زیتون بهرام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ټيټليک متن== زیتون بهرام == [سرچينه سمول]

'

زوکړه[سمول]

آغلی پوهنمل زیتون بهرام د ډاکتر میرغوث الدین معارج لور، په يوه علمي او روڼ انډه کورنۍ کې زیږدلې او په قوم احمدزۍ ده. پلارنی ټاټوبی یې د میدان وردګ ولایت دی، خو وروسته یې کورنۍ بغلان ولایت ته ناقله شوې.

میرمن بهرام واده کړی، درې ماشومان ( یوه لور او دوه زامن) لري.

زده کړې[سمول]

[سرچينه سمول]

اغلې زیتون بهرام لومړنۍ زده کړې د کابل ښار د مریم د نجونو په لیسه کې او عالی زده کړې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي دانګليسي ژبې په څانګه کی تر سره کړې. د زده کړو په بهیر کې ډيره ښه وځلیده او د پرلپسې ښو نمرو په تر لاسه کولو سره، په ۱۳۸۵ ل-ه کال کې بیرته په همدې څانګه کې د استادې په توګه مقرره شوه. د ماسترۍ زدکړې یې د عامه ادارې اوپالیسۍ په برخه کې د واشنګتن سټیټ یونیورسټۍ په مرسته د کابل پوهنتون کې په ۱۳۸۹ کال کې په بریالیتوب سره سرته ورسولې. د طالبانو په دوره کې (هغه وخت چې د پوهنتون دروازه ددې او نورو نجونو پر مخ تړلې وه) هغې په خپل کورکې د نجونو لپاره د انګلیسي ژبې او د قرآنکریم د لوستلو زدکړې کورسونه درلودل او هغوی ته یې زده کړې ورکولې.

دندې[سمول]

[سرچينه سمول] میرمن بهرام د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګليسي څانګې د استادۍ تر څنګ په همدې څانګه کې ځینې نوري دندې هم ترسره کړي، چې له هغې څخه د استادانو د روزنې کميټې مشري، د مونوګراف د کمیټې غړې، او د کریکولم د کمیټې مشرې په توګه پاتې شوې ده. نوموړې د انګلستان سفارت په مرسته د پنځو کلونو لپاره په کابل پوهنتون کی د انکلیسی ژبی د ښوونکې په توګه پاتې شوې او د یوه کال لپاره یې د انګلستان په سفارت کې د ماستر ترینرې په توګه دنده ترسره کړې ده.

همدا راز له کال ۱۳۹۰ را په دې خوا د پوهنې او ټولنۍ د پراختيا لپاره د سولې د موسسې (PESDO)ریاست په غاړه لري او تر اوس محاله یې دا لاندنۍ پروژې پلې کړې دي:

۱- د افغانستان د یوولسو دولتي پوهنتونونو۴۵۰ ښځینه و استادانو او محصلینو لپاره د رهبریت پروژه د کابل ښار په پوهنتونونو کې.

۲- د کابل پوهنتون د ښځینه لیلیه ۱۲۰۰ محصلینو لپاره انګلیسي ژبې، کمپیوټر، او ساینسي مضامینو د تدریس پروژه.

۳- د کابل پوهنتون د ښځینه لیلیه ۲۷۰۰ محصلینو لپاره انګلیسي ژبې، ټافل، اداري مکالمه، کمپیوټر، ساینسي مضامینو د تریننګ پروژه.

۴- د کتابخانې د مدیریت او د مطالعې د فرهنګ د رواجولو پروژه د کابل ولایت په ۷۱ ښوونځیو او ۴ عامه کتابخانو کې پلې کړې.

له کال ۱۳۸۵ تر ۱۳۸۷ پوری د افغانستان د انګلیسي ژبې د استادانو په ټولنه کې د کنفرانسو د همغږې کوونکی، له ۱۳۸۸تر ۱۳۹۰ پورې د همدې ټولنې د اداري مسوولی په توګه او بیا له ۱۳۹۱ کاله رانیولې تر ۱۳۹۲ کاله پورې د دې ټولنې د ریسې په توګه پاتې شوې ده. اغلې بهرام د دې تر څنګ چې ددي ټولني د لومړي، دویم، درییم، او څلورمو کلنيو کنفرانسونو مدیریت یې کړي او د دې ټولنې غړو ته یې تریننګونه او ورکشاپونه دایر کړي، پدی سربیره یې په کابل کې د امریکا د

متحده ایالاتو د سفارت په مالي مرسته د ټولنې د غړیو لپاره او هم د کابل ښار روزنتون د انګلیسي پروګرام فارغ شوي زده کوونکو اود هغه پروګرام د انګلیسي ژبې استادانو ته د میتودیک ( تیچر تریننګ) پروګرامونه دایر کړي دي.

همدا راز میرمن زیتون بهرام د عروج ښځینه منیجمنت يا اداري انستیتوت کی د بشری منابعو او اداري مکالمې مضمونونو د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړی او هم یي د کاروان پوهنتون کي د انګلیسي ژبې پروګرام کې یې د لیکوالۍ مضمون تدریس کړی. DEL

له ۱۳۹۴ تر اوسه پوری د ابره افغان تجارتی شرکت د ریسې په توګه د دی شرکت له له لارې یې د ښځو او نجونو په واسطه هیواد ته د لاسی صنایعو د ودې په برخه کې اغیزمن خدمتونه ترسره کوی.

آغلې بهرام ډیر علمی او تعلیمی تریننګونه پلان او دایر کړيدي، کله چې یې دافغان انګلیسی ژبو استادانو د ټولنې د اداري مسوولې په توګه او بیا وروسته یې د همدې ټولنې د ریاست دنده سرته رسوله، د تدریس د میتودونو ګڼ تریننګونه یې د دې ټولنې استادانو ته په لار اچولي او هم یی پخپله ترین کړي دي. د پاکستان د انګلیسي ژبو استادانو ټولنې په ۲۷ کلني کنفرانس کې یې پریزینتیشن ورکړی. د یولسو پوهنتونونو د هغه ښځینه استادانو چې د رهبریت پوستونو کې یې دندې ترسره کولې او د کابل څلورو دولتي پوهنتونونو د ځوانو ښځینه استادانو او دآخر کال ښځینه محصلینو ته د مدیریت او رهبری تریننګونه دایر کړي دي. د کابل پوهنتون په ښځینه لیلیه کې د نجونو محصلینو لپاره د دوو تعلیمي پروژو د تطبیق پر محال یې ددغو نجونو لپاره د مدیریت، رهبری، جندر، کتاب لوستو مهارت، حفظ الصحه/صحي، او د سولې جوړولو تریننګونه او د انګلیسي ژبې، کمپیوټر/آی سي ډي ال، ټافل او ساینسي مضمونونو کورسونه په لار اچوالي. همدارنګه یې د کابل پوهنتون دانګلیسي ژبې دیپارتمنت استادانو لپاره وخت په وخت تریننګونه دایر کړي دي.


علمي آثار[سمول]

[سرچينه سمول]

“A study of the Performance Management System of English Department, Kabul University” 

آغلی زیتون بهرام د ماستری تیزس چی یو څیړنیز اثر دی.

“A comparison of Four Kinds of Feedback on Written Assignments of Sophomore Class in English Department of Kabul University”

د آغلی بهرام دویم څیړنیز اثر دی چې د پوهنملۍ دعلمي رتبې لپاره یې لیکلی دی.

علمی مقالې: میرمن بهرام د خپلو اکاډمیکو او علمي څیړنو په لړ کې پنځه څیرنیزې مقالې په انګریزي ژبه لیکلې چې د کابل پوهنتون په علمی مجلو کې چاپ شوي دي.


د مدني ټولنو غړیتوب:[سرچينه سمول]

آغلې زیتون بهرام د مدني ټولنو فعاله ده او د لاندې ذکر شویو ټولنوغړیتوب لري:

۱-میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر ۲- خوشال بابا فکري بهیر ۳- د افغان میرمنو شبکه ۴- د افغانستان سوداګرو( تجارت پیشه) ښځو فدراسیون ۵- د افغان انګلیسي ژبو استادانو ټولنه ۶- د پوهنتونونو د استادانو اتحادیه.

میرمن بهرام لاندې ذکر شویو بهرنیو هیوادونوته رسمی او علمی سفرونه کړي: د امریکا متحده ایالات، انګلستان، هندوستان، ترکیه، بنګله دیش، هالنډ، او پاکستان.