زیړوک ولسوالی
زیړوک ولسوالي (Zerok یا Zeruk زیروک) د افغانستان د پکتیکا ولایت له ولسوالیو څخه ده. دا ولسوالي د غرنیو سیمو، پراخو طبیعي ځنګلونو او کرنیزو درو له امله ځانګړی جغرافیایي، اقتصادي او چاپېریالي ارزښت لري.
جغرافیه
[سمول]
زیړوک ولسوالي د غرونو ترمنځ د یوې اوږدې درې په بڼه پرته ده چې له ختیځ څخه لوېدیځ ته غځېدلې ده. د ولسوالۍ څلور واړه خواوې په طبیعي ځنګلونو پوښل شوې دي. د همدې ځنګلونو له امله زیړوک د لوړې اقتصادي ارزښت لرونکې سیمه بلل کېږي. د اټکل له مخې شاوخوا ۹۷ سلنه جغرافیه یې ځنګلونه جوړوي. دا ځنګلونه هر کال په زرګونه ټنه جلغوزي تولیدوي چې د افغانستان په ملي اقتصاد او د سیمې د خلکو په عایداتو کې مهم رول لري.
زیړوک ولسوالي د خوست او پکتیکا ترمنځ د لویې لارې پر مسیر پرته ده، چې د همدې لارې په اوږدو کې د جلغوزیو، تازه مېوو او ساختماني موادو سوداګري ترسره کېږي.
اقلیم
[سمول]
د زیړوک اقلیم د موسمونو له بدلون سره سم بدلېږي. په مني کې اقلیم وچ وي او بادونه پکې چلېږي، همدارنګه د ځمکې لاندې د اوبو کچه راټیټېږي. ژمی عموماً واورین وي او د واورو کچه تر ۱٫۵ مترو پورې رسېږي. د ژمي په موسم کې د تودوخې درجه تر منفي ۱۰ سانتيګرادو پورې ښکته کېږي.
په پسرلي او اوړي کې هوا معتدله وي، د غرونو لمنې په شنو واښو پوښل کېږي او له غرونو څخه روانې اوبه راجاریږي. د دې موسمونو تودوخه تر ۳۰–۳۵ سانتيګرادو پورې رسېږي، چې ولسوالۍ ته ځانګړې طبیعي ښکلا وربخښي.
نفوس او قومونه
[سمول]د زیړوک ولسوالي اوسېدونکي تر ډېره د کرلاڼي پښتنو پورې تړاو لري. په دې ولسوالۍ کې د ځدراڼ قوم دوه لویې څانګې مېشتې دي: غنيخانخېل او پرېڅخېل. غنيخانخېل د ولسوالۍ په مرکز او لوېدیځو سیمو کې اوسي، او پرېڅخېل د ختیځو او شمالي برخو اوسېدونکي دي.
کرنه او اوبه
[سمول]د ولسوالۍ خلک د کرنې لپاره له روانو اوبو ګټه اخلي او د څښاک لپاره د چینو او څاهګانو اوبه کاروي. د غرنیو سیمو له امله کرنیزې ځمکې محدودې دي، خو په درو او خوړونو کې غنم، جوار، کچالو او شفتله کرل کېږي.
د نوم رېښه او تاریخي څېړنې
[سمول]د «زیړوک» ولسوالي د نوم د اصل او رېښې په اړه بېلابېل نظریات او تاریخي روایتونه موجود دي، چې تر ډېره د سیمې د مشرانو، سپینږیرو او لوستو خلکو له خولې راټول شوي دي. دا نظریات تر ډېره د ځایي جغرافیې، تاریخي نښو او قومي روایتونو پر بنسټ ولاړ دي.
د زیرک/ځیرک له نوم سره تړلې نظریه
[سمول]د یوې پراخې تاریخي نظریې له مخې، د زیړوک نوم د سړبن قبیلې له لومړي څانګې «زیرک» یا «ځیرک» څخه اخیستل شوی دی. د پښتنو د دودیزو تاریخي روایتونو له مخې، سړبن قبیله په دوو لویو څانګو وېشل شوې وه: زیرک (یا ځیرک) او پنجپای. د اسلامي دورې په لومړیو پېړیو کې «ابدال» یا «اودل» د پښتنو له مشهورو نیکونو څخه بلل کېږي، چې د سلیمان غرونو په شاوخوا سیمو کې یې استوګنه لرله.
د همدې توکم له نسل څخه ملک سلیمان، چې په «زیرک» یا «ځیرک» مشهور و، د سلیمان غرونو په لمنو کې اوسېده. د ځایي روایتونو له مخې، هغه شاوخوا د ۴۸۱ زېږدیز کال پر مهال په همدې سیمه کې مېشت و او وروسته یې له دې ځایه د پښتنو یو شمېر ټبرونه د کندهار پر لور بوتلل.
په زیړوک ولسوالي کې، د ولسوالۍ په سوېل ختیځه برخه کې، هغه ځای چې د منځکي او نکې خوړونه سره یوځای کېږي، یو تاریخي ګړنګ شته چې اوس هم د ځایي خلکو لهخوا د «زیرک کوټې سر» یا «زیړک کوټې سر» په نوم یادېږي. د سیمې د خلکو په باور، دا هماغه ځای دی چې زیرک پکې د استوګنې لپاره سمڅه (مغاره) لرله. د وخت په تېرېدو سره د بارانونو او طبیعي پېښو له امله د دې سمڅې چت له منځه تللی، خو نوم او نښې یې تر ننه پاتې دي.
د همدې تاریخي تړاو له مخې، د «زیرک» نوم د تلفظي بدلون او د ځدراڼو د لهجوي ځانګړنو له امله په «زیړوک» اوښتی دی، لکه څنګه چې په پښتو ژبه کې ګڼ نور الفاظ د ډېر استعمال له امله بدلې بڼې خپلوي.
د «زیړ واک» (بوټي) نظریه
[سمول]یوه بله عامه او ولسي نظریه، چې تر ډېره د سپینږیرو لهخوا وړاندې کېږي، دا ده چې د زیړوک نوم د یوه ځانګړي ځايي بوټي له ډېرښت څخه اخیستل شوی دی. دا بوټی چې ځایي خلک یې «غوجیره»، «غوزیره» یا «غوجاره» بولي، د ولسوالۍ په نږدې ټولو سیمو کې شته.
دا بوټی د پسرلي په موسم، په ځانګړي ډول د ثور په میاشت کې، ژېړ رنګ لرونکي ګلونه کوي. د دې ګلونو ډېرښت دومره زیات وي چې له لرې څخه ټوله سیمه د ژېړ رنګ په څېر ښکاري. د ځایي خلکو په وینا، پخوا به دې موسم ته «زیړ واک» ویل کېده، یعنې هغه وخت چې ژېړ رنګ پر ټوله سیمه واکمن وي.
د وخت په تېرېدو، د ډېر استعمال او د لهجوي بدلونونو له امله، د «زیړ واک» اصطلاح ورو ورو په «زیړوک» بدله شوې ده. د دې نظریې له مخې، د زیړوک نوم د همدې طبیعي ځانګړتیا او موسمي منظرې یادګار دی.
په ټوله کې، که څه هم د زیړوک د نوم د اصل په اړه کره لیکلي تاریخي اسناد لږ دي، خو دواړه یادې نظریې د سیمې له جغرافیې، تاریخي روایتونو او ولسي حافظې سره نږدې تړاو لري او د دې ولسوالۍ د کلتوري هویت مهمه برخه ګڼل کېږي.
اداري بدلونونه
[سمول]زیړوک تر ۱۳۵۳ لمریز کال پورې د پکتیا ولایت یوه علاقهداري وه، خو د پکتیکا ولایت له جوړېدو وروسته د دې ولایت له ولسوالیو څخه وشمېرل شوه.
طبیعي سرچینې
[سمول]
په زیړوک ولسوالي کې پراخ طبیعي ځنګلونه شته چې پکې جلغوزي، څېړۍ، نښتر او نورې ځنګلي ونې شاملې دي. همدارنګه، ګڼ شمېر طبیعي درملیز بوټي هم په دې سیمه کې پیدا کېږي.
پای
[سمول]زیړوک ولسوالي د طبیعي شتمنیو، تاریخي روایتونو او قومي جوړښت له پلوه د پکتیکا ولایت له مهمو ولسوالیو څخه ده، چې د سیمې د خلکو په اقتصادي او کلتوري ژوند کې ځانګړی ځای لري.