Jump to content

سابینا سپیلرین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سابینا نیکولایونا سپیلرین (زوکړه: د زاړه سبک له مخې د ۱۸۸۵ زکال د اکتوبر ۲۵مه او د نوي سبک له مخې د نومبر ۷مه – مړینه: د ۱۹۴۲ زکال د اګست ۱۱مه) روسۍ طبیبه او له لومړنیو ښځینه اروايي تحلیل کوونکو څخه وه. هغه په متوالي ډول د کارل ګوستاو یونګ ناروغه، د هغو شاګرده او بیا یې همکاره شوه، چې له ۱۹۰۸ زکال څخه یې تر ۱۹۱۰ زکال پورې ورسره نږدې اړیکه لرله، هماغه ډول چې همدغه مهال ته اړوند د هغوی لیکلي خاطرات یې څرګندويي کوي. همدارنګه یې له زیګمونډ فروید سره تګ راتګ، مکاتبه او علمي اړیکې لرلې. دې د ودې په برخه کې د اروايي تحلیل ګر ژان پیاژه سره کار وکړ. نوموړې په سویس او روسیه کې د اروايي ډاکټرې، اروايي څېړونکې، ښوونکې او د ماشومانو د متخصصې په توګه چارې ترسره کړې. د خپل دېرش کلن مسلکي ژوند په ترڅ کې نوموړې په دریو ژبو (جرمني، فرانسوي او روسي) باندې له ۳۵ زیاتې علمي مقالې خپرې کړې چې په موضوعاتو کې یې اروايي تحلیل، د ودې ارواه پوهنه، د ژبې ارواه پوهنه او د زده کړو ارواه پوهنه شامله وه. د اروايي تحلیل په برخه کې د هغې یوه مقاله د رامنځته کېدو د لامل په توګه د تخریب (Destruction as the Cause of Coming Into Being) تر عنوان لاندې وه چې په جرمني ژبه باندې یې ولیکله.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

سپیلرین د اروايي تحلیل له مخکښانو او یو له هغو لومړنیو کسانو څخه وه چې د مرګ د غریزې مفهوم یې وړاندې کړ. نوموړې له لومړنیو هغو اروايي تحلیل ګرانو څخه وه چې د شیزوفرني د لامل اړوند یې څېړنه ترسره کړه او د هغو پایلې یې د اروايي تحلیل موضوعاتو ته په اړوندې یوې مجلې کې خپرې کړې. سپلرین په مخ پر زیاتوالي بڼه د یوې مهمې متفکرې او نوښتګرې په توګه پېژندل کېږي چې په تاریخ کې د غیرمعمول التقاط، له ډلو سره د نه یوځای کېدو، ارواه پوهنې ته د فیمنېستي اړخ څخه له پام او همدارنګه د هولوکاسټ په ترڅ کې د مړینې له امله څنډې ته شوه. [۱۱][۱۲][۱۳]

په جینوا کې چارې، ۱۹۲۰ – ۱۹۲۳ زکال

[سمول]

نوموړې په ۱۹۲۰ زکال کې د اروايي تحلیل د نړیوالې ټولنې په شپږم کانګرس کې چې په هاګ کې جوړ شوی و، ګډون وکړ او هلته یې د ماشومتوب پر مهال د ژبې د ریښو اړوند وینا وکړه. د هغې وینا ته په ناستو کسانو کې زیګمونډ فروید، لور یې آنا فروید، ملاني کلاین او ساندور فرنتزي شامل وو. هغې همدارنګه اعلان وکړ چې هوډ لري په جنیوا کې له روسو انستیتوت سره همکاري وکړي چې په دغه ښار کې د ماشومانو د ودې په موخه کلنیکي، روزنیز او څېړنیز مخکښ بنسټ و. هغه درې کاله دلته پاتې شوه او د دغه بنسټ د بنسټګر، اډوارډ کلاپارډ او پیري بوېټ په ګډون یې د نورو مخکښو ارواه پوهانو په خوا کې کار وکړ. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په روسیه کې چارې، ۱۹۲۳ – ۱۹۴۲ زکال

[سمول]

په روسیه کې د اروايي تحلیل چارو له ستونزو ډک تاریخ لرلی، خو له ۱۹۲۱ زکال څخه تر ۱۹۲۳ زکال پورې یې اغېزو پام وړ ځواک درلود. هغه مهال چې نوموړې مسکو ته راغله، ځان یې په دغه ځای کې تر ټولو باتجربه اروايي تحلیل ګره احساس کړه چې په خوا یې د لویدیځ له پام وړ تحلیل ګرانو او ارواه پوهانو سره هم اړیکې لرلې. نوموړې د مسکو په لومړني پوهنتون کې د ماشومانو د ارواه پوهنې په څوکۍ وګمارل شوه او د پېډولوژي (د ماشومانو څېړنه) په برخه کې یې کار وکړ؛ همدارنګه یې د ماشومانو د پالنې لارې چارې له پراختیايي او روزنیزې ارواه پوهنې سره ادغام کړې. ورته مهال نوموړې د مسکو د اروايي څېړنو له انستیتیوت سره مل شوه چې په ۱۹۲۲ زکال کې د مویس (مویش) وولف له خوا تاسیس شوی و. له دې وروسته د «ډتسکي ډوم» په نامه د یتیمو ماشومانو د اروايي تحلیل له لابراتور (د «سپینې ماڼۍ» په نوم هم پېژندل کېده) سره یوځای شوه چې د ماشومانو د زده کړو په برخه کې یوه نوې جاه طلبانه پروژه وه.[۱۸]

ډټسکي ډوم په ۱۹۲۱ زکال کې د ورا شمېت (د فروید یو له زده کړیالانو څخه وه) له خوا تاسیس شو او د ماشومانو لپاره یې روزنیزې چارې د فروید د نظریې پر بنسټ تنظیم کولې. د دغې پروژې ښوونځی یوازې د یتیمانو په نامه و او د شمېت د زوی په ګډون د مخکښو بلشویکانو زامنو په کې زده کړې کولې (په زده کوونکو کې یې د جوزف ستالین زوی واسیلي ستالین هم شامل و). په دغه ښوونځي کې نظم او انضباط ممنوع و او ماشومانو ته یې د حد اکثر فعالیت آزادي ورکوله. همدارنګه په کې جنسي لټون او کنجکاوي هم مجاز وه. د سپیلرین چاره پر ښوونکو باندې څارنه وه، آن تر دې چې کېدای شي هغې ښوونکي هڅولي وي چې د خپلو ناوړه کاري شرایطو له امله اعتراض وکړي، هغه اعتراض چې لامل وګرځېد دوی له دندې وشړل شي. دغه ښوونځی په ماشومانو کې له بلوغ وړاندې د جنسي تمایلاتو د تحریک اړوند ازموینو د تورونو له امله په ۱۹۲۴ زکال کې وتړل شو. په ډېر احتمال سره دغه تورونه د لئون تروتسکي د هغو چارو په غبرګون کې و چې غوښتل یې دغه پام وړ ښوونځی پرولتاریايي کړي. په مسکو کې د سپیلرین د استوګنې پر مهال الکساندر لوریا او لیو ویګوټسکي، ډټسکي ډوم او د اروايي تحلیل انستیتوت ته راغلل او دلته یې له هغې سره یوځای څېړنې وکړې. په ډېر احتمال سره د ماشومانو د عیني مشاهدې په خوا کې له اروايي تحلیل څخه د سپیلرین ځانګړي اروايي نظریات لامل وګرځېدل هغه په یوې څېړونکې واوړي چې له امله یې نوموړې په خپل مهال کې د روسیې له مخکښو ارواه پوهانو څخه شوه. [۱۹][۲۰][۲۱]

سپیلرین د ۱۹۲۴ یا ۱۹۲۵ زکال په وروستیو کې مسکو پرېښود. هغه او لور یې بیاځلي له مېړه پاول سره په روسټوف - آن - دون کې مل شول. سربېره پر دې چې نوموړې په مسکو کې له خپلو تجاربو ناهیلې شوې وه، دا هم شونې ده چې هغه بېرته ګرځېدو ته اړ کړای شوې وي؛ ځکه چې مېړه یې د اولګا سنټکووا په نامه له یوې اوکراینۍ ښځې سره اړیکه جوړه کړې وه او دغه مهال یې د نینا په نامه یوه لور هم لرله. پاول بېرته د خپلې پخوانۍ مېرمنې خوا ته ولاړ او په ۱۹۲۶ زکال کې یې د اووا په نامه بله لور وزیږېده. لږ تر لږه د یوې راتلونکې لسیزې لپاره سپیلرین په فعاله توګه د ماشومانو د ډاکټرې په توګه خپلو چارو ته دوام ورکړ او تر ۱۹۳۱ زکال پورې یې د اروايي تحلیل اړوند ګڼ شمېر څېړنې وکړې، تدریس یې وکړ او پریمانه مقالې یې ولیکلې. نوموړې په ۱۹۲۹ زکال کې په روسټوف کې د اروايي درملنې او عصبي زیان منلو اړوند جوړ شوي کانګرس کې له فروید او د هغه د اروايي تحلیل څخه شدیده دفاع وکړه، په ډېر احتمال سره دا وروستی کس و چې په هغه مهال کې یې داسې دفاعیه وړاندې کړه چې په روسیه کې د اروايي تحلیل چارې د ممنوعیت پر لور روانې وې. دغې چارې روښانه کړه چې نوموړې له لویدیځو تحولاتو سره همغږې ده او همدارنګه یې د ساندور فرنتزي د کړنلارې اړوند په زړه سواندۍ خپل نظریات وړاندې کړل چې د درمل کوونکي له اړخه د احساسي رول ملاتړ کوي. نوموړې همدارنګه د ماشومانو د اروايي چارو اړوند د کلنیکي نظارت اهمیت ته اشاره وکړه او هغه یې د یوې لنډ مهالې درملنې په توګه توصیف کړ او کېدای شي په هغه مهال کې ترې ګټنه وشي چې د پراخه درملنې منابع مجاز نه وي. د هغې خورځې منیخا نوموړې له ۱۹۳۰مې لسیزې راوروسته د «غوره اخلاقو لرونکې او مهربانه مېرمن» بللې. ورته مهال نوموړې د هغو مسایلو اړوند سخت دریځې وه چې مذهبي باور ته یې اړوند کېدل. مېړه یې په ۱۹۳۶ زکال کې ومړ. په ۱۹۳۷ زکال کې د هغې وروڼه ایزاک، جان او امیل سپیلرین ونیول شول او له ۱۹۳۷ زکال څخه تر ۱۹۳۸ زکال پورې د لویې تصفیې په اډانه کې اعدام شول. سپیلرین د خپل مېړه له پخوانۍ ملګرې، اولګا سنټکووا، سره دې هوکړې ته ورسېده چې که چېرې له دوی دواړو څخه هره یوه مړه شي، ژوندې پاتې شوې به د پاول له دریو واړو لوڼو څخه ساتنه کوي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

مړینه

[سمول]

سپیلرین او لوڼې یې د ۱۹۴۱ زکال په نومبر میاشت کې په روسټوف-آن-ډون باندې د جرمنانو له لومړي برید څخه چې سره پوځ یې دفاع وکړه، ژوندۍ پاتې شوې. له دې سره هم د جرمني پوځ د ۱۹۴۲ زکال په جولای میاشت کې دغه ښار ونیو. سپیلرین او د هغې دوه لوڼې چې یوه یې ۲۹ او بله یې ۱۶ کلنه وه روسټوف ته څېرمه په زمیواسکایا بالکا نومي مرکز کې د جرمني د اس اس ګارد د اینزاتس ګروپن ډي ډلګۍ له خوا له ۲۷۰۰۰ نورو یهودانو سره یوځای ووژل شوې. په داسې حال کې چې د سپیلرین د کورنۍ ډېری غړي په هولوکاسټ کې ووژل شول، خو د هغې وریندارګانې او د هغوی ماشومان ترې ژوندي پاتې شول چې اوس مهال له هغو څخه ۱۴ تنه یې په روسیه، کاناډا، متحده ایالاتو او اسرائیلو کې ژوند کوي.

سرچينې

[سمول]
  1. Also transliterated Shpilrein, Shpilrain, or Shpilreyn.
  2. Carotenuto, Aldo, ed. (1982). A Secret Symmetry: Sabina Spielrein between Jung and Freud. New York, NY: Random House.
  3. Carotenuto, Aldo, ed. (1986). Tagebuch einer hemlichen Symmetrie: Sabina Spielrein zwischen Jung und Freud. Freiburg: Kore.
  4. Lance S. Owens, Jung in Love: The Mysterium in Liber Novus (Gnosis Archive Books, 2015), 27-35. ISBN 978-0692578278 (Online edition available.)
  5. Schepeler, E. M. (1993). "Jean Piaget's experiences on the couch: Some clues to a mystery". International Journal of Psycho-Analysis. 74 (2): 255–273. PMID 8491531.
  6. Etkind, Alexander (1997). Eros of the Impossible: The History of Psychoanalysis in Russia. Boulder, CO: Westview Press. p. 172.
  7. Launer, John (2014). Sex Versus Survival. The Life and Ideas of Sabina Spielrein. London: Bloomsbury Publishing. ISBN 978-0-715-64741-7.
  8. Richebächer, Sabine (2005). Eine fast grausame Liebe zur Wissenschaft. Munich: BTB.
  9. Spielrein, S. (1912). "Die Destruktion als Ursache des Werdens". Jahrbuch für Psychoanalytische und Psychopathologische Forschungen. 4: 464–503.
  10. Spielrein, S. (1994). "Destruction as the Cause of Coming into Being". Journal of Analytical Psychology. 39 (2): 155–86. doi:10.1111/j.1465-5922.1994.00155.x.
  11. "Sabina Spielrein".
  12. Launer, John (2014). Sex Versus Survival. The Life and Ideas of Sabina Spielrein. London: Bloomsbury Publishing. ISBN 978-0-715-64741-7.
  13. Covington, C.; Wharton, B., eds. (2003). Sabina Spielrein: Forgotten Pioneer of Psychoanalysis. Hove: Brunner-Routledge.
  14. Spielrein, S. (1923). "Die Zeit im unterschwellingen Seelenleben". Imago. 9: 300–17.
  15. Spielrein, S. (1913). "Die Schwiegemutter". Imago. 2: 589–92.
  16. Vidal, F (2001). "Sabina Spielrein, Jean Piaget – Going their own ways". Journal of Analytical Psychology. 46 (1): 139–53. doi:10.1111/1465-5922.00220. PMID 11227106.
  17. Otto Fenichel, The Psychoanalytic Theory of Neurosis (1946) p. 348
  18. Etkind, Alexander (1997). Eros of the Impossible: The History of Psychoanalysis in Russia. Boulder, CO: Westview Press. p. 172.
  19. (په روسي) Petryuk PT, LI Bondarenko, AP Petryuk. Contribution of Professor Ivan Dmitrievich Ermakov in the development of psychiatry and psychoanalydsis (the 130th anniversary of his birth). News psihіatrії that psihofarmakoterapії. - 2005. - № 2. - S. 143-147.
  20. Launer, John (2014). Sex Versus Survival. The Life and Ideas of Sabina Spielrein. London: Bloomsbury Publishing. ISBN 978-0-715-64741-7.
  21. Etkind, Alexander (1997). Eros of the Impossible: The History of Psychoanalysis in Russia. Boulder, CO: Westview Press. p. 172.
  22. Richebächer, Sabine (2005). Eine fast grausame Liebe zur Wissenschaft. Munich: BTB.
  23. Spielrein, Sabina (1986). "Referat zur Psychoanalyse". In Brinkmann and Bose, Fiona (ed.). Sabina Spielrein: Ausgabe in 2 Bänden, Bd 2. Brinkmann and Bose. pp. 205–12.
  24. Lothane, Z (2007). "The snares of seduction in life and therapy, Or what do young girls (Spielrein) seek in their Aryan heroes (Jung) and vice versa?". International Forum of Psychoanalysis. 16: 1189–204.
  25. Richebächer, Sabine (2005). Eine fast grausame Liebe zur Wissenschaft. Munich: BTB.