ستر اخلاق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ستر اخلاق يا ميتا اخلاق د ميتا فلسفې او اخلاقو په علم کې د اخلاقي قضاوت د طبيعت، پراختيا او معنا څېړي. دا د اخلاقو له درې څانګو څخه يوه ده، چې په عمومي ډول د فيلسوفانو له لورې څېړل کېږي؛ دوه نورې څانګې معياري اخلاق (د يو شخص د اوسېدلو او عمل کولو د څرنګوالي په اړه پوښتنې) او عملي اخلاق (په عمومي ډول مخالفتي ټاکلو حالتونو کې د سم چلند عملي پوښتنې) دي.

په داسې حال کې چې معياري يا قانوني اخلاق د «زه بايد څه وکړم؛» په څېر پوښتنې په نښه کوي او د کړنې ځانګړي لارې چارې او اصول ارزوي، ميتا يا ستر اخلاق د «ښه والی څه شی دی؟» او «څنګه کولی شو ووايو، چې څه شی له ناوړه څخه غوره دي؟» په څېر پوښتنې ځوابوي، د معياري نظريو پر بنسټيزو انګېرنو د پوهېدلو هڅه کوي. يو بل توپير چې زياتره وخت د دواړو تر منځ کېږي، دا دی چې معياري اخلاق لومړۍ درجه يا بنسټيزې پوښتنې رانغاړي او ستر اخلاق دويمه درجه يا رسمي پوښتنې تر بحث لاندې نيسي.

د نظرياتو ځيني متخصصين يا تيوريسټان استدلال کوي، چې د رښتينو اخلاقي نظريو د مناسبې ارزونې او د عملي اخلاقي پرېکړو کولو لپاره د اخلاقيت يو ميتافزيکي دليل ته اړتيا ده؛ له مخالفو اړخونو څخه ځيني نور استدلال او وړانديز کوي، چې د مناسبو کړنو په اړه د اخلاقي قضاوتونو څېړل موږ ته د اخلاقي طبيعت د يو رښتيني دليل لارښوونه کولی شي.

ميتا-اخلاقي پوښتنې[سمول]

د ريچارد ګارنر او برنارد روسن له نظره درې ډوله اخلاقي ستونزې يا درې عمومي پوښتنې شته: [۱]

  1. د اخلاقي اصطلاحاتو يا قضاوتونو معنا څه ده؟
    • د ښه، بد، سم او ناسم په څېر ویوکو د معناګانو په اړه پوښتي
  2. د اخلاقي قضاوتونو طبيعت څه شی دی؟
    • پوښتي چې ايا اخلاقي قضاوتونه بشپړ يا مطلق کي که نسبي؛ يو ډول دي او زيات ډولونه او داسې نور
  3. د اخلاقي قضاوتونو ملاتړ يا ګټندويي څه ډول کېدای شي؟
    • د «موږ څنګه پوهېدلی شو، چې يو څه سم يا ناسم دي؟» په څېر پوښتنې کوي.

ګارنر او روسن وايي، چې يادو درې بنسټيزو پوښتنو ته ځوابونه «بې تړاوه نه دي او ځيني وختونه به يوې پوښتنې ته ځواب په پياوړي ډول يوې بلې پوښتنې ته د ځواب وړانديز وکړي يا يې ان ځواب راونغاړي». ميتا اخلاقي نظريه د معياري اخلاقي نظريې د زيات ښه، زيات ناوړه، ښه، ناوړه يا خراب په څېر د ځانګړو ټاکنو د ارزولو هڅه نه کوي؛ که څه هم ښايي د معياري اخلاقي ادعاوو د اعتبار او معنا په اړه ژورې پايلې ولري. د پورتنيو درې بېلګو پوښتنو د هرې يوې ځواب به په خپله يوه معياري اخلاقي څرګندونه نه وي. [۲]

اخلاقي سيمانټيکس[سمول]

اخلاقي سيمانټيکس «د اخلاقي اصطلاحاتو او قضاوتونو معنا څه ده؟» پوښتنې د ځوابولو هڅه کوي»، چې ځوابونه يې ښايي د دوه نورو پوښتنو د ځوابونو پايلې يا وړانديزوه هم ولري.

ادراکي نظريې[سمول]

ادراکي نظريې د نا ادراکي نظريې خلاف په پام کې نيسي، چې ارزونکي اخلاقي جملې وړانديزونه څرګندوي (لکه: دوی «رښتيا مناسب» يا «رښتيا توليدونکي» دي، د سم يا ناسم وړ دي). د ادراکيت زياتره ډولونه په دې باور دي، چې دا ډول ځيني وړانديزونه (د اخلاقي رياليزم او اخلاقي معروضيت په ګډون) سم دي، چې د دوی دا باور د تېروتنې د نظريې خلاف دی، چې ادعا کوي چې ټول وړانديزونه ناسم دي.

اخلاقي واقعيت پالنه يا رياليزم[سمول]

اخلاقي واقعيت پالنه په پام کې نيسي، چې دا ډول وړانديزونه د پياوړو يا خپلواکو ذهني حقيقتونو په اړه دي، چې د کوم شخص يا ډلې د ذهني يا موضوعي نظريې په اړه حقيقتونه نه دي، مګر د نړۍ د عيني يا واقعي بڼو په اړه دي. ميتا اخلاقي نظريې په عمومي ډول د رياليزم د يوې بڼې يا اخلاقي حقيقتونو ته په پام سره د رياليزم ضد د درې بڼو له ډلې د يوې بڼې په توګه ډلبندي کېږي: اخلاقي موضوعيت يا ذهن پالنه، د تېروتنې نظريه يا نا ادراکيت. واقعيت پالنه دوه مهم ډولونه لري:

  1. اخلاقي طبيعت پالنه په دې نظر ده، چې واقعي يا عيني اخلاقي ځانګړتياوې شته، چې د کمښت وړ دي يا په ځينو ميتافزيکي اړيکو کې په بشپړ ډول د نا اخلاقي ځانګړتياوو پر وړاندې درېږي. زياتره اخلاقي طبيعت پالونکي په دې باور دي، چې موږ د اخلاقي حقيقتونو ازمايښتي (تجربوي) پوهه لرو. اخلاقي طبيعت پالنه د زياتره معاصرو اخلاقي نظريات پوهانو او په ځانګړي ډول د ګټې اصالت د پلويانو له لورې په څرګند ډول په پام کې نيول شوې ده.
  2. اخلاقي ناطبيعت پالنه لکه څرنګه چې د جي اي مور “G. E. Moore” له لورې وړاندې شوې ده، په دې باور ده چې واقعي او نه کمېدونکي اخلاقي ځانګړتياوې (لکه: د ښه والي ځانګړتيا) شته او بل دا چې موږ ځيني وختونه د اخلاقي ځانګړتياوو يا اخلاقي حقيقتونو شعوري يا په بل ډول يو غوره پوهاوی لرو. د هغه څه په اړه د مور د پرانيستې پوښتنې استدلال، چې نوموړي د طبيعت تېروتنه وګڼله، په معاصره تحليلي فلسفه کې په براخه کچه د ميتا اخلاقي څېړنې د رامنځته کولو ځواب ويونکی و.

اخلاقي ذهن پالنه يا موضوعيت[سمول]

اخلاقي ذهن پالنه د حقيقت پالنې يا رياليزم ضد اخلاقو يو ډول دی. دا ډول په دې باور دی، چې اخلاقي څرګندونې د هرې ټولنې، د هر فرد يا د ځيني ځانګړي شخص د خلکو د کړو وړو او يا ټاکلو کړنلارو له مخې سم يا ناسم ګڼل کېږی. د ذهن پالنې يا موضوعيت زياتره بڼې نسبيتي دي، مګر ځيني د يادوني وړ نړۍ پال ډولونه يې هم شته:

  • د خيالي يا عقلي کتونکي نظريه په پام کې لري، چې سمې کړنې د هغو کړو وړو له مخې مشخص کېږي، چې يو فرضي عقلي کتونکی يې ښايي ولري. يو عقلي کتونکی په عمومي ډول د يو داسې موجود په توګه پېژندل کېږي، چې د نورو شيانو له مينځه په بشپړ ډول شعوري، تخيلي او پوه دی. که څه هم د موضوعيت نظريه سره له دې چې په يوې ځانګړې فرضي موضوع پورې تړلې ده، د عقلي کتونکي نظريه “Ideal Observer Theory” لا هم اخلاقي پوښتنو ته د عمومي ځوابونو د چمتو کولو معنا ورکوي.
  • د الهي حکم نظريه په دې باور ده، چې د يو څه سم اوسېدلو لپاره يو بي ساري موجود يانې خدای شته، چې هغه تاييد کړي او هغه څه چې د نا الهي مخلوق لپاره سم دي، الهي ارادې [غوښتنې] ته غاړه ايښودل دي. دا نظريه په يوتايفرو “Euthyphro” نومي ستونزه کې د اپلاتون تر نيوکې لاندې راغلې وه، مګر ځيني معاصر ګټندويان (روبرت ادمز، فليپ کوېن او نور) لري. ياده نظريه د عقلي کتونکي نظريې په څېر د خپل موضوعيت تر څنګ د عمومپالنې معنا وړاندې کوي.

د تېروتنې نظريه[سمول]

د تېروتنې نظريه چې د حقيقت پالنې ضد اخلاقو يو بل ډول دی، په پام کې نيسي چې که څه هم اخلاقي ادعاوې بايد چې وړانديزونه څرګند کړي، مګر دا ډول ټول وړانديزونه ناسم دي. په دې ډول د تېروتنې نظريې له مخې «وژل په اخلاقي ډول ناسم دي» او «وژل په اخلاقي ډول روا دي» دواړه ناسمې څرګندونې دي. جی ال ماکي “J. L. Mackie” ښايي د دې نظريې تر ټولو پېژندل شوی وړاندې کونکی وي. دا چې د تېروتنې نظريه د اخلاقي حقيقتونو شتون نه مني، نو د همدې له امله اخلاقي هيڅ پالنې او په همدې ډول اخلاقي شک پالنې ته اړتيا لري؛ که څه هم هيڅ پالنه او شک پالنه يوه هم د تېروتنې نظريې ته اړتيا نه لري.

سرچينې[سمول]

  1. Garner, Richard T.; Bernard Rosen (1967). Moral Philosophy: A Systematic Introduction to Normative Ethics and Meta-ethics. New York: Macmillan. د کتاب پاڼې 215. LOC card number 67-18887. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Garner, Richard T.; Bernard Rosen (1967). Moral Philosophy: A Systematic Introduction to Normative Ethics and Meta-ethics. New York: Macmillan. د کتاب پاڼې 215. LOC card number 67-18887. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)