Jump to content

سترواکه دوېجر سیچي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سترواکه دوېجر سیچي ( نومبر ۲۹ ۱۸۳۵- ۱۵ نومبر ۱۹۰۸) چې په یهې نارا ژینګژن کې زېږېدلې، د مانچو یهې نارا د قبیلې یوه اشرافي  او صیغه ای ښځه او وروسته نایب السلطنه وه چې د چین حکومت یې د کینګ د امپراطورۍ په لړۍ کې له کال ۱۸۶۱ څخه په کال ۱۹۰۸ کې د هغې تر مرګ پورې کنترول کړ. په ځوانۍ کې د سترواک ژیان فینګ د صیغه اي ښځې په توګه ټاکل شوې هغې په کال ۱۸۵۶ کې د زای چون په نامه یو ځوی وزېږاوه. په کال ۱۸۶۱ کې د سترواک ژیان فینګ تر مرګ وروسته ځوان هلک د تونګژي سترواک ( تونګژی سترواک د کینګ د امپراطورۍد لړۍ نهم سترواک و)   شو او سیچې د مړه امپراطور د کوندې ایمپرېس دوېجر سیان ترڅنګ د امپراطور مرستیاله دوېجر شوه. سیچې د مړه امپراطور له خوا د ټاکل شویو نایب السلطنه ګانو یوه ډله لرې کړه اوله نایب السلطنه سیان سره یې چې وروسته مړه شوه  د نایب السلطنه مقام تر لاسه کړ. سیچې د امپراطورۍ په لړۍ باندې هغه وخت نور هم کنترول تقویت کړ چې هغې د خپل ځوی سترواک تونګژي له مرګ ورسته خپل خوریي د ګوانګژو سترواک ( دا کینګ د لړۍ لسم ستر واک و) په نامه د خپل ځوی په ځای وټاکه. دا ټاکنه د کینګ د امپراطورانو د لړۍ د ځای ناستي توب د مقرراتو سره په ټکر کې وه هغه لړې چې چین یې له ۱۶۴۴ څخه را په دې خوا اداره کړی و.

سیچې د تونګژي بیا اعادې په نوم یو لړ منځلاري سمونونه تر څارني لاندې رواستل چې له رژیم سره یې مرسته وکړه چې تر ۱۹۱۱ پورې دوام ومومي. که څه هم سیچې د لویدیځ مادل حکومت دارې ردوله خو د تکنالوژیکې او نظامي سمونونو او ځان پیاوړي کیدو خوزښت څخه یې ملاتړ کاوه. هغې په کال ۱۹۸۹ کې د سل ورځو سمونونو اصولو څخه ملاتړ کاوه خو له دې وېرېده چې له دفتري ملاتړ پرته د دې سمونونو ناببره تطبیق به نفاق اچوونکی وي او جاپان او نور بهرني قدرتونه به د هر ډول کمزورۍ څخه ګټه پورته کړي. هغې سترواک  ګوانګژو چې دې فکر کاوه د دې د وژلو هڅه یې کړې وه ،  له بنسټپالو سمونپالو د ملاتړ په پار، په عام محضر کې د اصلي سمونپالو د اعدام له امله په مجازي ډول بندي کړ (نظر بند کړ). د بوکسر له بغاوت ( د بوکسر بغاوت د ۱۸۹۹ او ۱۹۰۱ کلونو تر منځ  کینګ د سترواکۍ د لړۍ د پای لپاره  په چین کې یو خارجی ضد، استعماري ضد او عیسوي ضد پاڅون و)  وروسته چې د متفقینو د پوځونو د یرغل لامل شو، سیچې په پیل کې د بوکسرله ډلو څخه ملاتړ وکړ او د یرغلګرو په واړندې یې د جګړې اعلان وکړ. راتلونکې ماته یوه حیرانونکی شرم و. کله چې ژیان څخه بیچینګ ته سیچې را ستنه شوه چې هلته یې امپراطور نیولی و، هغه په مرکز کې له بهرنیانوسره ملګرې شوه او په سازماني او مالي سمونونو په تطبیق یې پیل وکړ چې موخه یې مشروطه سلطنت ته د چین را ګرځول و. د کال ۱۹۰۸ په نومبر کې د سیچې او امپراطور ګوانګژو دواړو مړينې محکمه د مانچو(شمال شرق چین کې یوه سیمه ده) د محافظه کارانو لاس کې ورکړه او د پيوی ( د کینګ د سترواکۍ  دلړۍ یوولسم سترواک چې په دوه کلنۍ کې په تخت کښېنول شو) په نامه یې یو ماشوم په تخت کښېناوه چې یوه نارامه او وېشل شوې ټولنه یې را منځ ته کړه.

په چین او له چین څخه بهر تاریخ پوهانو په هغه څه چې له سیچي پاته شوې دي بحث کړی دی. هغه معمولا د یوې بې رحمې او مستبدې په توګه ښودل کږي، که څه هم د هغې ارتجاعي سیاستونو د کینګ د نقصان لرونکې سترواکۍ د لړۍ د دوام د مدیزیت د بریالیتوب لامل کېده  خو ورسره د دې د تحقیر او په پای کې د وچانګ  پاڅون د ده په سقوط تمام شو. له دې سره، تجدید نظر غوښتونکي په دې عقیده دي چې ملتپالو او کمونیستي انقلابیونو هغه د هغو ژورو ريښو لرونکوستونځو قربانې کړه چې د خلاصون وړ نه وه او د هغې د سیاسي نظم توصیف به یې کاوه. هغه د خپل ناثابته قدرت په کلونو کې د ډیریو اغیزمنو خو له موقع څخه تېرو سمونونو لکه د غلامی ، شکنجې د پخواني متود او د دولتي خدماتو د معاینې د قدیمي سیستم له منځه وړلومسؤله وه. له دې سمونونو څخه وروستی سمون د پیکنګ د نوي پوهنتون  په شمول یو شمېر بنسټونو له خوا تعویض کړل شول.  

ژوند

[سمول]

زېږون

[سمول]

راتلونکې سترواکه دواګر سیچي د سترواک داوګوانګ د حکمرانۍ د پنځلسم کال په لسمه قمري میاشت ( د کال ۱۸۳۵ د نومبر په ۲۹ ) کې وزېږېده. د هغې پلار هوژنګ و چې د باردرېد بلو بانر (  د چین د مانچو نظامي برخه) غړی و اود دریم دک رتبه یې درلوده. د سترواکۍ آرشیف ښیي چې هوژنګ د میرمن نی هی نارا د زېږون وخت کې په بیجینګ کې کار کاوه، دا هغه نښه ده چې سیچي په بیجینګ کې زیږېدلې ده. دوسیه ښیي چې په ماشوم توب کې دهغې د کور موقعیت پيچای، هوتونګ، سیچی پایلو یا بیجینګ و. هغې د وانژن په نامه یوه خور او د ګویکسانګ په نامه یو ورور درلود. [۱]

د ژیانفېنګ عصر

[سمول]

په کال ۱۸۵۱ کې، سیچې د سترواک ژیانفینګ لپاره د ښځو د ټاکنې په یوه مجلس کې له ۶۰ نورو کاندیدو ښځو سره برخه واخیسته. سیچې یو له هغو  کمو ښځو وه چې د پاتې کېدو لپاره وټاکل شوه. د نورو ټاکل شوو کاندیدو ښځو په منځ کې اشرافي ښځه لی چې د تاتارا د قبيلې وه  ( چې وروسته د کنسورت لی په نامه یادېده)  او صیغه ښځه ژن و چې د نیوهورو په قبیلې پورې اړه درلوده ( چې وروسته د سترواک ژیانفینګ سترواکه میرمن شوه). د کال ۱۸۵۲ د جون په ۲۶، سیچې د خپلې کونډې مور زیالهوتونګ هستوګنځای پرېښود او ممنوعه ښار( دا د [ین په بیجینګ کې د ماڼیو یو کمپلیکس و چې ګڼ شمېر پارکونه، معبدونه او نور سهولتونه یې در لودل)  ته ننوته او د سترواک د میرمنو په شپږمه درجه ځای په ځای شوه او په نوبل لېدي لان په نامه ملقبه شوه.   

د کال ۱۸۵۴ د فبرورۍ په ۲۸، سیچې پنځمې درجې میرمنو ته ارتقا وکړه او هغې ته (( صیغې یي )) لقب ورکړل شو. سیچې امیندواره شوه او د کال ۱۸۵۶ د اپریل به ۲۷ یې د زایچون په نامه یو زوی وزېږاوه چې د سترواک زیانګفینک لومړنی او ژوندی پاتې شوی زوی و. په همدې ورځ هغې ته څلورمې درجې ته د میرمن یي په توګه ارتقا ورکړل شوه. په کال ۱۸۵۷ کې، کله چې د هغې د زوي لومړي کلیزه وه، سیچې د سترواک د میرمنو دریمه درجه ورکړل شوه او نوبل کنسورت لقب ورکړل شو. دې درجې د سترواک ژیان فینګ په حرم کې د ښځو په مینځ د کې سترواکې نیوهورو څخه وروسته مقام کې ځای په ځای کړه.  

په سترواکۍ کورنۍ کې د مانچ، دنورو ښځو په خلاف، سیچې د لوست او لیک د وړتیا په درلودلو مشهوره وه او دې مهارت هغې  ته ډېر فرصتونه ورکړي و چې په ورځني توګه کاواکه سترواک سره د چینایي دولت په اداره کې مرسته وکړي. په مختلفو مناسبتونو کې سترواک ژیانګ فینګ به د ستر واک د مانې رسمې لیکونه او یادداښتونه د سیچې په واسطه لوستل  او په رسمي مکتوبو به یې  د ستر واک په خوښه د سترواک لارښوونې أیکلې. په پایله کې، سیچې له امپراطور  څخه د دولت له چارو  او د حکومت کولو له هنر څخه ښه خبره شوه. [۲]

د تانګژي عصر

[سمول]

د کال ۱۸۶۰ د سپتمبر په میسات او د تریاکو د دویمې جګړې ( دا جګړې د چین او لوېدیځو قدرتونو تر منځ پېښې شوې دي)  د پای ته رسېدو په مهال، برتانوی دپلوماتیک استاذی هاری پارکس له نوریرغمل شوو سره ونیول شو، شکنجه شو او اعدام شو. د دې پېښې په کسات کې، برتانوی او فرانسوي ځواکونو د لورد ایګلین تر قوماندې لاندې په بیجینګ یرغل وکړ او تر یوې میاشتې یې اولد سمر پا لېس ( دا د کینګ د سترواکۍ  دلړۍ د اوسیدلو مانې وه) په بشپړه توګه وسوځوله. سترواک ژیان فینګ او د سیچې په ګډون د هغه خپلوان  له بیجینګ څخه رې هې ولایت ته چې اوس چنجېد او اې بې ته نژدې پروت دی وتښتېد.  سترواک ژیانفینګ  چې لا پخوا د عقل د زوال سره مخ و د اولد سمر پالېس د تخریب په اړوند د خبر د اورېدلو  له امله په ژور خفګان اخته شو او الکولو مخدره توکو ته یې مخه کړه او سخت ناروغ شو. هغه خپل اته تنه د اعتماد وړ وزیران چې مشرې یط سوشون، زایو آن او دوان هو وا احضار کړل او هغوی نایب السلطنه وزیران ونومول تر څو راتلونکی ستر واک لارښوونه کړي او ملاتړ یې وکړي. امپراطور ژیان فینګ د کال ۱۸۶۱ د اګست په ۲۲ د رې هې د ولایت  په چینګد مونتاین ریسورت کې مړ شو. [۳][۴]

د پردې تر شا واکمني

[سمول]

نوې دوره

[سمول]

د ۱۸۶۱ زکال په نومبر میاشت کې د شینیو له کودتا څو ورځې وروسته تسیشي په چټکۍ سره شهزاده ګونګ د خپلو مرستو له امله مکافات کړ. نوموړی یې نایب السلطنت وټاکه او خپله مشره لور یې د لومړۍ درجې شاهزادګۍ په توګه وټاکله، هغه لقب چې په معمول ډول د سترواک مشرې لور ته ورکول کېږي. ورته مهال تسیشي، شهزاده ګونګ ته ټول هغه واکونه ورنکړل چې د سترواک شونژي د واکمنۍ پر مهال د ډورګون په څېر شهزاده ګانو لرل. د پردې تر شا حکومت د لومړنیو اقداماتو په توګه تسیشي له شیان سره یوځای د دغه مهال د سیاسي او حکومتي مرکز د ذهني روزنې له مرکز څخه د سترواک ماشوم له اړخه دوه فرمانونه صادر کړل. په لومړي فرمان کې راغلي و چې دواړې ډاوجر ملکې باید له کومې مداخلې پرته پرېکړه کوونکې واوسي او دویمي فرمان بیا د سترواک لقب له ژیانګ (祺祥؛ «نېک بخته») څخه تونګژي (同治؛ «جمعي ثبات») ته تغیر کړ. [۵]

په داسې حال کې چې شیان او تسیشي یوازني پرېکړه کوونکي وټاکل شول، خو دوی اړ وې څو د ایالتي چارو د مخته وړو په موخه په لویې شورا او یو لړ پېچلو پړاوونو تکیه وکړي. هغه مهال به چې دولتي اسناد راوړل شول، په پیل کې به دواړو ملکو ته وړل کېدل او بیا به له هغو وروسته شهزاده ګونګ او لویې شورا ته راجع کېدل.

بهرنی اغېز

[سمول]

له ۱۸۵۰ زکال څخه تر ۱۸۶۰ زکال پورې د تریاکو په دویمه جګړه کې د چین ماته یو د خطر زنګ و. دغه مهال د ځمکې پر سر، په سمندرونو او همدارنګه له تسلیحاتي پلوه د چین پوځي ستراتیژۍ پخوانۍ وې. تسیشي د بهرنیانو له خوا د فوري ګواښ په احساس او د دې په درک سره چې د چین کرهڼیز اقتصاد نه شي کولای د صنعتي لویدیځ د ځواکونو پر وړاندې سم کار ورکړي، د چین په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره داسې پرېکړه وکړه چې چین باید له لویدیځو قدرتونو څخه زده کړه وکړي او د هغوی پوهه او ټکنالوژي خپل هېواد ته راوړي. دغه مهال د چین دریو مهمو هان چارواکو، ژینګ ګوپن، لي هونګژانګ او ژو ژونګټنګ د هېواد په سویلي برخو کې د صنعتي پروګرامونو په پلي کولو لاس پورې کړی و. له دغو پروګرامونو څخه د ملاتړ په موخه تسیشي په ۱۸۶۲ زکال کې په بېجېنګ کې د ټانګوین ګوان په نامه د لویدیځو ژبو د زده کړو په موخه ښوونځی پرانیست. دغه ښوونځي د ستورپوهنې او ریاضیاتو په څېر د نوې دورې د موضوعاتو اړوند ښوونیز نصاب درلود او همدارنګه یې زده کوونکو ته انګریزي، فرانسوي او روسي ژبه ور زده کوله. ورته مهال یو شمېر چینايي ځوانان د زده کړو په موخه له هېواده بهر متحده ایالاتو ته ولېږل شول.

«له بهرنیانو څخه د زده کړو» تر عنوان لاندې د چین پروګرام په چټکۍ سره له خنډونو سره مخ شو. ورته مهال د چین پوځي بنسټونو په کلکه سره اصلاحاتو ته اړتیا لرله. د دغې چارې لپاره د تسیشي حل لار د درباري چارواکو تر نظر لاندې د بریتانیا د اتو جنګي بېړیو پېرل و. خو هغه مهال چې دغه جنګي بېړۍ چین ته ورسېدې، انګریزي کشتۍ چلوونکو په هغو کې کار کاوه چې ټول د بریتانیا تر امر لاندې و. چینایان له دغې «نړیوالې ریشخندۍ» څخه غصه شول، د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې له ماتې سره مخ شوې؛ همدا و چې چین بېرته دغه بېړۍ بریتانیا ته وسپارلې او داسې پلان ونیول شو چې دغه بېړۍ همالته لیلام شي. څېړونکي ځینې وختونه د چین د بهرنیو پالیسو ماته د تسیشي لرغونو او محافظه کارانه لیدلورو ته اړونده بولي او باوري دي چې تسیشي یوازې په دې شرط ډېر څه له بهرنیانو زده کول چې د هغې له قدرت څخه څوک تېری وه نه کړي. تسیشي په دې پلمه چې د اوسپنې د پټلۍ کار ډېر اوږد دی او له امله یې «د سترواکانو مقبرې آزار» کېږي د هغو د جوړولو چارې یې منع کړې. له دې سره هغه مهال چې د اوسپنۍ د پټلۍ چارو په ۱۸۷۷ زکال کې د هنګژانګ په لارښوونه دوام وموند، تسیشي امر وکړ چې هغه دې په آسونو پسې په کش کولو ووژل شي. ورته مهال هغې په موټر کې له تګ څخه هم ډډه کوله ځکه چې چلونکي نشو کولای د هغه مهال له تشریفاتو سره مطابق لومړی دا له موټره راښکته کړي. تسیشي په ځانګړې توګه د هغو کسانو له لیبرال فکر څخه اندېښمنه وه چې په بهر کې یې زده کړې کړې وې او داسې فکر یې درلود چې هغوی د دې د ځواک لپاره نوی ګواښ جوړوي. په ۱۸۸۱ زکال کې تسیشي بهر ته د ماشومانو د لېږلو سیاست ته پای ټکی کېښود او د بهرنیانو اړوند یې خپل پخواني لیدلوري ته شا کړه. [۶][۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Information listed on a red sheet (File No. 1247) in the "Miscellaneous Pieces of the Palace" (a Qing dynasty documentation package retrieved from the First Historical Archives of China)
  2. "您访问的页面不存在". www.56.com. خوندي شوی له the original on 15 December 2013.
  3. Immanual Hsu (1985), The Rise of Modern China (p. 215).
  4. Edward Behr, The Last Emperor, 1987, p. 44
  5. Yang, Hong; Xie, Jiawei; Ji, Lifang (2018). "The Historical Information of the Decorative Polychrome Painting in the Hall of Mental Cultivation Complex, Forbidden City". Built Heritage (in انګليسي). 2 (1): 19–38. doi:10.1186/BF03545700. ISSN 2096-3041.
  6. [Professor Sui Lijuang: Lecture Room Series on Cixi, Episode 9]
  7. "Empress Dowager Cixi by Jung Chang, review". www.telegraph.co.uk. 11 October 2013. بياځلي په 2023-01-12.