ستر ځواک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ستر قدرت یا ستر ځواک (great power) هغه خپلواک دولت ته ویل کېږي، چې په نړیواله کچه د خپل نفوذ د پلي کولو وړتیا او تخصص ولري. ستر قدرتونه په مشخصه توګه نظامي او اقتصادي ځواکمني او همدارنګه ډیپلوماټیک او د نرم ځواک نفوذ لري، چې ښایي د دې لامل شي چې منځني یا کوچني قدرتونه د خپلو اقداماتو له ترسره کولو وړاندې د سترو قدرتونو نظرونه په پام کې ونیسي. د نړیوالو اړیکو تیوریپوهان په دې اند دي، چې د ستر قدرت یا ستر ځواک مقام یا حیثیت د ځواک له وړتیاو، فضایي اړخونو، او د مقام او منزلت له بېلابېلو اړخونو سره مشخصېدای شي.[۱]

په داسې حال کې چې ځینې هېوادونه په پراخه کچه ستر قدرتونه ګڼل کېږي، خو بیا یې هم کوم مشخص لېست یا لیکلړ نشته دی. کله ناکله د سترو قدرتونو منصب او مقام په رسمي توګه د ویانا کانګریس یا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څېر کنفرانسونو کې هم په رسمیت پېژندل کېږي. په همدې توګه، د سترو قدرتونو مقام او منزلت همدا راز په رسمي او غیر رسمي توګه د اوو سترو قدرتونو د ډلې یا (G7) په څېر فورمونو کې هم په رسمیت پېژندل شوی دی.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د "ستر ځواک" اصطلاح په لومړي ځل په اروپا کې له ناپلیونیک-وروسته دوره کې د مهمو قدرتونو د استازولۍ لپاره وکارول شوه. "سترو قدرتونو" د "اروپا کنسرت" جوړ کړ او له جګړې وروسته تړونونو د ګډ پلي کولو د حق غوښتونکي وو. د کوچنیو قدرتونو او سترو قدرتونو ترمنځ د وېش رسمي کېدل په ۱۸۱۴ کال کې د شومون تړون (Treaty of Chaumont) له لاسلیک سره منځ ته راغلل. له هغه وخت راهیسې د واک او ځواک نړیوال انډول څو ځلې بدل شوی، چې تر ټولو ډراماتیک هغه یې د لومړۍ نړیوالې جګړې او دویمې نړیوالې جګړې پر مهال و. په ادبیاتو کې، د ستر قدرت (great power) لپاره بدیل اصطلاحات اکثرا د نړیوال ځواک (world power) یا لوی ځواک (major power) دي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

تاریخچه[سمول]

د تاریخ په اوږدو کې د سترو، یا پام‌وړ قدرتونو بېلابېلې مجموعې شته وې. سترو قدرتونو ته لومړنۍ اشاره په درېیمه پېړۍ کې شوې، کله چې د پارس استازي ماني (Mani) روم، چین، اکسم او فارس د خپل وخت څلور سترې پادشاهۍ وبللې. په اروپا کې د ناپلیون د جګړو پر مهال امریکایي ډیپلومات جیمز مونرو (James Monroe) وویل: "هغه درناوی چې یو ځواک یې بل هغه ته لري، په دقیقه توګه د هغو وسیلو په تناسب دی چې دوی یې په ترتیب سره یو بل ته د زیان رسولو لپاره په واک کې لري." د "ستر ځواک" (great power) اصطلاح لومړی ځل په ۱۸۱۵ کال کې د ویانا په کانګرس کې راڅرګنده شوه. دغه کانګرس بیا د اروپا کنسرټ (Concert of Europe) له ناپلیوني جګړو وروسته د سولې د ساتلو لپاره د یوې هڅې په توګه رامنځته کړ.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ویانا کانګریس له پنځو اصلي قدرتونو څخه جوړ و: د اتریش امپراتوري، فرانسه، پروشیا، روسیه او لویه بریتانیا. د دغې اصطلاح له ننني فهم سره سم دا پنځه لومړني ګډونوال اصلي ستر قدرتونه وو. نور قدرتونه لکه هسپانیا، پرتګال او سویډن چې د ۱۷مې پیړۍ په اوږدو کې ستر قدرتونه وو، په ځینو ځانګړو مسایلو کې سره سلا شول، خو بشپړ ګډونوال نه وو.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د سترو قدرتونو درجه بندي[سمول]

سیاسي عالم، جیو ستراتیژیست، او د متحده ایالاتو د ملي امنیت پخوانی سلاکار زبیګنېو برژینسکي (Zbigniew Brzezinski) د ۲۰۱۲ کال په خپل کتاب ستراتیژیک لید: امریکا او د نړیوال ځواک بحران کې د سترو قدرتونو اوسنی دریځ ارزولی. نوموړی د سترو قدرتونو په اړه لاندې ټکو ته اشاره کوي:

متحده ایالات لاهم مخکښ دي، مګر د مشرۍ مشروعیت، موثریت او پایښت یې په ټوله نړۍ کې د داخلي او بهرنیو ننګونو د پېچلتیا له کبله تر پوښتنې لاندې دی. ... اروپایی اتحادیه کولی شي د نړۍ د دویم نمبر ځواک په توګه سیالي وکړي، مګر دا به یو څه زیات پیاوړي سیاسي یووالي او اتحاد ته اړتیا ولري، چې پکې ګډ بهرنی سیاست او ګډه دفاعي وړتیا موجوده وي. ... په بل اړخ کې، د چین پام‌وړ اقتصادي تحرک، د پرېکنده سیاسي پرېکړو لپاره یې وړتیا چې د روښانه او ځان-محوره ملي ګټو د انګېزې له مخې دي، له بهرنیو کمزوري کوونکو تعهداتو څخه یې نسبي ازادي، او په دوامداره توګه زیاتېدونکي نظامي توان یې د نړۍ له دې تمې سره همغږي لري چې دا هېواد به ډېر ژر د امریکا لومړی نړیوال مقام وننګوي او دا توجیه کوي چې په اوسنۍ نړیواله رتبه بندۍ کې د چین درجه له متحده ایالاتو څخه ټیټه ده. ... له دغو دوو سترو قدرتونو هاخوا د نورو لویو قدرتونو ترتیبي رتبه بندي به په یوه بهترین حالت کې هم دقیقه نه وي. که څه هم، په هر لېست یا لیکلړ کې باید روسیه، جاپان او هند او همدا راز د اروپایي اتحادیې غیر رسمي مشران: بریتانیا، آلمان او فرانسه شامل وي.[۲۳]

د هاګ د ستراتیژیکو څېړنو مرکز د ۲۰۱۴ کال د راپور له مخې:

ستر قدرتونه... په غیر متناسب ډول په اتحادونو او جګړو کې ښکېل دي، او د دوی ډیپلوماتیک وزن اکثرا په نړیوالو بنسټونو او فورمونو کې د دوی د پیاوړي رول له امله ټینګیږي. د واک او وقار یا پرسټېج دا غیرمساوي وېش "د دولتونو ترمنځ د تعاملاتو اداره کولو لپاره د حقونو او مقرراتو یوې ټولګې" ته لاره هواروي چې پکې اوسني قدرتونه د شته حالت ساتلو او خپل نړیوال نفوذ ساتلو لپاره سیالي سره کوي. په ننني نړیوال نظام کې، څلور ستر قدرتونه شته دي چې له دغه تعریف سره سمون لري: متحده ایالات (US)، روسیه، چین او اروپایي اتحادیه (چې اروپايي اتحادیه پکې د هغې د غړو د مجموعې په توګه په پام کې نیول کېږي). که د سترو قدرتونو د ځانګړتیاوو او وړتیاوو له دغه وضاحت څخه د معیارونو لیست وګورو، نو څرګنده ده چې ولې دا څلور قدرتونه د نړیوال امنیت په بحث کې واکمن دي. د غوره پوځي او اقتصادي وړتیاوو لرل د پوځي لګښتونو او کورنیو ناخالصو تولیداتو (GDP) په څېر سنجشونو کې تفسیرېدای شي، او د لویو قدرتونو اصلي امتیاز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا (UNSC) د رایې ورکولو په میکانیزمونو کې خورا روښانه دی، چې پکې پنځه دایمي غړي د ویټو حق لري. د پوځي لګښتونو له مخې درجه بندي شوي لس غوره هېوادونه تقریبا د GDP پر بنسټ درجه بندي شوو لسو غوره هېوادونو سره نږدې مطابقت لري، چې یوازې سعودي عربستان پکې نه راځي او برازیل ترې وړاندې دی. د یادولو وړ ده، چې هر هېواد چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې دایمي څوکۍ لري ځان د لسو سترو نظامي او اقتصادي قدرتونو په سر کې هم ګوري. که د خپلو غړو د مجموعې په توګه په پام کې ونیول شي، نو بیا اروپايي اتحادیه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا (UNSC) کې د اقتصادي شتمنۍ او ډیپلوماتیک وزن له مخې ترټولو ډېرې نومرې او امتیاز اخلي. دا بیا د متحده ایالاتو له لوري له نژدې څارل کېږي، چې د پوځي لګښتونو په درجه بندۍ کې لومړی ځای لري او ورپسې روسیه او چین چې دواړه په نړیوال نظام کې قوي نظامي، اقتصادي او ډیپلوماتیک نفوذ لري.[۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. Iver B. Neumann, "Russia as a great power, 1815–2007." Journal of International Relations and Development 11.2 (2008): 128-151. online
  2. "Great Powers". Encarta. (2008). MSN. Retrieved on 2008-12-20.  Archived 2011-08-19 at the Wayback Machine.
  3. Fueter, Eduard (1922). World history, 1815–1930. United States: Harcourt, Brace and Company. د کتاب پاڼي 25–28, 36–44. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-58477-077-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Danilovic, Vesna. "When the Stakes Are High – Deterrence and Conflict among Major Powers", University of Michigan Press (2002), pp 27, 225–228 (PDF chapter downloads) Archived 30 August 2006 at the Wayback Machine. (PDF copy) .
  5. Louden, Robert (2007). The world we want. United States of America: Oxford University Press US. د کتاب پاڼې 187. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195321371. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. T. V. Paul; James J. Wirtz; Michel Fortmann (2005). "Great+power" Balance of Power. United States: State University of New York Press, 2005. د کتاب پاڼي 59, 282. د کتاب نړيواله کره شمېره 0791464016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Accordingly, the great powers after the Cold War are Britain, China, France, Germany, Japan, Russia and the United States p. 59
  7. The Routledge Handbook of Transatlantic Security. Routledge. 2 July 2010. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1136936074. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (see section on 'The G6/G7: great power governance')
  8. Contemporary Concert Diplomacy: The Seven-Power Summit as an International Concert, Professor John Kirton
  9. Penttilä, Risto (17 June 2013). The Role of the G8 in International Peace and Security. Routledge. د کتاب پاڼي 17–32. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1136053528. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (The G8 as a Concert of Great Powers)
  10. Tables of Sciences Po and Documentation Francaise: Russia y las grandes potencias Archived 2019-10-28 at the Wayback Machine. and G8 et Chine (2004)
  11. Charles Webster, (ed), British Diplomacy 1813–1815: Selected Documents Dealing with the Reconciliation of Europe, (1931), p. 307.
  12. Toje, A. (2010). The European Union as a small power: After the post-Cold War. New York: Palgrave Macmillan.
  13. "the definition of world power". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Dictionary – Major power". reference.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 11 April 2005 باندې). Obelisk points to ancient Ethiopian glory.
  16. Tim McGrath, James Monroe: A Life (2020) p 44.
  17. Danilovic, Vesna. "When the Stakes Are High – Deterrence and Conflict among Major Powers", University of Michigan Press (2002), pp 27, 225–230 [۱].
  18. Fueter, Eduard (1922). World history, 1815–1920. United States of America: Harcourt, Brace and Company. د کتاب پاڼي 25–28, 36–44. د کتاب نړيواله کره شمېره 1584770775. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bartlett, C. J. (1996). Peace, War and the European Powers, 1814–1914. Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼې 106. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780312161385. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Dallin, David (30 November 2006). The Rise of Russia in Asia. Read Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4067-2919-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Tonge, Stephen. "European History Austria-Hungary 1870–1914". د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Multi-polarity vs Bipolarity, Subsidiary hypotheses, Balance of Power". University of Rochester. د اصلي (PPT) آرشيف څخه پر ۱۶ جون ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Why are Pivot states so Pivotal? Archived 2016-02-11 at the Wayback Machine., hcss.nl, 2014