سلواډور النده

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سلواډور ګېلرمو النده ګوسنز (په امریکايي: /ɑːˈjɛndeɪ, -di/,، په بریتانوي: /æˈ-, aɪˈɛn-/ د لاتینې امریکا په اسپانیوي: [salβaˈðoɾ ɣiˈʝeɾmo aˈʝende ˈɣosens]؛ زوکړه د ۱۹۰۸ کال د جون ۲۶مه – مړینه د ۱۹۷۳ کال د سېپټمبر ۱۱مه) یو سوسیالیست سیاستوال و چې له ۱۹۷۰ کال څخه يې په ۱۹۷۳ کال کې د خپلې مړینې تر مهاله د چیلي د ۲۸م ولسمشر په توګه خدمت وکړ. د یو ژمن دیموکراتیک سوسیالیست په توګه هغه د لومړني مارکیسیست په توګه یاد شوی چې په لاتینه امریکا کې په یوه لیبراله دیموکراسۍ کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو.  [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د چيلي په سیاست کې د النده مشارکت نږدې یوه څلوېښت کلنه دوره ده چې په ترڅ کې یې د سناتور، د مرستیال او د کابینې وزیر په ګډون بېلابیل منصبونه پر مخ وړي. هغه د ټول عمر لپاره د چیلي د سوسیالیست ګوند د یو ژمن غړي په توګه په فعال ډول د هغه په بنسټ کې مشارکت درلود، د ۱۹۵۲، ۱۹۵۸ او ۱۹۶۴ کلونو د ولسمشرۍ په ملي ټاکنو کې نابریالی نوماند شو. هغه په ۱۹۷۰ کال کې د عامه اتحاد ائتلاف د نوماند په توګه په نږدې یوه درې اړخیزه سیالۍ کې ولسمشري وګټله. هغه په دویمه دوره کې د کانګرېس له‌خوا وټاکل شو ځکه هېڅ نوماند هم اکثریت رایې نه وې ترلاسه کړې. النده په ولسمشرۍ ماڼۍ کې هغه پالیسي وڅارله چې «سوسیالیزم ته یې د چیلي لار» ونوموله. ائتلافي حکومت د رایو له اتفاق څخه لرې و. النده وویل چې هغه دیموکراسۍ ته ژمن دی او د سوسیالیست ګوند د منځلارې جناح استازولي کوي، حال دا چې سخت‌دريځه جناح د سرمایه دارۍ خلاف د یوې ډېرې سخت‌دريځې لارې په لټه کې ده. په بدل کې یې د چیلي کمونیست ګوند چې له مسیحي دیموکراتانو سره د همکارۍ په لټه کې و له ورو ورو او محتاطانه چلند څخه ملاتړ وکړ، دا د ايټالیا د کمونیست ګوند او تاریخي جوړ جاړي لپاره اغېزمن ثابت شو.  [۱۲][۱۳]

النده د ولسمشر په توګه د لویو صنعتونو د ملي کولو، د ښوونې د پراختیا او د کاریګرې طبقې د ژوند د سټندردونو د ودې په لټه کې و. هغه له ښي اړخي ګوندونو سره چې کانګرېس او قضایه قوه یې کنترولوله ښکېل شو. د ۱۹۷۳ کال د سېپټمبر په ۱۱مه پوځ د CIA (د مرکزي استخباراتو سازمان) په ملاتړ چې په لومړیو کې یې دا تورونه رد کړل د یوې کودتا په ترڅ کې د النده د ګوښه کولو لپاره حرکت وکړ. CIA  په ۲۰۰۰ کال کې په ۱۹۷۰ کال کې د یو لوړپوړي جنرال په برامته کولو کې چې د النده له تحلیف/لوړې څخه د مخنیوي په موخه یې له پوځ څخه د کاراخیستنې خبره نه وه منلې، خپل رول ومانه. د ۲۰۲۳ کال محرمو اسنادو دا وښودله چې د متحده ایالاتو ولسمشر ریچارډ نیکسون، د هغه د ملي امنیت سلاکار هنري کیسینجر او د متحده ایالاتو دولت چې النده یې یو خطرناک کمونیست معرفي کړی و د ۱۹۷۳ کال له کودتا او د النده د منتخب دیموکراتیک دولت د نسکورولو لپاره د یادې کودتا له پلانونو څخه خبر وو. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په داسې حال کې چې سرتېرو د لاموندا ماڼۍ محاصره کړه، النده خپله وروستۍ وینا وکړه او ژمنه یې وکړه چې استعفا به نه ورکوي. النده وروسته په هم‌هغه ورځ په‌خپل دفتر کې د ځان وژنې له امله ومړ؛ د هغه د مړینې په اصلي شرایطو لاهم بحث روان دی. د النده تر مړینې وروسته جنرال اګوستو پينوشه ملکي حکومت ته د چیلي له راګرځولو څخه ډډه وکړه او چيلي وروسته د پوځي حکومت په‌واسطه اداره شوه چې له څلورو لسیزو څخه ډېر دوام لرونکي دیموکراتیک حکومت ته یې له دمې پرته د پای ټکی کېښود، دا هغه دوره ده چې د جمهوري ریاست (۱۹۲۵-۱۹۷۳) په نوم پېژندل کېږي. د پینوشه پوځي دیکتاتوري یواځې وروسته له هغې پای ته ورسېده چې د ۱۹۸۹ کال د اساسي قانون بریالۍ ټول‌پوښتنې نړیوال ملاتړ ترلاسه کړ چې دیموکراسۍ ته د چیلي د سوله‌ییز لېږد لامل شوه. پوځي حکومت چې د چارو واګې ترلاسه کړې کانګرېس یې منحل کړ، د ۱۹۲۵ کال اساسي قانون یې ځنډنی کړ او د ادعايي مخالفانو د ځورونې په موخه یې یوه برنامه پیل کړه چې لږ تر لږه ۳۰۹۵ ملکیان په کې ورک یا ووژل شول. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

النده د ۱۹۰۸ کال د جون په ۲۶مه په سانتیاګو کې نړی ته راغی. هغه د سلواډور النده کاسټرو او لورا ګوسنس اوریبه زوی و. د النده کورنۍ یوه مخ پر ودې د منځنۍ کچې چیلي کورنۍ وه چې د سیاسي ښکېلتیا اوږدمهاله دود او پرمختللي لېبرال اهداف یې لرل. د هغه نیکه یو مخکښ ډاکتر او ټولنیز اصلاح غوښتونکی و چې په چیلي کې یې لومړني سیکولار ښوونځي تاسیس کړل. سلوادور النده له باسکي او بلژیکي نژاد څخه و. په ۱۹۰۹ کال کې یې خپلې کورنۍ سره د تاکنا (چې هغه مهال د چیلي په واک کې و) ښار ته کډه وکړه او تر ۱۹۱۶ کال پورې یې هلته ژوند وکړ، ځکه په هغه کال کې یې په ایکویکو ښار کې خپل کلي ته کډه وکړه. په ۱۹۱۸ کال کې یې د سانتیاګو په ملي موسسه کې زده‌کړې وکړې او له ۱۹۱۹ تر ۱۹۲۱ کال پورې یې په Liceo de Valdivia کې زده‌کړې وکړې. په ۱۹۲۲ کال کې یې په ۱۶ کلنۍ کې د ډي لا بارا د اېډوارډو ښوونځي ته لار وموندله او تر ۱۹۲۴ کال پورې یې هلته زده‌کړې وکړې. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

په نوې ځوانۍ کې یې اصلي سیاسي فکري نفوذ له یو ايټالیوي الاصله انارشیت بوټ-جوړوونکي ډی مارکي څخه اخیستی و؛ هغه په ۱۹۲۵ کال کې د تاکنا ښار کیورېسر په لوا کې په پوځي خدمت کې برخه واخیسته. النده په ځوانۍ کې یو بااستعداده ورزشکار او د ایورټون ډي وینیا ډل مار ورزشي کلپ (چې نوم یې په همدې نوم له یو نوم‌وتي انګلیسي فوټبال کلپ څخه اخیستل شوی) غړی و. په ۱۹۲۶ کال کې يې په ۱۸ کلنۍ کې په سانتیاګو کې د چیلي په پوهنتون کې د طب په څانګه کې زده‌کړې پیل کړې او په ۱۹۲۷ کال کې د زده‌کړیالانو د مرکز رئیس وټاکل شو. په ۱۹۲۸ کال کې یې د چیلي لوی لوژ (د یو ماسوني بنسټ نوم، ژباړن) ته لار ومونده او په ۱۹۲۸ کال د چيلي پوهنتون د زده‌کړیالانو د فېدراسیون (FECH) مرستیال رئیس وټاکل شو. په ۱۹۳۰ کال کې د طب پوهنځۍ د زده‌کړیالانو استازی شو.  [۳۵][۳۶][۳۷]

النده د طب په څانګه کې د خپلو زده‌کړو په بهیر کې له الماني رنځپوه/پتالوژست پروفیسور ماکس وسټنهوفر څخه چې د ناروغیو پر ټولنیزو لاملونو او ټولنیز طبابت یې ټینګار کاوه اغېزمن شو. په ۱۹۳۱ کال کې شمال ته ارجاع او له پوهنتون څخه اخراج شو. که څه هم هغه د خپل پوهنتون شپږم کال له سره پیل کړ او په ۲۳ کلنۍ کې فارغ شو. هغه په ۱۹۳۲ کال کې په‌خپل مسلک کې د یو ډاکتر او اناتومو-پتولوژست په توګه د وان بورن روغتون په سړه خونه کې خپل کار پيل کړ. هغه د والپاراسو د ډاکترانو د ټولنې مشر او په والپارایسو ښار کې لومړنی سیمه‌ییز منشي شو. په ۱۹۳۵ کال کې په ۲۷ کلنۍ کې د دویم ځل لپاره د کلډار ښار ته ارجاع شو او په ۱۹۳۶ کال کې د والپارایسو په عامه جبهه کې بندي شو. هغه په ۱۹۳۷ کال کې د والپارایسو او اکونکاګوا د مرستیال په توګه وټاکل شو او په ۱۹۳۸ کال کې یې د چیلي د سوسیالیست ګوند د عمومي منشي په توګه خدمت وکړ. [۳۸][۳۹][۴۰]

النډ په ۱۹۳۳ کې کال کې د مارمډوک ګروو او نورو په همکارۍ په والپارایسو کې د چیلي د سوسیالیست ګوند یوه څانګه تاسیس کړه او خپله یې رئیس شو. هغه له هورټنسیا بوسي سره واده وکړ چې له هغې څخه یې درې لوڼې پيدا شوې. هغه یو فراماسون و یعنې په والپارایسو کې د څلورمې شمېرې د پروګرېسو لوژ د یوې پټې ټولنیزې ډلې غړی و. په ۱۹۳۳ کال کې یې د Higiene Mental y Delincuencia (جرمونه او رواني حفظ الصحې) په نوم د خپلې دوکتورا تېزس بشپړ کړ چې په هغه کې د سیزار لومبروزو پر وړاندیزونو نیوکه وکړه.   [۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينې[سمول]

  1. "Allende". Collins English Dictionary. HarperCollins. مؤرشف من الأصل في ۲۷ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Cite Merriam-Webster
  3. "Allende, Isabel". Longman Dictionary of Contemporary English. Longman. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Patsouras, Louis (2005). Marx in Context. iUniverse. د کتاب پاڼې 265. In Chile, where a large socialist movement was in place for decades, a socialist, Salvadore Allende, led a popular front electoral coalition, including Communists, to victory in 1970. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Medina, Eden (2014). Cybernetic Revolutionaries: Technology and Politics in Allende's Chile. MIT Press. د کتاب پاڼې 39. ... in Allende's socialism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 8 September 2003 باندې). Profile of Salvador Allende. BBC
  7. Cohen, Youssef (1994). Radicals, Reformers, and Reactionaries: The Prisoner's Dilemma and the Collapse of Democracy in Latin America. Chicago, Illinois: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 98118. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-2261-1271-8. د لاسرسي‌نېټه August 30, 2023 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Busky, Donald F. (2000). Democratic Socialism: A Global Survey. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼي 195196. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-275-96886-1. د لاسرسي‌نېټه August 30, 2023 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Chile: The Bloody End of a Marxist Dream". Time. September 24, 1973. ISSN 0040-781X. د لاسرسي‌نېټه August 30, 2023. Allende's downfall had implications that reached far beyond the borders of Chile. His had been the first democratically elected Marxist government in Latin America. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Mabry, Don (2003). "Chile: Allende's Rise and Fall". Historical Text Archive. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اکتوبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په December 12, 2006 باندې). Controversial legacy of former Chilean dictator. Christian Science Monitor.
  12. Ayala, Fernando (31 October 2020). "Salvador Allende and the Chilean way to socialism". Meer. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Cohen, Youssef (1994). Radicals, Reformers, and Reactionaries: The Prisoner's Dilemma and the Collapse of Democracy in Latin America. Chicago, Illinois: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 98118. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-2261-1271-8. د لاسرسي‌نېټه August 30, 2023 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Chile: The Bloody End of a Marxist Dream". Time. 24 September 1973. مؤرشف من الأصل في ۲۵ مارچ ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) 24 September 1973. "Allende's downfall had implications that reached far beyond the borders of Chile. His had been the first democratically elected Marxist government in Latin America. ... Recently, TIME Correspondent Rudolph Rauch visited a group of truckers camped near Santiago who were enjoying a lavish communal meal of steak, vegetables, wine and empanadas (meat pies). 'Where does the money for that come from?' he inquired. 'From the CIA,' the truckers answered laughingly. In Washington, the CIA denied the allegation."
  15. Winn, Peter (2010). "Furies of the Andes". A Century of Revolution. Durham, NC: Duke University Press. 239–275. 
  16. Briscoe, David (September 20, 2000). "CIA Admits Involvement in Chile". ABC News. د لاسرسي‌نېټه August 30, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Evans, Michael (August 10, 2023). "National Security Archive: Chile's Coup at 50: Kissinger Briefed Nixon on Failed 1970 CIA Plot to Block Allende Presidency". H-Net. د لاسرسي‌نېټه August 30, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Wilkinson, Tracy (August 29, 2023). "Previously classified documents released by U.S. show knowledge of 1973 Chile coup". Los Angeles Times. د لاسرسي‌نېټه August 30, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Busky, Donald F. (2000). Democratic Socialism: A Global Survey. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼي 195196. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-275-96886-1. د لاسرسي‌نېټه August 30, 2023 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Salvador Allende's Last Speech
  21. "Chilean court confirms Allende suicide - CNN.com". Edition.cnn.com. 11 September 2012. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "BBC News - Chile inquiry confirms President Allende killed himself". Bbc.co.uk. 2011-07-19. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په August 17, 2003 باندې). Admite hija de Allende suicidio de su padre.
  24. (په 20 June 2009 باندې). Hortensia Bussi De Allende: Widow of Salvador Allende who helped lead opposition to Chile's military dictatorship. The Independent.کينډۍ:Cbignore
  25. Associated Press in Santiago (په 8 July 2016 باندې). Former Chilean army chief charged over 1973 killing of activists. The Guardian.
  26. "Línea de Tiempo – Fundación Salvador Allende". fundacionsalvadorallende.cl. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Hermes H. Benítez & Juan Gonzalo Rocha. "Los verdaderos nombres de Allende" (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "La senadora Allende se equivoca sobre el nacimiento de su padre" (په هسپانوي ژبه کي). El Mostrador. مؤرشف من الأصل في ۱۸ مارچ ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Patricio Guzmán, Salvador Allende (film documentary, 2004)
  30. "José Ramón Allende Padin". مؤرشف من الأصل في ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "El personaje de hoy: Salvador Allende". 2012-07-14. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Item 0002 - Laura Gossens de Allende[مړه لينکونه], catalogoafudec.udec.cl
  33. Ancestros, infancia y juventud de Salvador Allende Gossens Archived 22 September 2020 at the Wayback Machine., interferencia.cl
  34. "Cronología de Salvador Allende". Fundación Salvador Allende (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جنوري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Patricio Guzmán, Salvador Allende (film documentary, 2004)
  36. "Cronología de Salvador Allende". Fundación Salvador Allende (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جنوري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 3 August 2010 باندې). A hundred years on, Everton face Everton for the first time. The Guardian.
  38. Waitzkin, Howard (2005). "Commentary: Salvador Allende and the birth of Latin American social medicine". International Journal of Epidemiology. 34 (4): 739–741. doi:10.1093/ije/dyh176. PMID 15860637. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Porter, Dorothy (October 2006). "How Did Social Medicine Evolve, and Where Is It Heading?". PLOS Medicine. 3 (10): e399. doi:10.1371/journal.pmed.0030399. PMC 1621092. PMID 17076552. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Cronología de Salvador Allende". Fundación Salvador Allende (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جنوري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Patricio Guzmán, Salvador Allende (film documentary, 2004)
  42. "Unmasked defamatory libel on Salvador Allende". 27 May 2005. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اکتوبر ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) with link to thesis, on the Clarin's website (Spanish version available)
  43. "Famous Freemasons Masonic Presidents". Calodges.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اگسټ ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)