سارګوني لړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سارګوني لړۍ پر آشور باندې وروستۍ حاکمه لړۍ وه چې د نوې آشوري سترواکۍ پر مهال یې له میلاد وړاندې ۷۲۲ کال څخه د دویم سارګون له واک ته رسېدو وروسته له میلاد وړاندې ۶۰۹ کال کې د آشوریانو د سقوط تر مهاله د آشوري پاچاهانو په توګه حکومت وکړ. په داسې حال کې چې بالاخره د هغوی د حکومت پر مهال آشور سقوط وکړ خو د دغې لړۍ د اوج پر مهال له دویم سارګون وروسته د دغه لړۍ درې واکمنان، سناخریب (واکمني: له میلاد وړاندې ۷۰۵ کال – ۶۸۱ کال)، اسرحدون (واکمني: له میلاد وړاندې ۶۸۱ کال – ۶۶۹ کال) او آشور باني پال (واکمني: له میلاد وړاندې ۶۶۹ کال – ۶۳۱ کال) په ټولیزه توګه د دریو لویو آشوري پاچاهانو په توګه ګڼل کیږي. په داسې حال کې چې په دغه لړۍ کې اووه آشوري پاچاهان، د بابل دوه لاس پوڅي پاچاهان او همدارنګه ګڼ شمېر شهزادګان او شهزادګۍ شاملېږي خو د سارګونيانو کلمه ډیری مهال یوازې د سناخریب، اسرحدون او آشور باني پال لپاره کارول کیږي.

له دې سره چې په سارګوني لړۍ کې یوازې د څو پاچاهانو سلطنت شامل دی، خو د هغوی د حکومت پر مهال د دغې سترواکۍ پولو په داسې توګه پراختیا ومونده چې ټول لرغونی نږدې ختیځ، ختیځه مدیترانه، کوچنۍ آسیا، قفقاز او د عربي ټاپو وزمې یو شمېر برخې او همدارنګه شمالي افریقا په کې شامل وو. ورته مهال یې د بابل، ایلام، فارس، اوراراتو، لیديه، ماد، فریګي، کیمري، اسرائیل، یهوذا، فنیقیه، کلده، کنعان، کوشي سترواکۍ، عربو او مصر په څېر رقیبان لرل چې د آشور رقیبان و، خو بالاخره یې دغې سیمې یا ونیولې او یا یې هم په هغوی کې خپل لاس پوڅي حکومتونه جوړ کړل.

له میلاد وړاندې ۷۱۰ کال کې د دویم سارګون له خوا د بابل له بېرته فتح کولو وروسته، سارګونیانو په دوره یي بڼه د بابل د پاچاهانو په توګه حکومت وکړ، په داسې حال کې چې ځینې وختونه یې دا هم غوره ګڼله څو خپل لاس پوڅي پاچاهان ورته وټاکي. دوی ته دا ثابته شوې وه چې د بابل کنټرول جنجالي چاره ده ځکه چې دغه ښار او همدارنګه د بین النهرین په سویلي لوري کې نورو نږدې قلمروونو څو ځله د سارګوني پاچاهانو پر وړاندې پاڅون وکړ، په داسې حال کې چې دوی هم د بابلیانو د رضایت ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو لارو چارو څخه کار اخیست. د دغه ډول پاڅونونو څخه وروستی یې له میلاد وړاندې ۶۲۶ کال کې د نابوپولاسار له خوا پاڅون و چې بریالی شو، د نوې بابلي سترواکۍ په نامه یوه نوې پاچاهي تاسیس کړي او په راتلونکو نږدې دوه لسیزو کې یې نوې آشوري سترواکي چپه کړه او سارګوني حکومت ته یې پای ټکی کېښود. بابلیانو له مادیانو سره چې د آشوریانو سیالان و، لاس یو کړ. په داسې حال کې چې د آشور د سترواکۍ پر وړاندې د ماد او بابل جګړه په پیل کې قطعي نه وه، خو له میلاد وړاندې ۶۱۲ کال کې د نینوا سقوط او همدارنګه د پاچا سین شار ایشکون مړینه د آشور سترواکۍ لپاره یوه له منځه وړونکې ضربه وه. د سین شار ایشکون ځای ناستي، آشور دویم اوبالیت د آشور پاتې پوځ په حران ښار کې راغونډ کړ، خو له میلاد وړاندې ۶۱۰ کال څخه یې تر ۶۰۹ کال پورې دغه ښار د خپلو دښمنانو پر وړاندې له لاسه ورکړ او همدارنګه یې په ۶۰۹ کال کې د هغو د بېرته نیولو په هڅه کې هم ماته وخوړه چې له امله یې د سارګوني لړۍ او همدارنګه د آشور واکمني پای ته ورسېده چې د نږدې ۲ زره کلونو لپاره له سیاسي پلوه خپلواکه پاچاهي وه.

مخینه[سمول]

سارګوني لړۍ د دوه پاچاهانو تیګلات- دریم پیلسر (واکمني: له میلاد وړاندې ۷۴۵ کال – ۷۲۷ کال) او پنځم شلمانسر (له میلاد وړاندې ۷۲۷ – ۷۲۲ کال) له سلطنت څخه له ځنډ پرته واک ته ورسېده. له میلاد وړاندې ۷۴۵ کال کې د آشور تاج او تخت ته د تیګلات پیلسر د رسېدو ماهیت ناڅرګند دی او د بحثونو موضع ګرځېدلی دی. ګڼ شمېر شواهد، له دې ډلې له میلاد وړاندې ۷۴۵/۷۴۶ کال کې د آشوري سترواکۍ د پلازمېنې، نیمرود ښار د پاڅون پر مټ لرغوني آشوري منابع د تیګلات – پیلسر د اصل او نسب اړوند متناقض اطلاعات وړاندې کوي چې ګویا تیګلات په خپلو کتیبو کې د خپلې واکمنۍ لامل یوازې الهی انتخاب ته اړوند بللی، نه دا چې هغه دواړو الهي انتخاب او خپل سلطنتي نسب ته اړوند وبولي (چې په معمول ډول د آشور پاچاهانو د دغه ډول انتخاب ادعا کوله)، له همدې امله د هغه واکمني د غصب او د هغه د غاصب توب په توګه تعبیر کیږي. په داسې حال کې چې یو شمېر نور له دې هم وړاندې ځي او څرګندوي چې تیګلات پیلسر په اصلا کې د اداساید اوږد مهالې سلطنتي لړۍ ته هېڅ اړوند نه و، خو په ډېر احتمال سره په واقعیت کې هغه سلطنتي نسب درلود، همدارنګه پرته له دې چې پام وکړي واکمني یې په زور نیولې او که نه، هغه د پاچاهۍ مشروع مدعي بولي. [۱][۲][۳]

په داسې حال کې چې آشور د سارګوني لړۍ د واکمنۍ پر مهال د بین النهرین په زړه کې د مستقرې پاچاهۍ څخه په یوې واقعي څو ملیتي او څو قومي سترواکۍ واوښت، خو د دغې پراختیا بنسټونه د تیګلات پیلسر د واکمنۍ پر مهال د پوځي او مدني اصلاحاتو پر مټ کېښودل شول. سربېره پر دې تیګلات پیلسر داسې بریالیو فتوحاتو ته مخه کړه چې د بابل او اوراراتو پاچاهۍ یې تر خپل واک لاندې راوړې او د مدیترانې ساحلي کرښه یې فتح کړه. د هغه بریالي پوځي نوښتونه، له دې ډلې اجباري عسکري خدمت چې په خپل هر ولایت کې یې د هغو پر مټ پوځي تشې ډکې کړې، له امله یې آشوري پوځ په یو داسې اغېزمن پوځ واوښت چې تر دغه مهاله یې شتون نه درلود. [۴]

د تیګلات پیلسر ځای ناستي او د هغه زوی، پنځم شلمانسر د خپلو ضعیفو پوځي او اداري وړتیاوو له امله چندان شهرت نه درلود او همدارنګه یې په ښکاره ډول د خپلې ټولې لویې سترواکۍ له وګړو څخه مالیات راغونډول. یوازې له پنځه کاله سلطنت وروسته شلمانسر له پاچاهۍ راوپرځول شو؛ نوموړی په ډېر احتمال سره د سلطنت په ماڼۍ کې د سارګوني لړۍ د بنسټګر دویم سارګون له خوا د یوې کودتا په ترڅ کې له واکه لرې او ووژل شو. په داسې حال کې چې دویم سارګون ادعا کوله چې هغه د تیګلات- دریم پیلسر زوی او د پخوانیو پاچاهانو څخه دی، خو د هغه دغه ادعا ده ته په اړوندو ګڼ شمېر هغو کتیبو کې شتون نه لري چېرې چې هغه ځان په خپله د آشور د پاچا په توګه بللی دی. له دې سره ډیری تاریخ پوهان دغه ادعا چې ګویا سارګون د تیګلات پیلسر زوی دی مني، خو په دې باور نه دي چې هغه د شلمانسر د سلطنت له پای وروسته د تاج او تخت مشروع وارث و. آن هماغه مهال هم د تیګلات د زوی په توګه د هغه له دغې ادعا سره د هغې ادعا په پرتله چې تیګلات ځان سلطنتي کورنۍ ته اړوند باله په ډېر احتیاط چلن کېده. د جې. اې. برینکمن په څېر یو شمېر آشور پوهان په دې باور دي چې سارګون په ډېره لږ کچه هم په مستقیم ډول له ځانه څخه له مخکې سلطنتي کورنۍ سره اړیکه نه لرله. [۴][۵][۶][۷][۸]

د دویم سارګون واک ته رسېدنه د ګڼ شمېر پاڅونونو شاهده وه او کېدای شي هغه د سارګون سلطنتي نوم (په اکدي ژبه کې سارو- کین چې احتمالا د «مشروع پاچا» په معنی دی) د خپل مشروعیت د څرګندولو په موخه کارولی وي. له میلاد وړاندې ۶۷۰ کال په وروستیو کې د دویم سارګون د لمسي، اسرحدون د واکمنۍ پر مهال ارجاعات په دې احتمال سره چې «پخوانۍ سلطنتي اولاده» به کېدای شي د تاج او تخت د ترلاسه کولو په موخه هڅه وکړي، ښيي چې سارګوني لړۍ لزوما د آشور له پخوانیو پاچاهانو سره چندان ښه اړیکه نه لرله. د بابلي پاچاهانو نوملړ په سلسلوي بڼه سارګون او د هغه اولاده له تیګلات پیلسر او شلمانسر څخه جلا کړې ده؛ په دغه نوملړ کې تیګلات پیلسر او شلمانسر «بالتیل لړۍ» (په ډېر احتمال سره دغه لړۍ د آشور لرغونې پلازمېنې آسور ته اړوند ده) ته اړوند ثبت شوي دي. همدارنګه په کې سارګونیان د «هانیګلبات لړۍ» دغړو په توګه ثبت شوي دي او د ډېر احتمال په لرلو سره یې هغوی د لرغوني منځني آشور د سلطنتي کورنۍ هغې څانګې ته اړوند کړي چې د نایب السلطنتانو په توګه یې د آشوري سترواکۍ په لویدیځو برخو کې د «هانیګلبات پاچاهانو» د لقب په لرلو واک چلاوه. [۴][۹][۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Parker 2011، ص. 367.
  2. Radner 2016، ص. 47.
  3. Davenport 2016، ص. 36.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Mark 2014b.
  5. Garelli 1991، ص. 46.
  6. Chen 2020، ص. 201.
  7. Cogan 2017، ص. 154.
  8. Parker 2011.
  9. Fales 2014، صص. 204, 227.
  10. Ahmed 2018، ص. 63.