سمون راډیو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سمون راډیو سمون راډيو په هلمند ولایت کې له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ۱۳۸۵ کال کې د محمد سليم زمريال له لوري رامنځته شوې او د اتيا کيلومتره پوښښ په درلودلو سره ۱۳ ساعته خپرونې لري. دا راډيو د جوړونکي په شخصي لګښت او اعلانونو تمويلېږي، چې ۱۵ تنه کارمندان لري.