سمونتيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سمونتيا يا ريفورم د اصلاح معنا لري. هغه اقدامات په ريفورم كې حسابيږي چې د يوې ټولنې د سياسي، اقتصادي او اجتماعي ژوند د ښه كولو له پاره په كار اچول كېږي. د ريفورم په وسيله د ټولنې سياسي، اقتصادي او اجتماعي حالات له بيخه تغير نه خوري، بلكې د مسلط سياسي، اقتصادي او اجتماعي نظام په چاپيريال كې صورت نيسي او ورو ورو د زيارايستونكو د ژوند سطحه لوړيږي. ريفورمونه د اجتماعي او اقتصادي ژوند په بيلو بيلو برخو كې سرته رسيږي لكه: اداري ريفورم، د ځمكو ريفورم، د تجارت ريفورم ،تعلیمی ریفورم او داسې نور.