ساینسي تیوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ساینسي تیوري، د طبیعي نړۍ او کایناتو د یوې برخې څرګندونې دي، چې په تکراري ډول ازمویل شوې او د باوري پروتوکولونو په کارولو، لکه: د مشاهدې، اندازه کولو، ارزونې او ساینسي مېتود پر مټ منل شوې دي. تیوري په یوه تجربه کې تر کنترول شوو شرایطو لاندې ازمویل کېږي. کوم شرایط، چې د تجربوي ازموینو لپاره مناسب نه وي، د ابداعي استدلال (Abductive reasoning) د اصولو له لارې ارزول کېږي. جوړه شوې ساینسي تیوري، د سختو څېړنو پر وړاندې مقاومت کوي او د ساینسي پوهې بڼه لري.[۱][۲][۳]

ساینسي تیوري، له ساینسي واقعیت او قانون سره توپیر لري، ځکه یوه تیوري (ولې) او (څنګه) تشرېح کوي. واقعیت، ساده او بنسټیزه مشاهده ده، په داسې حال کې چې، قانون د واقعیتونو ترمنځ د اړیکو په اړه یو بیان (ډېرځلې ریاضیاتي معادلې) دی. د بېلګې په توګه: د نیوټن د جاذبې قانون، یوه ریاضیاتي معادله ده، چې د اجسامو د جذب وړاندوینې لپاره کارول کېدای شي؛ خو دا تیوري د دې لپاره نه ده، چې جاذبه قوه څنګه کار کوي. [۴][۵]

سټیفن جې ګولډ لیکلي: « واقعیتونه او تیورۍ بېل شیان دي، یعنې په یوې درجه بندۍ کې نه دي. واقعیتونه د نړۍ معلومات دي او تیورۍ د نظریاتو جوړښتونه دي، چې حقایق بیانوي.» [۶][۷][۸]

د ساینسي تیورۍ د اصطلاح معنا، چې په ساینسي څانګو کې کارول کېږي، د تیورۍ له عام ژبني استعمال سره توپیر لري. په ورځنیو چارو کې تیوري کولای شي، داسې بیانونه څرګند کړي، چې بې بنسټه او د قیاس وړ اټکل وي ، په داسې حال کې چې دا په ساینس کې یوه ازمویل شوې توضېح بیانوي، چې په پراخه کچه د اعتبار وړ ده.

د یوې ساینسي تیورۍ ځواک د ښکارندې ډول پورې اړه لري، چې تشرېح او ساده کولی یې شي. لکه څنګه چې اضافي ساینسي شواهد راټول شوي، نو یوه ساینسي تیوري ښایي سمون پیدا کړي او یا رد شي. که چېرې له نویو موندنو سره سمون ونه لري، بیا ډېرې کره تیورۍ ته اړتیا ده.

ځینې تیورۍ دومره ښې جوړې شوې دي، چې هېڅکله په کې د بنسټیز بدلون امکان نه وي، لکه: په ساینسي تیوريو کې تکامل، هیلوسنټریک تیوري، حجروي تیوري، پلېت ټیکتونیک تیوري، د ناروغۍ د میکروب تیوري او نورې تیورۍ.

ځینې وخت، یوه ساینسي تیوري یا ساینسي قانون، له ټولو معلوماتو سره سمون نه خوري، خو بیا هم په ځانګړو شرایطو کې د ساده والي له امله ګټور وي، لکه: د نیوټن د حرکت قوانین، چې د ځانګړي نسبیت لپاره یې په هغو سرعتونو کې ډېر کره اټکل کېدای شي، چې د رڼا په پرتله یې چټکتیا لږ ده.

ساینسي تیورۍ، د ازموینې وړ دي، ځکه ناکره وړاندوینې کوي. دوی د یوې ځانګړې طبیعي ښکارندې لاملونه بیانوي او د فزیکي نړۍ او د څېړنې د ځانګړو برخو، لکه برېښنا، کیمیا او ستورپوهنې لپاره وړاندوینې کوي.

ساینسي تیوري، د ساینسي پوهې د نورو ډولونو په څېر استقرایي او هم قیاسي ده، چې موخه یې د وړاندوینې او بیانولو پیاوړتیا ده. ساینسپوهان د لا ډېرو ساینسي پوهو او د ټکنالوژۍ یا طب په برخه کې د اسان پرمختګ لپاره له تیورۍ نه کار اخلي.

ډولونه[سمول]

البرټ انشټاین دوه ډوله ساینسي تیورۍ (رغنده تیوري) او (د اصولو تیوري) وړاندې کړې، رغنده تیوري، د ښکارندو لپاره رغنده ماډلونه دي، لکه خوځېدونکې تیوري او اصولي تیوري، چې تجربې عمومي کوي، لکه د نیوټن د حرکت قانون.[۹]

ځانګړتیاوې[سمول]

اړین معیارونه[سمول]

په عمومي ډول په ډېرو پوهنتونونو کې د هرې تیورۍ د منلو لپاره یو ساده معیار شته دی، اساسي معیار دا دی، چې تیوري باید د لیدو او تکرار وړ وي. یاد معیار د درغلیو د مخنیوي او د ساینس د دوام لپاره اړین دی.

د نړۍ ټیکټونیک پلېټونه د شلمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې نقشه شوي دي. ټیکټونیک پلېټ په بریالیتوب سره د ځمکې په ګډون د زلزلې، غرونو، لویو وچو او سمندرونو په اړه هم ډېرې مشاهدې بیانوي.

د ټولو ساینسي پوهو ځانګړي ټاکونکي، لکه: تیوري، ناکره او د ازموینې وړ وړاندوینې کوي. د دغو وړاندوینو اړیکې او ځانګړتیاوې دا ټاکي، چې تیوري څومره ګټوره ده.

په دوو حالتونو کې د (تیورۍ) اصطلاح د تطبیق وړ نه ده:

لومړی: کومه تیوري، چې د لیدو وړ وړاندوینې نه کوي، هغه په اصل کې یوه ساینسي تیوري نه ده.

دویم: هغه وړاندوینې هم ګټورې نه دي، چې د یوه ازمویښت لپاره ځانګړې نه وي.

د پوهې د بیانولو ډلې ته ښایي تیوري ووایو، خو لاندې معیارنه باید پوره کړي:

  • د ساینسي څېړنو په پراخه ساحه کې ناکره وړاندوینې په ډېر دقت ترسره کړي، لکه: میخانیک او باید د ډېرو شواهدو لرونکې وي.
  • دا له مخکې موجودو تجربوي پایلو سره سمون لري او لږ تر لږه په خپلو وړاندوینو کې د مخکینیو تیوریو په څېر دقیق دي.

دا ځانګړنې یقینا ً د تثبیت شوو تیوریو لپاره، لکه: د ځانګړي او عام نسبیت، کوانټمي میخانیک، ټیکټونیک پلېټ، عصري تکاملي ترکیب او نورو لپاره صدق کوي.

د ساینسي سازمانونو پېژاند[سمول]

ساینسي تیوري، د امریکا د علومو ملي اکاډمۍ له خوا داسې راپېژندل کېږي:

  • د تیورۍ رسمي پېژاند، د هغې له ورځنۍ یا عامې معنا سره ډېر توپیر لري. تیوري د پراخو شواهدو په لرلو سره د طبیعت د ځینو اړخونو هراړخیزو بیانونو ته اشاره کوي.[۱۰]
  • زیاتره ساینسي تیورۍ دومره ښې وړاندې شوې، چې په کې د هېڅ بنسټیز بدلون امکان نه وي، لکه: هېڅ نوي شواهد به دا ونه ښیي، چې ځمکه د لمر شاوخوا نه څرخي(د هیلوسنټریک تیوري) یا ژوندي موجودات له حجرو څخه نه دي جوړ شوي(د حجرو تیوري) یاهم ماده له اټومونو څخه نه ده جوړه شوې او د ځمکې سطحه پر جامدو پلېټونو نه ده وېشل شوې(د ټیکټونیک پلېټ تیوري). [۱۱][۱۲][۱۳]

د ساینسي تیوریو تر ټولو ګټور خاصیت دا دی، چې د نالیدلو طبیعي ښکارندو په اړه وړاندوینې کوي.

د ساینسي پرمختګ لپاره امریکايي انجمن وایي: ساینسي تیوري، د طبیعي نړۍ د ځینو اړخونو ښه بیان دی، چې د مکررو مشاهدو او تجربو له لارې تایید شوې دي. دا تیورۍ چې واقعیتونه څرګندوي، اټکلونه نه دي، بلکې د ریښتینې نړۍ تفسیر دی. د بیولوژیکي تکامل تیوري، د یوې تیورۍ په پرتله ډېر څه رانغاړي.

جوړښت[سمول]

حجره د لومړي ځل لپاره د رابرت هوک له خوا د لومړني مایکروسکوپ په واسطه ولیدل شوه، چې د حجروي تیورۍ د پراختیا لامل شوه. په ساینسي تیورۍ کې د فرضیوو وړاندیز او ازموینه شامله ده، چې د راتلونکو تجربو په اړه له فرضیوو نه وړاندوینې جوړوي، ترڅو وګوري، چې وړاندوینې د باور وړ دي که نه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سمون او پرمختګ[سمول]

که تجربې د تیورۍ د وړاندوینو خلاف وي، نو ساینسپوهان هڅه کوي، ترڅو پوه شي، چې ایا د تجربې طرحه سمه وه که نه، که داسې وي، نو دوی خپلې تجربې د بیا بیا تکرار په حالت کې تاییدوي، بیا په تیورۍ کې د احتمالي پرمختګ لپاره لاس په کار کېږي. په تیورۍ کې حل لارې ښایي وړو او لویو بدلونونو ته اړې وي، خو که چېرې په تیورۍ کې د قناعت وړ بیانونه وي، نو بیا اړتیا نشته.[۱۸]

لکه څنګه چې د وخت په تېرېدو سره، مکرر سمونونه رامنځته کېږي، نو تیورۍ هم په پر له پسې ډول وده کوي او وړاندوینې لا کره کېږي. د تیورۍ هره نوې نسخه، باید د پخوانۍ هغې په پرتله، د وړاندوینې ډېر ځواک ولري. ساینسي پوهه په پرله پسې ډول د وخت په تېرېدو سره کره کېږي.[۱۹][۲۰]

تیورۍ او قوانین[سمول]

ساینسي قوانین او ساینسي تیوري دواړه له ساینسي مېتود نه په استفادې د فرضیې او ازموینو له لارې تولید شوي دي، چې کولای شي د نړۍ د طبیعي چلند وړاندوینه وکړي. دواړه د مشاهدو یا تجربوي مشاهدو له خوا ښه ملاتړ کېږي. [۲۱][۲۲][۲۳]

په هر حال، ساینسي قوانین د بیانونو شرحه ده، چې طبیعت به په ځانګړو شرایطو کې څنګه چلند وکړي، خو د ساینسي تیورۍ لمن پراخه ده او د طبیعت په اړه پراخ بیانونه څرګندوي، د شواهدو لپاره بېلابېلې سرچینې لري او ښایي یو یا څو قوانین ولري. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

تیورۍ او قوانین له فرضیوو سره توپیر لري، دوی کولای شي، د علمي واقعیت نوم خپل کړي، په داسې حال کې چې فرضیه داسې نه ده. په ساینس کې تیورۍ له واقعیتونو سره توپیر لري، خو که چېرې یې ښه ملاتړ وشي، لکه تکامل، چې هم یوه تیوري ده او هم یو واقعیت دی.[۲۸][۲۹]

سرچینې[سمول]

  1. National Academy of Sciences (US) (1999). Science and Creationism: A View from the National Academy of Sciences (الطبعة 2nd). National Academies Press. د کتاب پاڼې 2. doi:10.17226/6024. PMID 25101403. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-06406-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The Structure of Scientific Theories". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. (2016). Metaphysics Research Lab, Stanford University. 
  3. Schafersman, Steven D. "An Introduction to Science". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. July 2017, Alina Bradford-Live Science Contributor 29. "What Is a Scientific Theory?". livescience.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. The Devil in Dover,
  6. "Is Evolution a Theory or a Fact?". National Academy of Sciences. 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ سپټمبر ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Popper, Karl (1963), Conjectures and Refutations, Routledge and Kegan Paul, London, UK. Reprinted in Theodore Schick (ed., 2000), Readings in the Philosophy of Science, Mayfield Publishing Company, Mountain View, Calif.
  8. "Scientific Method". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. (2015). Ed. Edward N. Zalta. 
  9. Howard, Don A. (23 June 2018). Zalta, Edward N. (المحرر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University – عبر Stanford Encyclopedia of Philosophy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Even theories change". Understanding Science. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Alan Baker (2010) [2004]. "Simplicity". Stanford Encyclopedia of Philosophy. California: Stanford University. ISSN 1095-5054. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Courtney A, Courtney M (2008). "Comments Regarding "On the Nature Of Science"". Physics in Canada. 64 (3): 7–8. arXiv:0812.4932. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Elliott Sober, Let's Razor Occam's Razor, pp. 73–93, from Dudley Knowles (ed.) Explanation and Its Limits, Cambridge University Press (1994).
  14. Misner, Charles W.; Thorne, Kip S.; Wheeler, John Archibald (1973). Gravitation, p. 1049. New York: W. H.Freeman and Company. کينډۍ:ISBN.
  15. See Acid–base reaction.
  16. "Chapter 1: The Nature of Science". www.project2061.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. See, for example, Common descent and Evidence for common descent.
  18. For example, see the article on the discovery of Neptune; the discovery was based on an apparent violation of the orbit of Uranus as predicted by Newtonian mechanics. This explanation did not require any modification of the theory, but rather modification of the hypothesis that there were only seven planets in the Solar System.
  19. U. Le Verrier (1859), (in French), "Lettre de M. Le Verrier à M. Faye sur la théorie de Mercure et sur le mouvement du périhélie de cette planète", Comptes rendus hebdomadaires des séances de l'Académie des sciences (Paris), vol. 49 (1859), pp. 379–83.
  20. For example, the modern theory of evolution (the modern evolutionary synthesis) incorporates significant contributions from R. A. Fisher, Ernst Mayr, J. B. S. Haldane, and many others.
  21. "Scientific Laws and Theories". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جولای ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. See the article on Physical law, for example.
  23. "Definitions of Fact, Theory, and Law in Scientific Work". 16 March 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Scientific Laws and Theories". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جولای ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Harding (1999)". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. William F. McComas (30 December 2013). The Language of Science Education: An Expanded Glossary of Key Terms and Concepts in Science Teaching and Learning. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 107. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-6209-497-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "What's the Difference Between a Scientific Hypothesis, Theory and Law?". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Gould, Stephen Jay (1981-05-01). "Evolution as Fact and Theory". Discover. 2 (5): 34–37. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Further examples are here [۱], and in the article on Evolution as fact and theory.