سرې غڼې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سرې غڼې – Red Spider د کورنۍ نوم ېې تیترانیکیدای او د دې کورنۍ ټول غړی د بوټو خوړونکي دي، د اکاري فرعي کلاس ده. ډېر وخت د کور په بوټو او د کروندې په بوټو کې پیدا کیږي. ډېرو خت د شفتالو په ونو کې هم موندل کیږي. د دې غڼو له هګۍ تر بلوغیت درې هفتې وخت نیسي. کله چې بلوغیت ته ورسیږي د بدن کچه ېې ۰.۵ ملي متر ته رسیږي. سرې غڼې ټولې سرې ندي د ځینو رنګ ېې سور، زېړ او نارنجي ده. کله چې په یو باغ برید وکړي د بوټو پاڼې ډېر ژر له منځه وړي او کنټرول کول ېې ډېر ستونزمن کار ده. د هر ډول افت وژونکو کیمیاوي توکو سره ېې بدن ډېر مقاومت لري او ژر له منځه نه ځي. د بدیلو میتودونو لپاره ېې څېړنې شوي.

تړلې لیکنې[سمول]

غڼه