سندرغاړې معشوق سلطان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

معشوق سلطان دپښتو یوه لویه سندرغاړې وه چې په زرګونو فولکلوري سندرې اؤ غزلې یې ویلي دي.

خانداني پس منظر

د معشوق سلطان خپل نوم سلطان بي بي ؤ او د خېبرپښتونخوا د سوات د کبل سیمې سره نزدې په شاه ډهېرۍ کلي کې زېږېدلې وه. واده يې د مردان د یو کاروباري شخصیت ولایت حسېن سره شوی ؤ او وروستو يې په پېښور کې استوګنه اختیار کړې وه.

فني زده کړې

معشوق سلطان بي بي د پښتو وتلي موسیقار ارواښاد راحدت حسېن څخه باقاعده فني زدکړې ترلاسه کړې وې او وروستو بیا د رفیق شینواري، استاد شېرافګن او ګل خان بنوڅي شاګرده هم پاتې شوې وه.

هغې د خپل فني سفر اغاز د کال ۱۹۶۲م څخه د ریډیو پاکستان پېښور نه کړی ؤ او په اول ځل يې د ریډیو نه د خدای بخښلي فضل غني مجاهد دا سندره ویلې وه چې ( د عاشقي په لوی دریاب کې سېلابونو یوړم).

د دغه سندرې د ویلو څخه وروستو هغې د ریډیو نه نورې په سوؤنو سندرې وویلې چې زیاتره پکې مشهورې شوې دي.

د ريډیو څخه وروستو معشوق سلطان په فلم او کېسټو کې هم سندرې وویلې او په څو پښتو فلمونو کې يې په خپله اداکاري هم کړې وه چې د هغې د جملې څخه یو مشهور فلم (جوارګر) هم دی.

جائزې

د پاکستان حکومت ورته په غوره فني کارکردګۍصدارتي اېوارډ په کال ۱۹۹۶م کې ورکړی ؤ او د دې ترڅنګ يې په لسګونو نور اېوارډونه ګټلي وو.

د معشوق سلطان په رنګ لوی فنکاران په زمانو پس پېدا کيږي دهغې په اواز کې خدای پاک یو قدرتي خوږوالی اېښودی ؤ او په سُور يې مکمل عبور حاصل ؤ.

معشوق سلطان د خپل فني ژوند په لړ کې امریکا، برطانیه، کېنېډا، فرانس، بلجیئم او یو شمېر نورو هېوادونو ته سفرونه کړي وو او دغلته یې د خپل فن مظاهره کړې وه.

معشوق سلطان د څلورو زامنو او دوه لوڼو مور وه، ولې یو پکې هم د هنر د دنیا سره نه دی تړل شوی.

د ژوند په وروستۍ برخه کې هغه د شوګر اؤ تور زیړي په ناروغیو اخته شوې وه اؤ یوه اوږده موده په کټ له رنځیدلو وروسته په ۱۹ دسمبر کال ۲۰۱۶م کې د پېښور په سردار ګړهۍ سیمه کې وفات اؤ همدغلته خاورو ته سپارل شوې ده