سروې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سروې یا د ځمکې سروې د ځمکې د دوه بعدي یا درې بعدي نښو او د دوی ترمنځ د واټن او زاویو د ټاکلو تخنیک، مسلک، هنر او پوهه ده. د ځمکې سروې مسلکي ته د ځمکې سروېیر یا سروې کونکی وايي. دا نښې په معمول ډول د ځمکې پر سر وي او زیاتره د ملکیت، موقعیتونو، لکه: د ودانولو لپاره د ودانیزو برخو ډیزاین شوي موقعیتونه یا د ځمکې پر مخ د ځانګړتیاوو موقعیت، یا د حکومت له لوري ، یا د مدني قانون له لورې د نورو اړینوموخو، لکه: د ملکیت پلور لپاره د نقشو او پولو ټاکلو لپاره کارول کېږي.

د سروې کوونکي د جیوډوزي (د ځمکې اندازه کول)، هندسې، مثلثات، ریګریشن شننې، فزیک، انجنیري، میټرولوژي (مقیاس پوهنه)، د پروګرام کولو ژبې او د قانوني عناصرو پر مټ کار کوي. دوی د نقشه اخیستنې دوربینونه (total stations)، د نقشې روباټیک توربینونه (robotic total stations)، زاویه سنجونه (theodolites)، له سپوږمکې معلومات اخېستونکي (GNSS receivers)، انعکاس کوونکي(retroreflectors)، 3D سکنرونه، لیدار حسګر، مخابرې، میلان سنج، ټبلېټونه، نوري او ډیجیټل ترازو، د فرعي سطحې نښه کوونکي، ډرون، GIS او د سروې  سافټویر تجهیزات کاروي.

سروې د مستند تاریخ له پیله د انساني چاپېریال په پراختیا کې یو عنصر و. د ودانیو د چارو د زیاتره ډولونو د پلان او اجرا لپاره  اړینه وه. په ټرانسپورټ، مخابراتو، نقشې اېستلو او د ځمکې د ملکیت د قانوني پولو په ټاکلو کې هم کارول کېږي او په ډېرو نورو علمي څانګو کې د څېړنې لپاره ارزښتناکه وسیله ده.

پېژند[سمول]

د سروې کوونکو نړیوال فدراسیون، د سروې دنده په لاندې ډول تعریفوي:[۱]

سروې کوونکی یوه مسلکي شخص ته ویل کېږي چې د لاندې فعالیتونو د یوه یا ډېرو ترسره کولو لپاره علمي وړتیا او تخنیکي مهارتونه ولري:

  • د ځمکې، دری بعدي شیانو، د نښو د ساحو او خط السیر ټاکل، اندازه کول او وړاندې کول.
  • د ځمکې او جغرافیې اړوند معلوماتو راټولول او تشرېح کول.
  • د ځمکې، سمندر او په دې ځایونو د هر ډول جوړښتونو د پلان او اغېزمنې ادارې لپاره د دې معلوماتو کارول او
  • د پورته فعالیتونو په اړه څېړنې او د هغوی پراختیا.

تاریخچه[سمول]

لرغونې تاریخچه[سمول]

سروې له هغه وخت نه را منځ ته شوه چې انسانانو لومړۍ لویې ودانۍ جوړې کړې. په لرغوني مصر کې، د پړي د غځولو پر مټ د نیل سیند د کلني سیلابونو وروسته د استنادي دېوالونو د بیا رغولو لپاره ساده هندسه کارول کېده. د ګیزا د لوی هرم، چې په ۲۷۰۰ کال مخکې له میلاد نه جوړ شوی، غوره مربع والی او د شمال - سویل لور ته د هغه جهت د مصریانو د سروې پوهه تاییدوي. د گروما وسیله له بین النهرین (له میلاد نه مخکې د لومړۍ زریزې له پیل څخه) سرچینه اخلی. په سټون هینج کې (۲۵۰۰ کاله مخکې له میلاد نه) له تاریخ نه د پخوا زمانې څلی د دې زمانې د سروې کوونکو له لوري د میږوي او پړي د هندسې په کارولو ودان شوی دی.  [۲][۳]

د ریاضي پوه لیوهوی د هایداو سوانجینګ یا د سمندر ټاپو ریاضیکي لارښود تر نامه لاندې په خپل اثر کې چې په ۱۶۳ کال کې خپور شوی، د لرې پرتو شیانو د اندازه کولو لارې تشرېح کړې دي.

رومیانو د ځمکې سروې ته د یوه مسلک په سترګه کتل. دوی بنسټیز سنجشونه را منځ ته کړل چې پر بنسټ یې د روم سترواکې وېشل شوې وه، لکه د فتح شویو ځمکو د مالیاتو ثبت (۳۰۰ ز کال) د روم سروې کوونکي د Gromatici په نوم یادېدل.  [۴]

د منځنیو پېړیو په اروپا کې، په پولو د قدم وهلو دود د کلیو یا بانډو پولې ساتلې. په دې کې د اوسیدونکو یوه ډله را ټولېده او د بانډو یا کلي شاوخوا ګرځېدل، ترڅو د پولو ټولنیز یادښت رامنځ ته کړي. ځوانو هلکانو ته هم د دې لپاره ونډه ورکول کېده چې ډاډ ترلاسه کړي چې دا یادښت د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي.  

په ‍‍۱۰۸۶ ز کال کې فاتح وېلیم په انګلستان کې د محشر د ورځې یا Domesday تر نوم لاندې کتاب ترتیب کړ. دې کتاب د ځمکې د ټولو مالکینو نومونه، د ځمکې ساحه، د ځمکې کیفیت او د سیمې د محتوا او اوسیدونکو مشخص معلومات ثبت کړل، خو په دې کې نقشې نه وې چې کره موقعیت په ګوته کړي.  

عصري زمانه[سمول]

په ۱۵۵۱ ز کال کې ابیل مسطح میز تشرېح کړ، خو داسې انګېرل کېږي چې دا وسیله له دې وړاندې کارول کېده، ځکه چې د هغه تشرېح د یوې پرمختللې وسیلې په توګه وې.  

په ۱۶۲۰ ز کال کې د ګونټر ځنځیر د انګلیسي ریاضي پوه اډمونډ ګونټر له لوري معرفي شو. دې د ځمکو نقشو ته لاره هواره کړه چې په کره توګه سروې شي او د قانوني او سوداګریزو موخو لپاره نقشه شي.

لیونارډ ډیګز زاویه سنج تشرېح کړ چې د پانتومیریا په نوم هندسي کړنلاره (۱۵۷۱ز کال) تر نوم لاندې په خپل کتاب کې چې افقی زاویې اندازه کړې. جوشوا هبرمل (ایراموس هبرمل)  په ۱۵۷۶ ز کال کې د قطبنما او دری پایې پر مټ یو زاویه سنج رامنځ ته کړ. جنتان سیشن لومړی کس و چې په ۱۷۲۵ ز کال کې په زاویه سنج کې یو تیلیسکوپ ځای پر ځای کړ.  [۵]

په ۱۸ پېړۍ کې، د سروې لپاره د نوو تخنیکونو او وسایلو کارول پیل شول. په ۱۸۸۷ ز کال کې جسي رامزډن لومړی کره زاویه سنج وړاندې کړ. دا زاویه سنج په افقی او عمودی سطحو کې د زاویو د محاسبې آله وه. نوموړي د خپل ډیزاین لپاره د وېش د کره ماشین په کارولو سره خپل غوره زاویه سنج رامنځ ته کړ. د رامزډن زاویه سنج د دې وسیلې په دقت کې لوی ګام وړاندې وړاندې کړ. په ۱۶۴۰ ز کال کې، وېلیم ګسکوین یوه وسیله اختراع کړه چې د هدف ښودلو د آلې په توګه یې په تلیسکوب د جمعې علامه (+) نصب شوې وه.  په ۱۷۷۱ ز کال جیمز واټ د واټن اندازه کولو لپاره نوري میټر جوړ کړ. دې وسیلې موازی زاویې اندازه کولې چې له هغې څخه تر وې نقطې پورې واټن اټکل کېده.  

هالنډي ریاضي پوه ویلبرورډ سنیلیوس (اې. کې. اې. سنیل وان روین) په مثلث باندې د وېش عصري سیسټمیک کارول وړاندې کړل. نوموړي په ۱۶۱۵ ز کال کې د الکمار څخه تر بریډا پورې واټن سروې کړ، چې نږدې ۷۲ مایله (۱۱۶ کیلومتره) و. نوموړي یوازې ۳.۵٪ دا واټن لږ محاسبه کړی و. دا سروې د څلورضلعیو لړۍ وه چې ټولټال یې ۳۳ مثلثونه درلودل. سنیل وښودله چې څنګه د مسطحې فورمولونه اصلاح کېدای شي، ترڅو د ځمکې کوږوالی تر پوښښ لاندې راولي. نوموړي دا هم وښودله چې په څه ډول په نامعلومه نقطه کې د زاویو په کارولو سره د مثلث دننه د څوکو ترمنځ د یوې نقطې موقعیت وټاکل شي. دا د څوکو د جهتونو په پرتله چې قطب نما ته اړتیا لري، ډېر ځله محاسبه کېږي. د نوموړي کار د سروې مفهوم  د کنټرول د نقطو د لومړنۍ شبکې او ورپسې په لومړني شبکه کې د فرعي نقطو د ټاکلو په توګه رامنځ ته کړه.  ژاک کیسینی او د هغه زوی سیزر د ۱۷۳۳ او ۱۷۴۰ ز کلونو د فرانسې لومړۍ مثلث وېشنه ترسره کړ. دوی د نصف النهار قوس سروې بېرته ترسره کړه چې په ۱۷۴۵ ز کال کې د فرانسې لومړۍ نقشه چې په کره اصولو جوړه شوې وه، خپره شوه. په دې وخت کې د سیمه يیزو نقشو جوړولو لپاره د مثلث وېش تګلاره په غوره بڼه را منځ ته شوه.  

د ۱۸ پېړۍ تر پای پورې د مثلث د وېش د لړۍ تفصيلي سروې ټول هېوادونه نقشه کړل. په ۱۷۸۴ ز کال کې، د بریتانیا د آردننس سروې ادارې د جنرال ویلیم رای یوې ډلې په اساسي توګه په مثلتونو باندې د بریتانیا وېش پیل کړ. د رامزډن لومړی زاویه سنج د دې سروې لپاره جوړ شوی و. په پای کې په ۱۸۵۳ ز کال کې د سروې بشپړه شوه. په ۱۸۰۱ ز کال د هند لویه مثلثاتي سروې پیل شوه. د هند سروې خورا پراخه علمي اغېزه درلوده. دې سروې په لومړي ځل د عرض البلد د قوس د یوې برخې د کره اندازه او د جیوډیزیکي بې نظمۍ اندازه په غاړه درلوده. دې سروې د ایورېست غر او د همالیا نورې څوکې نقشه او و نومولې. سروې د ۱۹ پېړۍ په اوږدو کې د صنعتي انقلاب له پیل سره د لوړې تقاضا مسلک شو. دې مسلک د خپل کار سره د مرستې لپاره ډېر کره وسایل رامنځ ته کړل. د صنعتي زیربناوو پروژو له سروې کوونکو ګټه پورته کړه، ترڅو کانالونه، سړکونه او د  اورګاډي پټلۍ نقشه کړي.  

په متحده ایالاتو کې، د ۱۷۸۵ ز کال د ځمکې فرمان د عامه ځمکې د سروې سیسټم رامنځ ته کړ. دې سیستم د لوېدیځو سیمو د وېش بنسټ جوړ کړ، ترڅو د ځمکې پلور ته لاره هواره کړي. دې سیستم ایالاتونه په ښارګوټو ، مختلفوبرخو او ټوټو ووېشل.

په ۱۸۰۸ز کال کې ناپیلیون بوناپارټ، د براعظمې اروپا لومړنی د املاکو او اراضي ثبت را منځ ته کړ. دې کار د ځمکې د ټوټو شمېر، د هغوی ارزښت، د ځمکې کارولو او نومونو په اړه معلومات راټول کړل. دا سیسټم په چټکۍ سره په اروپا کې خپور شو.

په ۱۸۵۸ ز کال کې رابرټ تورینس په سویلي آسټرالیا کې د تورینس سیسټم معرفي کړ. تورینس هوډ درلود چې د ځمکې معاملې ساده کړي او د ځمکې د مرکزي ثبت له لارې معتبر نومونه چمتو کړي. د تورینس سیسټم د انګلیسي ژبې نړۍ په څو نورو هېوادونو کې و منل شو. په ۱۸۰۰ ز کلونو کې د اورګاډي په راتګ، سروې په پراخه کچه ارزښت ترلاسه کړ. سروې د دې لپاره اړینه ګڼل کېده چې د اورګاډي پټلۍ وتوانېږي، د تخنیکي او مالي پلوه ګټورې لارې پلان کړي.

شلمه پېړۍ[سمول]

د دې پېړۍ په پیل کې سروې کوونکو پخوانيو ځنځیرونو او رسیو ته پراختیا ورکړه، خو لا هم د اوږد واټن کره محاسبه ستونزمن کار و. په ۱۹۵۰ ز کلونو کې ډاکتر ټریور لویډ واډلي، ټیلورومیټر (ځمک-سنج) جوړ کړ. دې آلې د دوه مایکروویو لېږدوونکي پر مټ، اوږد واټن اندازه کاوه. د ۱۹۵۰ز کلونو په وروستیو کې جیوډیمیټر (واټن-سنج) د واټن د الکترونیکي سنجش (EDM) تجهیزات معرفي کړل. د EDM واحدونو د واټن د محاسبې لپاره د نور د څپو د فریکونیسي د څو پړاوونو لېږد وکاراوه. دې وسیلو د ځنځیري اندازې د څو ورځو یا اونیو اړتیا سپما کړه چې له تګ پرته یې د څو کیلومترو نقطو تر منځ محاسبه ترسره کوله. [۶][۷][۸]

پرمختللو الکترونکي وسایلو د EDM کوچني کولو لاره هواره کړه. په ۱۹۷۰ ز کلونو کې د زاویې او واټن د محاسبې ګډه لومړنۍ وسیله را څرګنده شوه، چې  د ټول سټیشن (نقشه اخیستونکي دوربینونه) په نامه یادېدل. تولید کوونکو د درجې پر بنسټ نور تجهیزات اضافه کړل، چې د اندازه کولو په دقت او سرعت کې یې ښه والی راوست. په لویو پرمختګونو کې د کوږوالي انډول کوونکو، د ډېټا ثبت کوونکو او د سملاسي محاسبې پروګرامونو ګډون درلود.  

د سپوږمکۍ موقعیت ټاکونکی سیسټم، لومړی د متحده ایالاتو دسمندري ځوکونو د تګ را تګ سیسټم و چې د لومړی ځپل لپاره په ۱۹۶۰ ز کال کې په بریالیتوب سره په لاره واچول شو. د سیسټم اصلي موخه د پولاریز توغندیو لېږدوونکو اوبتلو ته د موقعیت په اړه معلومات چمتو کول وو. سروې کوونکو وموندله چې دوی کولای شي، د ساحوي اخیستونکو پر مټ د نقطې موقعیت معلوم کړي. د تیت سپوږمکیو پوښښ او لویو تجهیزاتو مشاهدې ستونزمنې او ناسمې کړې. اصلي کارونه په لرې پرتو ځایونو کې د نښانو رامنځ ته کول وو.

په ۱۹۸۷ ز کال کې د متحده ایالاتو هوایی ځواک د نړیوالې موقعیت ښودنې سیسټم (GPS) لومړی نمونه سپوږمکۍ په لاره واچوله. GPS د دقت د را منځ ته کولو لپاره، د سپوږمکیو له لویې ټولګې او د سیګنال پرمختللي لېږد څخه کار اخیست. د GPS لومړنیو مشاهدو د سروې د دقت د شرایطو لپاره د ساکن اخیستونکو پر مټ څو ساعتونو مشاهدې ته اړتیا درلوده. وروستیو پرمختګونو هم سپوږمکۍ او هم په اخیستونکو کې په حقیقي وخت کې د حرکت پېژندنې (RTK) سروې ته لاره هواروي. د RTK سروې د ثابت مرکزي سټیشن او دویم متحرک انتن پر مټ د لوړ دقت اندازه ترلاسه کوي. په دې کې د متحرک انتن موقعیت تعقیب کېږي.  

یووېشتمه پېړۍ[سمول]

زاویه سنج، ټوټل سټیشن، او RTK GPS د سروې د مروجو لومړنیو تګلارو په بڼه پاتې شوي دي.

د لرې حسګرو او سپوږمکۍ پر مټ انځورونه ورځ په ورځ غوره او ارزانه کېږي، چې په عامه بڼه کارولو ته لاره هواروي. په وتلې نوې ټیکنالوژي کې درې بعدي (3D) سکن او د توپوګرافیک سروې لپاره د لیډر (lidar) کارول ګډون لري. له فوتوګرامیټریک (تصویر سنجې) د انځور له پروسس سره د بې پیلوټه الوتکو ټیکنالوژي هم په څرګندېدو ده.

سرچينې[سمول]

  1. "Definition". fig.net. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Johnson, Anthony, Solving Stonehenge: The New Key to an Ancient Enigma. (Thames & Hudson, 2008) کينډۍ:ISBN
  3. Hong-Sen Yan & Marco Ceccarelli (2009), International Symposium on History of Machines and Mechanisms: Proceedings of HMM 2008, Springer, د کتاب پاڼې 107, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4020-9484-2 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lewis, M. J. T. (23 April 2001). Surveying Instruments of Greece and Rome. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521792974. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Turner, Gerard L'E. Nineteenth Century Scientific Instruments, Sotheby Publications, 1983, کينډۍ:ISBN
  6. Mahun, Jerry. "Electronic Distance Measurement". Jerrymahun.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جولای ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Cheves, Marc. "Geodimeter-The First Name in EDM". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ مارچ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Sturman, Brian; Wright, Alan. "The History of the Tellurometer" (PDF). International Federation of Surveyors. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)