ساینسي (علمي) انقلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

ساينسي انقلاب د هغو پېښو لړۍ وه، چې د عصري علومو د راڅرګندېدلو په لومړۍ عصري دوره کې کله چې د رياضي، فزيک، ستورو پېژندنې، بيولوژي (د انسان د اناتومي په ګډون) او د کېمياوي پرمختګونو د طبيعت په اړه د ټولنې نظرونه بدل کړل.[۱][۲][۳][۴][۵][۶] ساینسي انقلاب په اروپا کې د رینسانس د دورې په اخرو کې رامینځته شو او د اتلسمې پیړۍ تر وروستیو پورې یې دوام وکړ او د روښانتیا په نوم په پیژندل شوي فکري ټولنیز خوځښت یې اغیزه وکړه. که څه هم چې د هغې پرنیټې باندې لا بحثونه کیږي، خو په 1543 کې د نیکولاس کوپرنیکس د De revolutionibus orbium coelestium خپرونه چې د (د آسماني کرو د انقلابونو په اړه) وه، معمولا د ساینسي انقلاب د پیل نښه ګڼل کیږي.[۷]

د یوې اوږدې مودې په لړ کې د ساینسي انقلاب مفهوم په اتلسمه پیړۍ کې د ژان سلوین بیلي په اثارو او کارونو کې راڅرګند شو، ځکه دی د زړو د له منځه وړلو او د نوي د رامنځته کولو د دوه مرحليي پروسې شاهد و. د ساینسي انقلاب پیل،[۸] د «ساینسي رینسانس» د پخوانیو پوهانو د پوهې په بیا رغونه او ترلاسه کولو باندې تمرکز درلود، چې په عام ډول په 1632 کې د نړۍ د دوو لویو سېسټمونو په اړه د ګالیلیه د خبرو په خپرولو سره پای ته ورسید.[۹] د ساینسي انقلاب بشپړول د اسحاق نیوټن د 1687 پرنسیپیا "لوی ترکیب" ته منسوب کېږي. دغه کار د حرکت او نړیوالې جاذبې قوانین رامنځته کړل او په دې توګه یې د نوې کیهان پېژندنې ترکیب بشپړ کړ. د اتلسمې پیړۍ په پای کې د روښانتیا عمر د ساینسي انقلاب څخه وروسته د «انعکاس عمر» ته لاره هواره کړه.[۱۰]

پېژندنه[سمول]

په ساینس کې لوی پرمختګونه د 18 مې پیړۍ را پدېخوا انقلابونه ګڼل کېږي. د مثال په توګه په 1747 کې فرانسوي ریاضي پوه الیکسس کلیراوت لیکلي چې «نیوټن په خپل ژوند کې یو انقلاب رامنځته کړ.»[۱۱] دا کلمه د انټوین لیویسیرپه 1789 کې چې د اکسیجن کشف یې اعلانوه، هم وکاروله. «په ساینس کې کمو انقلابونو په ناڅاپي ډول د اکسېجن تیوري د معرفي کولو په څیر ډیره عمومي توجو جلب کړې ده... لیویسیر وليدل چې د ده تيوري د هغه وخت د ټولو نامتو پوهانو لخوا ومنل شوه او د څو کلونو په لړ کړې د هغه د لومړي نشر څخه د اروپا په لویه برخه کې و چلېده.»[۱۲]

په 19 مه پیړۍ کې ویلیم وویل خپله په ساینس کې انقلاب او هغه ساینسي میتود چې په 15 او 16 مه پیړۍ کې رامنځته شوی و، تشریح کړ. «د هغو مهمو انقلابونو له جملې څخه چې د نظرونو پام یې وراړولی، د انسان ذهن دی، چې د داخلي قدرتونو له لارې د ضمني اعتماد څخه په بهرني مشاهده باندې لېږدول کېږي. په دې ډول  د تیر عقل لپاره د بې حده درناوي څخه د بدلون او پرمختګ په تمه مخ پر وړاندې ځي.» دغې چارې د ننني ساینسي انقلاب عام نظر ته وده ورکړه:[۱۳]

د طبیعت په اړه یو نوی لید راڅرګند شو او د هغه یوناني نظر ځای یې ونیو، چې نږدې 2000 کاله یې پر ساینس باندې تسلط درلود. په دې ډول ساینس یو خپلواک با ډسپلینه او د فلسفې او ټیکنالوژۍ دواړو څخه جلا او د ګټورو موخو د درلودونکي علم په توګه وپیژندل شو.[۱۴]

ساینسي انقلاب په دودیز ډول داسې انګېرل کیږي، چې د کوپرنیکن د انقلاب (په 1543 کې پیل شوی) سره یو ځای پیل شوی او د آیزاک نیوټن د 1687 پرنسیپیا «لوی ترکیب» کې بشپړ شو. د چلند د تغییر ډېری برخه د فرانسیس بیکن [حواله ته اړتیا لري] څخه سرچینه اخلي، کوم چې د ساینس په عصري پرمختګ کې د هغه «باور او ټینګار» اعلان د ساینسي ټولنو رامنځته کولو ته الهام ورکړ. د بېلګې په توګه شاهي ټولنه [د اړتیا وړ استناد] او ګالیله چې د کوپرنیکس اتل و د حرکت ساینس ته وده ورکړه.[۱۴]

ساینسي انقلاب د کتاب په تولید کې د پرمختګ له امله شونی شو.[۱۵][۱۶] د چاپي مطبوعاتو له راتګ څخه وړاندې چې په ۱۴۴۰ مه لسیزه کې د جوهانس ګوتنبرګ لخوا په اروپا کې معرفي شو، نوهغه وخت په دغه قاره کې د ساینسي اثارو لپاره دومره پراخه بازار نه و، لکه څومره چې د مذهبي کتابونو لپاره و. چاپ په پریکنده توګه د ساینسي پوهې د رامنځته کولو لاره بدله کړه او همدارنګه د هغه د خپرېدلو تګلاره تغییر شوه. دغې چارې د کره ډیاګرامونو، نقشو، اناتوميکي نقاشي او د نباتاتو او حیواناتو نندارې ته د بیا تولید توانایي ورکړه. د علمي کتابونه چاپ ته یې پراخه کچه لاسرسی ور کړ. څېړونکو ته یې اجازه ورکړه چې په آزاده توګه پخوانیو لرغونو متنونو ته مراجعه وکړي او خپل مشاهدات د نورو پوهانو سره پرتله کړي. که څه هم د چاپونکو غلطۍ اوس هم ډېر وخت د غلطو معلوماتو د خپرېدلو لامل کیږي.[۱۷] د بېلګې په توګه، د ګالیله ګالیله په سیډریوس نونسیوس (د ستوري میسنجر) کې چې په 1610 کې په وېنز کې خپور شو، د سپوږمۍ د سطحې تلسکوپي انځورونو په غلطۍ سره د مخ لوري ته ښکاره شول.) د نقاشي فلزي تختو پراختیا اجازه ورکړه، ترڅو کره بصري معلومات دایمي شي. دا د پخوا په پرتله یو لوی بدلون و، ځکه هغه وخت د لرګیو پر تخته رامنځته شوي انځورونه (د لرګي ټاپه) د تکراري کارولو له لارې خرابېدل. پخوانیو ساینسي څیړنو ته د لاسرسي امکان په دې مانا و، چې ګواکي نور څیړونکي اړ نه دي چې د خپلو مشاهدو معلوماتو ته د مانا ورکولو لپاره تل له صفر څخه پیل وکړي.[۱۸]

په شلمه پیړۍ کې الکساندر کویری د «ساینسي انقلاب» اصطلاح معرفي کړه، چې د خپل تحلیل لپاره یې په ګالیله باندې تمرکز وکړ. دا اصطلاح د بټرفیلډ لخوا د هغه د عصري ساینس په رېښه یا اصل کې رایجه شوه. د توماس کوهن د 1962 کار د ساینسي انقلابونو د جوړښت په توګه په دې ټینګار وکړ، چې بېلابېل تیوریکي چوکاټونه، لکه د انشټاین د نسبیت تیوري او د نیوټن د جاذبې تیوري چې د هغه ځای ناستې شوه، نه شي کولی په مستقیم ډول پرته د مانا له لاسه ورکولو څخه پرتله شي.

اهمیت[سمول]

دغې دورې د ریاضیاتو، فزیک، ستورو پېژندنې او بیولوژي په برخه کې په هغه مؤسېساتو کې چې له ساینسي تحقیقاتو او د کایئناتو څخه د هر اړخه تصور درلودلو څخه یې ملاتړ کاوه، بنسټیز بدلون راوست. دغې ساینسي انقلاب د څو عصري علومو د رامنځته کېدلو لامل شو. جوزف بن ډیویډ په 1984 کې لیکي:[۱۹]

د پوهې چټک راټولول چې د 17 مې پیړۍ راپدېخوا د ساینسي پرمختګ ځانګړنه ده، کله هم له هغه وړاندې نه دی رامنځته شوې. د ساینسي فعالیت نوې بڼه یوازې د لویدیځې اروپا په څو هیوادونو کې راڅرګنده شوې ده او شاوخوا د دوه سوه کلونو لپاره په دې کوچنۍ سیمه کې محدود و. د 19 پیړۍ راهیسې، ساینسي پوهه د نورې نړۍ لخوا هم جذب شوه.

ډیری معاصر لیکوالان او عصري تاریخ پوهان ادعا کوي، چې په نړۍ لید کې انقلابي بدلون راغلی دی. په 1611 کال کې انګلیسي شاعر جان ډون لیکلي:

نوې فلسفه ټول کسان په شک کې بولي

د اور عنصر په بشپړه توګه ایستل شوی

لمر ورک شوی، ځمکه او د هیڅ انسان عقل شتون نه لري

کولی شي هغه ته په ښه توګه لارښوونه وکړي چې چیرې یې وپلټي.

د شلمې پیړۍ په مینځ کې تاریخ لیکونکی هربرټ بټرفیلډ که څه هم لږ ناراضه و، خو بیا یې هم دا بدلون یو بنسټیز بدلون ګڼلو.

د تاریخ پروفسرو پېټرهرېسون په دې باور دی، چې مسحیت د ساینسي انقلاب په ظهور کې رغنده رول درلود.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Galilei, Galileo (1974) Two New Sciences, trans. Stillman Drake, (Madison: Univ. of Wisconsin Pr. pp. 217, 225, 296–67.
  2. Moody, Ernest A. (1951). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Galileo and Avempace: The Dynamics of the Leaning Tower Experiment (I)"]. Journal of the History of Ideas 12 (2): 163–93. doi:10.2307/2707514. 
  3. Clagett, Marshall (1961) The Science of Mechanics in the Middle Ages. Madison, Univ. of Wisconsin Pr. pp. 218–19, 252–55, 346, 409–16, 547, 576–78, 673–82
  4. Maier, Anneliese (1982) "Galileo and the Scholastic Theory of Impetus," pp. 103–23 in On the Threshold of Exact Science: Selected Writings of Anneliese Maier on Late Medieval Natural Philosophy. Philadelphia: Univ. of Pennsylvania Pr. کينډۍ:ISBN
  5. Hannam, p. 342
  6. Grant, pp. 29–30, 42–47.
  7. Juan Valdez, The Snow Cone Diaries: A Philosopher's Guide to the Information Age, p 367.
  8. Cohen, I. Bernard (1976). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Eighteenth-Century Origins of the Concept of Scientific Revolution"]. Journal of the History of Ideas 37 (2): 257–88. doi:10.2307/2708824. 
  9. Cohen, I. Bernard (1965). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Reviewed work: The Scientific Renaissance, 1450-1630, Marie Boas"]. Isis 56 (2): 240–42. doi:10.1086/349987. 
  10. "PHYS 200 – Lecture 3 – Newton's Laws of Motion – Open Yale Courses". oyc.yale.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Clairaut, Alexis-Claude (1747). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". Du système du Monde, Dans Les Principes de la gravitation universelle]. 
  12. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  13. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  15. Owen Gingerich, "Copernicus and the Impact of Printing." Vistas in Astronomy 17 (1975): 201-218.
  16. Anthony Corones, "Copernicus, Printing and the Politics of Knowledge." in 1543 and All That (Springer, Dordrecht, 2000) pp. 271-289.
  17. Martyn Lyons, Books: A Living History. Los Angeles: J. Paul Getty Museum, 2011, 71.
  18. Martyn Lyons, Books: A Living History. Los Angeles: J. Paul Getty Museum, 2011, 71.
  19. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)