ستورۍ منگل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ستورۍ منگل

ستورۍ منگل (په انگرېزي:Storai Mangal) د افغانستان د تياتر او سينما يوه پېژندل شوې څېره ده، نوموړې د ننگرهار ولايت په ډکه نومې سیمې کې زېږېدلې. پلارنی ټاټوبی ېې د پکتيا ولایت دی .په تېرو وختونو کې ېې په ډېرو کورني او بهرنيو جایزو او ستاینلیکونو نازول شوې . ستورۍ منگل د افغانستان د گوتو په شمېر ښځينه و ممثلينو څخه ده چې هم ېې په کورنيو فلمونو کې برخه اخيستې او هم ېې د گوتو په شمار بهرنيو فلمونو کې د هندي لوبغاړو سره ونډه اخيستې.

مخينه

د ستورۍ منگل پلرنی ټاټوبی د پکتيا ولايت دی. هغه په خټه منگل ده. پلار ېې د پوليسو ژاندارم و چې د هيواد په بېلابېلو سيمو او ولايتونو کې ېې خپله پوځي دنده ترسره کړې. ستورۍ درې وروڼه او څلور خويندې لري . ستورۍ هم لکه د نورو افغانانو پشان د جگړې له کبله په کال ۱۹۹۲ز کې له هېواده کډوالۍ ته اړ شوې او لرې پښتونخوا کې مېشته شوه. هلته ېې تر ۱۹۹۸ز پورې ژوند وکړ بيا ېې د هالنډ په لور مخه کړه. له ۲۰۰۸ز کال راپدېخوا په انگلينډ کې اوسېږي او هلته د کډوالۍ شپې ورځې تېروي.

زده کړې

ستورۍ منگل خپلې لومړنۍ او منځينۍ زده کړې په کابل کې پیل او هلته ېې تر بکولريا پورې بشپړې کړيدي .

دندې

په ١٣٥٢ کال کې په راډيو افغانستان کې مقرره شوه او د راډيويي نندارو او د راډيو ډرام د پروديوسر په توگه يې دندې تر سره کړي. ميرمن منگل د سياه موى جلالي، کج راه، او الماس سياه په فلمونو کې يې کار کړى دى. د ميړانه، وياړ، د وطن مور، سپينه ادې او نورو ټلويزيوني نندارو کې ېې هم کار کړى دى.

ميرمن منگل د سياه موى جلالي، کج راه، او الماس سياه په فلمونو کې يې عمومي کردار ادا کړی . د ميړانه، وياړ، د وطن مور، سپينه ادې او نورو ټلويزيوني نندارو کې ېې هم کار کړى دى. ستورۍ منگل د فلمونو تر څنگ د افغانستان په ملي ټلويزيون کې د يوې خپرونې کوربنه هم پاتې شوې چې د کاروان حله ټلويزيوني خپرونه نومېده او د کورنی ژوند راډيويي خپرونه ېې هم د يادولو وړ ده . دې سره ېې د راډيويي خپرونو په لړ کې پرله پسې ډرام ، داستان، تمثيل ، د ډرامې او ټلويزيوني خپرونو په لړ کې ېې دتمثيل، فلمونو نرېشن او دوبلې په برخه کې کارونه ترسره کړي او همدارنگه ېې د کابل تياتر څخه د وياړ او شمله په نوم تياتر وړاندې کړی .

د ستورۍ منگل د فلمونو او نندارو لړ لیک

  1. مېړانه (انځوريزه ننداره)
  2. رابعيه بلخي (فلم)
  3. سياه موی جلالي(فلم)
  4. روزهای دشوار (فلم)
  5. تنگنا (ټلويزيوني فلم)
  6. هجرت (فلم)
  • دوه هنري فلمونه ېې نيمگړي پاتې شوي چې يو ېې (کږه لار) نومېږي او بل ېې(تور الماس)
  • دهرماتما هندي فلم کې ېې هم د مرستياله رول لوبولی .

په کډوالۍ کې بوختياوې

په ١٩٩٢ کال کې پيښورته کډه شوه او دوه کاله وروسته يې د بي بي سي له تعليمي پروژو سره په کار پيل وکړ.د نوي کور نوي ژوند په راډيويي ننداره کې يې لومړى د کونډې او بيا د بس بي بي رولونه لوبولي. په ١٩٩٨ ز کال کې هالينډ ته ولاړه او تر2008 زکال پوری داوتريخت په ښار کې اوسيدله. واده يې کړى دى او شپږ ماشومان لري چې درې زامن او درې لوڼې دي . ميرمن منگل د هجرت د فلم پروديوسره ده چې په هالينډ کې جوړ شوى دى. ستوری منگل په همدي فلم کې يې د يوې افغان کډوالې مېرمن رول هم لوبولی چې تشويشې جميله نومېږي. ستورۍ منگل په ۲۰۰۸ م ز کال له هالنډ څخه ېې د انگلينډ په لورکډه وکړه. او س هلته وروسته له ۱۰ کاله يوازېتوبه ،بېرته د خپل خاوند گلاب زاده سره يو ځای شوه. ياده دې وي چې مېرمن ستورۍ منگل خپل سکه اولادونه نه لري او پورته ياد شوي شپږ اولادونه د نوموړې د خاوند د لومړنۍ مېرمن څخه ورپاتي دي. مېرمن منگل ډېره زړوره پښته ده، اوله هېواده بهر فرهنگي هڅې يې د ستايلو وړ دي. ستورۍ منگل په بهر کې هم خپلو هنري کارونو باندې لگيا ده او تر ډېره د بهر مېشتو افغان ټولنو په خپرونو او غونډو کې ېې برخه اخيستې او د ټولنو له اړخه هم ستايل شوې ده. دم مهال په لندن کې مېشته ده .