سایکلون عملیات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سایکلون یا طوفان عملیات د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې (CIA) د هغه پروګرام مستعار نوم و چې له مخې یې له ۱۹۷۹ زکال څخه تر ۱۹۹۲ زکال پورې افغان مجاهدینو ته وسلې او مالي امکانات برابرېدل؛ دغو مرستو د افغانستان د دیموکراتیک جمهوري دولت په ملاتړ افغانستان ته د شوروي اتحاد د ځواکونو له راتلو وړاندې او د هغو له وتلو وروسته هم دوام درلود. د مجاهدینو له ډلو سره د بریتانیا استخباراتي ادارې (MI6) هم مرسته کوله او له نورو څخه یې جلا او په پټه خپلې چارې مخته وړې. د دغه پروګرام پرمټ ډیری مرستې له هغو اسلام پاله جهادي ډلو سره کېدلې چې په ګاونډي پاکستان کې د محمد ضیا الحق د خوښې وړ وې او هغو ته ترې ډېره کمه برخه رسېده چې افغانستان ته یې د شوروي د ځواکونو له راتلو وړاندې د افغانستان د شوروي پلوه دیموکراتیک جمهوریت پر وړاندې ایډیالوژیکه جګړه کوله. [۱]

د سایکلون عملیات تر نن ورځې پورې د سي آی اې تر ټولو اوږد مهاله او لګښتمن نفوذي عملیات ګڼل کېږي. دغه عملیات د ۱۹۷۹ زکال په نیمايي کې د ۶۹۵ زره امریکايي ډالرو رسمي بودیجې په لرلو پیل شول چې تر ۱۹۸۰ زکال پورې یې کلنۍ لګښت په پام وړ توګه  له ۲۰ میلیون ډالرو څخه تر ۳۰ میلیون ډالرو ورسېده او په ۱۹۸۷ زکال کې یې کلنی لګښت ۶۳۰ میلیون ډالرو ته لوړ شو چې «د دریمې نړۍ د جګړو لپاره د تر ټولو لویې کچې لګښت لرونکو» عملیاتو په توګه توصیف شوي. سي آی اې د ۱۹۷۹ زکال په ډسمبر میاشت کې افغان مجاهدینو ته لومړی لرغوني بریتانوي لي - انفیلډ ټوپک ورکړل؛ خو د ۱۹۸۶ زکال تر سپټمبر میاشتې پورې مرسته کېدونکې وسلې د متحده ایالاتو د پرمختللو وسلو تر کچې ورسېدې چې په کې له ځمکې څخه هوا ته اف آی ام-۹۲ سټېنګر توغندي هم شامل و او شاوخوا ۲۳۰۰ دغه توغندي افغانستان ته ولېږل شول. په ۱۹۸۹ زکال کې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته هم دغو مرستو له دې امله دوام وکړ (خو کمې شوې)، چې مجاهدینو د ولسمشر محمد نجیب الله له دولت سره جګړې (د افغانستان کورنۍ جګړه؛ ۱۹۸۹- ۱۹۹۲ زکال) ته دوام ورکړ.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

پروګرام[سمول]

د دغه پروګرام په لومړنيو اصلي ملاتړ کوونکو کې د تکزاس ایالت د کانګرس غړی چارلي ویلسون، د سي آی اې د ملیشه فعالیتونو ځوان افسر مایکل جي. ویکرز او د سي آی اې منطقوي مشر ګوست اوراکوتوس چې له ویسلون سره یې نږدې اړیکې لرلې؛ شامل وو. د دوی ستراتیژي دا وه چې د شوروي سره د جګړې په موخه د وسله والو د روزنې سربېره له هغوی سره د وسلو، تاکتیکونو او لوژستیکي توکو پراخه مرسته وکړي. په پیل کې د دې په موخه چې څرګنده نه شي متحده ایالات په دغه پروګرام کې لاس لري هغوی ته یې په شوروي کې جوړې شوې وسلې ورکړې. دغه کړنلار وروسته له هغې شونې شوه چې اسرائیلو له سي آی اې سره په پټه په شوروي کې د جوړو شوو هغو وسلو په پلور هوکړه وکړه چې د یوم کیپور په جګړه کې یې نیولې وې؛ همدارنګه مصر هم په شوروي اتحاد کې جوړې شوې وسلې وروسته له هغه چې خپل پوځ یې په معاصرو وسلو سمبال کړ هغوی ته وسپارلې. وروسته له هغه چې په ۱۹۸۵ زکال کې د ریګان دولت اعلان وکړ چې د شوروي ضد خوځښت څخه به په نړیواله کچه ملاتړ وکړي (هغه چاره چې نن ورځ د ریګان د دوکتورینو په توګه پېژندل کېږي) نور نو اړتیا نه وه د وسلو منشا دې پټه وساتل شي؛ همدا و چې د پنټاګون لوړ پوړي چارواکي مایکل پیلزبري د افغانستان د جګړې ډګر ته د سټینګر توغندیو په ګډون د متحده ایالاتو د نورو وسلو له لېږلو څرګند ملاتړ وکړ. [۹][۱۰][۱۱]

مالي مرستې[سمول]

متحده ایالاتو په افغانستان کې د شوروي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په برخه کې د پاکستان د ملاتړیز رول په موخه د اقتصادي او پوځي مرستو دوه ټولګې وړاندیز کړې. د مرستو په لومړنۍ شپږ کلنه (۱۹۸۱- ۱۹۸۷ زکال) ټولګه کې له ۳.۲ میلیارد ډالرو زیاته مرسته شامله وه چې په مساوي توګه د مالي او پوځي لګښتونو ترمنځ ویشل کېده. ورته مهال متحده ایالاتو له ۱۹۸۳ زکال څخه تر ۱۹۸۷ زکال پورې له دغو کومکي ټولګو سربېره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت ۴۰ اف-۱۶ الوتکې په پاکستان وپلورلې. د مرستو د دویمې شپږ کلنې ټولګې (۱۹۸۷- ۱۹۹۳ زکال) کچه له ۴.۲ میلیارد ډالرو څخه زیاته وه. له دغې کچې ۲.۲۸ میلیارد ډالر یې بلاعوضه اقتصادي مرستو او یا هم د ۲ یا ۳ سلنه سود لرونکو پورونو لپاره ځانګړي شول. پاتې ۱.۷۴ میلیارده ډالر د پوځي وسایلو د پېرلو په موخه و. په ټولیزه توګه متحده ایالاتو، سعودي عربستان او چین له مجاهدینو سره له ۶ څخه تر ۱۲ میلیارد ډالرو مرسته وکړه. [۱۲][۱۳]

مجاهدین د متحده ایالاتو، سعودي عربستان، پاکستان، بریتانیا او نورو مسلمانو هېوادونو له پراخه پوځي ملاتړ برخمن و. په ځانګړې توګه سعودي عربستان هوکړه وکړه چې دوی به په هغه کچه ډالر مجاهدینو ته ورکوي څومره چې سي آی اې ورکوي. هغه مهال به چې د سعودي په تادیاتو کې ځنډ راغی؛ چارلي ویلسون او د سي آی اې افسر ګوست اوراکوتوس به سعودي عربستان ته ولاړل څو سلطنت متقاعد کړي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. [۱۴]

د افغان مجاهدینو له ډلو څخه د ملاتړ کچې له یو بل توپیر درلود. د پاکستان استخباراتي ادارې (ISI) د سخت دریځو اسلام پالو لکه د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب او د جلال الدین حقاني له جنګیالیو ملاتړ کاوه، چې یو شمېر امریکایان هم ورسره یوه خوله و. له دې سره بیا یو شمېر نورو د احمدشاه مسعود په څېر له نسبتا منځلارو مجاهدینو ملاتړ کاوه. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د بریتانیا ملاتړ[سمول]

د بریتانیا استخباراتي ادارې (MI6) بیا د احمدشاه مسعود تر قوماندې لاندې سخت دریځې اسلام پالې ډلې ملاتړ کاوه، چې د هغوی له نظره مسعود اغېزمن جنګیالی و. په داسې حال کې چې سي آی اې پر مسعود باندې چندان باور نه کاوه، خو هغه د MI6 پیاوړی متحد و؛ MI6 به هر کال خپل دوه نوي افسران او نور پوځي لارښوونکي د مسعود او د هغه د جنګیالیو د ملاتړ او روزنې په موخه لېږل. دوی مسعود ته د بریتانیا د پوځ پخواني لي- انفیلډ ټوپکونه ورکړل چې یو شمېر له دغو څخه د هند د پوځ له ډیپوګانو پیرل شوي وو او د مسعود د جنګیالیو ترمنځ یې ځانګړی محبوبیت درلود. سربېره پر دې یې لیمپټ ماینونه، چاودېدونکي توکي، مخابرې، اطلاعات او شاوخوا ۵۰ بلوپایف میزایل ویشتونکي د هغو له ۳۰۰ مرمیو سره افغانستان ته ولېږل. ورته مهال د بریتانیا د هوايي ځواک ځانګړو قطعاتو به د افغانستان د ننه او بهر د هغوی جنګیالیو ته زده کړې ورکولې. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

پایلې[سمول]

له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته متحده ایالاتو د افغانستان اړوند په خپلو سیاستونو کې بدلون راووړ. متحده ایالاتو له ځنډ پرته د حکمتیار او د هغه د اسلامي حزب له ګوند سره مالي مرستې بندې کړې. [۲۴]

د ۱۹۹۰ زکال په اکتوبر میاشت کې د متحده ایالاتو ولسمشر جورج. ایچ. ډبلیو. بوش په پاکستان کې د اټومي وسلو د نشتون له تائید ډډه وکړه او دغه چاره لامل وګرځېده چې د خارجي مرستو د قانون (۱۹۶۱ زکال) د پرسلر اصلاحیې (۱۹۸۵ زکال) له مخې په پاکستان بندیزونه ولګول شي. دغې چارې په ۱۹۸۷ زکال کې د مرستو د اعلان شوې دویمې ټولګې په ورکړه کې اخلال رامنځته کړ او یوازې له هغو اقتصادي مرستو پرته چې له وړاندې پاکستان ته پر لار وې نورې ټولې اقتصادي مرستې او په پاکستان د پوځي وسایلو پلور ودرول شو. د پوځي وسایلو د پلور او د روزنیزو پروګرامونو په درېدو سره له هغو پاکستاني پوځیانو څخه چې په متحده ایالاتو کې په زده کړو بوخت و، وغوښتل شول چې خپل هېواد ته ستانه شي. [۲۵]

د ۱۹۹۱ زکال په وروستیو کې چارلي ویلسون په کانګرس کې د استخباراتي چارو کمېټه دې ته متقاعده کړه چې له مجاهدینو سره مالي مرستو ته دوام ورکړي، له همدې امله کانګرس د ۱۹۹۲ زکال د مالي کال لپاره ۲۰۰ میلیون ډالر هغو ته ځانګړي کړل. ورته مهال افغان قبایلو ته هغې وسلې وسپارل شوې چې متحده ایالاتو د خلیج په جګړه کې له عراق څخه نیولې وې. [۲۶]

په ۱۹۹۸ زکال کې لو نوول اوبزرواتور مجلې په یوه مرکه کې له برژینسکي (د ولسمشر کارتر د ملي امنیت سلاکار) څخه وپوښتل چې آیا له دغو عملیاتو څخه پښېمانه دی چې راتلونکو ترهګرو ته یې وسلې او مشورې ورکړې دي. د برژنسکي په خپله خبره: «د نړۍ په تاریخ کې څه مهم دي؟ طالبان یا د شوروي د سترواکۍ پاشل کېدل؟ دا چې یو شمېر مسلمانان یې تحریک کړی که د مرکزي اروپا آزادي او د سړې جګړې پای؟». د متحده ایالاتو له خوا شوروي اتحاد ته د «دام» اېښودو اړوند د برژینسکي د بحث وړ څرګندونو اړوند، توبین څرګندوي چې «د یوې تاریخي منبع په توګه د [لو نوول اوبزرواتور مرکه] یو شمېر مهمې ستونزې لري. دغه څرګندونې تر ډېره تصحېح شوې دي او برژینسکي په ګڼ شمېر مواردو کې د مقالې صحت رد کړی او ادعا یې کړې چې دا یوه مرکه نه وه بلکې د هغه له یوې مرکې څخه انتخاب شوي موارد و چې په پام کې وه دغه مرکه په بشپړه توګه خپره شي، خو هغوی هېڅکله د هغو د دغه ډول خپرېدو اړوند له ما پوښتنه وه نه کړه. ورته مهال په دې کې د ژباړې ستونزې دي – چې په انګریزي مرکه شوې او بیا فرانسوي ته ژباړل شوې او چاپ شوې او همدارنګه بېرته انګریزي ته ژباړل شوې – له همدې امله د هغو په تصحېح او ژباړه کې اصلي عباراتو تغیر کړی او تحریف شوي دي».[۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. Bergen, Peter, Holy War Inc. Free Press, (2001), p. 68
  2. Barlett, Donald L.; Steele, James B. (13 May 2003). "The Oily Americans". Time. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Tobin, Conor (April 2020). "The Myth of the "Afghan Trap": Zbigniew Brzezinski and Afghanistan, 1978–1979". Diplomatic History. Oxford University Press. 44 (2): 237–264. doi:10.1093/dh/dhz065. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Riedel, Bruce (2014). What We Won: America's Secret War in Afghanistan, 1979–1989. Brookings Institution Press. د کتاب پاڼي ix–xi, 21–22, 93, 98–99, 105. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0815725954. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Coll, Steve (2004). Ghost Wars: The Secret History of the CIA, Afghanistan, and Bin Laden, from the Soviet Invasion to September 10, 2001. Penguin Group. د کتاب پاڼي 46, 593. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781594200076. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) cf. Brzezinski, Zbigniew (1979-12-26). "Reflections on Soviet Intervention in Afghanistan" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Pentz, Peter A. (1988). "The Mujahidin Middleman: Pakistan 's Role in the Afghan Crisis and the International Rule of NonIntervention". Penn State International Law Review. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Crile, pp. 519 & elsewhere
  8. Coll, Steve (2004). Ghost Wars: The Secret History of the CIA, Afghanistan, and Bin Laden, from the Soviet Invasion to September 10, 2001. Penguin Group. د کتاب پاڼي 58, 149–150, 337. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781594200076. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Crile, George (2003). Charlie Wilson's War: The Extraordinary Story of the Largest Covert Operation in History. Atlantic Monthly Press, pp. 246, 285, 302
  10. "Sorry Charlie this is Michael Vickers's War", Washington Post, 27 December 2007
  11. Heymann, Philip (2008). Living the Policy Process. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-533539-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "The Oxford Encyclopedia of American Military and Diplomatic History".. (2013). Oxford University Press. ISBN 978-0199759255. 
  13. Coll, Steve (2004). Ghost Wars: The Secret History of the CIA, Afghanistan, and Bin Laden, from the Soviet Invasion to September 10, 2001. Penguin Group. د کتاب پاڼې 238. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781594200076. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Crile, see index
  15. Crile, see index
  16. Edward Girardet, Killing the Cranes, 2010, Chelsea Green
  17. ""Winning the Endgame in Afghanistan," by James A. Phillips, The Heritage Foundation Backgrounder #181, 18 May 1992". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جنوري ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Charlie Wilson's War Was Really America's War". د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Corgey, Hillary (22 August 2008). "Think tank fosters bloodshed, terrorism". The Cougar. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Davies, Philip (2004). MI6 and the Machinery of Spying: Structure and Process in Britain's Secret Intelligence Studies in Intelligence. Routledge. د کتاب پاڼي 290–291. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781135760014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Curtis, Mark. "Training in Terrorism: Britain's Afghan Jihad". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Riedel, Bruce (2014). What We Won: America's Secret War in Afghanistan, 1979–1989. Brookings Institution Press. د کتاب پاڼي 48–50. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0815725954. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Smith, Michael (2003). The Spying Game: The Secret History of British Espionage. Politico's. د کتاب پاڼې 233. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781842750049. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Kepel, Jihad, (2002)
  25. Pakistan's Foreign Policy: an Overview 1974–2004. Archived 23 June 2012 at the Wayback Machine. PILDAT briefing paper for Pakistani parliamentarians by Hasan-Askari Rizvi, 2004. pp19-20.
  26. Lewis, Jon E. (2014). "Charlie Wilson's Real War". The Mammoth Book of Covert Ops: True Stories of Covert Military Operations, from the Bay of Pigs to the Death of Osama bin Laden (په انګلیسي ژبه کي). Little, Brown Book Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781780337869. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Brzezinski Interview | David N. Gibbs". dgibbs.faculty.arizona.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جنوري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Tobin, Conor (April 2020). "The Myth of the "Afghan Trap": Zbigniew Brzezinski and Afghanistan, 1978–1979". Diplomatic History. Oxford University Press. 44 (2): 237–264. doi:10.1093/dh/dhz065. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)