ستراتيژيک مديريت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ستراتيژيک مديريت مخکې له دې چې په ستراتيژيک مديريت وغږيږو لومړی بايد ستراتيژی او ستراتيژيک پلان وپېژنو.

ستراتيژي[سمول]

ستراتيژي هغه لاره يا تدابير دي چې د هغې څخه په استفادې مونږ کولای شي هدف ته ورسيږو. هغه اوږدمهاله تدابير اولاره چې مونږ هدف ته رسوي عبارت له ستراتيژي څخه ده. هغه تګلاره اويا تدابير دي چې د سازمان د منابعو اوماحول په نظر کي نيولوسره د هغې پواسطه ديو سازمان اوږ مهاله هدف يا اهداف لاسته راوړل کيږي.

د ستراتيژيو ډولونه[سمول]

په اداري ستراتيژيو کی مرکزي ستراتيژۍ ، تجارتي ستراتيژی ( کاروباري ستراتيژۍ) او عملياتي ستراتيژۍ شاملې دي. د ادارې عمومي مديران د ادارې له پاره مرکزي او مشره ستراتيژي جوړوي، او ورپسې منځني مديران کاروباري ستراتيژئ جوړوي او پای کی ټيټ پوړي مديران عملياتي ستراتيژئ جوړوي. دولت د افغانستان ملي پرمختيايی تګلاره (ANDS) لري چې دهيواد پرمختيا عمومي اهداف او لوري ټاکي، ورپسې هروزارت يا دولتي اداره د خپل عمل او نفوذ په ساحه کې د همدې ملي پرمختيايی تګلارې په رڼا کې د هر وزارت يا نورو دولتي ادارو څانګې خپلې تګلارې جوړوي چې وکولای شي د دولت هغه عمومي ستراتيژي ملاتړ او عملي کړي بيا د دی دواړو په رڼا کی د هر وزارت يا نورو دولتي ادارو څانګې خپلې تګلارې جوړوي، نو که دولت د يو واحد په توګه فرض شي، ملي پرمختيايي اداره د مرکزي تګلارې د هر وزارت تګلاره د کاروباري تګلارې او دهر وزارت دڅانګو تګلارې د عملياتي ستراتيژيو مثال لري.

مرکزي يا عمومي ستراتيژي (Corporate Strategy)[سمول]

په دې ستراتيژي کی ادار ه خپل تجارت يا کاروبار ټاکي،يعنې ګوري چې کوم کاروبار ته لاس واچوي له دې پرته ددې ستراتيژي له لارې اداره خپل عمومي راتلونکي ټاکي او که چيرې له يوه ډير تجارتونه ولري نو ټاکي چې کومه ځانګه څه تجارت وکړي. له دې پرته په دې سويه کې اداره دا هم ګوري چې ترکومه حده باثباته ده يا په بله وينا د ثبات ستراتيژي (Stability Strategy) جوړوي يعنې که چيري اداره په ثبات سره پر مخ روانه وي، او چاپيريال هم ثابت واوسي نو مديران دبدلونونو له راوړلو ډډه کوي او له اوسني حالت سره په مخ ځي. خودلته د ثبات پوښتنه پيداکيږي، چې ثبات يعنې څه؟ يا په بله وينا پر کوم بنسټ بايد وانګيرل شي چې اداره په ګټه کې ده، يا په کوم حالت کې چې پر مختګ کوي هغه د ادارې راتلونکی تضمينوي او ثبات ساتي په ننني چاپيريال کې چې نه سياسي وضع اونه دهيواد اقتصادي حالات ثابت دي، اکثراً د ا پريکړه ډيره ګرانه تماميږي چې څه بايد پرمختګ او څه بايد وروسته والې وګڼل شي، ممکن په داسې حالاتو کې د ادارې غښتلتياوو،ضعفونو، فرصتونو امکاناتو او دچاپيريال خطرونويا تهديدونو په نظر کې نيولو سره د ادارې راتلونکی وټاکل شي.

تجارتي يا کاروباري ستراتيژي (Business Level Strategy)[سمول]

په دې ستراتيژي کی اداره عموماً دخپل تجارت ياتجارتونو په سويه تګلاره جوړوي، دلته اداره هڅه کوي چی دتجارت په ساحه کې د سيالي کړنلاره وټاکي، که چيرې اداره يو تجارت ولري نو عموماً دا ستراتيژۍ له مرکزي يا عمومي ستراتيژئ سره شريکيږي، يا ممکن دواړه يوازې يوه ستراتيژي واوسي، خو که چيری اداره له يو ډير تجارتونه ولري، نو هر تجارت ممکن ځان له پاره ځانګړی ستراتيژي او تګلاره ولري. په تجارتي ستراتيژي کی د سيالئ له پاره دخپلو توانونو پيژندل مهم وي، ترڅو د دی توانونو له لارې اداره وکولای شي له خپلو سيالانو وړاندې شي لکه موږ د ازاد مارکيټ يا اقتصاد په زمانه کې ژوند کوو يعنی چا چې ښه خدمت يا ښه پيداوار وړاندی کړ نو ګټه دهغه ده، په تجارتي ستراتيژيو کې د انقاط مهم وي تر څو په ښه توګه له خپلو رقيبانو سره مثبت رقابت وکړای شي. په تجارتي ستراتيژی کې اداری بايد خپل قدرتونه، نيمګړتياوې او د چاپيريال فرصتونه وپيژني، قدرتونه اداري له نورو وړاندی ساتي، خو دنن قدرت او وړاندې والی تل توان او ځواک نه وي، نو خکه اداره بايد خپله ستراتيژي په مخ بيونکی وساتي تر څو خپل پيداوار، خدمتونه او کارونه په دوامداره توګه بهتر کړي او له سيالانو وړاندی واوسي. د غير انتفاعي يا دولتي ارګانونوله پاره هم دخپلو غښتلتياوو پيژندل مهم وي.غير انتفاعي ادرې عموماً د نورو پر مالي مرستو ژوند کوي، نو په دا صورت کې بايد دوی پوه شي چې د کوم مرام له پاره يی اداره منځ ته راوړې بايد د هغې په رقابتي اجراء کې خپلې غښتلتياوي وپيژني، او په بهتره توګه له نورو سره د رقابت له پاره ځان عيار کړي، د دولت په صورت کی هره اداره مشخصه بودجه لري چې دهغې بودجې مناسب او سم لګښت او له دې پرته يی کارکوونکو او مشرانو ته نورو زيرمو او امکاناتو ته د لاسرسۍ پرمختګ او نفوذ امکانات ورکوي. اداره خپل ځانګړي رقابتي قدرتونه له داخلي ارزونې لاسته راوړي يا پرې پوهيږي، داغښتلتياوې ممکن ادارې توانونه واوسي يعنې دا اداره داسې څه کولای شي چې نورې ادارې يې د اجراء بهتر توان نه لري لکه يو تجارت خپل پيداوار مستقيماً د خريدارانو يا مشتريانو کورونو ته رسوي چې نور تجارتونه يی په بازار کې توان نه لري دا رقابتي غښتلتيا يا بر لاسي ممکن د اداري په زيرمو يا داسې څه کې هم واوسي چې نوری اداري يی په واک کې نه لري، دا ټکنالوجي، کارکوونکي،موقيعت مالي امکانات، ښه نوم او نور کيدای شي لکه يوه اداره خپله ځانګړې ويبپاڼه لري، او خپلو مشتريانو ته واک ورکوي چې له خپلو کورونو يا دفترونو د ادارې خدمتونه کاروی يا پيداور يی اخلي. دټول هڅو يوه مهمه برخه د کيفيت يا معيار دوامداره بهتر ساتل هم دي،ادارې يا تجارتونه به ډير خدمتونه يا پيداوار وړاندې کوي ځو که چيرې معيار يی خراب وي نو په پرله پسې توګه په خپلو رقيبانو ته سيالي پايلې ، له دې کبله ځينې ادارې به د معيار کنترول بيلې څانګې ولري او نورې به ممکن دخپلو ځانګړو ميکانيزمونو له لارې دمعيار بهتري يقيني وساتي خو دسالم رقابت له پاره د خپلو ميکانيزمونو له لاري دمعيار بهتري يقيني وساتي خو دسالم رقابت له پاره د خپلو پيداوارو يا خدماتو ښه او تل تر ټولو لوړ معيار ساتل ډير مهم دي. د څرنګوالي يا کيفيت اداره کول يوازې دانه چې په څرنګوالي متمرکز وي بلکې په پيداوارو کې دوامداره بهتري او ښه والی هم په نظرکې نيول ساتي دا بهتري تر هغې راوړل کيږي چې د مشتريانو قناعت سبب شي، له دی پرته د ابهتري پر ادره د مشتريانو نه ماتيدونکي اعتماد حاصلوي چې په اسانه به بيا دا مشتريان له ادارې نه اوړي،په ځانګړي ډول په ننني تجارتي زمانه کې چې بازار ته د پيداوار له وړاندې کيدو سره سم يی نقل هم راوتلی وي، داسې نقلونه او کاپيانې چی له اصل سره ډير لږ ظاهري توپير لري، خو که چيری اداره په داومداره توګه په پيداوار يا خدماتو کې بهتري راوړي نو کولای شي چې د خپلو ځانګړو او وفاداره مشتريانو درلودونکی نه شي. سره له دی چی معيار ډير مهم دی خو ځينې وخت چاپيريال يا دپلورونکو يا رانيوونکو اړتياوې تجارتونه يا اداري مجبوروي، چې دخپل پيداوار يا خدماتو بيو ته لمړيتوب ورکړي، او بازار ته تر ټولو ارزانه پيداوار يا خدمت وړاندې کوي چې له کبله يی له خپلو رقيبانو وړاندې کيږي د بيی راټيټولو په هڅو کې تجارتونه لمړی کوښښ کوي خپل مصارف راکم کړي چې په هغې کې اداري لګښتونه او دپيداوار تيارولو يا خدمت وړاندې کولو مصارف شامل دي له دی پرته جوړونکي توکي هم کوښښ کوي ارزانه راپيدا کړي او بيا په پای کې ممکن د پيداوارڅرنګوالی يا کيفيت ته هم يو څه توپير وکړي. د ازاد اقتصاد اصل په بنسټ په بازار کې چې سيالي څومره ډيريږي نو د پيداوار او خدمتونو بيی هم راټيټيږي نو ځکه هغه تجارتونه چې له سيال پرته وي د خپل پيداوار يا خدمت به ډيره لوړه بيه غواړي، دی تجارتونو ته هغوی د پيداوارو له بيي زيات دخپلو پيداوارو ځانګړوالی مهم وي، يعنې داسې پيداوار يا خدمات وړاندې کول چې نور يي له وړاندې کولو قاصر وي، نو ځکه وايی چې همدابڼه ده، نور دې خوښه خپله چې اخلې او که نه. له دې هر څه سره له مطالعاتو او څيړنو ښکاري چې په دواړو څرنګوالی او بيو مناسب تاکيد د ښې ګټې او ښه تجارت باعث ګرځي، درقابت دی دواړو توکو په نظر کی نيولو له پاره اداره بايد خپلو پيداوارو يا خدماتو او مشتريانو ته صادقه واوسی له دی پرته بايد خپل پيداوار په دا ډول وړاندې کړي چې د مشتريانو وفاداري راجذب کړای شي، کله چې موږ د مشتريانو وفادارئ له ځان سره ولو نو دډير پيداوار د خرڅيدنی باعث ګرځي چې له کبله په واحد مصرف راکميږي او دپيداوار يا خدمتونو بيې راټيټږي. پورته ياد شوي ټول موضوعات بايد تجارت په خپله ستراتيژي کې روښانه کړي او فکر کارکوونکو ته وښيي چې کومې ستراتيژی او کړنلارو ته وفاداره ده اوڅرنګه غواړي د ادرې اينده تضمين کړي.

عملياتي ستراتيژي (Functional Strategy)[سمول]

عملياتي ستراتيژي د تجارتي ستراتيژي پياده کولو له پاره جوړيږي، ياپه بله وينا ادارې د عملياتي ستراتيژي له لارې خپلې تجارتي ستراتيژۍ عملي کوي او له دی لارې په تجارتي ستراتيژي کی ټاکل شوي اهداف لاسته راوړي. عملياتي ستراتيژۍ دستراتيژيو تر ټولو ټيټه سويه وي، هره اداره په څانګو ياډيپارټمنټونو ويشلي شوي، لکه د پيداوار څانګه، تشهير څانګه، بشري منابعو څانګه، څيړنو څانګه او نور ، هره څانګه خپله عملياتي ستراتيژي لري چې دا ستراتيژي بيا ادارې عمومي تجارتي ستراتيژي ملاتړوي او علمي يي پياده کوي په همداډول تجارتي ستراتيژی دعمومي يا مرکزي ستراتيژي له پاره همدا کارکوي او تجارتي ستراتيژی په جوړولو او خپلولو کې بيا د عمومي يا مرکزي ستراتيژی اهداف په نظر کې نيول کيږي. دا مهمه نه ده چې څه ډول مرکزي ستراتيژي،تجارتي ستراتيژي او يا عملياتي ستراتيژی اداره په مخ وړي مهمه دا ده چې دا ټول د ستراتيژيک مديريت ډيره مهمه برخه ده، او د ستراتيژيو په برياليتوب کې کليدي رول لري، له ستراتيژيک مديريت او د اړونده پلانولو او فعاليتونو پرته د ستراتيژيو بريالي عمل به نا ممکنه واوسي.

ستراتيژيک پلان[سمول]

هغه اوږدمهاله پلان ده چې د ستراتيژيکو اهدافو ته رسيدو په خاطر جوړيږي. ستراتيژيک پلان د وخت له نګاه اوږد مهاله پلان ده او د استعمال له پلوه يو ځل استعماله پلان ده. ستراتيژيک پلان ديو سازمان د ستراتيژي او يا تګلارې د توضيح کولو او سازمان دمنابعو په نظر کې نيولو سره د تصميم نيولو پروسه ده چې له مخې يې د سازمان او ږد مهاله هدف لاسته راوړل کيږي. په ستراتيژيک پلان په جوړلو کې لاندې درې شيان په نظرکې نيسو.

  • ليول د منجرانو.
  • زماني مقطع.
  • د ماحول شرايط

ستراتيژيک مديريت[سمول]

نن سبا د اصطلحاتو بازار ګرم دی هر چا سره چي کينې د ستراتيژيو سره په باره کې غږيږي ستراتيژي او سترتيژيک مديريت ولی دومره مهم دي؟ مونږ په بدلون کې ژوند کوو او هرڅه بدليږي مدير بايد پوه شي چی څرنګه د دومره بدلونونو سره ځان عيار کړي. لکه څرنګه چی نن د افغانستان دولت په خارجي مرستو روان دی زمونږ د ملي بودجي زياته برخه د نړيوالې ټولنې له مرستو لاسته راځي، دولت بايد وړاندی فکر وکړي او وګوري څنګه کولای شي په خپلو پښو ودريږي همداسې وزارتونه ورسره ځان عيار کړي او نور له دي پرته د ازاد بازار زمانه ده او تجارتونه بايد وګوري چې څرنګه بهتره خدمتونه او پيداوار وړاندي کړي چې نور مشتريان ولري او په راتلونکي کې دا مشتريان وساتي او نور يي هم ډير کړي نو له دي کبله مهمه ده چی ادارې وړاندي راتلونکو کلونو ته وګوري. د ستراتيژيک مديريت د اوږد مهاله پريکړو او اعمالو له پاره وي چې اداره يې بايد په اوږده موده کې خپل کړي، په دي پروسه کې د اداري مشران يا لارښود د ادارې راتلونکې ويني او اهدافو لاسته راوړلو له پاره ضروري پروسې او علميي خپلوي او کنټرولوي او په پای کي د کاروبار ورځينۍ راکړه او ورکړه، پريکړې او عمليی د اداری له ستراتيژيک پلانولو او پريکړې اخيستلو سره وصلول وي. د ستراتيژيک مديريت يوه بله ګټه په دي کي ده چی د اداري غړو ته اوږدمهاله واحد ليد لوری او هدف ورکوي سره له دی چی د مديريت ځيني ليکوالان فکر کوي چې ستراتيژيک پلان جوړونه بې ګټې ده خو اکثره وايي چی مهمه ده. له دی پرته ځيړنو ښودلي ده هغه اداري چی ستراتيژيک پلانونه او مديريت يی درلود د نورو په پرتله يی لوړي ګټي درلودې. ستراتيژيک مديريت يوازی کاروبارونو له پاره نه، بلکه غير انتفاعي ادارو نه هم د اهميت وړ دی ان دولت هم بايد د خپل ولس بدليدونکي توقعات په نظر کې وساتي لکه پخوا به دولت خلکو ته خدمتونو برابرول خپل احسان ګاڼه، ځکه مرکزي سوسياليستي سيستمونه وو او هر څه د دولت له خوا څخه وو. نن دولت چې له هر چا ماليی اخلي،ټکنالوژي مروجه ده او ټولنه په ډيريدونکي ډول له نړۍ سره نښلي، نو مجبور دي دخدمت د عرضه کولو ډول او شمير ښه کړي، له دې پرته نورې سياسي او مدني ډلې په دوامداره توګه پر دولت فشار واردوي تر څو له ځانه بهتري وښيي. د ستراتيژيک مديريت بل اهميت په دی کی دی چی د مديرانو ټولې پريکړې او اعمال رانغاړي. دا د ادارې اکثره ننني فعاليتونه د ستراتيژيک منجمنټ نتيجه وي. لکه يو تجارت د بل تجارت په مقابل ودريږي او تجار د هغه له لارې خپل اساسي تجارت غښتلی کولی شي لکه د موټر د جوړولو فابريکه د ټايرونو جوړولو کومه فابريکه اخلي.ځکه چې له دې به وکولای شي دخپل اخيري پيداوار يعنې موټر له پاره بهتر اجزاء برابر کړي

د ستراتيژيک مديريت پړاوونه[سمول]

د ستراتيژيک مديريت له پاره په ځينو کتابونو کې پنځه پروسې اوبيا په ځينو کې بيا اته پروسې بيان شوي چې مجموعاً ستراتيژيک مديريت بلل شوي دی مونږ دلته له دواړو څخه يادونه کوو او له پنځو پروسو سره د اتو پروسو ستراتيژ يک مديريت هم تشريح کووپه اساسي ډول ټول يوشان دي اساس يي هماغه پنځه پروسې دي، خو يوازې نومونه يی بدل دي او يا په ځينو مواردو کې دوه پروسې سره يو ځای په يوه ګام کې رانغښتل شوي دي.

د ستراتيژيک مديريت پروسي اته ګامونه[سمول]

د ستراتيژيک مديريت پروسه له اتو ګامونو جوړه وي چې په کي پلان،عمل او ارزونه شامل دي سره له دې چي ددي پروسي لومړي شپږ ګامونه يوازې پر پلانولو پوري اړه لري خوعملي کول او ارزيابي هم همدومره مهم دي ان بهترينې ستراتيژي که چيرې سمې عملي يا ارزيابي نه شي بيا هم ناکاميږي.


  • د ادارې هدف يا اهداف.
  • د چاپيريال ارزونه.
  • د امکاناتو او خطراتو پيژندل.
  • د ادارې د زيرمو ارزول.
  • د غښتلتياوو او ضعفونو پيژندل.
  • ستراتيژي جوړل.
  • ستراتيژي عملي کول.
  • دپايلو يا نتايجو ارزيابي کول.

لومړی ګام[سمول]

د ادری اوسنی رسالت، ليد او هدفونو پيژندل هره اداره خپل رسالت (Mission) ته اړتيا لري. رسالت د ادارې د شتون پوښتنه ځوابوي او مديران مجبوري چې په دقيقه توګه وړاندي کيدونکي خدمات يا پيداوار معلوم کړي لکه يوه غير انتفاعي اداره چې يوازې د کوڅې ماشومانو له پاره کارکوي نو ممکن ده داسې رسالت جمله ولري (له تبعيض پرته دکوڅې ماشومانو ته ټولنيز او ښوونيز خدمتونو برابرول) له دې لارې دا اداره غواړي له نورو ځان ممتاز کړي او خپلو کارکوونکو ته وښيي چې څه غواړي او ولې يې اداره جوړه کړې ده. د ادارې درسالت له پاره مهمه ده چې اداره خپل مشتريان وپيژني. چاته خدمتونه او يا توليد وړاندې کوي؟ وړاندې کيدونکې خدمتونه يا پيداوار معلوم کړي بازار معلوم کړي خپله ټکنالوژي وپيژني دخپلي بقاء په فکر کې شي چې څرنګه به ځان فعال ساتي او دوخت سره به پرمختګ کوي په کومه فلسفه بايد پرمخ ولاړ شي خپل شهرت ته پام وکړي چې په ټولنه کې په کوم نوم ياد شي کارکوونکو ته څومره خواخوږی دی او داسي نوري پوښتنې او موضوعات بايد په لمړي سر کي معلوم کړي. د مديرانو له پاره د اوسنيو اهدافو او ستراتيژيو پيژندل هم مهم دي،بايد په دې پوه شي چې د ادارې اهداف څه دي او څه ډول ستراتيژئ پلي کيږي همدارنګه اهداف دپلانولو اساسات جوړوي د اداري اهداف د اداري کارکونکو ته د خپل دکارد ارزيابي واحد ورکوي چي کارکوونکي يې غواړي لاس ته راوړي. له دي پرته د اداري په اوسنيو اهدافو پوهيدل مديرانو ته واک ورکوي ترڅو د بدلون ځايونه وپيژني او اړونده بدلونونه راوړي او د همدې دليلونو په بنسټ د ادارې پر اوسنيو ستراتيژيو پوهيدل هم مهم دي.

دوهم ګام[سمول]

د چاپيريال ارزونه لکه چې مو بهرني چاپيريال د مدير په افعالو او پريکړو تاثير اچوي د همدې چاپيريال ارزونه هم د ستراتيژۍ يو مهمه برخه ده، ولې؟ځکه چې د ادارې چاپيريال تر ډيره حده دمديريت له پاره دامکاناتو حد ټاکي. هر مدير په خپل چوکاټ کې له بيروني چاپيرياله اغيزمن کيږي. که د ادارې عمومي مشر وي نو هغه له ټولنې اغيزه قبلوي،بيا د ادارې د څانګو مديران دادارې له عمومي چاپيرياله اغيزمن کيږي د هري اداري مديران بايد په خپله څانګه اغيز ښودونکی چاپيريال وپيژني او ارزيابي کړي. د چاپيريال د ارزيابئ له لارې مديران بايد خپل تجارتي سيالان ملاتړ او ملګري وپيژني ، هم بايد پوه شي چې کومې نوې ټکنالوجې بازار ته راځي يا راغلي دي د دولت نوي قوانين څه دي دکوم پيداوار بازار ښه دې. او له دې پرته داهم وګوري چې څه رواجونه او بدلونونه بازار کې روان دي. د چاپيريال ارزيابي هغه وخت پوره کيږي کله چې مديران بهرنی چاپيريال په بهتره ډول مطالعه او هغه مهم بدلونونه ياموضوعات چې په اداره اغيز ښندلی شي وپيژني.

دريم ګام[سمول]

د امکاناتو او خطراتو(ننګونو) پيژندل: کله چې مديران چاپيريال ارزيابي کړي نو په چاپيريال کې موجود امکانات پيژني چې کولای شي د ادارې په ګټه يې وکاروي. له دې پرته احتمالي خطرونه هم پيژني چې بايد له تاوانه يې اداره وساتي. فرصتونه يا امکانات په چاپيريال کې مثبت فکتورونه وي چې اداره ترې ګټه اخستلای شي. خطرونه ياتهديدونه په چاپيريال کې منفي فکتورونه وی چې اداره ناوړه اغيزمنولی شي. له دې پرته داهم پيژندل مهم دي چی د ادارې له پاره څه د فرصت يامثبت امکان څه دخطر يا منفي امکان شته. ځکه چې د يوی ادارې فرصتونه ممکن دبلې ادارې له پاره د تهديداتو په توګه په فکرکې شي.

څلورم ګام[سمول]

د ادارې زيرمو او توانونو پيژندل: تر اوسه موږ له ادارې بهر کتل اوس راځو داخل د ادارې ته، مدير بايد د ادارې توانونه او زيرمې وپيژني، لکه څومره مالي وسايل په لاس کې لري ، څومره بشري ځواک لري، د برياليتوب فکتورونه يی څه دي، او داسې نور،پردې هر څه پوهيدل مدير ته دا واک ورکوي چې د ادارې او خپلې څانګې د توانونو او دهغې استعمال په باره کې بهتره پريکړي وکړي.

پنځم ګام[سمول]

د غښتلتياوو او ضعفونو پيژندل: د څلورم ګام ارزيابي بايد مديرانوته دا واک ورکړی چې د ادارې داخلي زيرمې ( لکه مالي توانونه، تخنيکي مهارتونه،مسلکي مهارتونه،کارکوونکي او نور) وپيژني. له دې پرته دا ډول ارزيابي بايد مديران د خپلې ادارې پر مسلکي توانونو او دندو لکه ( تشهير او پيداوار،.بشري ځواک مديريت، د معلوماتي ټکنالوژي، پروژې اونور) په اجراء کړي. موږ د ادارې غښتلتيااو توانونه ټول هغه فعاليتونه دي چې دا اداره يی په بهتره توګه اجراء کولای شي ياهغه ځانګړي بشري ځواک بولو چې اداره يی په واک کې لري، اوکمزورتيا يا ضعف هغه فعاليتونه چې اداره يی ښه نه شي اجراء کولای يا هغه منابع او زيرمې چې ورته اړتيا لري او په اختيار او واک کې لري بولو. د ادري پر کلتور پوهيدل هم مهم دي ځکه چې غښتلی کلتور د ضعفه کلتور په پرتله د ادارې پر ستراتيژيو مختلفه اغيزه لري، دادارې کلتور له لارې ان د کارکوونکو مفکوره او دکار ډول هم بدليدای شي. نو له دې کبله په دې ګام کې پر اداري کلتور باندې پوهيدل ضروري دي. خو په اکثره ستراتيژيو جوړولو کې عموماً د ادارې کلتور ارزيابي له نظره غورځول کيږي. اداري کلتور داهم ټاکي چې کارکوونکي تر کومه حده خطرات قبلوي، ابتکارات ښيي اوښه کار څومره ستايي. دا کلتوري فکتورونه ټاکلو ستراتيژيو په وړاندې د مديرانو لمړيتوبونه ټاکي. د بيلګې په ډول په هغه ادارو کې چې خطرات يا بدلونونه نه زغمل کيږي نو هلته مديران عموماً کوښښ کوي داسې ستراتيژي خپلې کړي چې دخطر فکتور يی کم وي او عموماً د کار په اجراء کې له راوجي طريقو کار اخلي. له دې پرته بدلونونو ته عکس العمل ښيي يا مدافعوي شکل اختياروي نه دا چې دا بدلونونه مخکې له مخکې پيشبيني کړي. او همداسې هغه ادارې چې ابتکارات قبلوي نو هلته مديران نوي ټکنالوژيو استعمال نوو پيداوارو او مفکورو منځ ته راوړل هڅوي.

شپږم ګام[سمول]

دستراتيژيو جوړونه: د اداري ستراتيژی بايد په دريو پوړونو ياسويوچې مرکزي يا عمومي (Corporate) تجارتي يا کاروباري(Business) او وظيفوي (Functional) ستراتيژی وي جوړي شي ستراتيژي د پريکړې اخيستنې له پروسې وروسته جوړيږي. د ادارې له پاره بيلابيل بديلونه ارزيابي او تر ټولو بهتره او مناسبه ستراتيژي ورته جوړه او خوښيږي.د ستراتيژيو جوړولو هدف په ورته تجارت يا بازار کې په شتو رقيبانو برتري ده.نو ځکه بهتره ستراتيژي هغه وي چې اداره له سيالانو وړاندې کړي او د ادارې غښتلتياوې او ضعفونه په بهتره توګه روښانه کړي.

اووم ګام[سمول]

د ستراتيژيو عملي کول: کله چې ستراتيژي جوړې شي نو بايد عملي هم شي ستراتيژي تر خپل عمله ښه ده، بهتره ستراتيژي هغه ده چې بهتره عملي شي. که اداره خپلې ستراتيژی هر څومره بهتره پلان او ډيزاين کړي، مګر په ښه او بهتره ډول عملي ډول عملي نه شي بيا هم نقص دی. د ستراتيژي دا پړاو ممکن تر ټولو جنجالي، وخت نيونکي او زيات لګښت درلودونکي واوسي. خوله دې هر څه سره تر ټولو مهم پړاو بللی شو. د کتاب نورې برخې تر ډيره حده ستراتيژي په عملي کولو له پاره ښه کارکوونکي ولري يا لکه دمشرۍ برخه چې د ستراتيژيو ښه عملي کولو له پاره د ښه مشر شتون ضرور دی.

اتم ګام[سمول]

د ستراتيژيو ارزيابي: د ستراتيژيک مديريت پروسې نهايي پړاو د نتايجو ارزيابي ده په دې پړاو کې د ستراتيژي برياليتوب او ناکامي دلايل ارزيابي کيږي. له دې پرته که چېری ستراتيژي په خپلو اهدافو کې پاتې راشي نو اړونده بدلونونه په کې راوړل کيږي. او يا بيخي ستراتيژي له منځه وړل کيږي او نوی ستراتيژي جوړيږي.

ستراتيژيک مديريت په پنځو ګامونو کې[سمول]

په تيره برخه کې موږ ستراتيژيک مديريت په اتو ګامونو کې وڅيړه. خو په ځينو کتابونو او څيړونکو ستراتيژيک مديريت په پنځه ګامونو کې راغونډ کړی دی،دلته موږ له دې ګامونو هم لنډه کتنه کوو. ستراتيژيک مديريت اوږدمهاله اهداف پيژني، دهغو کاري چاپيريال څيړي، د اداري جوړښت او زيرمې ارزيابي او له اړونده بدلونونو سره يی برابروي، خپل مشترکين يا سهمين پيژني او يووالی منځ ته راوړي او خپل فعاليتونه پلانوي او د وخت په تيريدو سره د اهدافو لاسته راوړلو له پاره اړونده برابرول کوي. دستراتيژيک مديريت دا ټول ګامونه له يو بل سره نښتي دي، او کله چې يو ځای عملي شي نو ستراتيژيک مديريت له نورو مختصرو جامعو ميتودونو او اوپراتيفي ادارې يا اوږد مهاله پلانونو بيلوي. ستراتيژيک مديريت دوامداره پروسه ده چي پنځه واړه ګامونه په کې په دوامداره ډول له يو بل سره ارتباط ساتي.

۱. د هدف ټاکل (Goal setting)[سمول]

د اهدافو ټاکل تاسې سره د ادارې ليد په واضحه او روښانه کولو کې مرسته کوي چې بايد لاسته راوړي لنډ او اوږد مهاله اهداف او د دې دهرڅه لاسته راوړلو له پاره داداري تګلاره ټاکي. درسالت وينا (mission statement) د ادرې کارکوونکو او بهرنيو سره سهمينو له پاره د ادارې مقصد هدف په اسانه او اندازه کيدونکې ژبه بيانوي.

۲. ارزونه[سمول]

دارزيابی له لاری موږ پرخپل اوسنی حلات بهتره پوه اواړوند معلومات راغونډ ،مطالعه اوارزو ،داخلی چاپيريال داداری غښتلتيا وو کمزوريو ،اوبهرنی چاپيريال دفرصتونو اوامکاناتو لپاره ارزيبی کوو.

۳. دستراتيژي جوړل[سمول]

دستراتيژی جوړولولپاره فکرکوو ، لومړيتوبونو ټاکو ،بديلونه منځ ته راوړواوپريکړی کوو.دارزونی نتايج څيړو ،هغه موضوعات چی زموږ توجه ته اړتيا لری دخپلو عملياتی ملګروپه مرسته پيژنو اوداهميت اوجديت پربنسټ ورته لمړيتوبونه ټاکو د دی نتايجو په کارولو بديلي ستراتيژي جوړوو او کليدي ستراتيژيک موضوعات مخاطبوو.

۴. د ستراتيژک پلان عملي کول (implementing of strategy)[سمول]

دستراتيژی عملي کولو له پاره اړونده منابع راغونډ او وکاروئ.ټاکل شوي پلانونه عمل ته وړاندي کړی.منابع او تعهدات د وړاندی تګ له پاره را منظم، او له اوسنيو ظرفيتونو پر لاسته راوړنه متمرکز شئ.

۵. د ستراتيژي څارل (Evaluating of strategy)[سمول]

د ستراتيژي څارلو له لارې موږ د اهدافو لاسته راوړلو پر لور خپل پرمختګ څيړو، لدې پرته دا هم ګورو چې په چاپيريال کې د راغلو بدلونونو له کبله خو چيرې د ستراتيژۍ بدلون ته ضرورت نه لري، پلانونه او فعاليتونه بدل کړئ تر څو د چاپيريال له بدلونونو سره سمون وخوري. اغيزمنه څارنه تاسې ته د عکس العمل او تيارئ واک درکوي له دی پرته څارل ارزيابی د ستراتيژی جوړولو او عملي کولوته په لنډ مهال او اهداف ټاکلو ته په اوږدمهال کې معلومات برابروي.

SWOT ارزونه (SOWT Analysis)[سمول]

د swot ارزونه د Albert Humphrey پوري تړل کيږي چی د لمړي ځل له پاره يی د 1960 او 1970 کلونو په منځ کی د امريکا په سټنفورډ پوهنتون کې وکاروله. د swot د ستراتيژيک مديريت او پلانولو يوه بنسټيزه وسيله ده، له دي لارې موږ هڅه کوو چې د ادارې داخلي غښتلتياوې (strengths) او ضعفونه (weakness) وپيژنو او ورسره د ادارې له واکه بيرون په چاپيريال کې فرصتونه (opportunities) او تهديدونه (threats) وڅيړو، د چاپيريال داسې ستراتيژيکه څيړنه د SWOT ارزونې په نامه ياديږي. د SWOT ارزونه لمړۍ بايد د اخيري نتيجې ياهدف له څيړلو پيل شي، چې ورپسې همدا هدف په ستراتيژيک پلان کې ځای کيږي، له دی لارې د ادارې غښتلتياوو،ضعفونو،فرصتونو او تهديدونو پيژندل ضروري دي ځکه د همدی ارزونې په نتايجو ستراتيژيک پلان جوړيږي خوله هر څه وړاندې د اداري مديريت بايد په دی توافق وکړي چی ټاکل شوی هدف لاسته راوړل کيدونکی دی که نه وي نو بايد د همدي ارزوني له لارې بل هدف وټاکل شي. لاندينی شکل د چاپيريال او د دي ارزونې اړيکي نيسي.

غښتلتياوی (Strengths)[سمول]

هغه زيرمي، توانونه شخص يا څانګه چې د هدف يا اهدافو په لاسته راوړلو کې ادارې له پاره ګټور وي لکه اختراعات، د شرکت نوم ، پوه کارکوونکي، مسلکي پوهه، د پيداوار يا خدمتونو بيې، تجربه، په مشتريانو کې ښه نوم او نور.

ضعفونه (Weaknesses)[سمول]

د ځينو غښتلتياوو نه موجوديت ممکن ضعف وبلل شي يا هغه شخص يا څانګه چې د هدف يا اهدافو په لاسته راوړلو کی ادرای ته خنډ يا جنجال وي ضعف دی لکه بې تجربي او ناپوهه کارکوونکي ناوړه کارکوونکي ناوړه نوم بې ځايه مصارف له طبعي زيرمو لرې والی او نور کيدای شي. ځينې وخت د ادارې غښتلتيا د هغې ضعف هم دی لکه د ول چې لويوالی ا وبی حسابه زيرمی يې غښتلتيا ده، خو دهمدې لويوالي له کبله دولت بدلون او مشتريانو غوښتنو ته سست ځواب وايي چې په سيالي کې ضعف دي.

فرصتونه ياامکانات (Opportunities)[سمول]

هغه بهرني حالات او فکتورونه چې اداری سره د هغی هدف يا اهدافو په لاسته راوړلو کی مرسته کوي. دبهرني چاپيريال ارزونه ممکن اداري ته داسې فرصتونه او امکانات راوسپړي چې د ادارې ګټې او پرمختګ له پاره ښه وي. په دي فرصتونو کی ممکن د مشتريانو ضرورتونه ، د نوو ټکنالوژيو راتګ ،نوي قوانين، نوی څانګی يا کارکوونکي ځانګړي تړونونه او نور.

تهديدونه (Threats)[سمول]

هغه بهرني حالات او فکتورونه چی اداره له خپلو اهدافو لاسته راوړلو څخه وروسته پاتې کوي، بدليدونکي بهرنی چاپيريال هم اداری ته تهديد دی، په دی تهديدونو کی د نوو سيالانو راتګ، بدليدونکي قوانين، نوو مالياتو امکانات، د مشتريانو بدليدونکی توقعات او هيلی نړيوالتوب او نور راتلای شي. د SWOT ارزونه د اداری زيرمي او توانونه د چاپيريال له فرصتونو او امکاناتو سره برابروي، نو له دي کبله دا ارزونه د ستراتيژی په جوړولو کی او خوښولو کی کليدي ده. لاندينی شکل د چاپيريال او د دی ارزونی اړيکي نيسي. نتيجه ګيري ستراتيژي يعنې څه، له ستراتيژي مقصد اوږدمهاله اهداف ټاکل او هغوی ته درسيدو تشريحي تګلاره او پلان دی. ستراتيژی هغه تګلاره ده چې موږ يې د اهدافو په لور طی کوو هره اداره بايدپه دې پوه شي چې څه غواړي، دڅه په لټه کې دی، او څه چې لاسته راوړي او څه غواړي دواړه يو دي، او څرنګه به د پيداوارو، خدماتو، مشتريانو له لارې خپلو اهدافو په لور حرکت کوي. ستراتيژيک مديريت مديرانو ته دا واک ورکوي چې خپل اوږدمهاله اهداف وپيژني، د کار چاپيريال ارزيابي کړي، دخپلې ادارې جوړښت او زيرمې وڅيړې او دوخت له تيريدو سره د اهدافو لاسته راوړلو له پاره د ادارې په کار او فعاليت کې اړونده بدلونونه راولي. له ستراتيژيک مديريت هدف د بيرون کتلو، د ننه کتلو او وړاندې کتلو مثال لري. له بهر کتلو هدف د خپلې ادارې له چوکاټه بيرون د مناسبو اهدافو ټاکلو،سهمينو يا مشترکينو پيژندلو او دبدلون له پاره د اتفاق پيداکولو له پاره کتل دي.داخل کتلو هدف د پرسونل، مالي او مهمو منابعو مديريت له پاره دخپل سيستم يا ادارې داخلي جوړښت انتقادي ارزيابي او دموجوده خلاوو يا ضعفونو له منځه وړل دي، او په پای کې له وړاندې کتلو هدف د ستراتيژي جوړښت او منابعو يوځای کولو له لارې ټاکلي اهداف په داسې حال کې چې خپل پرمختګ په دوامداره توګه و څارئ او داړتيا وړ بدلونونه په کې راولئ. د ستراتيژيک مديريت بيرون ـــ داخل او وړاندې کتل له تاسې سره مرسته کوي چې ځان له پاره يو ليد او ستراتيژي تياره کړئ او وکولای شئ چې اړونده اهدافو ته په دوامداره توګه په اوږد مهال کې پرمختګ ورکړئ. ومن الله التوفيق

وړانديزونه[سمول]

  • هر سازمان بايد د اوږدمهاله اهدافو ته رسيدو په خاطر ښه ستراتيژي جوړه او په ښه ډول تطبيق کړي.
  • هر سازمان بايد دسازمان هدف،چاپيريال، منابعو، امکاناتو، خطراتو،غښتلتياوو او ضعفونو په نظرکې نيولو سره ستراتيژي جوړه کړي.
  • هر سازمان بايد د ستراتيژي جوړولواو تطبيق څخه وروسته د ستراتيژي پايلې يا نتايج ارزيابي کړي.
  • د افغانستان ملي پرمختيايي تګلاره بايد په ښه ډول تطبيق شي.
  • څرنګه چې په افغانستان کې زياتره سازمانونه د زياتو ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګريوان دي نو سازمانو بايد د کاميابي په خاطر ښه ستراتيژي پلان ولري ترڅو کامياب شي.
  • د افغانستان زياترو سازمانونو ستراتيژئ د مشکلاتو سره لاس او ګريوان دي نو دوی دي په خپلو ستراتيژيو کې بدلون او اصلاحات راولي.

سرچینې[سمول]

  • هيواد پال ، قدرت اللَه،مديريت ،تيوري او عمل ۱۳۸۹ هـ شـ.
  • منتظر،عبدالوکيل، لکچر نوټ، ننګرهار پوهنتون، اقتصاد پوهنځی
  • Ricky W. Griffin Management eight edition
  • Www. Google, Strategic Management .com