سنډیکالیزم (اتحادیه پالنه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سنډیکالیزم (اتحادیه پالنه) په کارګرۍ غورځنګ کې د کارګرانو د ځايي سازمانونو رامنځته کولو او د کاربندیزونو له لارې د کارګرانو د غوښتنو او حقونه د پرمخ وړلو لپاره یو بهیر ؤ. سنډیکالیزم د شلمې پېړۍ په پیل کې زیات فعال ؤ او همدارنګه د دوو جګړو ترمنځ دوران (interwar era) کې چې د دوهمې نړیوالې جګړې له پیلېدو څخه مخکې ؤ، د انقلابي کیڼ اړخو په منځ کې برلاسی لیدلوری و.    

په فرانسه کې د کار عمومي کنفدراسیون، په هسپانیه کې د کار ملي کنفدراسیون، د اېټالیې سنډیکالیسټ اتحادیه، د آلمان د آزادو کارګرانو اتحادیه او د ارجنټاین د سیمه ییزو کارګرانو فدراسیون د لویو سنډیکالیسټ سازمانونو له ډلې وو. که څه هم دوی ځانونه سنډیکالیسټان نه ګڼل، خو د زیاتره تاریخ پوهانو له نظره د نړۍ صنعتي کارګران، د آیرلنډ د ټرانسپورټ او عمومي کارګرانو اتحادیه او د کاناډا ون بېګ اتحادیه په دې بهیر پورې تړاو لري.  

یو شمېر سنډیکالیسټ سازمانونه تر نن پورې د کارګرانو په نړیواله ټولنه پورې تړلي وو او لا هم دي، خو د هغې ځینې غړي سازمانونه د کار نړیوال کنفدراسیون ته چې په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شو، لاړل.  

اصطلاح پېژندنه  [سمول]

د سنډیکالیزم (syndicalism) اصطلاح فرانسوي ریښې لري. په فرانسوي کې سنډیکاټ (syndicat) یوه سوداګره اتحادیه ده، چې معمولا دې یوې سیمه ییزې اتحادیې په بڼه ده. په هسپانوي او پرتګالي ژبو کې sindicato او اېټالیایوي کې sindacato د هغې مترادفې ورته کلمې دي. د معنی په تعمیم سره فرانسوي سنډیکالیزم (syndicalisme) په عمومي توګه سوداګرې اتحادیه پالنې ته اشاره کوي. د انقلابي سنډیکالیزم (syndicalisme révolutionnaire ) مفهوم په ۱۹۰۳ کال کې په فرانسوي سوسیالیستي جورنالونو کې راڅرګند شو او د فرانسې د کارګرانو عمومي کنفډریشن (Confédération générale du travail) یا (CGT) له دې اصطلاح څخه د اتحادیه پالنې د نښې د توصیف لپاره کار واخیست. اتحادیه پالانو انقلابي سنډیکالیزم یا په عام ډول سنډیکالیزم د انقلابي په معني، له فرانسوي بېلګې وروسته یو شمېر ژبو ته واړوه.   [۱][۲][۳]

زیات شمېر پوهان لکه د رالف ډارلینګټون، مارسیل ون ډېر لېندن او وین تورپ د سنډیکالیزم اصطلاح څخه د کارګرۍ په غورځنګ کې د یو شمېر سازمانونو یا بهیرونو لپاره چې سنډیکالیسټ نه پېژندل کېدل، کار واخیست. دوی په شمالي امریکا او آسټرالیا کې د ون بېګ اتحادیه پالانو یا صنعتي اتحادیه پالانو، په آیرلنډ کې لارکنیسټانو او هغو ډلو دا نوم وکاواره چې انقلابي صنعتکاران، انقلابي اتحادیه پالان، انارشو-سنډیکالیسټان یا شورا پالان نه پېزندل کېدل. د بیلګې په توګه په دې کې په متحده ایالاتو کې د نړۍ صنعتي کارګران (IWW) شامل دي، چې ادعا یې وکړه چې صنعتي اتحادیه پالنه یې " د سنډیکالیسټانو د وړاندیز شوي انقلابي کارګر سازمان په پرتله لوړ ډوله ؤ ". ون ډېر لېندن او تورپ "ټولو انقلابي، مستقیم – عمله سازمانونو" ته د اشاره کولو لپاره سنډیکالیزم کاروي. دارلینګټون وړاندیز کوي چې سنډیکالیزم دې د " سوداګرۍ انقلابي اتحادیه پالنې" په توګه تعریف شي. هغه او ون ډېر لېنډن استدلال کوي چې د داسې پراخو سازمانونو دسته بندي کول موجه کار دی ځکه چې د دوی د عمل یا عملکر ورته طریقې له خپل ایډیالوژیکي توپیرونو څخه زیاتې مهم دي.   [۴]

نور پوهان لکه لري پیټرسن او اېریک اولسن د دې پراخ تعریف سره موافق نه دي. د اولسن په وینا، دا درک د "صنعتي اتحادیه پالنې، سنډیکالیزم او انقلابي سوسیالیزم تر منځ د توپیرونو مبهم کوي". پیټرسن د پنځو معیارونو پر بنسټ د سنډیکالیزم ډېر مقید تعریف وړاندې کوي:   [۵]

  1. مرکز پالنې په پرتله فدرالیزم غوره بلل.   
  2. د سیاسي ګوندو سره مخالفت  
  3. عمومي اعتصاب ته د لویې انقلابي وسلې په سترګه کتل  
  4. د دولت پرځای "د ټولنې فدرالي، اقتصادي سازمان" ځایناسي کېدو څخه پلوي کول.  
  5. اتحادیو ته د پانکوالۍ وروسته ټولنې د بنسټیزو اجزاوو په سترګه کتل.  

له دې تعریف څخه IWW او د کاناډا ون بېګ اتحادیه مستثني دي. پیټرسن د پراخې کټګورۍ انقلابي صنعتي اتحادیه پالنه وړاندیز کوي، ترڅو سنډیکالیزم، ډلې لکه IWW، OBU او نور پکې شامل شي. د دې ډلو تر منځ جلا ورته والی دا دی چې په یوه عمومي سازمان کې د ټولو کارکونکو د متحد کولو په لټه کې دي.  [۶]

سرچينې[سمول]

  1. Darlington 2008, p. 4; Thorpe 2010b, p. 25.
  2. Gervasoni 2006, p. 57.
  3. Darlington 2008, pp. 4–5; Thorpe 2010b, p. 25.
  4. van der Linden/Thorpe 1990, pp. 1–2; Darlington 2008, pp. 5–7; van der Linden 1998, pp. 182–183.
  5. Olssen 1992, p. 108
  6. Peterson 1981, pp. 53–56.