سوداګريزه لاره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سوداګريزه لاره يوه لوژستيکي شبکه ده، چې د لارو او تم ځايونو د يوې لړۍ په توګه مشخص کېږي او د مالونو د سوداګريز لېږد لپاره کارول کېږي. ياده اصطلاح د اوبو يا سمندرونو له لارې سوداګرۍ ته هم کارول کېدلی شي. د دې لپاره چې توکي لرې پرتو بازارونو ته ورسېږي، سوداګريزه لار د لرې واټن بهيرونه لري، چې ښايي د سوداګريز يا ناسوداګريز لېږد د کوچنيو شبکو له لارو سره تړلي وي. د يادونې وړ سوداګريزو لارو له ډلې يوه هم د عنبر لاره “Amber Road” دی، چې د لرې واټن سوداګرۍ لپاره يې د باوري شبکې په توګه خدمت وکړ. د درملو لارې “Spice Route” په اوږدو کې سمندري سوداګري د منځنيو پېړيو پر مهال هغه وخت نامتو شوې وه، چې هېوادونو د دې اغېزناکې لارې د اداره کولو لپاره فوځي وسايلو ته مخه وکړه. د منځنيو دورو پر مهال د “Haneastic League” په څير ادارو د سوداګرو د ګټو خوندي کول په نښه کړل او سوداګري په زياتېدونکي ډول نامتو شوه. [۱][۲][۳]

په معاصرو وختونو کې سوداګريز فعاليت د لرغونې نړۍ له سترو سوداګريزو لارو څخه د معاصرو ولسي دولتونو تر منځ نويو لارو ته مخه وکړه. دا فعاليت ځيني وختونه د سوداګرې له دوديز خونديتوب او ازادې سوداګرې له نړيوال تړون څخه پرته تر سره کېده، چې سوداګريزو توکو ته يې اجازه ورکړه چې په هوسا بنديزونو سره له پولو څخه تېر شي. د معاصرو وختونو نوښتي لېږد رالېږد د نل ليکې له لارې لېږد او يو څه ښه پېژندل شوې سوداګري د اورګاډي لارې، موټران او د مالونو هوايي ليکې رانغاړي. [۴]

تاريخچه[سمول]

د لرغونو لارو پرمختګ[سمول]

لرغونی پرمختګ[سمول]

د لرې واټن سوداګريز لارې په کالکوليتيک دوره کې رامنځته شوې وې. له ميلاد څخه مخکې د دويمې زريزې له نيمايي څخه د عمومي دورې “Common Era” تر پيل پورې دا دوره په سويل ختيځه اسيا، لويديځه اسيا، مديترانې، چين او هند نيمه لويه وچه کې د هغو ټولنو شاهد وه، چې د سوداګرۍ لپاره يې د لېږد رالېږد سترې شبکې جوړې کړې وې. [۵]

يو له مهمو وسايلو څخه چې د لرې واټن سوداګرۍ ته يې لاره هواره کړه، بارول او د بار يا پېټي وړلو لپاره د څارويو راڅرګندېدل وو. منظم کاروانونه چې له ميلاد څخه مخکې دويمه زريزه کې تر سترګو کېږي، له لرې واټن څخه توکي ځکه لېږدولی شول، چې د لارې په اوږدو کې د څارويو خوراکه زياتره د لاسرسي وړ وه. د اوښانو په واسطه د توکو لېږد عربو کوچيانو ته لاره هواره کړه، چې له لرې ختيځ څخه عربي ټاپو وزمې ته د درملو او ورېښمو د لرې واټن سوداګري اداره کړي. کاروانونه د لرې واټن سوداګرۍ او په پراخه کچه د مجللو توکو د لېږد برخه کې ګټور وو او د ارزانه توکو لېږد رالېږد د کاروانونو چلونکو ته ځانګړې ګټه نه درلوده. د اوسپنې او برونز تکنالوژۍ په ګټورې ودې سره نويو سوداګريزو لارو راڅرګندېدل پيل کړل، چې د مدنيتونو نوښتونه يې وېشل. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

سمندري سوداګري[سمول]

له ميلاد څخه مخکې د څلورمې او درېيمې زريزې تر منځ سومر کې د بېړيو چليدنه پېژندل شوې وه. مصريانو د سور سمندرګي “Red Sea” له لارې سوداګريزې لارې درلودې، چې د پنټ له ځمکې (ختيځې افريقا) او عربستان څخه يې درمل رالېږدول. [۱۱][۱۲]

اسيا کې د سمندري سوداګرۍ تر ټولو پخوانی ثبوت د استرونيشيا “Austronesian” وګړو د تېږې د نوې دورې يا نيوليتيک سوداګريزې شبکې وې، چې همدې لومړني خلک وو چې په سمندر کې د تېرېدونکو کښتيو نوښت يې وکړ، چې له ډلې يې د فليپين، تايوان، سويلي ويتنام او ټاپو ته ورته تايلينډ د دوه سره لرونکي تعويذ “Lingling-o”  پشم يا شين کاڼي صنعت لېږد رالېږد د يادونې وړ دی. دې شبکې د اندونيزيا او ماليزيا د استرونيايي سوداګرو د لرې واټن هغه لارې هم راونغاړلې، چې له ميلاد څخه د نږدې ۵۰۰ کالونو راهيسې چين له سويلي اسيا او منځني ختيځ سره نښلوي. دې لارې لويديځ ته د چينايي توککو او د سويل ختيځې اسيا د درمل خپرولو او همدار راز ختيځ ته د هندويزم او بودايزم خپرولو ته لاره هواره کړه. دا لاره به ښايي وروسته د ورېښمو سمندري لار “Maritime Silk Road” په توګه پېژندل شوي وي، که څه هم دا يو ناسم نوم دی، ځکه چې له دې لارې د دورېښمو په پرتله د درملو ډېره سوداګري کېدله. زياتره استرونيايي تيکنالوژۍ لکه د بېړۍ د مخې لرګی يا پړی (بادبان) او د «Catamaran» په نوم ګڼ پوړيزه برخه او همدا راز د استرونيشيا بېړۍ اصطلاحګانې لا هم په هند سمندر کې په زياتو ساحلي کلتورونو ټينګار کوي. [۱۳][۱۴][۱۵]

سمندري سوداګري په يو څه خوندي ساحلي سوداګرۍ سره پيل شوه او په پوره پوهې سره د موسمې بادونو اداره کولو سره يې تکامل وکړ، چې خورا ژر يې د عرب سمندرګي او د بنګال خليج په څېر له پولو څخه د تېرېدونکي سوداګرۍ پايله درلوده. سويلي اسيا د سمندري سوداګرۍ ګڼې لارې لری، چې دا هېواد يې له سويل ختيځې اسيا سره نښلولی دی او له دې امله د يوې لارې اداره کول د سمندري انحصار د ستونزمن کېدلو پايله لري. د سويل ختيځې اسيا په بېلابېلو دولتونو پورې د هند تړلتياوو دا هېواد پر نورو لارو باندې له خنډ يا کلابندۍ څخه خوندي کړ. له ميلاد څخه مخکې دويمه پېړۍ کې روميانو لپاره له سمندري سوداګريزو لارو څخه په ګټنې د توکو پراخه سوداګري شونې شوه. د روم يوې سوداګريزې بېړۍ د مديترانې سمندرګی په يوه مياشت کې طی کولی شو او د ځمکنيو لارو په پرتله يې بيه هم يو پر شپېته برخې ارزانه وه.  [۱۶][۱۷][۱۸]

د اناتوليا ټاپو وزمه[سمول]

د اناتوليا ټاپو وزمه له اسيا څخه اروپا ته د سواګريزې ځمکې پر لارو او همدا راز د سمندرګي لاره له مديترانې څخه د تور سمندرګي پر لور د سمندرګي پر يونلور يا مسير باندې پرته ده. له ميلاد څخه مخکې د ۱۹ پېړۍ اسناد د کاپادوسيا په کانيش (ننۍ معاصره ترکيه) کې د يوې اشوري سوداګريزې مستعمرې شتون ثابتوي. د لرغونې نړۍ سوداګريزو شبکو د هند ستره نښلونکې لاره “Grand Trunk Road” او د عربستان “Incense Road” راونغاړل. د لېږد رالېږد يوه شبکه چې له اورغورځونکې ايرې او چونې څخه د جوړو شويو کلکو موادو په کارونې سره يې د کلکې سطحې لويې لارې درلودې، له ميلاد څخه مخکې د ۳۱۲ کال په لومړيو کې د “Censor Appius Claudius Caecus” د دورې پر مهال د روميانو له لورې ودانه شوې وه. د مديترانه يي نړۍ ځينې برخې رومي انګيستان “Roman Britain”، د دجله او فرات سيند سيستم او شمالي افريقا د خپل تاريخ يو څه برخه کې د دې شبکې لاندې راغلل. [۱۹][۲۰][۲۱]

د روبرت الين ډينيمارک له نظره (۲۰۰۰زکال) [۲۲]

«د فارس خليج او ختيځې مديترانې په اوږدو کې د ښاري سوداګريزو شبکو خپرېدلو او پراختيا، چې د سيمه ييزو پاملرونو يا ټينګار پېچلی ماليکولي جوړښت او همدا راز د هستې او چاپيريال ناحيه کول يې جوړ کړل (چې په اصل کې بين النهرين ته نږدې جوړ شوي وو)، د تعاملي تمدنونو يوې لړۍ وه، چې له بين النهرين، مصر، انډس تنګي او وروسته له سوريې، مرکزي اناتويا (هيتي) او اژه سيند (Minoans او Mycenaeans) څخه جوړه شوې وه. د دې تر شا يوه څنډه وه، چې د اروپا په څېر يوازې معتدله سيمو تر څنګ يې د مرکزي اسيا د وچې دښتې دهلېز هم راونغاړه. دا په رښتيني ډول يو نړيوال سيستم و، که څه هم د لويديځې لرغونې نړۍ يوازې ټاکلې برخه يې ونيوله. په داسې حال کې چې هر تمدن پر خپلې نظرياتي خپلواکۍ باندې ټینګار کاوه، مګر ټول يې د تعاملي برخو د يوې عامې نړۍ د پېژندنې وړ برخه وو.

دا لارې چې مذهب، سوداګري او ټيکنالوژي خپروي، په تاريخي ډول د ښارې تمدن د ودې په برخه کې خورا اړين (حياتي) ونډه لري. د ښارونو د پرمختګ کچه په يو څه پراخه نړيوال سيستم کې د د دوی د يو ځای کېدنې کچه ډېری وخت د فعال لېږد په بېلابېلو شبکو کې د دوی په دريځ پورې تړلي دي. [۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. Burns 2003: 213.
  2. Donkin 2003: 169.
  3. Dollinger 1999: 62.
  4. "free trade; The Columbia Encyclopedia, Sixth Edition. 2001–05". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اگسټ ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Denemark 2000: 274
  6. Denemark 2000: 207
  7. Denemark 2000: 208
  8. Stearns 2001: 41.
  9. Denemark 2000: 213.
  10. Denemark1 2000: 39.
  11. Rawlinson 2001: 11–12.
  12. Denemark 2000: 208
  13. Doran, Edwin Jr. (1974). "Outrigger Ages". The Journal of the Polynesian Society. 83 (2): 130–140. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جنوري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Mahdi, Waruno (1999). "The Dispersal of Austronesian boat forms in the Indian Ocean". In Blench, Roger; Spriggs, Matthew (المحررون). Archaeology and Language III: Artefacts languages, and texts. 34. Routledge. د کتاب پاڼي 144–179. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415100540. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Bellina, Bérénice (2014). "Southeast Asia and the Early Maritime Silk Road". In Guy, John (المحرر). Lost Kingdoms of Early Southeast Asia: Hindu-Buddhist Sculpture 5th to 8th century. Yale University Press. د کتاب پاڼي 22–25. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781588395245. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Scarre 1995.
  17. Toutain 1979: 243.
  18. "Ancient Trade and Civilization | World | Aurlaea". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Stearns 2001: 37.
  20. Roman road system (Encyclopædia Britannica 2002).
  21. Denemark 2000: 274
  22. Denemark 2000: 124.
  23. Denemark 2000: 126
  24. Denemark 2000: 273.