سوخوي سو-۷ (الوتکه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ناټو یې د (Fitter-A) په نامه پېژني. په ۱۹۵۵ کال کې د شوروي اتحاد له غږ څخه چټکه برید کوونکې الوتکه وه. په بنسټیزه توګه په هوا کې د جګړې لپاره طرحه شوې وه خو په دې رول کې بریالۍ نه شوه او له همدې امله یې په ۱۹۶۰ لسیزه کې د تولید نور ډولونه په ځمکه برید کوونکې الوتکې وې. جوړونکی شرکت یې (Sukhoi) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۵۵ کال د سپټمبر په ۷ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۵۹ کې پیل شوې. د ۱۹۵۷–۱۹۷۲ کلونو ترمنځ تولید شوي. د ټولو تولید شوو شمېر ۱۸۴۷ دی. د همدې الوتکې له طرحې وروسته (Sukhoi Su-17) الوتکې جوړې شوې.

د شمالي کوریا پوځ یې تر اوسه کاروي. افغانستان ۲۴ د پوځي خدمت لپاره او ۱۶ د پیلوټانو روزنې لپاره پېرلې وې، الجیریا، چکسلواکیا، مصر، هند، عراق، پولنډ، د شوروي اتحاد او سوریې هم ترلاسه کړې وې.

طرحه او پرمختګ اومعلومات[سمول]

پیلوټان : یو

اوږدوالی : ۱۶.۸ متره

لوړوالی : ۴.۹۹ متره

د وزرو پراخوالی : ۹.۳۱ متره

د وزرو سطحه : ۳۴ متر مربع

بې وسایلو وزن : ۸۹۴۰ کیلو ګرامه

له وسایلو سره وزن : ۱۳۵۷۰ کیلو ګرامه

د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۳۵۷۰ کیلو ګرامه

په ټانکیو کې د تیلو ظرفیت : ۳۲۲۰ کیلو ګرامه

زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۱۵۰ کیلو متره

د پورته ختنې نرخ : په ثانیه کې ۱۶۰ متره

په وزرو کې د وزن ظرفیت : په متر مربع کې ۴۳۴ کیلو ګرامه

وسلې :

دوه ( 30 mm Nudelman-Rikhter NR-30 autocannons) ماشیندارې هره یوه کې ۷۰ مرمۍ

د مهماتون د نښلونې لپاره یې څلور د وزرو لاندې او د دوه د سینې لاندې ځایونه لرل په دې ځایونو کې لاندې یاد شوي مهمات نصب کېدای شو:

توغندي

له هوا څخه هوا ته توغول کېدونکي توغندي

K-13M

R-60

R-73A

له هوا څخه ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي Kh-25ML

Kh-29

د وړانګې ضد توغندي

Kh-27

Kh-58

راکټونه

UB-16-57U rocket pods for S-5 rockets

بمونه

د عامې موخې لپاره

FAB-250

FAB-500

FAB-750

لاندې یاد شوی اټومي بم

8U69

سرچینې[سمول]

https://rahimiz.com/2020/07/24/18531/ Archived 2022-04-23 at the Wayback Machine.