سنتول او قانون (سنتول يعنې د تناسلي الاتو پرې کول)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ځینو هغو قوانينو تاریخ تر لرغونو زمانو رسېږي، کوم چې سنتول محدودوی، ترتيبوي يا منع ګرځوي او په ډېرو هېوادونو او ټولنو کې نافذ شوي دي. اوسنيو هېوادونو کې، سنتول عموماً قانوني ګڼل شوي دي، خو د زيان رسولو يا د ماشوم د پالنې په اړوند قوانين په هغو پېښو کې نافذ شوي چې سنتول پکې منځ ته راغلي وي. د ماشومانو د نادرمليزو سنتولو په پېښو کې، د دې تګلارې په ګټه قوانينو ملاتړي عموماً د مور او پلار يا پر يو مذهب عمل کوونکو حقوقو ته اشاره کوي، په دې معنا چې د مذهب ازادۍ ته. هغه چې د دې تګلارې مخالف دي، له مذهب څخه د بدن د ازادۍ حقوقو يادونه کوي. د محکمو په ګڼو قضيو کې، قاضيانو د دې کار هغه ماهيت ته اشاره کړې، چې بېرته نه راګرځېدونکی دی، د هلک بدن ته د سخت زيان رسېدو، د خپل برخليک ټاکلو او د بدن د بشپړتيا يادونه يې کړې ده.[۱][۲][۳]

تاریخ[سمول]

یهوديت[سمول]

د سنتولو لپاره لرغوني شرايط شته. عبري بايبل يهوديانو ته لارښونه کوي چې خپل نارینه بچيان د ژوند په اتمه ورځ سنت کړي او همدا راز نارينه مريان سنت کړي.[۴]

د سنتولو منع کوونکي قوانين هم لرغونتيا لري. لرغونو يونانيانو د نارينه د تناسلي الې پوستکې ته ارزښت ورکړی او د يهوديانو د سنتولو دود يې خوښ نه دی بللی. په ۱ ميکابيز، ۱:۶۰-۶۱ (په عربي ژبه يو کتاب دی) کې راغلي چې د سوريې پاچا «انټيوکس څلورم»، څوک چې په ۱۷۰مخزېږديز کې د يهوديه نېواکګر ځواک و، سنتول يې غېر قانوني اعلان کړي او د مرګ سزا يې ورته ټاکلې وه، دا یو له هغو شکايتونو و چې د «ميکابين» بغاوت ته يې لاره هواره کړه. [۵][۶][۷]

د «هسټوريا اګوستا» (د رومي سترواکانو د ژوند ليک ټولګه ده) تر مخې، رومي سترواک «هاډرين» يو فرمان صادر کړی و چې تر مخې يې په دې سترواکۍ کې سنتول منع شوی و او يو شمېر اوسني پوهان دليل وړاندې کوي چې همدا چاره په ۱۳۲ز کال کې د يهوديانو د «بار کوکبا» د بغاوت يو ستر لامل و. خو رومي تاريخ پوه «کيسيس ډيو» د دا ډول کوم قانون يادونه نه ده کړې، د دې پر ځای، هغه د يروشلم د بيا ابادولو او په «Aelia Capitolina» (د يو ښار نوم دی) يې د نوم د بدلولو په اړه د «هيډرين» د پرېکړې په وړاندې د يهوديانو پر پاڅون ملامتيا اچولې، دا هغه هغه ښار چې مشتري ته وقف شوی و.[۸][۹]

«Antoninus Pius» (يو رومي سترواک و) يهوديانو ته اجازه ورکړه چې خپل زامن سنت کړي. خو هغه غېر يهودي نارينه سنتول منع کړل، څوک چې يا خو د يهوديانو هغه مريان و چې په بهر کې زېږېدلي وو، همدا راز د هغو غېر يهودي نارينه و سنتول يې هم منع کړل چې د يهودي کورونو غړي وو، ځکه چې دا له «جينيسس» ۱۷:۱۲ (د بايبل يو څپرکی) څخه سرغړونه وه. هغه همدا راز غېر يهودي نارينه د يهوديت دين له منلو څخه هم منع کړي وو. «Antoninus Pius» همدا راز مصري پادريان د سنتولو له نړيوال بنديز څخه مستثنا کړي وو. [۱۰]

په مسيحيت کې کليسايي شرعي قانون[سمول]

په لومړۍ عيسايي کليسا کې د يروشلم شورا اعلان کړی و چې سنتول د مسيحيانو لپاره اړين نه دی، د الاهياتو تړون تر ډېره بريده د تعميد عيسايي ديني دود ته د سنتولو د اسرائيلي چارې د پوره کولو په سترګه ګوري، دواړه د وقار د تړون د نښو او مهرونو په توګه بلل کېږي.[۱۱][۱۲][۱۳]

له تاريخي اړخه «لوتري» کليساګانو هم د خپلو غړو په منځ کې د سنتولو عمل نه دی تر سره کړی. [۱۴]

له بلې خوا، په ختيځ مسيحيت کې، قبطي ارتوډوکس کليسا او د ايتوپيا ارتوډوکس کليسا غوښتنه دا ده چې د دوی نارينه غړي به سنتيږي.[۱۵]

شوروي اتحاد[سمول]

له ګلاسنوټ (په شوروي اتحاد کې زیات پرانيستی حکومت او د معلوماتو خپراوي تګلارې) مخکې، د «جيويش پريس» د يوې ليکنې سره سم، په شوروي اتحاد کې د يهوديانو مذهبي سنتول منع و. خو د امريکا د یهودي الاهياتو په ښوونځي کې د يهودي تاریخفروفيسر «ډايويډ اي. فيش منن» ويلي، په داسې حال کې چې «هيډر» او «يشوا»، کوم چې د يهودي زده کړې غړي دي، « د کليسا او ښوونځي د جلا کولو د قانون پر بنسټ منع کړای شوي او د سختو پوليسي او اداري اقداماتو له ګواښ سره مخ شوي وو»، سنتول د قانون له مخې نه و منع شوي او نه يې د اجرائيوي اقاماتو پر بنسټ مخه نیول شوې وه. «جيهونشوا ای. جيلبوا» ليکلي په داسې حال کې چې سنتول په رسمي ډول يا په ضمني ډول نه و منع شوي، بيا هم داسې فشارونه وارد شوي وو چې دا چاره يې سختوله. په ځانګړي ډول «موهيلز» له دې امله اندېښمن و چې شونې ده چې د روغتيا اړوند کومې مسئولې منځ ته راتګ له کبله به دوی ته سزا ورکړل شي، ان که دا مسئله د سنت کېدو څخه وروسته هم منځ ته راځي.[۱۶][۱۷][۱۸]

البانيا[سمول]

په ۱۹۶۷ز کال کې په کمونسته البانيا کې په ټولو دينونو بنديز ولګېد، تر څنګ يې سنتول هم منع شول. د سنتولو عمل په پټه تر سره شو او ډېر هلکان په پټه سنت شول.[۱۹]

اوسني قوانين[سمول]

په هغه ځای کې چې د ماشوم د پالنې ضوابط په هغو قضيو عملي کېږې چې د سنتولو عمل هم پکې ښکېل وي، داسې ښکاري چې هېڅ داسې هېواد نه شته چې د نادرمليزو لاملونو پر بنسټ د هلکانو پر سنتولو په ناڅرګند ډول بنديز لګوي، خو په ځينو قوانينو کې د ا ډول سنتولو قانونيت د اختلافاتو ښکار دی.

اوسنی جدول په بېلا بېلو هېوادونو کې د ماشوم د نادرمليزو سنتولو په اړوند د قانوني محدوديتونو او شرايطو د پرتله کولو لپاره يوه غېر جامعه ټولکتنه وړاندې کوي. ځينې هېوادونه د مور او پلار او يو تن د موافقې شرط ږدي، د دوی له منځه ځينو يې (فنلينډ، انګلستان) د مور او پلار تر منځ د حقوقي شخړو له تجربو تېر شوي، په داسې حال کې چې يو به يې خپل زوی سنت کړی يا به يې د هغه د سنتولو نيت درلود، بې له دې چې د بل موافقه ولري. ځينې هېوادونه دا شرط ږدي چې دا عمل بايد د يو پوه ډاکټر له خوا تر سره، يا د هغه تر نظارت لاندې تر سره شي (په سويډن کې د پوه نرس اجازه هم ورکول شوې)، په داسې حال کې چې هلک يا سړي ته (سيمه ييزه/د بدن د ټاکي ځای نشه کول) نشه ورکړل شوې وي.[۲۰][۲۱][۲۲]

په هېوادونو کې د ناردمليزو موخو لپاره د ماشوم پر سنتولو حقوقي محدوديتونه او شرطونه


هېواد


د والدينو خوښه


نشه کول


پوه ډاکټر


مالي تاديه


يادونې


بلجيم


د ماليې ورکونکی[۲۳]


دروغتيا وزير د بيالوژيکي اخلاقياتو د سلاکارۍ کميټې وړانديز شوی بنديز رد کړ[۲۳]


ډنمارک


مور او پلار[۲۴]


فنلينډ


دواړه مور او پلار[۲۴]


مور او پلار[۲۴]


فرانسه


مور او پلار دواړه[۲۴]


مور او پلار[۲۴]


المان


مور او پلار[۲۴]


اسرائيل


په خپله تر سره کول يايې څارنه او نظارت کول[۲۵]


له شپږو مياشتو څخه کموخت کې، که داسې نه وي نو بيا به طبي دليل ته اړتيا وي[۲۶]


ايټاليه


مور او پلار[۲۷]

 

هالنډ


مور او پلار دواړه[۲۸]


مور او پلار[۲۷]

 

ناروی


لازمي دي[۲۹]


څارنه او نظارت يې کول[۳۰]


مور او پلار[۲۷]


مور اوپلار او مذهبي مشران بايد د عملياتو له خونې دباندې انتظار وکړي. د سنتولو دقانونيت لا هم اختلافات روان دي.[۳۱]


سعودي عربستان


په خپله يې تر سره کول[۳۲]


سويلي افريقا


په خپله يې تر سره کول[۳۳]


اسپانيه


مور او پلار[۲۷]


سويډن


لازمي دي[۳۴]


څارنه یې کول[۳۵]


مور او پلار[۲۷]


له ده مياشتو کم وختکې بايد تر سره شي، او بايت د يو جواز لرونکي ډاکټر له خوا تر سره شي.[۳۶]


انګلستان

مور او پلار دواړه[۳۷]


مور او پلار[۲۷]

د مطالعه شويو قضيوڅخه روښانه شوې چې يواځې۶.۲٪ مور اوپلار موافقه کړې وه. [۳۸]

استراليا[سمول]

د استراليا د ډاکټرانو شاهي کالج (RACP) موندلې چې په استراليا او نيوزيلينډ کې د ماشوم د عادي سنتولو اجازه نه ده ورکړل شوې، له دې امله چې په سنتولو کې بدني زخم واقع کېږي، ډاکټران بايد له مور او پلار سره دا موضوع شريکه کړي او بحث کړي او وروسته وخت ته د دې چارې د ځنډولو په اړه غور وکړي، تر هغه وخته چې هلک دومره عمر ته ورسېږي، چې خپله د ځان په اړه پرېکړه وکړي:

د اوسنيو شته شواهدو له بيا کتنې وروسته، RACP باور لري چې د هغو ناروغيو زياتوالی چې په سنتولو سره د بدلون وړ دي، د سنتولو له لارې وړاندې کېدنکي خونديتابه او د سنتولو پېچلتيا ته په کتنې سره، په استراليا او نيوزيلينډ کې د ماشومانو د عادي سنتولو ضمانت نه کوي. ... له دې امله چې په سنتولو کې بدني زيانونه شته، کوم چې د ماشوم ټولنيزو رواني ګټو يا د بحث وړ طبي ګټو لپاره زغمل کېږی، ... تر وروسته هغه وخت پورې د سنتولو چاره ځنډول، تر کومه چې هلک دومره ستر شي چې د خپل ځان په اړه پرېکړه وکړي، دا موضوع بايد له مور او پلار سره شريکه او په اړه يې پرېکړه وشي. ـــــــ د ډاکټرانو لپاره د استراليا شاهي پوهنځی[۳۹]

په ۱۹۹۳ز کال کې، د «کوينزلينډ» قانون اصلاحي کميسيون (د نارينه ماشوم سنتول) يوه غېزلازمي څېړنه دې پايلې ته رسېدلې وه چې «د کوينزلينډ د جزايي قانون يو چاته د زیان رسولو د مادو (هغه مادې چې بل ته د زیان رسولو يا بريد په اړوند جزاوې تشريح کوي) د سخت تفسير په چوکاټ کې، د نارينه ماشوم عادي سنتول، شونې ده چې يو جرمي عمل وبلل شي» او په راتلونکي وخت کې به هغه ډاکټر چې نارینه ماشوم یې سنت کړی د همدې ماشوم له خوا د مدني دعواوو لپاره مسئول وي. په کوينزلينډ کې هېڅ راز قضايي دعواوې نه دي شوي او د سنتولو چارې دوام لري.[۴۰]

سرچينې[سمول]

  1. German court rules circumcision is 'bodily harm', BBC News Europe. Archived 1 September 2019 at the Wayback Machine. Retrieved 13 July 2012
  2. (په 27 June 2012 باندې). Jewish groups condemn court's definition of circumcision as grievous bodily harm.
  3. (په 19 January 2007 باندې). US judge rules 9-year-old need not get circumcised. Reuters.
  4. کينډۍ:Bibleverse
  5. Hodges, Frederick M. (2001). "The Ideal Prepuce in Ancient Greece and Rome: Male Genital Aesthetics and Their Relation to Lipodermos, Circumcision, Foreskin Restoration, and the Kynodesme". Bulletin of the History of Medicine. 75 (3): 375–405. doi:10.1353/bhm.2001.0119. PMID 11568485. S2CID 29580193. مؤرشف من الأصل في ۲۰ نومبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. 1 Maccabees, 1:60–61
  7. Miller, Geoffrey P. (Spring 2002). "Circumcision: Cultural-Legal Analysis". Virginia Journal of Social Policy & the Law. 9: 497–585. doi:10.2139/ssrn.201057. SSRN = 201057 201057. Ritual circumcision of boys is a durable tradition. Jews of ancient times refused to abandon the practice despite enormous pressure to do so. In 167 BCE the Seleucid emperor Antiochus IV, as part of a campaign to Hellenise the Jews, condemned to death every Hebrew who allowed a son to be circumcised. The Jews responded with the Maccabean revolt, a campaign of guerrilla warfare which resulted in major victories for the rebels and, eventually, a peace treaty which restored Jewish ritual prerogatives. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The Ideal Prepuce in Ancient Greece and Rome". www.cirp.org. مؤرشف من الأصل في ۲۰ نومبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۰۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. See, e.g., Alfredo M. Rabello, The Ban on Circumcision as a Cause of Bar Kokhba's Rebellion, 29 ISRAEL L. REV. 176 (1995) (Arguing that the Bar Kokhba rebellion against Roman rule was primarily motivated by the superimposition of foreign religious standards, rather than by some important notion of independence or sovereignty).
  10. Kraus, Matthew (29 March 2004). "Review of: Jews and Gentiles in the Holy Land in the Days of the Second Temple, the Mishna and the Talmud". Bryn Mawr Classical Review. مؤرشف من الأصل في ۱۲ اپرېل ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Wilson, Marvin R. (1989). Our Father Abraham: Jewish Roots of the Christian Faith (په انګلیسي ژبه کي). Wm. B. Eerdmans Publishing. د کتاب پاڼې 48. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8028-0423-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Clark, R. Scott (17 September 2012). "Baptism and Circumcision According to Colossians 2:11–12" (په انګلیسي ژبه کي). The Heidelblog. مؤرشف من الأصل في ۰۱ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Crowther, Jonathan (1815). A Portraiture of Methodism (په انګلیسي ژبه کي). د کتاب پاڼې 224. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Sicard, Sigvard von (1970). The Lutheran Church on the Coast of Tanzania 1887-1914: With Special Reference to the Evangelical Lutheran Church in Tanzania, Synod of Uzaramo-Uluguru (په انګلیسي ژبه کي). Gleerup. د کتاب پاڼې 157. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Al-Salem, Ahmed H. (5 November 2016). An Illustrated Guide to Pediatric Urology (په انګلیسي ژبه کي). Springer. د کتاب پاڼې 481. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-44182-5. مؤرشف من الأصل في ۲۲ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Barbara Oka, "Soviet Jews Of All Ages Seek Circumcision" Archived 24 June 2018 at the Wayback Machine., The Jewish Press, 14 March 1991.
  17. "There was no official prohibition of circumcision and, on the whole, even the propaganda attacks on it were relatively restrained, apparently out of consideration for the presence of many millions of Moslems [...] in the Soviet Union. But at the same time numerous pressures were exerted to make observance of this precept [i.e., circumcision] difficult. Needless to say, Jewish members of the Communist Party were in an embarrassing situation when they personally faced the question whether to circumcise their sons [...] And the uncertainty weighed heaviest on the mohalim themselves [...] Any health problem developing in the baby some time after circumcision could serve to incriminate the mohel. It is easy to imagine, for example, the impact of news items on the death of children because of [...] circumcision (and the punishments imposed on mohalim), even if there were no explicit legal bans on circumcision." Jehoshua A. Gilboa, A Language Silenced: The Suppression of Hebrew Literature and Culture in the Soviet Union (London: Associated University Press, 1982), pp. 34–35.
  18. David E. Fishman, "Judaism in the USSR, 1917–1930: The Fate of Religious Education", in: Yaacov Ro'i, ed., Jews and Jewish Life in Russia and the Soviet Union (Cummings Center Series; London: Cass, 1995), 251–262; pp. 251–252.
  19. Vickers, Miranda; Pettifer, James (1997). Albania: From Anarchy to a Balkan Identity (په انګلیسي ژبه کي). Hurst. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781850652908. مؤرشف من الأصل في ۲۲ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Denniston, George C.; Hodges, Frederick Mansfield; Milos, Marilyn Fayre (2008). Circumcision and Human Rights. Springer Science+Business Media. د کتاب پاڼي 234–235. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781402091674. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 18 April 2016 باندې). Muslim father loses circumcision court battle over sons. BBC News.
  22. (په 22 June 2017 باندې). Three arrested over boy's circumcision in Nottingham. BBC News.
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Eveline Vergauwen (په 21 September 2017 باندې). De Block blijft besnijdenis terugbetalen. De Standaard.
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ ۲۴٫۲ ۲۴٫۳ ۲۴٫۴ ۲۴٫۵ Denniston, George C.; Hodges, Frederick Mansfield; Milos, Marilyn Fayre (2008). Circumcision and Human Rights. Springer Science+Business Media. د کتاب پاڼي 234–235. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781402091674. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Helen Weiss; et al. (April 2010). "Neonatal and child male circumcision: a global review" (PDF). UNAIDS. World Health Organization. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:ISBN.
  26. Helen Weiss; et al. (April 2010). "Neonatal and child male circumcision: a global review" (PDF). UNAIDS. World Health Organization. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:ISBN.
  27. ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ ۲۷٫۲ ۲۷٫۳ ۲۷٫۴ ۲۷٫۵ Denniston, George C.; Hodges, Frederick Mansfield; Milos, Marilyn Fayre (2008). Circumcision and Human Rights. Springer Science+Business Media. د کتاب پاڼي 234–235. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781402091674. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Strafrecht overig". Uitspraken.nl (په ولندیزی ژبه کي). 5 July 2011. مؤرشف من الأصل في ۲۲ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 10 March 2015 باندې). Norway hospital does first ritual circumcision. The Local.
  30. (په 10 March 2015 باندې). Norway hospital does first ritual circumcision. The Local.
  31. (په 10 March 2015 باندې). Norway hospital does first ritual circumcision. The Local.
  32. Helen Weiss; et al. (April 2010). "Neonatal and child male circumcision: a global review" (PDF). UNAIDS. World Health Organization. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:ISBN.
  33. Helen Weiss; et al. (April 2010). "Neonatal and child male circumcision: a global review" (PDF). UNAIDS. World Health Organization. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:ISBN.
  34. (په 10 March 2015 باندې). Norway hospital does first ritual circumcision. The Local.
  35. Denniston, George C.; Hodges, Frederick Mansfield; Milos, Marilyn Fayre (2008). Circumcision and Human Rights. Springer Science+Business Media. د کتاب پاڼي 234–235. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781402091674. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Denniston, George C.; Hodges, Frederick Mansfield; Milos, Marilyn Fayre (2008). Circumcision and Human Rights. Springer Science+Business Media. د کتاب پاڼي 234–235. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781402091674. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Helen Weiss; et al. (April 2010). "Neonatal and child male circumcision: a global review" (PDF). UNAIDS. World Health Organization. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:ISBN.
  38. Helen Weiss; et al. (April 2010). "Neonatal and child male circumcision: a global review" (PDF). UNAIDS. World Health Organization. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:ISBN.
  39. Circumcision of infant males. Sydney, Australia: Royal Australasian College of Physicians. 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "QLRC: Circumcision of Male Infants". www.cirp.org. مؤرشف من الأصل في ۲۳ اگسټ ۲۰۰۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۰۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)