ساکنه برېښنا (ولاړه/ جامده)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ساکنه برېښنا، د موادو په منځ يا په سطحه يا په منځ کې ناانډوله برېښنايي چارجونه دي. دا چارج تر هغه وخته پاتې کېږي، ت څو وکولای شي چې د برېښنايي جريان يا برېښنايي اخراج په واسطه وړاندې حرکت وکړي. ساکنې برېښنا ته د جاري برېښنا سره د  توپير له امله نوم ورکړل شوی، په داسې حال کې چې يو برېښنايي چارج د برېښنايي لېږدونکي يا فضا په مټ چلېږي او انرژي لېږدوي.[۱]

کله چې دوه سطحې سره په اړيکه کې کېږي او يو بل سره پوښلې او جلا شوي وي، نو ساکن چارج منځ ته راتللی او لږ تر لږه يوه سطحه د برېښنايي جريان په وړاندې زيات مقاومت کولای شي (او په همدې بنسټ دا يو برېښنايي خنډ دی/هغه اله چې انرژۍ ته اجازه نه ورکوي چې تېره شي). د ساکنې برېښنا اغېزې ډېرو خلکو ته معلومې دي، ځکه خلک کولای شي بڅرکي (انګار) محسوسولای شي، اورېدلی شي او ان ليدلی شي، ځکه کله چې يو ستر برېښنايي هادي ته نژدې راوړل کېږي، نو اضافي چارج يې بې اغېزې کېږي (د بېلګې په ډول د ځمکې لاره)، يا يوه داسې سيمه چې د مخالف لوری (مثبت وي که منفي) اضافي چارج ولري. د ساکنې صدمې (د برېښنايي انرژۍ نا انډولتيا) پېژندل شوې پېښه – په خاص ډول يو اليکټروسټيټيک چارج اخراج – د چارج د بې اغېزې کېدو له امله منځ ته راځي.

اتومونو[سمول]

مواد له داسې اتومونو څخه جوړ وي چې عموماً له برېښنايي اړخه بې پری وي (مساوي اليکټرونونه او پروټونونه لري)، ځکه دوی د مثبتو چارجونو (د دوی په هسته کې پروتونونه) او منفي چارجونو (د هستې څخه شا اوخوا پوښ کې اليکټرونونه) مساوي شمېر لري. د ساکنې برېښنا ښکارنده د منفي او مثبتو چارجونو جلا کېدو ته اړتيا لري. کله چې دوه مواد په اړيکه کې وي، شونې ده چې له يوې مادې څخه بلې ته اليکټرونونه حرکت وکړي، کوم چې په يوه ماده د مثبتو چارجونو زياتوالی او په بله ماده مساوي منفي چارجونه پاتې کېږي. کله چې مادې سره جلا شي، دوی د چارجونو دا ناانډولي له ځانه سره ساتي.

د اړیکې له امله جلا شوی چارج

شونې ده چې د مادو تر منځ د اړيکې له امله اليکترونونه سره تبادله شي؛ په کمزورۍ سره نښتي اليکټرون لرونکي مواد، دا الیکترونونه له لاسه ورکوي، په  داسې حال کې چې د بهرني سپر (پوښ) لرونکي مواد دا اليکترونونه تر لاسه کوي. دا د ټريبواليکټريک اغېز په نوم پېژندل کېږي او د دې په پايله کې يوه ماده منفي چارج او بله مثبت چارج خپلوي. کله چې په ماده باندې دا چارج او تضاد يو ځل جلا شي، بيا په ټريبيواليکټريک لړۍ کې په نسبي موقعيتونو پورې اړه لري. ټريبيواليکټريک اغېز د ساکنې برېښنا بنسټيز لامل دی، لکه چې د هرې ورځې په ژوند او د عامو عالي ليسو د ساينس په ښودلو کې ليدل کېږي، په کومو کې چې د بېلا بېلو موادو يو ځای سره مږل شامل وي (لکه له يو ايکريليک ډنډې سره د وړۍ مږل/سولول). د اړيکې له امله د چاج جلا کېدل ستاسې د ويښتو د ودرېدو لامل ګرځي او «ساکن يوځای کېدو» لامل ګرځي (د بېلګې په ډول کله چې يوه پوکاڼۍ له وېښتو سره وسولول شي، نو ويښتان منفي چارج اخلي؛ کله چې له دېوال سره نژدې وي، چارج شوې پوکاڼۍ په ديوال کې شته مثبت چارج شويو ذرو په لور کش کېږي او شونې ده چې له هغې سره ونښلي، داسې ښکاري چې د جاذبې قوې سره ځوړند دی).

د فشار له امله د چارج جلا کېدل

پلی شوی ميخانيکي فشار د ځانګړي ډول کريسټايل او سيراميکس ماليکولونو کې د چارج جلا کېدل پيدا کوي.

د تودوخې له امله د چارج جلا کېدل

تودوخه د ځانګړو موادو په اتومونو يا مليکولونو کې د چارج جلا کېدل منځ ته راوړي. ټول پيرواليکټريک مواد پيزواليکټريک هم دي.د تودوخې او فشار د غبرګون اتومي يا ماليکولي خصوصيتونه يو له بل سره نژدې اړيکه لري.

د چارج له امله د چارج جلا کېدل

يو چارج شوی شی چې له برېښنايي اړخه بې پری شي ته نژدې راوړل شي، په بې پرې شي کې د چارج د جلا کېدو لامل ګرځي. د همدې تضاد چارجونه په شا تمبول کېږي او د مخالف لوري چارجونه راکش کېږي. له دې امله چې د برېښنايي چارج د تعامل له امله منځ ته راغلی طوقت د واټن په زیاتېدو سره په چټکۍ غورځېږي، له همدې امله نږدې (مخالف لوری) چارجونو اثر ډېر وي او دواړه شيان د راکش کېدو قوت محسوسوي. اغېز هغه مهال تر ټولو زيات څرګند وي، کله چې بې پری شی (جسم) يو برېښنايي لېږدونکی (هادي) وي، ځکه دې حالت کې چارجونه ډېر ازاد وي چې په شا اوخوا کې حرکت وکړي. د يو داسې شي يوه برخه په احتياط سره په ځمکه اېښودل چې د چارج له امله يې چارج جلا شوی وي، په دايمي ډول اليکترونونه لرې کولای يا زياتولای شي، په داسې حال کې چې شی د ټول دايمي چارج سره پاتې کېږي. دا پروسه د « Van de Graaff» جنراتور د کار لپاره اړينه ده، دا يوه داسې اله ده چې عموماً د ساکنې برېښنا د اغېزو د څرګندولو لپاره کار ځينې اخيستل کېږي.

لرې کول او مخنوی[سمول]

شونې ده د ساکن چارج لرې کول يا يې مخه نيول دومره ساده وي، لکه د يوې کړکۍ پرانيستل يا د هوا د نمۍ د زیاتولو لپاره د يو هيوميډيفاير کارول چې په دې سره چاپېريال زيات لېږودنکی وګرځي.د هوا ايونايز کونکی هم همدا کار کولای شي.[۲]

هغه شيان چې په خاص ډول د ساکنې چارج شوې مادې په وړاندې حساس وي، له هغې سره د ساکنې برېښنا ضد عامل څخه په ګټې اخيستنې چلند کېدای شي، کومه چې د سطحې يو پوړ ورزياتوي، کوم چې د دې ډاډ ورکوي چې هر ډول اضافي چارج په برابر ډول ووېشي. د رخت نرمونکي او وچونکي څادرونه، کوم چې د مينځلو په ماشينونو او د کاليو د وچولو لپاره استعمالېږي، د ساکنې برېښنا ضد عامل يوه بېلګه ده، کوم چې د ساکن نښلېدو د مخنيوي او لرې کولو لپاره کارول کېږي. [۳]

په برېښنايي وسايلو کې ډيری کارېدونکي نيمه لېږدونکي وسيلې (نيمه موصلونه/هادي) د ساکنې خارجېدېدونکې مادې لپاره په ځآنګړي ډول حساس وي. د ساکنې برېښنا ضد لېږدونکې کڅوړې عموماً د داسې اجزاوو د خونديتابه لپاره کارول کېږي.  هغه خلک چې په مدارونو کار کوي، په کومو کې چې داسې وسيلې وي، عموما خپل ځان د لېږدونکي ساکنې برېښنا ضد کمربند سره تړي.[۴][۵]

په صنعتي جوړښتونو کې لکه د رنګ يا د وړو کارخونې، همدا راز په روغتونونو کې، له فرش سره د اړيکې له امله د جامد چارج د جمع کېدو د مخنيوي لپاره، کله کله د ساکن ضد خونديتابه بوټان کارول کېږي. په دې بوټانو کې د ښه رسېدو لرونکي تلې وي. د ساکنې برېښنا ضد بوټان بايد له انسوليټيک بوټانو سره ګډ وډ نه کړای شي، کوم چې په ټوله معنا معکوسه ګټه وړاندې کوي – د مرکزي ولتاژ څخه د ځينو سختو برېښنايي ټکانونو په وړاندې تر يو بريده خونديتوب وړاندې کوي.[۶]

ساکن اخراج[سمول]

له ساکنې برېښنا سره اړونده بلکه اليکټروسټاټک اخراج، يا يواځې د ساکنې برېښنا له خارجېدو څخه منځ ته راځي، ځکه اضافه شوی چارج د چارجونو د جريان يا شا اوخوا اطرافو څخه بې اغېزې کېږي.

د برېښنايي جټکې احساس د اعصابو د تحريکولو څخه منځ ته راځي، ځکه چې په انساني بدن کې بې اغېزې جريان بهېږي. په يو شي باندې د ساکنې برېښنا په توګه زېرمه شوې انرژي د شي اندازې او د هغې برېښنايي ظرفيت، ولتاژ له کوم څخه چې دا چارج کېږي او شا اخوا وسيلې د برېښنا ضد ثبات ته په کتنې سره مختلف وي. په حساسو برېښنايي وسايلو د ساکنې برېښنا د خارجېدونکې مادې اغېز د نمونې جوړولو لپاره، يو انسان د ۱۰۰ پيکوفراډز د کپيسيټر په توګه ښودل کېدای شي، کوم چې له ۴۰۰۰ څخه تر ۳۵۰۰۰ ولټه ولټاز پورې چارج کېدای شي. کله چې يو شی لمس کړي، نو انرژي د يو مايکروسيکنډ څخه هم په کم وخت کې خارج کېږي. که څه هم ټوله انرژي کمه ده، د مليجولز د ترتيب پر بنسټ، دا بيا هم حساسو برېښنايي وسايلو ته زيان رسولای شي. لوی شيان زياته انرژي زېرمه کوي، کومه چې شونې ده نېغ په نېغه د انسان سره د اړيکې پر مهال زيان رسونکې وي، يا شونې ده داسې يوه سپرغۍ پيدا کړي چې اور اخيستونکی ګاز يا ايرې هم بدلولای شي.[۷]

سرچينې[سمول]

  1. Dhogal (1986). Basic Electrical Engineering, Volume 1. Tata McGraw-Hill. د کتاب پاڼې 41. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-451586-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Ionizers and Static Eliminators". GlobalSpec. 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ فبروري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Fabric Softener and Static". Ask a Scientist, General Science Archive. US Department of Energy. 2003. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Antistatic Bags for Parts. PC Chop Shop. John Wiley and Sons. 2004. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7821-4360-7. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Antistatic Wrist Strap. PC Chop Shop. John Wiley and Sons. 2004. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7821-4360-7. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Safetoes: Safety Footwear". Safetoes. Trojan Tooling. 2004. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ نومبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Carlos Hernando Díaz, Sung-Mo Kang, Charvaka Duvvury, Modeling of electrical overstress in integrated circuits Springer, 1995 کينډۍ:ISBN page 5