سلام وطندار راډیو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سلام وطندار راډیو سلام وطندار د هېواد له خپلواکو راډيوګانو څخه يوه ده، چې سيمه ييزو راډيوګانو ته دخپرونو د توليد په موخه په ٢٠٠٣ زېږديز کال د انټرنيوز نړيوالې موسسې له خوا تاسيس شوه . دا راډيو د ٥٩ سيمه ييزو راډيوګانو په درلودو سره دهېواد په ٣٤ ولايتونو کې خپرونې لري، چې د اورېدونکو شمېره يې نږدې ١٧ ميليونه ده. ددې راډيو خپرونې له دوو چينلونو ياني يوه پښتو او دري ګډ چينل او بل يواځې پښتو چينل له لارې خپرېږي. ددې راډيو خپرونې په کابل کې په ٩٨،٩ اف ام ‎، په ولايتونو کې دسيمه ييزو راډيوګانو او ددې ترڅنګ په سټلايټ او سلام وطندار سايټ کې هم په ژوندۍ بنه خپرېږي. دهغه تړون له مخې، چې د سلام وطندار شبکې او په ولايتونو کې په شبکه کې د شاملو راډيوګانو ترمنځ شوى دا راډيوګانې به په خپلو طلايي وختونو ياني( د شپې له اوو تر اته نيمو او دسهار له شپږو تر اوه نيمو) د درېيو ساعتونو لپاره د سلام وطندار خپرونې خپروي.