سقاویان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سقاویان (په انګریزي: Saqqawists؛ په دري: سقاوي ها Saqāwīhā) په افغانستان کې هغې وسله والې ډلې ته ویل کېږي چې له ۱۹۲۴ زکال څخه یې تر ۱۹۳۱ زکال پورې فعالیت درلود. د دغې ډلې مشري حبیب الله کلکاني کوله چې د ۱۹۲۹ زکال په جنوري میاشت کې وتوانېد د افغان پاچاهۍ پلازمېنه، کابل ښار ونیسي او د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا جوړ کړي. د افغانستان په کورنۍ جګړه (۱۹۲۸- ۱۹۲۹ زکال) کې د پوځي بدلونونو له امله سقاویان اړ شول د ۱۹۲۹ زکال په اکتوبر میاشت کې له کابل څخه وتښتي. د دغې ډلې فعالیتونه په ۱۹۳۱ زکال کې پای ته ورسېدل.

نوم[سمول]

د دغې ډلې نوم د کلکاني له مستعار نوم، بچه سقاو څخه سرچینه اخلي چې د اوبو لېږدونکي د زوی په معنی دی. دغه مهال له دې امله چې د اوبو سیسټمونو شتون نه درلود یو شمېر کسانو به له کاریزونو یا چینو څخه د پیسو په بدل کې د خلکو تر کورونو پورې اوبه وړلې.

کلکاني د ۱۹۲۹ زکال د جنوري له ۱۷مې نېټې څخه د اکتوبر تر ۱۳مې نېټې پورې د کابل حکومت وکړ چې له امله یې دغه دوره د «سقاوي دورې» په نوم پېژندل کېږي. [۱]

تاریخچه[سمول]

حبیب الله کلکاني په ۱۹۲۴ زکال کې وروسته له هغه چې افغان سلطنتي پوځ یې خوشی کړ د امان الله خان د دولت پر وړاندې یې هغه مهال مقاومت پیل کړ چې افغان پوځ د خوست د پاڅون په جګړه کې ښکېل و. کلکاني د لار نیونکو په توګه ژوندانه ته مخه کړه، دغه مهال د کوهدامن خلکو تر ډېره د انګورو باغونه لرل او همدارنګه به یې د سون لرګي پلورل؛ له همدې امله هغوی په ډېرې سختۍ سره د خپل دسترخوان لپاره د غنمو ډوډۍ تیاروله. همدا و چې د دغو چارو پر ځای یې د سوداګریزو کاروانونو او ګاونډیو کلیو په لوټ کولو لاس پورې کړ. له کلکاني سره سید حسین او ملک محسن هم یوځای شول چې په ټولیزه توګه یې شمېر ۲۴ تنو ته ورسېد. هغوی درې کاله په غرونو کې ژوند وکړ، د ورځې به په غلا پسې راوتل او د شپې به پټېدل؛ دوی تل د دولت له خوا د نیول کېدو له ګواښ څخه په وېره کې وو. څه موده وروسته کلکاني پېښور ته وتښتېد؛ هلته چای پلورونکی شو او په کوچنیو غلاو به یې هم لاس پورې کاوه.[۲][۳]

د ۱۹۲۸ زکال په نومبر میاشت کې هغه مهال چې په جلال آباد کې د شینوارو پاڅون جریان درلود، سقاویانو جبل السراج محاصره کړه او د افغانستان کورنۍ جګړه پیل شوه. دوی د جنوري په ۱۷مه کابل ونیو او په دې سره د سقاویانو د دورې په نامه د دوی واکمني پیل شوه. د ۱۹۲۹ زکال په اکتوبر میاشت کې یو شمېر شدیدې جګړې لامل وګرځېدې کلکاني د کابل له لرې پرتو سیمو او ورپسې له ارګ څخه شاتګ ته مخه کړي. د ۱۹۲۹ زکال د اکتوبر په ۱۳مه محمد نادر خان ته وفاداره ځواکونو ارګ ونیو او په دې سره د سقاوېزم دوره پای ته ورسېده. د نادر خان د واکمنۍ پر مهال سقاویانو د کوهستان د پاڅون په نامه بل پاڅون وکړ چې د یوې اونې په ترڅ کې وځپل شو. په هرات کې د سقاویانو وروستي ځایونه په ۱۹۳۱ زکال کې د افغان دولت لاس ته ورغلل. [۴][۵][۶]

غړیتوب او ملاتړ[سمول]

سقاویانو تر ډېره د افغانستان تاجک قوم ته د اړوندو وګړو ترمنځ ملاتړ درلود. د ۱۹۲۹ زکال په جنوري میاشت کې په کابل باندې د سقاویانو له برید څخه مذهبي جوړښتونو ملاتړ وکړ او دا یې د امان الله خان د اصلاحي پروګرامونو د له منځه وړو په موخه یوازنۍ لار وبلله. ورته مهال حبیب الله کلکاني «د دولت مشر په توګه د خدمت کولو وړتیا نه لرله»، همدا وه کله چې واک ته ورسېد د محافظه کارانو ملاتړ یې له لاسه ورکړ. د ۱۹۲۹ زکال د اپرېل په ۱۴مه فیض محمد کاتب د دغې ډلې د غړو ټولیز شمېر ۲۰ زره تنه اټکل کړ. [۷][۸][۹]

ایډیالوژي[سمول]

کلکاني ځان ته د «خادم الدین رسول الله» لقب وټاکه او خپل مخالفین یې کافران ګڼل. دوی همدارنګه د مسلمانو محافظه کارانو ترمنځ ملاتړي لرل. [۱۰][۱۱][۱۲]

بهرنۍ اړیکې[سمول]

د افغانستان سقاوي دولت په داسې حال کې چې د کابل کنټرول یې په لاس کې درلود، هېڅ ډول دیپلماتیک رسمیت یې ترلاسه نه کړ. ورته مهال سقاویانو له باسماچي خوځښت سره لاس یو کړ او اجازه یې ورکړه څو هغوی د افغانستان په شمال کې فعالیت وکړي. په دې سره دوی د اورتاتاګای جګړې وروسته د افغانستان او شوروي اتحاد ترمنځ د «بې پلویتوب او نه برید» اړونده لاسلیک شوې هوکړه تر پښو لاندې کړه؛ د دغې هوکړې پر بنسټ افغانستان ژمن و چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې به د باسماچیانو فعالیتونه مهار کوي. [۱۳][۱۴]

له بشري حقونو څخه سرغړونې[سمول]

د افغانستان د کورنۍ جګړې پر مهال سقاوي ځواکونو په جنسي تېریو، چور او تالان لاس پورې کړ. یو له دغو پېښو څخه د ۱۹۲۹زکال د جون په ۲۸مه وشوه، هغه مهال چې سقاویانو د کریم قلا په نامه په هزاره میشتې سیمې برید وکړ؛ د لېږد وړ شیان یې لوټ او څاروي یې له ځانه سره بوتلل. بله دغه ډول پېښه د ۱۹۲۹ زکال د جولای په ۲۳مه وشوه چې افغان معاصر تاریخ لیکونکي فیض محمد کاتب یې اړوند داسې لیکلي: [۱۵][۱۶][۱۷]

نن ورځ شیعه سید ابوالقاسم چې په تکانه کې کور او ځمکه لري، ډوډۍ یې له کابلي یو نیم من اوړو څخه پخې کړې، کوچ، یوه اندازه غوړي او یو پوخ شوی پسه چې غرمه یې حلال کړی و له ځانه سره یووړل. هغه حرکت وکړ څو دغه خواړه حبیب الله او د هغه وږو او تږو کسانو ته ورسوي. هغه مهال چې سید د غلو دغه رهبر ته ور نږدې شو، هغه ترې وپوښتل څوک یې او له کومه ځایه راغلی یې؟ د جلریز د سیمې سني مذهبه تاجیک چې د شیعه ګانو پر وړاندې کرکې او تعصب ړوند کړی و، وه یې ویل چې هغه یو شیعه سید دی او همدارنګه یو پارتیزان دی چې تېره شپه یې په خپله قلا کې د هزاره شاه نور زوی ته پناه ورکړې وه. حبیب الله د دغې خبرې په اورېدو غصه شو. هغه پرته له دې چې فکر وکړي سید یې له خپلې تفنګچې اووه مرمۍ وویشت، په داسې حال کې چې هغه باید له ده څخه د راوړې ډوډۍ، غوښې، غوړیو او کوچو له امله مننه کړې وای چې دغه وخت یې ورته شدیده اړتیا لرله. له دې وروسته حبیب الله امر وکړ چې کور ته یې اور واچول شي. د هغه دوه ښځې او کوژده شوې لور یې کوهدامنیانو ته وسپارلې. د هغه کوچنی ورور حمیدالله چې له ده هم ظالم و د جګړې له میدان څخه په منډو یې ځان دغه ځای ته ورساوه څو د قلا په سوزولو کې ونډه واخلي، د سید اموال چور کړي او ښځې او ماشومان یې ونیسي. د هغه اته میاشتنی زوی یې له موره جلا کړ په ځمکه یې وغورځاوه او همالته یې مړ کړ. د جلریز او تکانې تاجکانو د سید له کوره هر څه وویستل. له دې امله چې هغه ښه مالي وضعیت درلود، هر تاجک ته په پام وړ کچه توکي ورسېدل. - فیض محمد کاتب

سرچينې[سمول]

  1. Muḥammad, Fayz̤; McChesney, R. D. (1999). Kabul under siege: Fayz Muhammad's account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب پاڼې 81. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761544. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Muḥammad, Fayz̤; Hazārah, Fayz̤ Muḥammad Kātib (1999). Kabul Under Siege: Fayz Muhammad's Account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب پاڼي 32, 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761551. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Muḥammad, Fayz̤; Hazārah, Fayz̤ Muḥammad Kātib (1999). Kabul Under Siege: Fayz Muhammad's Account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب پاڼي 32, 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761551. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ali, Mohammed (1933). Progressive Afghanistan (په انګلیسي ژبه کي). Punjab Educational Electric Press. د کتاب پاڼي 179, 180. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "MOḤAMMAD NĀDER SHAH – Encyclopaedia Iranica". www.iranicaonline.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۹. The following year, his enthronement was legitimated by a Lōya jerga (9-20 September 1930), whilst the final strongholds of Saqawi resistance were repressed in Kohdāman in 1930 (Eṣlāḥ I/67-70, 1930), and in Herat in 1931. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Muḥammad, Fayz̤; McChesney, R. D. (1999). Kabul under siege: Fayz Muhammad's account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب پاڼې 81. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761544. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Muḥammad, Fayz̤; McChesney, R. D. (1999). Kabul under siege: Fayz Muhammad's account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب پاڼې 36. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761544. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Miraki, Mohammed (2000). "Chapter 6: The Anarchy of Habibullah (Bacha-e-Saqao) from January 1929 to October 1929". Factors of underdevelopment in Afghanistan, 1919-2000. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Muḥammad, Fayz̤; Hazārah, Fayz̤ Muḥammad Kātib (1999). Kabul Under Siege: Fayz Muhammad's Account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب پاڼې 163. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761551. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Miraki, Mohammed (2000). "Chapter 6: The Anarchy of Habibullah (Bacha-e-Saqao) from January 1929 to October 1929". Factors of underdevelopment in Afghanistan, 1919-2000. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Ali, Mohammed (1933). Progressive Afghanistan (په انګلیسي ژبه کي). Punjab Educational Electric Press. د کتاب پاڼي 29. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Muḥammad, Fayz̤; McChesney, R. D. (1999). Kabul under siege: Fayz Muhammad's account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب پاڼې 265. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761544. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Muḥammad, Fayz̤; McChesney, R. D. (1999). Kabul under siege: Fayz Muhammad's account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب پاڼې 236. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761544. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Ritter, William S. (1990). "Revolt in the Mountains: Fuzail Maksum and the Occupation of Garm, Spring 1929". Journal of Contemporary History. 25 (4): 547–580. doi:10.1177/002200949002500408. ISSN 0022-0094. JSTOR 260761. S2CID 159486304. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Muḥammad, Fayz̤; McChesney, R. D. (1999). Kabul under siege: Fayz Muhammad's account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب پاڼې 142. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761544. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Muḥammad, Fayz̤; McChesney, R. D. (1999). Kabul under siege: Fayz Muhammad's account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب پاڼې 203. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761544. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Muḥammad, Fayz̤; McChesney, R. D. (1999). Kabul under siege: Fayz Muhammad's account of the 1929 Uprising (په انګلیسي ژبه کي). Markus Wiener Publishers. د کتاب پاڼي 246, 247. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558761544. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)