سربلونه:

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سربلونه هغه ژبني توکي دي، چې خپلواکه مانا نه لري او تل يې د نومونو د مخه دنده او مانا څرګندېږي. لکه: ( له، په، پر، د، تر....) بېلګې په ډول: ۱_ پر مير باندې. ۲_ په کور کې. ۳_ د موټر لاندې . ۴_ تر ځمکې لاندې. اوستربلونه: هغه نا خپلواک مورفيمونه دي، چې د نوم څخه وروسته راځي او د وروستاړي په خلاف د کلمې برخه نه ګرځي او د کلمې نه جدا ليکل کېږي.لکه: ( کې، سره،څخه،باندې) د بېلګو په ډول: ۱_ زه له کور څخه راغلم. ۲_ په پوهنځي کې يم. ۳_ له کور دباندې يم. سربلونه(په، پر، د،تر،له) اوستربلونه(څخه، پرته، پورې، کې، پسې،باندې).

ليکوال: عابد الله حافظ