادي وړ دي. د سوداګرۍ مديريت مدير يو ډير د وظايفو څخه ډکه پيژندنه لري او کولاى شي چه دغې برخه ته لا وده او ترفيع ورکړي. همدارنګه د سوداګرۍ مديريت ساحه تر يوه ټاکلي ولس او يوه ټاکلي جعرافيايې سيمي پوري نه مربوطيږي. ددې ساحي په توسط تاسي کولاى شى چه ډير اکاډيمک نړيوال تعليم ترلاسه کړى او د نړيوالو ادارتو سره کار وکړى. سربيره پردي، په دغه نوموړي ساحه کې د کارن لپاره د بهرنيو صنعتي ادارتو لخوا هر اړخيزه وظايف ترلاسه کيږى.

اخځليکونه[سمول]

1. webmaster@waikato.ac.nz (2014-03-03). "Bachelor of Management Studies: University of Waikato" (http s//web.archive.org/web/20140323032936/http://www.waikato[مړه لينکونه]. ac.nz/study/qualifications/bms. shtml) Waikato.ac.nz. Archived from the original (http://www.waikato.ac.nz/study/qualifications/bms.shtml Archived 2014-03-23 at the Wayback Machine.) on 2014-03-23. Retrieved 2014-03-23.

2 Benefits of studying business management | Business management scope" (https://www.csss[مړه لينکونه]. es/benefi ts-studying-business-management/).c3s Business School. 2020-11-24. Retrieved 2020-12-11.