زړه گراف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د يوه ۲۶ کلن نارينه، د ۱۲ ليډونو الېکټروکارډيوگرافي.

زړه گراف يا الېکټروکارډيوگرافي (په انگرېزي: Electrocardiography) (اي سي جي يا اي کې جي د الماني الېکټروکارډيوگرام لنډون) د وخت په يوې ټاکلې مودې کې په ټټر او د بدن په نورو برخو کې د زړه د برېښنايي بهير د کچې موندنې کړنې او د همدغې کړنې تعبير ته وايي. دغه کړنه د الېکټرودونو، چې په بدن پورې نښلول کېږي، او د يوې باندنۍ الې په مرسته چې برېښنايي چارجونه د کاغذ په مخ کاږي ترسره کېږي.[۱] هغه ثبت شوی گراف چې د همدغې عمليې نه وروسته لاس ته راځي د الېکټروکارډيوگراف په نامه يادېږي او هغه کاغذ چې همدا گراف پرې کښل شوی وي الېکتروکارډيوگرام بلل کېږي.

د دې نومونې آرپوهه دا څرگندوي چې همدا لغت د يوناني ژبې د "الېکټرو"، "کارډيو" او "گراف" د وييونو يو تړنگ نوم دی چې "الېکټرو" د "برېښنايي کړنو"، "کارډيو" د "زړه" او "گراف" د "کښلو" په مانا دی.

اکثراً اي سي جي په انسانانو کې د زړه اړونده تشخيصي کتنو او يا هم په انساني زړه باندې د څېړنو په بهير کې کارېږي، خو په ژويو کې هم د ساينسي څېړنو په موخه کارېدای شي.

سرچينې

  1. "ECG- simplified. Aswini Kumar M.D". LifeHugger. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)