سمندري ککړتیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سمندري ککړتیا هغه وخت رامنځته کېږي چې کله د انسانانو له‌خوا کارېدونکي یا خپرېدونکي مواد لکه صنعتي، کرنیز او استوګنیز کثافات، ذرات، غږونه، اضافي کاربن ډای اکسایډ یا بریدګر ژوندي موجودات سمندر ته د ننه شي او هلته زیانمنوونکې اغېزې رامنځته کړي. ډېری دغه کثافات (۸۰ سلنه) له ځمکنیو فعالیتونو څخه سرچینه اخلي، که څه هم سمندري لېږد رالېږد هم لویه ونډه په کې لري. دا چې ډېری توکي له ځمکې څخه د سیندونو، فاضلابو یا اتوموسفیر له لارې سمندرونو ته راځي، دا په دې معنا دي چې د سمندر څنډې د ککړتیا په مقابل کې ډېرې زیان‌منونکې دي. د هوا ککړتیا هم سمندر ته د اوسپنې، کاربونیک اسید، نایتروجن، سیلیکان، سلفر، افت وژونکو یا دوړو ګردونو د ذراتو په ننوتلو کې ونډه اخیستونکی عامل دی. ککړتیا ډېری کله له غیر نقطه‌يي سرچینو لکه د کرنیزو اوبو د جریانونو، باد او دوړو له پاتې شونو څخه رامنځته کېږي. دا غیر نقطه‌يي سرچینې په لویه کچه د اوبو د هغو جریانونو له امله دي چې د سیندونو له لارې سمندر ته داخلېږي، خو د باد له امله را پیدا شوي پاتې شوني او دوړې هم په کې رول لرلی شي، ځکه دا ککړوونکي د اوبو په لارو او سمندرونو کې رسوب کوي. د ککړتیا په مسیرونو کې مستقیمه تخلیه، د ځمکې پر سر د اوبو جریانونه، د بېړیو له امله را پیدا شوې ککړتیا، اتوموسفیري ککړتیا او په احتمالي ډول د سمندر په ژورو کې کان ایستنې شاملې دي.[۱][۲][۳]

د سمندري ککړتیا ډولونه بېلابېلې ډلبندۍ لري چې سمندري پاتې شوني، د مایکروپلاستیکونو په ګډون پلاستیکي ککړتیا، د سمندرونو تېزابي کېدل، د مغذي مواد ککړتیا، تر اوبو لاندې زهري مواد او غږونه په کې شاملېږي. پلاستیکي ککړتیا د پلاستیک له امله را پیدا شوې یو ډول سمندري ککړتیا ده چې اندازې یې له لویو اصلي موادو لکه بوتلونو او کڅوړو څخه نیولې تر هغو مایکروپلاستیکونو پورې بېلابېلې دي چې د پلاستیکي موادو له ټوټه ټوټه کېدو څخه رامنځته کېږي. سمندري پاتې شوني معمولاً د انسانانو له‌خوا هغه لرې کړل شوي کثافات دي چې د سمندرونو پر سرونو ګرځي یا معلق دي. پلاستیکي ککړتیا سمندري ژوند زیانمنوي.

بله اندېښنه له متمرکزو کروندو څخه سیندونو او بالاخره سمندرونو ته د مغذي موادو (نایتروجن او فاسفورس) او ناتصفیه یا نیمه تصفیه شویو فاضلابو جریان دی. نایتروجن او فاسفورس (چې په کیمیاوي سرو کې هم شته) د فایتوپلانکټون او لویو اوبړیو وده تحریکوي چې د مضرو اوبړیو د غوزو (د زیاتېدو یا ګڼېدو) لامل کېږي چې ښايي انسان او سمندري موجوداتو ته زیان ورسوي. د اوبړیو ډېره وده ښايي د حساسو مرجاني ډبرو وده ټکنۍ کړي، د ژوند بېلابېلوالی له منځه یوسي د مرجانونو روغتیا زیانمنه کړي. دویمه لویه اندېښنه دا ده چې د اوبړیو د غوزو ویجاړېدل ښايي په ساحلي اوبو کې د اکسیجن د مصرفولو لامل شي او دا داسې وضعیت دی چې ښايي د اقلیم په بدلون سره لا ډېر خراب شي، ځکه چې د هوا تودوخه د اوبو په عمودي ستون کې د اختلاط د کمېدو لامل کېږي.[۴]

ډېری زهرجن کیمیاوي مواد په کوچنیو ذراتو پورې نښلي او وروسته یې بیا پلانکټون او د سمندر د تل نور حیوانات جذبوي چې ډېری یې رسوبي تغذیه کوونکي یا هم فېلټر تغذیه کوونکي دي [فېلټر تغذیه کوونکي یو ډول حیوانات دي چې خپل خواړه له اوبو څخه د فېلټر کولو په طریقه ترلاسه کوي]. په دې توګه زهرجن مواد پورته خوا ته د سمندر په غذايي ځنځيرونو کې متمرکز کېږي. کله چې افت وژونکي په سمندري ایکوسیستمونو کې ځای پر ځای کېږي، په چټکۍ سره په سمندري غذايي شبکو کې جذبېږي. دا افت وژونکي چې کله غذايي شبکو ته د ننه کېږي، جنیتکي بدلونونه او ناروغۍ رامنځته کوي چې ښايي انسان او ټولې غذايي شبکې ته زیان ورسوي. زهرجن فلزات هم ښايي سمندري غذايي شبکې ته د ننه شي. دغه چاره د نسج د مادې د بدلون، بایو کیمیا، چلند، تکثیر او په سمندري ژوند کې د ودې مخه نیولی شي. د حیواناتو ډېری خواړه هایدرولیز کوونکې مواد لري. له همدې امله سمندري زهري مواد ښايي د وچې حیواناتو ته ولېږدول شي او وروسته په غوښو او لبنیاتو کې را څرګند شي.

د ککړتیا مسیرونه[سمول]

سمندري ایکوسیستمونو ته د ککړتیا ننوتلو د طبقه‌بندۍ او کتنې لپاره ډېرې لارې موجودې دي. سمندر ته ککړتیا له درېیو اصلي لارو ننوځي: سمندرونو ته د کثافاتو مستقیمه تخلیه، د باران له امله اوبو ته ورغلي جریانونه او هغه ککړتیاوې چې له اتوموسفیر څخه خپرېږي.[۵]

سمندرونو ته د ککړتیاوو د ننوتو یوه معموله لاره سیندونه دي. له سمندرونو څخه د اوبو بړاس د ورښت تر کچې ډېر دی. پر لویو وچو دغه انډول باران برابر کړی دی چې سیندونو ته ننوځي او بیا بېرته سمندرونو ته ګرځي. په نیویارک ایالت کې هاډسون سیند او په نیوجرسي ایالت کې راریټان سیند چې دواړه د ایسلنډ ایالت په شمالي او سوېلي برخو کې تویېږي، په لوی سمندر کې د سرپو د ککړتیا او ژیوپلانکتون سرچینه ده. د ژپوپلانکتونونو د فېلټري تغذیې تر ټولو ډېر غلظت د دغو سیندونو په خولو کې نه دی، بلکې اتلانیتک ښار ته نږدې د سوېل په ۷۰ مایلۍ (۱۱۰ کیلومترۍ) کې دی، ځکه اوبه ساحل ته نږدې جریان لري. څو ورځې وخت نیسي تر څو پلانکتون زهر جذب کړي.[۶]

ککړتیا تر ډېره د ککړتیا د نقطه‌يي یا غیر نقطه‌يي سرچینو په توګه ډلبندي کېږي. د نقطه‌یي ککړتیا سرچینه هغه ده چې یوه واحده، مشخصه او محلي سرچینه ورته موجوده وي چې سمندر ته د فاضلابو او صنعتي ضایعاتو مستقیمه تخلیه یې د بېلګې په توګه یادولی شو. دې ته ورته ککړتیاوې په مخ پر وده هېوادونو کې موجودې دي. د ککړتیا غیر نقطه‌يي سرچینه هغه ده چې ککړتیا له نامعلومې او پاشل شوې سرچینې څخه وي. د دغو مواردو تنظیم ښايي ستونزمن وي. له کرنیزو ځمکو څخه د اوبو جریان او د باد له امله رامنځته کېدونکي پاتې شوني یې ښکاره بېلګې دي.

تاریخچه[سمول]

که څه هم سمندري ککړتیا اوږده تاریخچه لري، خو تر شلمې پېړۍ پورې له دغې ککړتیا سره د مبارزې لپاره چندان نړیوال قوانین نه وو وضع شوي. سمندري ککړتیا د سمندرونو د قانون په اړه د ملګرو ملتونو په هغو کنوانسیونونو کې یوه اندېښنه وبلل شوه چې په ۱۹۵۰مه لسیزه کې پيل شوي وو. ډېری ساینس پوهان پر دې باور وو چې سمندرونه دومره پراخ دي چې د دې ککړتیا د غلظت کمولو نامحدوده وړتیا لري او په دې توګه د ککړتیا د زیان کچه راټیټوي.

د ۱۹۵۰مې لسیزې په وروستیو او د ۱۹۶۰مې لسیزې په لومړیو کې د متحدو ایالتونو په سواحلو کې د هغو راډیو اکټیو ضایعاتو د تخلیې په اړه ګڼ اختلافات راپورته شول. دغه ضایعات د متحدو ایالتونو په ساحلونو کې هغو شرکتونو دلته تخلیه کول چې د اتومي انرژۍ د کمیسیون جوازونه یې لرل او په مدیترانه سمندر کې هغو شرکتونو تخلیه کول چې د فرانسې د بدیلو انرژيو او اتومي انرژۍ د کمیسیون جوازونه یې لرل. د مدیترانې سمندر تر شخړې وروسته «ژاک کوسټو» د سمندري ککړتیا د درېدو په کمپاین کې پر یوه نړیواله څېره بدل شو. په ۱۹۶۷ کال کې د توري کانیون نفت وړونکې بېړۍ له ډوبېدو او په ۱۹۶۹ کال کې د کلیفورنیا په سواحلو کې د سانتا باربارا د تېلو له تویېدو وروسته سمندري ککړتیا لا ډېره پر نړیوالو سرلیکونو بدله شوه.

سمندري ککړتیا په ۱۹۷۲ کال کې په سټاکهلم کې د بشري چاپېریال په اړه د ملګرو ملتونو په کنفرانس کې د بحث له اصلي برخو څخه وه. په هماغه کال د کثافاتو او نورو موادو د تخلیه کولو له لارې د سمندري ککړتیا د مخنیوي کنوانسیون هم لاسلیک شو چې کله ناکله د لندن د کنوانسیون په نامه هم پېژندل کېږي. د لندن کنوانسیون سمندري ککړتیا منعه نه کړه، بلکې د تورو او خړو موادو لېست یې وټاکه. مثلاً سیانایډ او د لوړې کچې راډيو اکټیو ضایعات یې په تور لېست کې راوستل. د لندن کنوانسیون یوازې له بېړیو څخه د اضافي موادو پر تخلیې پلی کېږي او په دې توګه یې له پایپ لاینونو څخه د مایعاتو په توګه د تخلیه شویو اضافي موادو د تنظیم لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.[۷]

ټولنه او کلتور[سمول]

قوانین او پالیسۍ[سمول]

د سمندرونو د ککړتیا لپاره بېلابېلې لارې موجودې دي، له همدې امله د تاریخ په اوږدو کې بېلابېل قوانین، پالیسۍ او هوکړه‌لیکونه وضع شوي دي. له ککړتیا څخه د سمندرونو د ساتنې په موخه په نړیواله کچه پالیسۍ جوړې شوې دي.

  • په ۱۹۴۸ کال کې «هري ټرومن» هغه قانون لاسلیک کړ چې تر دې وړاندې د اوبو د ککړتیا د کنترول فدرال قانون بلل کېده او فدرال دولت کولی شوای چې په متحدو ایالتونو کې سمندري ککړتیا کنترول کړي.[۸]
  • په ۱۹۷۲ کال کې د سمندر ساتنې، څېړنې او اوب‌لاندې پټنځایونو په اړه د چاپېریالي کیفیت شورا د ۱۹۷۲ کال قانون تصویب کړ، دا شورا په سمندرونو کې تخلیې کنترولوي.[۹]
  • د تېلو له امله د سمندري ککړتیا د مخنیوي لپاره د ۱۹۵۴ کال کنوانسیون او د بېړیو له امله د ککړتیا د مخنیوي لپاره د ۱۹۷۳ کال نړیوال کنوانسیون د بیرغ لرونکو هېوادونو [چې بېړۍ یې د هغه هېواد تابعیت لري یا د هغو تر قوانیو لاندې وي] له‌خوا د قوانینو د نه رعایتولو له امله په کمزوري ډول پلی شوی دی.[۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Charles Sheppard, المحرر (2019). World seas : an Environmental Evaluation. III, Ecological Issues and Environmental Impacts (الطبعة Second). London. OCLC 1052566532. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0128052044. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Duce, Robert, Galloway, J. and Liss, P. (2009). "The Impacts of Atmospheric Deposition to the Ocean on Marine Ecosystems and Climate WMO Bulletin Vol 58 (1)". د اصلي آرشيف څخه پر December 7, 2022 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 22, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. US Department of Commerce, National Oceanic and Atmospheric Administration. "What is the biggest source of pollution in the ocean?". oceanservice.noaa.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Breitburg, Denise; Levin, Lisa A.; Oschlies, Andreas; Grégoire, Marilaure; Chavez, Francisco P.; Conley, Daniel J.; Garçon, Véronique; Gilbert, Denis; Gutiérrez, Dimitri; Isensee, Kirsten; Jacinto, Gil S. (2018-01-05). "Declining oxygen in the global ocean and coastal waters". Science (په انګلیسي ژبه کي). 359 (6371): eaam7240. Bibcode:2018Sci...359M7240B. doi:10.1126/science.aam7240. ISSN 0036-8075. PMID 29301986. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Patin, S.A. "Anthropogenic impact in the sea and marine pollution". offshore-environment.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Gerlach, S. A. (1975) Marine Pollution, Springer, Berlin
  7. Hamblin, Jacob Darwin (2008). Poison in the Well: Radioactive Waste in the Oceans at the Dawn of the Nuclear Age. Rutgers University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0813542201. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Davies, J. Clarence; Mazurek, Jan (2014). Pollution Control in United States: Evaluating the System. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1135891664. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  9. Lang, Gregory E. (1990). "Plastics, the Marine Menace: Causes and Cures". Journal of Land Use & Environmental Law. 5 (2): 729–752. JSTOR 42842563. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Rand, Gary M.; Carriger, John F. (2001-01-01). "U.S. environmental law statutes in coastal zone protection". Environmental Toxicology and Chemistry. 20 (1): 115–121. doi:10.1002/etc.5620200111. ISSN 0730-7268. PMID 11351397. S2CID 40130385. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)