هډوتري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ساوتري نه مخ گرځېدلی)

هډوتري د سولگر هغه برخې او وزلو ته ویل کیږې چې مونږ يې ليدلی او لمس کولی شو. هډوتري په دوه برخو ويشل شوي:

  1. ننوتني يا Input هډوتري
  2. وتني يا Output هډوتري

ننوتني هډوتري[سمول]

د سولگر ټولې هغه وزلې چې سولگر ته زموږ مالومات دننه کړي ننوتني هډوتري بلل کیږې. لکه: مږک، .کيليدړه، مېک، ځيرگر، لاېټ پېن، او داسې نور.

وتني يا Output هډوتري[سمول]

د سولگر ټولې هغه وزلې چې زموږ غوښتنو ته ځواب ورکوي يا مالومات له سولگر ځخه مونږ ته ښکاره کوې، او موږ يې ليدلی يا اوريدلی شو وتني هډوتري بلل کيږي. لکه: ليدانى، غږن، چاپگر، او داسې نور.