سلطنتي شهزادګۍ، آن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سلطنتي شهزادګۍ، آن (آن الیزابت الیس لوئیس؛ زوکړه: د ۱۹۵۰ زکال د اګست ۱۵مه) د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ غړې ده. نوموړې د ملکې الیزابت او د اډینبورګ د دوک شهزاده فیلېپ دویمه ماشومه او یوازنۍ لور او همدارنګه د پاچا دریم چارلز خور ده. د چارلز له پاچاهۍ وړاندې یې د بریتانیا د تاج او تخت د وارثینو په کتار کې دریم ځایګی درلود چې اوس مهال ۱۷م ځایګی لري؛ همدارنګه په ۱۹۸۷ زکال کې ورته د عمر تر پایه د سلطنتي شهزادګۍ لقب ورکړل شو. [۱][۲][۳][۴]

آن په کلارنس هاوس نومي سلطنتي استوګنځای کې وزیږېده او وړاندې له دې چې بالغه شي او سلطنتي دندې پر غاړه واخلي په بننډن ښوونځي کې یې زدکړې وکړې. هغه غښتلې اسپ زغلونکې شوه چې د اروپا د اتلولۍ له سیالیو څخه یې په ۱۹۷۱ زکال کې د سرو زرو مډال او په ۱۹۷۵ زکال کې یې دوه د سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړل. په ۱۹۷۶ زکال کې نوموړې د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ لومړنۍ غړې وه چې په المپیک لوبو کې یې سیالي وکړه. دغې سلطنتي شهزادګۍ په ۱۹۸۸ زکال کې د المپیک د نړیوالې کمېټې غړیتوب ترلاسه کړ. [۵][۶][۷]

آن د ملکې په استازولۍ یو شمېر رسمي دندې او مسئولیتونه مخته وړي. نوموړې د وایز (WISE)، رایډرز فار هېلت (Riders for Health) او کریرز ټرسټ (Carers Trust) مرستندویه بنسټونو په ګډون د ۳۰۰ بنسټونو مشره او ملاتړ کوونکې ده. د هغې مرستندویه چارې د لوبو، علومو، د معلولو وګړو سره د مرستې او همدارنګه په مخ پر ودې هېوادونو کې روغتیايي خدمتونه په ځان کې رانغاړي. نوموړې له څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې د ماشوم ژغورنې (Save the Children) له بنسټ سره ښکېل ده او د هغو له ګڼ شمېر پروژو یې لیدنه کړې ده. [۸]

آن په ۱۹۷۳ زکال کې له کېپتان مارک فیلېپس سره واده وکړ: دوی دواړه په ۱۹۸۹ زکال کې له یوبل جلا او په ۱۹۹۲ زکال کې طلاق شول. دوی د پیټر فیلېپس او زارا ټېنډال په نامه دوه ماشومان او پنځه لمسیان لري. له طلاق څو میاشتې وروسته هغې له قومندان (وروسته مرستیال اډمیرال) تیموتي لاورنس سره واده وکړ؛ لاورنس له ۱۹۸۶ زکال څخه تر ۱۹۸۹ زکال پورې د هغې د مور په دربار کې مامور و او دغه مهال یې له یو بل سره لیدلي و.

چارې[سمول]

آن د ملکې په استازولۍ ګڼ شمېر دندې او مسئولیتونه مخته وړي دي. کیوین اس. مکلئوډ او بیا وروسته د ملکې په دربار کې د کاناډا وزیر په ۲۰۱۴ زکال کې د هغې اړوند وویل: «د هغې باور دا دی چې، ما بوخته وساتۍ. زه دلته د کار لپاره یم. زه دلته د دې لپاره یم چې غوره کارونه ترسره کړم. زه دلته د دې لپاره یم څو هر څومره زیات چې کېږي له خلکو سره وګورم». د ۲۰۱۷ زکال په ډسمبر میاشت کې راپور خپور شو چې سلطنتي شاهزادګۍ دغه کال د خپلې ملکې مور په ګډون د سلطنتي کورنۍ له بل هر غړي زیاتې رسمي دندې ترسره کړې دي. په دغو دندو کې ناروې، جامایکا، جرمني، اتریش، نیوزلنډ او اسټرالیا ته د نوموړې رسمي سفرونه هم شامل دي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د لومړي ځل لپاره په عامه محضر کې د آن ونډه د ۱۹۶۹ زکال پر مهال په شراپ شر کې د یو روزنیز مرکز د پرانیستو پر مهال وه. آن د بریتانیا په استازولۍ په کال کې له دریو ځلو زیات بهرني سفرونه ترسره کول. نوموړې د منځنیو زده کړو له پای ته رسولو وروسته بهرنیو سفرونو ته مخه کړه او همدغه کال یې له خپلو والدینو سره اتریش ته په دولتي سفر کې ملتیا وکړه. په ۱۹۹۰ زکال کې نوموړې د سلطنتي کورنۍ لومړنۍ غړې وه چې د ولمسشر میخایل ګورباچوف او د هغه د دولت په بلنه یې شوروي اتحاد ته رسمي سفر وکړ. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

آن په رسمي ډول له ۲۰۰ څخه زیاتو مرستندویه بنسټونو سره ښکېل وه. د هغې ډېری چارې د ماشومانو د ژغورنې د موسسې (Save the Children) اړوند دي چې له ۱۹۷۰ زکال څخه یې تر ۲۰۱۷ زکال پورې یې د هغو د مشرې په توګه خدمت وکړ او له ۲۰۱۷ زکال وروسته د هغو ملاتړې وه. آن په بنګلادېش، سیرالیون، سویلي افریقا، موزامبیق، ایتوپیا، بوسنیا او هرزګوینا کې د یادې موسسې له پروژو څخه لیدنه وکړه. د دغو چارو له امله په ۱۹۹۰ زکال کې د زامبیا ولسمشر، کنت کائونډا د نوبل جایزې ته نومانده کړه. هغې په ۱۹۹۱ زکال کې د فیزیکي اړتیا لرونکو کسانو سره د مرستې کولو بنسټ (The Princess Royal Trust for Carers) جوړ کړ. نوموړې د مدیریت کوونکې په توګه د اولمپیک په نړیواله کمېټه د بریتانیا استازې او همدارنګه د اولمپیک لوبو ته د لندن د چمتو کوونکې کمېټې غړې وه. سربېره پر دې یې د بریتانیا د اولمپیک کمېټې د مشرې په توګه خدمت کړی دی. آن، له ۲۰۰۲ زکال راهیسې د ماشومانو د ملي سلطنتي بنسټ (Royal National Children's Foundation) او له ۲۰۱۶ زکال وروسته د صنعتي میراثونو د موزیم، ایروسپېس بریسټول ملاتړې ده. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

په ۱۹۸۱ زکال کې د خپلې ملکې مور له تقاعد وروسته د لندن پوهنتون د ماسټرۍ د څانګې د فارغینو له خوا د دغه پوهنتون رئیسه وټاکل شوه او له همدغه کال راهیسې د دغه پوهنتون مشره شوه. د ۱۹۹۶ زکال له مۍ میاشتې راوروسته آن د سکاټلنډ د کلیسا په عمومي اسمبلۍ کې د ملکې اعلی کمېشنره شوه چې په ۲۰۱۷ زکال کې یوځل بیا په دغه څوکۍ وګمارل شوه. نوموړې د لندن د سلطنتي ټولنې او د طبي علومو د اکاډمۍ سلطنتي غړې ده. د لندن د علومو په سلطنتي ټولنه کې سلطنتي غړي د دغې ټولنې د شورا له خوا غوره او بیا ټاکل کېږي. په ۲۰۲۲ زکال کې دغې ټولنې څلور سلطنتي غړي لرل: آن، د ولز شهزاده، ویلیام؛ د کېنټ دوک، اډوارډ؛ او پاچا چارلز. دا د طبي علومو په اکاډمۍ کې لومړنۍ سلطنتي غړې ده. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

آن د ۲۰۱۱ زکال د مارچ په ۳۱مه د اډینبورګ پوهنتون مشره وټاکل شوه؛ هغې په دغه پوهنتون کې د خپل پلار څوکۍ ونیوله چې په ۲۰۱۰ زکال کې یې پرېښې وه. په همدې ترتیب نوموړې د خپل پلار پر ځای په ۲۰۱۱ زکال کې د لندن د سیټي اېنډ ګېلډز انستیتوت، د ټرینټي هاوس په نامه شرکت او د هنرونو د سلطنتي ټولنې مشري پر غاړه واخیسته. آن د همګټو هېوادونو د هغه څېړنیز کنفرانس مشري هم پر غاړه واخیسته چې پلار یې د هغو بنسټ اېښی و. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷]

آن په ۲۰۱۴ زکال کې د روسیې د سوچي ژمنیو اولمپیک لوبو لپاره د اولمپیک په نړیواله کمېټه کې د لویې بریتانیا استازولي وکړه. نوموړې د ۲۰۱۶ زکال په اګست میاشت کې د روسیې له آرخانګلسک ښار څخه د ډېروېش عملیاتو د ۷۵ کلیزې په ترڅ کې لیدنه وکړه؛ چې د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د شمالي قطب لومړنۍ ډلګۍ دلته جوړه شوې وه. د ۲۰۱۶ زکال په سپټمبر میاشت کې شهزادګۍ د سینې له ناروغیو سره مخ شوه او له امله یې له ګڼ شمېر رسمي چارو لاس واخیست. [۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳]

سرچينې[سمول]

  1. Winsor, Morgan (8 September 2022). "Queen Elizabeth dies at 96: How the British royal line of succession changes". abcnews.go.com. ABC. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Supplement to the London Gazette of Friday, 12th June 1987". London Gazette (50947). 13 June 1987. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 21 November 2002 باندې). Princess Anne's colourful royal career. BBC
  4. Reslen, Eileen (12 August 2018). "Why Princess Charlotte Won't Automatically Inherit the Title of Princess Royal". د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. . Senior European Championship Results. British Eventing Governing Body.
  6. Llewely, Abbie (29 September 2020). "Boris Johnson's frank assessment of Princess Anne exposed". Express. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The Princess Royal and the Olympics". The Royal Family. 29 July 2016. مؤرشف من الأصل في ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The Princess Royal". The Royal Family. 17 September 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 7 November 2014 باندې). Princess Anne's Ottawa tour will honour 'everyday heroes'. Canadian Broadcasting Corporation
  10. (په 29 December 2017 باندې). Princess Anne crowned busiest royal. The Times.
  11. (په 29 December 2017 باندې). Princess Anne Was the Hardest Working Member of the Royal Family This Year. Town & Country.
  12. "HM The Queen is greeted by King Olav of Norway. [Royal visit to Norway, 1969] Aug 1969". Royal Collection Trust. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Princess Anne's Life In Photos". Elle Magazine. 15 October 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Princess Anne's Life In Photos – 1969". Elle Magazine. 15 October 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Princess Anne's Life In Photos – May 7, 1969". Elle Magazine. 15 October 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Princess Anne's Life In Photos – March 16, 1970". Elle Magazine. 15 October 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "HRH The Princess Royal> Early Life and Education". Buckingham Palace. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "HRH The Princess Royal> Public Role". Buckingham Palace. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 22 February 2009 باندې). Bushfire memorial echoes grief and hope. 9News
  20. "HRH The Princess Royal> Public Role". Buckingham Palace. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Princess Anne visits Soviets". UPI. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Our Patron Princess Anne". Save the Children UK. مؤرشف من الأصل في ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "The Princess Royal marks 25 years of the Carers Trust". The Royal Family. 10 February 2016. مؤرشف من الأصل في ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Who we are". Transaid. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Royal Patron". Aerospace Bristol. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Bassom, David (18 May 2017). "Our Royal Patron attends merger event". Royal National Children's Foundation. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "HRH Princess Anne". Boarding School Partnerships. مؤرشف من الأصل في ۱۶ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 18 February 2017 باندې). Court Circular February 17.
  29. "Worshipful Company of Carmen :: Fellowship :: Tradition and Custom". www.thecarmen.co.uk. مؤرشف من الأصل في ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Calfee, Joel (6 November 2021). "The Royal Family Just Shared Photos of Princess Anne Over the Last 5 Decades". PureWow. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "President and Vice Presidents". BAFTA. 30 April 2013. مؤرشف من الأصل في ۱۶ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. HRH Princess Anne, The Princess Royal, was named president from 1973, and remained in the post until 2000. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. WISE Patrons Archived 31 December 2008 at the Wayback Machine., wisecampaign.org.uk; accessed 25 March 2016.
  33. "Chancellor". University of London. مؤرشف من الأصل في ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "HRH the Princess Royal appointed High Commissioner to the General Assembly 2017". The Church of Scotland. 8 December 2016. مؤرشف من الأصل في ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Orders of Chivalry", College of St George. Archived from the original at the Internet Archive on 19 February 2010. Retrieved 9 December 2017.
  36. "Her Royal Highness The Princess Royal Princess Anne KG KT GCVO GCStJ QSO GCL FRS Royal Fellow". London: Royal Society. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ نومبر ۲۰۱۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Royal Fellows". The Academy of Medical Sciences. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Fellows of the Royal Society". The Royal Society. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "New Chancellor Elected". ed.ac.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Princess Royal presents awards at Buckingham Palace". City Guilds. 29 April 2014. مؤرشف من الأصل في ۱۶ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Princess Anne: Master of Trinity House". Trinity Village. مؤرشف من الأصل في ۱۶ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Moran, Olivia (1 November 2017). "Princess Anne visits Trinity House, RAF Benson and attends Equestrian Awards". The Crown Chronicles. مؤرشف من الأصل في ۱۶ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "The Duke of Edinburgh's Commonwealth Study Conferences – Our History". Commonwealth Leaders Dialogue Canada. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "Anne opens Commonwealth conference". The Sydney Morning Herald. 17 October 2003. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "Our History". Royal College of Occupational Therapists. مؤرشف من الأصل في ۳۰ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Speare-Cole, Rebecca (31 December 2019). "Princess Anne sends letter of 'profound admiration' to midwives". Evening Standard. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Bradford, Timothy (23 September 2021). "A royal launch for Magpas Air Ambulances' appeal for a new airbase". East Anglian Daily Times. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. "The Chancellor". The University of Edinburgh. مؤرشف من الأصل في ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. "Governance". Royal Holloway, University of London. مؤرشف من الأصل في ۲۱ جنوري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "HRH The Princess Royal opens the new Emily Wilding Davison Building at Royal Holloway". Royal Holloway, University of London. 18 October 2017. مؤرشف من الأصل في ۱۶ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. "London: International Students House". Foreign Students. مؤرشف من الأصل في ۱۶ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. Our current patron is HRH The Princess Royal. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. Howard, Victoria (26 June 2017). "Royal diary: latest engagements 26th June – 1st July". The Crown Chronicles. مؤرشف من الأصل في ۱۶ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. Princess Anne will attend a Reception at 229 Great Portland Street, as patron of International Students House. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. Mahmood, Asif (17 March 2011). "Princess Anne hails Pak efforts against acid violence". The Nation. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. "HRH The Princess Royal visits Chichester Cathedral for the Townwomen's Guilds Carol Service". The Official Chichester Cathedral. 6 December 2016. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اگسټ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. "Our Patron". www.citizensadvice.org.uk. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. "Anne 'hugely grateful' to performers as Tattoo returns after three years". ITV. 5 August 2022. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. Preskey, Natasha (11 November 2022). "Princess Anne: A rare glimpse inside the royal's 'surprisingly normal' home". The Independent. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. (په 3 February 2014 باندې). The Princess Royal heads to Sochi Games.
  59. "Britain's Princess Anne To Visit Arkhangelsk For WWII Commemoration". www.rferl.org. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  60. "Princess Anne has tests in hospital after feeling unwell". BBC. 9 September 2016. مؤرشف من الأصل في ۰۱ مې ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  61. "Britain's Princess Anne arrives for two-day study tour". Bernama. The Borneo Post. 30 October 2016. مؤرشف من الأصل في ۱۷ نومبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  62. Kalosh, Anne (4 March 2022). "New patron Princess Anne salutes Mercy Ships volunteers". Seatrade Cruise News. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  63. (په 4 July 2017 باندې). Princess Anne Visits Holt As She is Announced as Gresham's Governor.