سبین محمود

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سبین محمود د بلوڅو د حقونو غوښتونکې وه چې تېره ورځ په کراچۍ ښار کې په ډزو ووژل شوه.

پاکستانۍ فعاله سبین محمود چې د (سیکنډ فلور) په نامه د بحث یوه ټولنه یې جوړه کړې وه، کراچۍ کې په یوه مرگوني برید کې ووژل شوه. اغلې محمود د سیکنډ فلور د بحث له غونډې وروسته له خپلې مور سره د کور په لور روانه وه چې برید پرې وشو. نوموړې په دغه ټولنه کې د هغو بلوڅانو د خلاصون لپاره کمپاین کاوه چې پاکستان کې په زوره نادرکه کېږې. د راپورونو له مخې اغلې محمود چې کله نن (اپریل ۲۴مه) سهار نهه بجې د سیکنډ فلور له دفتر راووتله، ناپېژانده وسله والو پرې ډزې وکړې چې پایله کې یې نوموړې ټپي شوه او روغتون ته تر رسېدو یې ساه ورکړه. سبین محمود له مړینې یوازې دوه ساعته مخکې پر انسټاگرام خپل انځور خپور کړی و چې نوموړې په کې د سیکنډ فلور ودانۍ کې د (د بلوچستان چوپیتا له منځه وړل) په نامه غونډې کې یې گډون کاوه.