سونيل شيټي

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له سنيل شيټي نه مخ گرځېدلی)
سونيل شيټي
شیټی د لوټ فیلم د ریلیز کیدو په وخت کی
شیټی د لوټ فیلم د
ریلیز کیدو په وخت کی
شیټی د لوټ فیلم د
ریلیز کیدو په وخت کی

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۱ اګسټ ۱۹۶۱(1961-08-11) ‏(عمر: ۶۲ کاله)
مولکی،, منگلور, کارناتاکا, هند
استوګنځای ممبای  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت  هندوستان
عملي ژوند
کار/مسلک لوبغاړی، سوداګر
کاروونکي ژبه(ي) هندي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د فعالیت وخت ۱۹۹۲-تراوسه
جايزې
فيلمفیر جايزه  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سونيل شيټي (۱۱ د اگسټ، ۱۹۶۱ ز. - ) (هندي: सुनील शेट्टी)، يو هندی لوبگر، پروډیوسر او د باليووډ فلمي ستوری دی چې د باليووډ په فلمونو کې راڅرگنديږي سونیل شيټی در ۱۱۰ په زیاتو فلمونو.کی ځان را ښکاره کړی.

مخينه

شیټي په ۱۹۹۲ ع کال کي د لومړي ځل لپاره د بلوان په نامه فلم کي د بالی ووډ دنیا ته راووت چي د هغه لومړي فلم څه نا څه کامیابه وو.

د هغه دري ښایسته زښت کامیابه فلمونه د 1993ع کال د پهچان، انت، او وقت همارا هی په نومونو وه چي ښاغلی شیټي ته یی دا زمینه برابره کړه چي د بالي ووډ په نړی کي خپلي پښي ښخي کړي. وروسته په همدغه کال کي هغه په یو رومانوي فلم دل والي او کومیډي فلم گوپی کیشن کي د ډیرو زړونه خپل کړل. هغه په 90 لسیزه کي په زیاتو فلمونو کي را ښکاره شو چي د ده رول په کي تر ډیره حده جنگي وو.

د هغه د ۱۹۹۷ ع کال د بهایی په نامه فلم ددیوالي دجشن په موقع که څه هم د شاه رخ خان د دل تو پاگل هی فلم سره په یو وخت کي راووت خو بیا هم یو کامیابه فلم وو. هغه په خپل باډر فلم کي د یو وطن دوست په رول کي وپیژندل شو چي وروسته همدغه شان په ۲۰۰۱ ع کال کي په ریفیوجي، په ۲۰۰۳ ع کال کي د ایل او سي کارگیل، او همدراز په همدغه کال کي په قیامت فلم کي راښکاره شو.

که څه هم ښاغلی شیټي زیاتره په جنگي فلمونو کي کار کړی خو هغه په ۲۰۰۰ ع کال کي په هیرا پیري ، د ۲۰۰۲ ع کال اواره پاگل دیوانه، د ۲۰۰۶ ع کال د پهر هیرا پیري او د ۲۰۰۹ ع کال د دي دنا دن فلمونو کي د کومیډي رول په کولو سره د خپلو مینوالو په مخونو مسکاوي څه چي خنداوي خپري کړي.

هغه په ۲۰۰۰ ع کال په دهړکن فلم کي د بهترین ورانکاره جایزه ، او په ۲۰۰۹ ع کال کي د جنوبي اسیا د نړیوال فلم فستیوال له خوا د ریډ الرټ فلم لپاره د بهترین لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه.

د یو فلم پرودیوسر په حیث هغه د پاپ کارن موشن پیکچرز په نامه د پروډکشن کمپني پرانیستلي چي د ۲۰۰۳ ع کال د کهیل او رخت، او د ۲۰۰۶ ع کال د بهاگم بهاگ په نامه فلمونه یي د تولیداتو ښه بیلگي گڼل کیږي. په نیږدي کلونو کي ښاغلی شیټي یواځي په فلمونو کي کوچني رولونه اجرا کړي.

سنیل شیټي د باليووډ سره سره په ۲۰۰۷ ع کال کي د ډونټ سټاپ ډریمینگ په نامه اینگلیسي فلم او د ‌B12 په نامه تامیل ( په هند کي یوه بله ژبه چي زیات شمیر هندیان پری گڼیږي) فلم کي هم کار کړی دی.

شخصي ژوند

سنیل شیټي د مانا شیټی سره واده کړی چي له هغي څخه دوه بچیان لري چي یو يي اهان او بل یي اتیا نومیږي. سنیل شیټي په کیک بوکسینگ کي تور کمربند ترلاسه کړی.

فلموگرافي

  • ۱۹۹۲: بلوان
  • ۱۹۹۳: انت
  • ۱۹۹۳: پهچان
  • ۱۹۹۳: وقت همارا هې
  • ۱۹۹۴: دلوالې
  • ۱۹۹۴: گوپي کیشن
  • ۱۹۹۴: هم هې بې مثال
  • ۱۹۹۴: مهره
  • ۱۹۹۵: غدار
  • ۱۹۹۵: رگو وير
  • ۱۹۹۵: سرکشا
  • ۱۹۹۵: ټکر
  • ۱۹۹۶: اېک تا راجا
  • ۱۹۹۶: راکشک
  • ۱۹۹۶: ساپوت
  • ۱۹۹۶: وېشواس گهات
  • ۱۹۹۶: کرېشنا
  • ۱۹۹۶: شسترا
  • ۱۹۹۷: بهایي
  • ۱۹۹۷: بارډر
  • ۱۹۹۷: ډهال
  • ۱۹۹۷: جج مجرم
  • ۱۹۹۷: قهر
  • ۱۹۹۷: پريتوي
  • ۱۹۹۸: اخروش
  • ۱۹۹۸: همسې بدکر کون
  • ۱۹۹۸: سر او ټا کې جييو
  • ۱۹۹۸: وېناشک
  • ۱۹۹۹: بړا دل والا
  • ۱۹۹۹: هو تو تو
  • ۱۹۹۹: کالا سمراجيا
  • ۲۰۰۰: آغاز
  • ۲۰۰۰: ډهړکن
  • ۲۰۰۰: هيرا پيري
  • ۲۰۰۰: کروده
  • ۲۰۰۰: افسر
  • ۲۰۰۰: رېفیوجي
  • ۲۰۰۰: جنگل
  • ۲۰۰۱: ۱۲ بي
  • ۲۰۰۱: احساس
  • ۲۰۰۱: کاکا کویل
  • ۲۰۰۱: کچ کټي کچ میټي
  • ۲۰۰۱: پيار اشق اور محبت
  • ۲۰۰۱: یې تېرا گهر یې مېرا گهر
  • ۲۰۰۱: اتفاق
  • ۲۰۰۲: انارت
  • ۲۰۰۲: اواره پاگل ديوانه
  • ۲۰۰۲: جاني دشمن
  • ۲۰۰۲: کانټې
  • ۲۰۰۲: قرض
  • ۲۰۰۲: مسيحه
  • ۲۰۰۳: باز
  • ۲۰۰۳: اېک هندوستاني
  • ۲۰۰۳: کهېل
  • ۲۰۰۳: لاک کارگېل
  • ۲۰۰۳: قيامت
  • ۲۰۰۳: خنجر
  • ۲۰۰۴: اېک سې بړکر اېک
  • ۲۰۰۴: هلچل
  • ۲۰۰۴: کیو هو گیا نا
  • ۲۰۰۴: لکېر
  • ۲۰۰۴: مې هو نا
  • ۲۰۰۴: رخت
  • ۲۰۰۴: ردراکش
  • ۲۰۰۴: آن
  • ۲۰۰۵: امر جوشي شهيد هوگيا
  • ۲۰۰۵: چاکلېټ
  • ۲۰۰۵: ديوانې هوې پاگل
  • ۲۰۰۵: دس
  • ۲۰۰۵: هوم ډېلېوري اپ کو..گهر تک
  • ۲۰۰۵: کيو کې؟
  • ۲۰۰۵: پدماشیري لالو پرساد ياداو
  • ۲۰۰۵: پهلي
  • ۲۰۰۵: ټانگو چارلي
  • ۲۰۰۵: بلک مېل
  • ۲۰۰۶: چپ چپ کې
  • ۲۰۰۶: ډرنا ضروري هې
  • ۲۰۰۶: فايټ کلب
  • ۲۰۰۶: پهر هېرا پيري
  • ۲۰۰۶: شادي سې پهلې
  • ۲۰۰۶: اومراو جان
  • ۲۰۰۶: آپ کې خاطر
  • ۲۰۰۶: اپنا سپنا مني مني
  • ۲۰۰۷: قسم سې
  • ۲۰۰۷: کش
  • ۲۰۰۷: ډونټ سټاپ ډريمېنگ
  • ۲۰۰۷: دس کهانيا
  • ۲۰۰۷: شوټ اوټ اټ ولکنډوالا
  • ۲۰۰۸: مېشن استانبل
  • ۲۰۰۸: مسټر وايټ مسټر بلک
  • ۲۰۰۸: مخبر
  • ۲۰۰۸: ون ټو ټري

سرچينې