سوخوی سو ۳۵

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سوخوی سو ۳۵
Сухой Су-35
هېواد
د الوتکې ډول ښکاری الوتکه
د الوتکې تولیدونکی سوخوی
ОКБ Сухого
لمړی الوتنه ۱۹۸۸
د الوتکې استعمالونکی روسي هوایی ځواک
د ونزوئلا هوایی ځواک
د الوتکې قیمت ۶۵،۰۰۰،۰۰۰ ډالاره

سوخوی سو ۳۵ ( په روسی : Cy-35) د جېت د برید کوونکی ښکاری الوتکو د څلورم نسل ( پښت) یو ډول الوتکه ده چې په ۱۹۸۸ کال کې د سوخوی سو ۲۷ تر عصری کولو وروسته جوړه شوه . د سوخوی سو ۳۵ لمړی الوتنه د جون په میاشت کې په ۱۹۸۸ کال کې عملی شوه. روسی پوځ د هغی الوتکې څخه په رسمی ډول د ۱۹۹۵ څخه کار واخیست.

توصیف

سوخوی سو ۳۵ کولای سی پر هوایی او ځمکنی هدفونو برید وکړی. دغه الوتکه هم کولای سی په شپه کې او د اورېدولو په وخت کې جگړه وکړی. په الوتکه کې دوه رادرونه نصبیږی چې دN-011,N-015.په نومونو یادېږی. دN-011رادرکولای سی دریش هدفونه تعقیب وکړی ( وڅاری). د N-015رادر د الوتکې د شا په برخه کې پروت دی. نوموړی رادر کولای سی د سوخوی تر شا بریدکوونکی الوتکی تعقیب وکړی. سوخوی سو ۳۵ کولای شي پر اته هدفونو یوځل برید وکړی. د پیلوټ کابین په مخه کې د انفرا رید سینرور نصبېږی. سوخوی سو ۳۵ دوې د ټوربوجت ماشینونه لری چې د Ljulka AL-35F په نوم یادېږی.

وسلې

د سوخوی سو ۳۵ په الوتکه کې یو ماشیندار نصبېږی چې د مرمی کالیبر یی ۳۰ م.م. دی. د سوخوی ښکاری الوتکه کولای سی ۱۲ عصری رهبری راکتونه ولری چی د الوتکې تر تنې او وزرې لاندی نصبېږی. دغه راکتونه د رادار، لیزر (laser) او د اینفراریډ (infra red) د وړانگې (شعاع) رهبری کېدلای سی.

ځانگړنې

  • د الوتکې ډول : ښکاری الوتکه
  • دالوتکې د سورلی شمېره: ۱ پيلوټ (سو-۳۵، سو-۳۵ بې ام، سو-۳۵ اس) / ۲ پیلوټان (سو- ۳۵ یو بې)
  • جوړونکى شرکت:سوخوی
  • د ماشینونو محرکه ځواک :
  • اوږدوالى:۲۲،۲متره
  • سور:۱۵،۵متره
  • جگوالى:۶،۴متره
  • خالص وزن:۱۷۵۰۰ كيلو گرامه
  • له بارسره اخري وزن:۳۴۰۰۰ كيلو گرامه
  • د چټکتيا اخري حد : ۲۴۵۰ كيلو متره په ساعت کې
  • له ځمکې څخه په لوړه ارتفاع کې الوتنه: ۱۸۰۰۰ متر
  • په يوه ساه الوتنه (په هوا کې بې له تېل سون ټوکواخيستلو): ۴۰۰۰ كيلومتره
  • وړونکې وسلې: ۸۰۰۰ كيلو گرامه

د سوخوی سو ۳۵ ډولونه

  • سوخوی سو ۳۵ ( Su-35)
  • سوخوی سو ۳۵ بې ام ( Su-35BM )
  • سوخوی سو ۳۵ س ( Su-35S)

سرچینی